د مانجې په جرګه کي فال اچول

افغانان کله-کله د لويو او مهمو مسايلو او سياسي اقدامونو په ځای کي هم د فال څخه استفاده کوي او د هغه په تعبير طرزالعمل عياروي.
شفاهي روايتونه وايي کله چي ۳۱۰ کاله پخوا ګرګين په کندهار کي ظلمونه پيل او د ښار اوسېدونکي ئې د ژوند څخه بېزاره کړه نو د يوې خوا دښمن زيات زور لاره او د بلي خوا پښتنو مشرانو د #ميرويس_نيکه ملا وتړله. ميرويس نيکه د کندهار په مانجه کي جرګه روغوښتل او له هغوی سره ئې مشوره کول. کله چي نيکه د اولس له ښكاره ملاتړه خوشاله سو؛ خو بيا ئې هم خلكو ته وويل:”سمه ده، تاسو پر خپلو كړو ژمنو ولاړ و اوسئ او پر ما باور وكړئ، چي له دښمنانو به كسات اخلم“.

د ميرويس نيکه پر مهال د کندهار نقشه

ميرويس نيكه هم د خپلو چارو د سمبالښت په اړه اندېښنه درلوده او د وخت دوديزه چاره، فال كتو ته ئې مخ واړاوه. ميرويس نيكه د فال كتو لپاره د رحمان بابا (رح) ديوان وټاكه چي د دښمن په مخالفت به د دوی اقدام بريالی او که نا بريالی وي؟
همدا وو چي د خپلو چارو د پرمخ بيولو او پرمختګ په موخه ئې د فال په نيت د رحمان بابا ديوان خلاص كړ او دا بيتونه راغلل:

د مکتوب غوندي په پټه خوله ګويا يم
خاموشي زما بهتره تر غوغا زما
کښت د عشق په توره مځکه اسان نه دی
سمندر بويه چه زيست کا په صحرا زما


کله چي دغه بيتونه په فال کي ووتل نو پښتنو مشرانو پرېکړه وکړه چي ژر او قاطع اقدام بايد پرېږدو او د بلي موقع په انتظار صبر وکړو.
د شعر له لوستو وروسته ميرويس نيکه جرګې ته وويل:

” رحمان بابا مشوره راكوي چي اوس چوپتيا غوره ده. د ظالمانو د پاى شېبې دي؛ خو موږ بايد په كراره د خپل هوډ د پوره كولو لپاره هڅي وكړو، چي مناسب وخت را ورسېږي زه به بيا تاسو راوغواړم او په ګډه به ظالمان له خپل وطنه باسو. اوس بايد له تدبيره كار واخلي او خپلي توري د ګلاب تر پاڼو لاندي پټي كړو”.

ميروس نيکه/انځورګر: برېښنا


په دې ډول باندي دې درنې جرګې په ډوډۍ، توره او مالګه قسم وکړ چي بل ځل به د اړتيا په وخت کي حاضرېږي، مياشت وروسته چي دوهم ځل بيا پښتنو پر ګرګين يرغل کاوه، د فال په توګه د رحمان بابا دا شعرونه ووتل:


چي اسمان یې مخ پټ کړی په سحاب و
خدای و ما و ته ښکاره کړ هغه لمر بیا
په وصال یې منت بار اوسه رحمانه
په صدف کي دخل نشته د ګوهر بیا


له دې بیت وروسته نیکه او ملګرو د۱۱۱۹هـ د ميانی پر ۱۹ ګورګين د ارغسان [ ده شېخ ] په کلي کي وواژه او ايراني واکمني پای ته ورسېده.
مانجه له کندهار څخه دېرش کيلوميټره فاصله پرته ده، او د کابل او کندهار پر لويه لاره واقع ده. غالباً دلته د جعفرخان سدوزي کور وو چي د ملي قايد خسر وو. دا جرګه هغه وروستۍ جرګه وه چي د قوم د ازادۍ وثيقه ئې مهر کړه. څنګه چي رېدي خان مهمند په محمود نامه کي راوړي دي؛ په دې جرګه کي لاندي مشرانو او خوانين را غونډ سوي وه:
۱-سيدال خان ناصر: د هوتکو د دورې ډېر مهم او معروف سپه سالار.
۲-بابو جان بابی: په ډېرو جګړو کي د لښکرو سرداري ور په غاړه وه.
۳–بهادر خان اندړ: [اميرالامرا]، د شال، ږوب او ډېره جاتو فاتح.
۴-ملا پېر محمد مياجي: ستر علمي شخصيت.
۵-عزيز خان روحاني: د دلارام په پهلوان مشهور.
۶-يوسف خان هوتک: د هوتکو دسيوري د سيمي له خانانو څخه.
۷-ګل خان بابړ.
۸-نورخان بړيڅ: د ښوراوک له خانانو څخه.
۹-نصروخان الکوزی: د جلدک له خانانو څخه.
۱۰-يحيی خان: د ملي قايد ورور.
۱۱-حاجي نورمحمد خان: د يحيی خان زوی چي په ورستيو واقعاتو کي د حاجي ننګو په نامه شهرت درلود.
۱۲- يونس خان کاکړ: د ږوب له کاکړي خانانو څخه.
پدي جرګه کي د مير عبدالله خان بلوڅ حال استازی او هم دپښين د ترينانو او د شالکوټ د کاسيانو د مشرانو نومان په لاس نه دي راغلی.
دغه کيسه د ارواښاد عبدالروف بېنوا په هوتکيان نومي کتاب کي تفصيلي ولولئ.

ارغسانبابو جان بابیبهادر خان اندړږوبسيدال خان ناصرشالکاکړګل خان بابړمير عبدالله خان بلوڅنصروخان الکوزی
نظريات (0)
نظر اضافه کول