د ګردېز کلا، پکتيا

د ګردېز لغوي مانا [ګر=غر] او [دز=کلا*] ته ويل کېږي چي په ټوليز ډول د غره کلا ته ويل کېږي چي د مقدوني سکندر د حملو په مقابل کي ۳۲۸ق م جوړ سوې وه [اريانا دايره المعارف]
د ګردېز بالاحصار يوه د خټو جوړه کلا ده چي اټکل ۳۵۰متره اوږدوالی او ۵۰ ميتره جګوالی لري او د ښار ختيځ ته پر څلوېښت متره لوړه غونډۍ پرته ده. پر ياده کلا يو خندق ختلی وو چي اثار ئې اوس هم سته.
د دې بالاحصار په اړه د سيمې اوسېدونكي او ځيني ليکوالان وايي چي نهه سوه کال پخوا د واكمنو د يوه سنګر په توګه كار ځني اخسته کېده، خو داسي نه ده بلکي د ګرديز بالاحصار تر اسلام د مخه د بوديزم يو لوی مرکز وو او وروسته عسکري ځای وو چي نيمه پېړۍ وړاندي د دولسمي فرقې قرارګاه وه. ويل کېږي چي د ګردېز په بودايي عصر کي د صنايعو لوی مرکز وو چي هيکل تراشي کي لوی نوم لاره او دغه کلا اوس هم په نړيوال تاريځ کي د سکندر په کلا مشهوره ده.

🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:

کله چي عربي لښکر د کابل پر پاچا [رتبيل شاه] برلاسي سو، هغه د ګرديز بالاحصار ته پناه يوړه او هلته ئې مقاومت وښوود. دا کلا په غزنوي دوره کي زندان او وروسته نظامي ځای سو، وروسته د امير حبيب الله خان په دوره کي چي د پکتيا خلګو پاڅون وکړ نو د دواړو لوريو لخوا کلا ته سخت زيان واوښت.
ياد بالاحصار ته زيات زيان د پوځ د موجوديت له امله رسېدلی چي تر ټولو زيات زيان په ١٩٨٠ع کلونو کي د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال چي مجاهدينو به توغندي اورول، وروسته چي په ١٩٩٢ع کال کي واک د مجاهدينو لاس ته ورغلی، هغوی په نوموړې کلا کي ټانکونه چلول، هغه به ئې ټوټې-ټوټې کول او پاکستان ته به ئې وړل همداراز د چاودنو له امله د ودانۍ په زياترو برخو کي چاودونه او درزونه رامنځته کېدل.
په ٢٠٠١ کال کي د امريکا د يرغل يو کال وروسته، نوموړې کلا د پکتيا د والي پاچاخان ځدران او د هغه مخالف قوماندان د پوځونو ترمنځ د جګړې ډگر وو.
اوس هم د يو بې معنا کار غوندي دغه کلا د پوځ مرکز دئ او دفاع وزارت چاته دننه د ورننوتلو اجازه نه ورکوي.
دغسي بالاحصارونه په اکثرو سيمو کي سته چي د پېښور، کابل، ګرديز او هرات بالاحصارونه ئې اوس هم ولاړ دي.
په کار ده چي ياده کلا د دفاع وزارت له منګلو خلاصه او د پکتيا د تاريخي توکو د موزيم په توگه وکارول سي. په دې کار به نه يوازي هغه وساتل سي، بلکي د گرځندويانو د پام وړ به هم وگرځي…
د ګردېز تاريخي بالاحصار د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دئ،کاش چي کلتور وزارت له دې مجرمانه خوب څخه ويښ سي، او يا هم د پکتيا اولس په خپله لاس په کار سي، ځکه چي له دې ستر ارزښته سخت چټک د بې برخي کېدو پر خوا روان دي!!!
*ځيني تاريخپوهان دا نوم ګردېش [د غره وطن] نوموي.

پکتيا
پکتيا د پښتنو په تاريخ کي لرغونی تاريخ لري چي مورخين ئې د پخوانيو اريايانو لرغونې مېنه ګڼي چي ټول پښتانه په هغه وخت کي له دې ځايه نورو سيمو ته کوچېدلي او ځايان سوي دي. [پکتيا] توری دوه نيم زره کاله وړاندې نامتو يوناني مورخ هيرودټ په خپل تاريخ کي راوړې چي پښتانه پوهان ئي د [پکتي اوپکتويس] په نامه يادوي چي [پکهت = پښت] او [کا=خا=خوا] څخه جوړه سوې ده چي اصلاً [پښتيخا=پښتخوا] وه، خو يونانيانو له خپلي لهجې سره سمه پکتيکا ليکلې ده.* لنډه دا چي پکتيا د آريانا د يوه تاريخي ټبر نوم دئ چي هغه د [#پښت] يوه برخه له [بخدي بخديا] څخه د سپين غره شاوخوا لمنو ته راغله… د پکت کلمې يادونه د هيرودت تر څنګ په ويد کي څلور زره کاله د مخه او هم په مها بهارت کي د [پکت] په شکل باندي راغلې ده، وګورئ[اتم پرب] د پکتيکا برېدونه د زياتو مورخينو له خوا د سپين غره او کسې غره شاوخوا مځکي ښوول سوي خو نور ئې بيا تر اباسين[Indus] پوري رسوي. پکتيا په معاصر تاريخ کي له سردار محمد_داود خان ماسېوا افغان چارواکو له شخصي ګټو ورهاخوا چنداني نه پېژندله؟! سردار محمد خان وتوانيد چي په خپله دوره کي د المان سره د پکتيا ځنګل وهني پروژه لاسليک او وروسته ددې پروژې ماډرن شکل تر نورستان او کونړ پوري راورسېد چي بايد د هر وهل سوي لرګي په بدله کي يو نهال بيرته کښېږدي. ياده دي وي چي د ملي پال مشر محمد داود خان د يوې لمسۍ نوم [پکتيا] وه! په دې ويډيو کي نيمه پېړۍ پخوا د عامو پکتياوالو د ژوند کړه وړه، جامې، موسيقي، کلي او کلتور… ښه پژندل کېږي.
*[کهزاد، احمد علی. افغانستان در پرتو تاريخ]
ويډيو سرچينه: The kino library

 

🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:

 

پکتيارتبيل شاهګردېز بالاحصار
نظريات (0)
نظر اضافه کول