شاه امان الله پښتو ويلای سوای؟

ډېر ملګري پوښتنه کوي چي شاه امان الله پښتو ويلای سوای؟ نننۍ مضمون هغوی ته ډالۍ دئ.
کله چي د خپلواکۍ له ګټلو وروسته سمدلاسه  نظامنامه [اساسي قانون] ترتيب سو، شاه امان الله خان وغوښتل تر څو ددې ستري لاسته راوړي پرانيستل په هغو قبايلو کي وکړي چي د خپلواکۍ ګټلو د پاره ئې ډېري قربانۍ ورکړي وې.
ددې د پاره د  جلال اباد تر ټولو ستر باغ چي د  شاه امان الله پلار پکښي ښخ وو، وټاکل سو، دولت د ۱۹۲۲ع کال د فبرورۍ پر ۲۶ په دې ستر بڼ کي څلور زره قبايل مېلمانه کړل چي ډېر ئې د افريديو، مومند، شينوارو، خوګاڼيو او وزيرو ټبرونو ټاکل سوي استازي وه چي د  ترنگزو حاجي، د  چكنور ملا، د  اسلامپور پاچا،  ملا سيد اكبر او  ميرجلال هم ګډون لاره.

امان الله خان له خ‍پلې مېرمنې او مور (سرور سلطان) سره


امان الله شاه په جګ اواز الله اکبر ووايه او په لمړي ځل ئې درې ساعته پښتو وينا وکړه چي مهم ټکي ئې دا وه:

“زما وروڼو! که څه هم زه غواړم له تاسو سره بېل-بېل روغبړ وکړم مګر وخت اجازه نه راکوي او بلي خوا تاسي هم په زحمت کېږئ، نو په دې اساس د هغه کار پر ځای ستاسو له مشرانو سره روغبړ کوم او تاسو ښکلوم”.
زما وروڼو!
“پښتو بايد د ټول افغانستان ژبه وګرځي، درباري فارسي ځای دي ونيسي چي قبايليان سره متحد کړي، پښتو يوه پېچلې ژبه ده چي په خپله د افغانستان په شان د ډېرو هغو ژبو له اجزاو څخه متشکله ده چي په غرونو کي خبري په کېږي”.
کله چي امان الله درې ساعته نظامنامه ولوستل چي موده د مخه د افغانستان د قوانينو د ټولګي په شکل ترتيب سوې وه، د ترنګزو د حاجي صاحب يوه استازي ګل باچا وويل چي پر نظامنامه دي د قبايلو سره مرکې وسي، امان الله خان وويل دا ښه کار دئ.
يو بل سړي وړانديز وکړ چي څرنګه چي اوس افغانستان يو خپلواک هيواد دئ نو واکمن ئې بايد د سلطان په لقب ياد سي، امان الله ځواب ورکړ چي زه د غازي امير لقب ته لومړيتوب ورکوم، خو که تاسي غواړئ زه سلطان سم نو سلطان به سم.
همدارنګه د چارباغ حضرت وويل: “داسي ښکاري چي نظامنامه کي اسلامي شعايرو ته لږ ځای ورکول سوی دئ…”.

د مجلس په پای کي قبايلو له امان الله خان سره خپله لېوالتيا څرګنده کړه، او سپه سالار نادرخان پر ټولو خلګو پيسې ووېشلې او غونډه پای ته ورسېده.

شاه امان الله په جلال اباد کي

يادي نظامنامې ۷۲مادې بنسټیزو مادې لرلې چي د ابلاغ جریده کي به په دري او پښتو خپرېدې، ابلاغ چي د نن ورځي د رسمي جرېدې دنده ئې لرله چي پکښي به یو لړ شاهي فرمانونه، اعلامیې او نور چاپ او په کابل او  کندهار کې به پردېوالونو راځړول کېدې، چي د عامې خبرتیا لپاره داهمیت وړ مرستندویه وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
📚سرچينه: ډاکټر عبد الغنی (جلالپوری) ۱۸۶۴-۱۹۴۳ع کال، عبد القدیر نجفی، مکتبه معارف نجف: (ملتان: روډ لاهور،۱۹۸۹ع)

 

جلال ابادډاکټر عبد الغنی (جلالپوری)شاه امان الله خانمومند
نظريات (0)
نظر اضافه کول