بې ساعته روژه

پخوا چي افغانستان کي ساعت نه وو، د روژه مات او پېشلمي پر وخت به په لويو ښارونو کي پر غونډيو پرتو توپونو ډز کاوه او خلګ به پوهېدل چي روژه مات/پېشلمی دئ.
د کابل تاريخي توپ په لومړي ځل د امير حبيب الله خان په وخت کي د ګذرګاه غونډۍ ته وخېږول سو او پر ۱۲ بجو به ئې ډز کاوه چي خلګ په غرمه خبر سي او همدارنګه ئې به د پېشلمي او روژه مات پر وخت هم ډز کاوه چي خلګو به ئې اواز خورا په احتياط اورېده.
وروسته [ عبدالحميد کندهاري ] وتوانيد چي اتومات ماشه ورجوړه کړي چي ټيک پر دولس بجې به له ذره بينه څخه رڼا باروتو ته ولوېده او باروتو به له اور اخيستلو وروسته ډز وکړ
ددې توپ توپچي [صابر] نومېده چي وای يو وخت د افغانانو افسانوي کس وو.

پل محمود خان څلور لاري کي ولاړ د برج ساعت چي مجاهدينو اخ و ډب کي ړنګ سو.

يوه پېړۍ د مخه چي ساعت افغانستان ته راغلی، [د ساعت منار] په نامه لوی منار ودرېد او له ساعته ئې ښاريانو مفته ګټه اخيسته. دغسي توپونه وروسته په لويو ښارونو کي هم نسب سول چي جلال اباد کي ئې د توپ غونډۍ اوس هم مشهورده ده.
ځيني مورخين بيا ددې ډزو دا مانا هم ورکوي چي د وخت حکومتونو به پر خلګو د روب اچولو په نيت دا کار کاوه چي وښيي حکومت بيدار دئ.
د مجاهدينو په دوره کي ډېر کوښښ وسو چي دا توپ کښته کړي، خو د توب بخت په دې بيدار وو چي په پيلانو خېږول سوی وو او راکښته کېدل ئې د انسان د وس خبره نه وه.

محمد امان، د محمد نادر خان په وخت کي ددې توپ سمبالګر

لس کاله د مخه د کلتور وزارت په مټ توپ بيرته ورغول سو او د کابل ميلاد په ورځ اوس هم ډز کوي، خو دا چي ډزي ډېري دي، ددې توپ ډز پکښي ورک دئ.
پخوا چي ډزي او باورت نه وه، خلګو به دې ډز ته په دومره سپېڅلې سترګه کتل چي د غرمې ډز نه وای سوی، هيچا ماشومانو ته ډوډۍ نه ورکوله، همدارنګه دې توپ اولسي ادبياتو ته هم لار وکړه او وردګو کي تر اوسه پوري څاښت ته توپ وایي. ويل کېږي چي په ښار کي به دي یو چا ته وویل چي چیری روان ئې؛ ویل ځم توپ کور ته رسوم.
ځيني پخوانی خلګ اوس هم وايي پلانکي د توپ تر ډزه کار وکړ او بيا… کندهار کي يوه ماشومانه ترانه چي موږ به ويله داسي وه:

راغله روژه راغله د ډوم-ډوم او نغارو سره
يو ئې پېشلمی دئ د سهار له اذانو سره
راغله روژه راغله…
ځيني مورخين بيا ددې ډزو دا مانا هم ورکوي چي د وخت حکومتونو به پر خلګو د روب اچولو په نيت دا کار کاوه چي وښيي حکومت بيدار دئ.
ويل کېږي چي د توپ شاوخوا کليو به د باروتو له بدبويي څخه شکايت لاره خو دا چي هغه وخت جګړې نه وې، د توپ ږغ خلګو ته ښه خوند ورکاوه.

 په ۱۹۱۱ع کال امير حبيب الله خان د لندن په [جویس] نومي کمپنۍ کښي د يوه ساعت فرمايش ورکړ چي د مسټر ملر په وسیله راوغوښتل سو او دده تر څارنه لاندي په برج کي ځای پر ځای سو. دا ساعت په هغه وخت کښي په نهه زره پنځه سوه هندي کلدارو واخیستل سو چي خپلو څلورو واړو مخونو ته ئې روښانه ښیښې لرلې چي د شپې له خوا به ئې شاته څراغ لګول. دغه ساعت د دلکشا ماڼۍ په بڼ کي په يوه لوړ برج کي ودرول سو چي سل فوټه لوړ دئ او داخلي برخي سور ئې دولس په دولس فوټه کي دئ. د دغه منار د ساعت د زنګ وزن دوه خرواره وو چي هرساعت به ئې زنګ واهه. دغه ساعت د ثور دکودتا په لومړۍ ورځ د الوتکي د بمباري له امله له کاره ولوېد.

پل محمود خان څلور لاري کي ولاړ د برج ساعت چي مجاهدينو اخ و ډب کي ړنګ سو.

د محمد نادر خان په وخت کي يو ايټالوی سيلاني په سېل دې ځای ته ورغلی او توپچی [محمد امان ته ئې د خپل لاس ساعت ورکړ تر څو ورته اساني وي، خو دوې مياشتي وروسته د ښاروالۍ لخوا ساعت له توپچي څخه بيرته واخيستل سو او تر ننه ورک دئ.

په عکس کي ولاړ سپين ږيري چي ساعت ئې په لاس کي دئ

ويل کېږي چي د مصر پلازمينه قاهره کي د لومړي ځل له پاره په روژه کي توپ پَیر سو، کیسه داسي وه چي په ۸۶۵ه کال  کي مملو کي [سلطان خشقدم] یو توپ ترلاسه کړ، پېښه داسي سوه چي د روژې په لومړۍ ورځ لمرلوېدو پر مهال سلطان نوی توپ وروغوښت او پیر ئې کړ، یعني د تجربه کولو له پاره د توپ پیر کولو وخت له لمرلویدو سره برابر سو.
خلکو فکر وکړ چي سلطان دا کار قصدا وکړ، ډلي-ډلي خلک هغه ته د دې ښه بدعت رامنځته کولو د منني له پاره ورغلل، سلطان چي په دې تصادفي کار د خلکو خوشالي وليدله امر ئې وکړ چي هر ماښام ئې پیر کوئ، وروسته دا رواج پېشلمي او د روژې بندیز ته هم وغځیدی، او دا کار تر ننه د اسلامي نړۍ په مختلفو سیمو کي ترسره کیږي.

د کابل توپ پرونۍ او نننۍ ورځ
د ارګ ساعت برج
امير حبيب الله خاند ساعت برجدلکشاه ماڼۍکابللندن
نظريات (0)
نظر اضافه کول