د ملاکنډ محاصره په ۱۸۹۷ع کال هغه وخت پېښه سوه چي د پښتنو او انګرېزانو تر منځ د ډيورنډ کرښي پر سر ستري شخړي رامنځ ته سوې، کله چي انګرېزانو (۲۴۴۵کيلوميټر) اوږده کرښه په دې موخه د پښتنو ټبرونو تر مينځ کش کړه چي خپل حکومت د روس د اثراتو خوندي وساتي، نو د کرښي جوړولو سره دواړه اړخه پښتانه سخت خپه او د برتانيې خلاف يو فقير سعيد الله [سرتور فقير] په نوم کس ودرېد، لس زره تنه ئې د ځان سره ملگري او مالاکنډ[سوات] کې ئي د انگريزانو په پوځي چاوڼۍ خونړی بريد تر سره او وسوځول!
دا وخت چي د برطانيې د پوځ حالات کمزوري وه، سخت وبېرېدل. دغه وخت چي پښتانه په لویه کچه د برتانيې خلاف ول، انګرېزانو وبېرېدل او له هند څخه ئې سيکان او نور چپاولګر راټول او په مالاکنډ کي ئې د خلګو کورونه په چورول.
دا جنګ په انګرېزي تاريخونو کي کي مهم ځای لري او انګرېز صدراعظم چرچل ورباندي پنځه مقالې او يو کتاب[The Story of the Malakand Field Force]هم ليکلي دي.
پورته انځور مالاکنډ کي د يوه پښتانه کور له سوځولو وروسته د سيک ملېشو لخوا د چور او چرګانو غلا کولو پېښه انځوروي.
په دې جګړخ کي د انګرېز دوه افسران او ۱۱ پوځیان،۷ لوړ رتبه هندي افسران مړه او ۱۹۳ پوځیان ووژل سول. د انګرېز لپاره جنګېدونکو عسکرو له تاوانه علاوه، د ۱۳۵ اسونو او کچرو وژل زیات مهم وه.
خو د بده مرغه برتانيې په داسي بې فرهنګه پېښو دا جگړه خپل لاس ته کړه.
سرتور فقير:
سرتور فقير د سر وېنسټن چرچېل د کتاب The story of Malakand Field Force محرک او مرکزي کرکټر دی. سرتور ملنګ د برتانيې استعماري قلموالو او د استعمار ځايي لاسپوڅو د [لېوني فقير، لېوني ملا، دېوانه ملا] په طنزيه نومونو ياد کړی او اولسونو سرتور فقير او ملا مستان باله. په لندن او آيرلېنډ کي د پاکستان پخواني سفير او په هارورډ پوهنتون کې د اوسني ابن خلدون څوکۍ مسئول پروفيسر اکبر صلاح الدين احمد د پښتنو د معجزوي شخصيتونو په اړه په خپل کتاب کي ليکلي: “چي سرتور فقير به تور سر ګرځېده، ځکه نو (سرتور) وبلل سو“.
د سرتور ملنګ د زېږېدو نېټه او د ماشومتوب او ځوانۍ د ورځو حالات پټ پاته دي، خو دومره ښکاره ده چي د ملنګ خپل نوم سعدالله و او د پروفيسر سلطان روم د وينا له مخه، د بونېر د [رېګه] سيمي د شتمني کورنۍ د مشهور بونېروال ملک حميدالله زوی و. له کورني پلوه ئې د يوسفزيو د قبيلې د مليزي ښاخ په ابازيو پوري تړاو درلود.
د شفاهي خبرو له مخه سرتور ملنګ د خپل وخت تکړه، ښکلی او ځواکمن شخص وو، همدارنګه وای نوموړي خپل ورور وواژه نو ئې په ځوانۍ کي کور و کلی پرېښود او اجمير ته ولاړ. دوديز علوم يې ولوستل. هرات ته پسي ولاړ او هلته مېشت سو. همدغه ورځي د فقير د روحاني او صوفيانه ازمايښتونو او رياضتونو وختونه وه چي له لسو کلونو تېرولو وروسته له هراته خپلي پلرنۍ سيمي ته ستون سو.
