د شاه مشهد مدرسه

د غوري دورې شاه مشد مدرسه او مسجد د غوريانو د واک يوه غوره او حيرانوونکې وداني وه چي په دې ورستيو [۱۹۷۰ع/۱۳۴۸ل]کي موږ په خبر سو او اوس په بشپړه توګه ړنګه دي.
د بادغيس ولايت د بالامرغاب سيند پر غاړه دغه مدرسه چي په لس کاله جوړه سوې وه، [۱۱۸۱ع] د سيمي په کچه د ډيلي او هرات له مدارسو وروسته لويه مدرسه وه. د غټو پخو خښتو جوړه دغه مدرسه د مغولي تاړاک پر مهال ونړول سوه او د غوري دورې يو لوی هنر ئې ولوټه.
د دېوالي کتيبو له دوعاګانو څخه ښکاري چي ښايي د کومي ښځي/ملکې په امر/مشرتوب جوړه سوې وي، او د شاه مشد/مشهد په نامه ښايي له دې امله يادېږي چي ددې دورې يو نامتو نقاش او بنا/استاد [شاه مشد] نومېده.
له هوا داسي ښکاري چی ددې مدرسې به څلور دروازې وې چي پر سربه ئې ستري ګومبتي لرلې، د ښه مرغه ددې يوې دروازې عکس ئې موږ چي د غوري پاچاهانو د هنرمند او دې مدرسې د جوړونکي [سلطان غياث الدين غوري] ستاينه پکښي ليکل سوې ده، لرو.
په غوري سلطنت کي مدرسو جوړولو ته په سلطنتي کچه [مېرمن ملکې] پراختيا ورکړه او دغه وخت د سيمي په کچه دلته د پراخو تمدني حوزو بنسټونه کښېښول سول.
ياده مدرسه لومړی ځل په ۱۹۱۷ع د [کاسیمیر وګلایزر] په زحمت عکاسي نړۍ ته وړاندي سوه خو دولت پنځوس کاله وروسته عملاً ددې کلا پوښتنه وکړه خو اوس يو مخ ورانه سوې وه.
غياث الدين غوري پر وطن مين، علم پرست او د ملت غمخور سړی وو چي د افغان د سوري ټبر د غور د سیمي پخوانی پاچا او وروسته ئې د غوري ټولواکمني په ټول هند، ایران، تاجکستان، بنگله دېش او نورو سیمو کي رامنځته کړه
. انگرېز لیکوال مونټ الفنسټن او کڼو نورو مورخينو دی افغان او پښتون بللی خو د ایران ننني تاریخ لیکونکي دی په جعل د ایران بولي.
د بده مرغه کله چي دغه هنرمند غوریان هند ته ولاړل، بیا نه دوی او نه افغانستان تر ۱۸ پیړۍ ښه ورځ ونه لیده.

ددې مدرسې وروستی حال، ۱۹۸۱ع

 

ددې مدرسې دروازه، چي اوس نسته، ۱۹۷۷ع
ددې مدرسې نخشه چي هنر پکښي له ورا ځايه مالومېږي.
ايرانبادغيسسردارولي پښتون زویشاه مشهدشهاب الدين غوريمونټ الفنسټن
نظريات (0)
نظر اضافه کول