د روسي پراختيا Russian Expansion د مخنيوي او د وخت د مشهوري (روسۍ ـــ برتانوۍ) لويې لوبې (The Great Game) په لړ کي برتانيې د پښتنو په سيمه کي يوه غيرطبيعي کرښه (ډېورېنډ لاين) کش کړه چي په تاريخ کي پښتنو هېڅکله هم و نه منله.
سرتور ملنګ له راستنېدو وروسته د ډېورېنډ کرښې د له منځه وړلو او د پښتنو له خاوري د برتانوي استعمار د شړلو لپاره په ۱۸۹۷ع کال کي جهاد اعلان کړ. په مالاکنډ کي دېره برتانوي سياسي واکمن تورن ډين د ده حرکت ټوکه وګاڼه او له پامه ئې وغورځاوه. خبره چي ډېره لويه سوه، نو پوليټيکل اېجنټ د سوات والي ته خبر ورکړ. والي ځواب ورولېږه:”يو لېونی دی… زما يو کارمند به ئې ماغزه ور په ځای کړي”.
او خپل استازی ئې د فقير د غوږونو تاوولو لپاره ورواستاوه. فقير استازي ته ښه درس ورکړ او هغه په ژړاـژړا بېرته خپل بادار ته ورغلی. فقير له نژدې دوولس زره کسيز لښکر سره د مالاکنډ او سوات پر پوله په (لنډه کي) نومي ځای کي دېره سو او د جهاد تياری ئې پيل کړ. د خلکو جذبه او احساسات په زياتېدو وو. شاعرانو د فقير او د هغه د هدف لپاره ترانې وليکلې. مېرمنو په ټپو کي ياد کړ… د وخت يو مشهور سروکی داسې و:
په لنډه کي کي ورته پروت سرتور فقير دئ
ډينګ پرنګی د ځان په وير دئ
ډينګ پرنګی يې (تورن ډين انګرېز) ته ويل.
فقير په رښتيا ملنګ وو. نه ورسره جګړه ييزه بوديجه وه او نه هم رسمي پوځ، نه توپ و توپک او نه هم آسونه او کچري، خو د وخت له تر ټولو لوی ځواک سره ئې ډغره ووهله. خلکو په فقير پوري ګڼ کرامتونه تړلي وو. د خوراک لپاره ورته غيبي دېګونه راځي… د فقير جنګيالي چي شګي وپاشي، غالبوزي ځني جوړيږي او پر پرنګيانو بريدونه کوي او همداسې نور. د اله ډنډ يوه ملک د چندې په ډول سرتور ملنګ ته پنځوس روپۍ ورواستولې. ملنګ پنځوس نورې ورسره کړې او بېرته ئې ملک صاحب ته ورولېږلې. البته د هغه وخت تاريخي سرچينې راښيي چي د پنجاب آزادي خوښوونکو او د افغانستان پښتنو او امير فقير ته مرستي ورلېږلي. په جولايي کي فقير د مالاکنډ د برتانوي پوځ د سوېلي کېمپ پر خوا وخوځېد. د جولايي د ۲۷ ماښام په ۹:۳۰ بجو د مالاکنډ ليويز يو جمعدار په منډه، منډه د پوليټيکل اداري مشر تورن ډين خوا ته ورغی او ورته ويې ويل، چې فقير له برتانوي پوځ سره د جنګېدو لپاره د کېمپ تر خولې رارسېدلی او خلک يې ډلې، ډلې لښکر ته ورګډيږي. تورن ډين په نوښار کې برتانوي چاوڼۍ ته د ژر تر ژره مرستې لېږلو لپاره تار واستاوه. د حالاتو نزاکت ته په کتو عاجله مرسته ور روانه شوه. بريدمل وېنسټن چرچېل د همدغه ځواک برخه و. د لويې برتانيې د راروان وخت د لومړي وزير په لاس په ژوندي او ځواکمن انګليسي نثر کې ليکلی شهکار اثر The Story of Malakand Field Force د همدغه ملنګ پر ضد د برتانوي پوځ د جګړو کيسه ده.
په ۱۹۰۸ع کال سرتور د میادم په [پېتۍ] ( فتح پور) کي میشت شو او هلته یو کس عبدالرحیم خپله لور ور په نکاح کړه. د ده دوې نوري میرمني او اولادونه په ریګه او کوهستان کي وو.
سعدالله په ۱۹۱۷ع کي ومړ او په پېتۍ کي خاورو ته وسپارل سو.