د افغانستان د ستر ملي او هېوادپال شخصيت مېرويس نيكه زوى ، شاه محمود د خپل پلار د مړينې په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون وو او پر پلار هم ډېر گران وو ، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى وو او په حربي چارو كې ښې تجربېې حاصلې كړې وې.
د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد ، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د كندهار او پارس پخوانى رواج وو ، چې د ښار په هره خوا كې به يوه يوه مناره وه او په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، نو هر وخت چې به يو مهم خبر وو ، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل . محمود چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا نغارې يې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا وړانديز دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته يې نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) پښتنو چې هغه وړانديز ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه او دى يې د ځان پاچا كړ او د شاهۍ لقب يې وركړ ، نو (( شاه محمود)) وباله شو . دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا شو او تر ۱۱۳۴ هـ كاله پورې يې د افغانستان د پاچا په حيث حكمراني وكړه او څوا واره يې د پارس او سيستان شرقي برخو ته لښكري وايستلې ، څو يې په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حكومت پايتخت اصفهان محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا سلطان حسين خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . د پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په وختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې ، خو تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي تاروغې له كبله ووژل شو . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په تاريخ كې يې ځلانده نوم او توره پرېښوده .
کله چي میرویس نیکه وفات شو دی اتلس کلن و.دی یو غیرتی پښتون او پر میرویس نیکه ډیر ګران و .کله چی پاچاشو نو ایران ته یې څوځلې لښکرې ولیږلي.
په پای کې یې اصفهان کلابند او محاصره کړ او دصفویانو وروستني واکمن سلطان حسین صفوي په ۱۷۲۲ زیږدیز کال کې ځان شاه محمود هوتکی او دپښتنو لښکرو ته تسلیم کړ او خپل تاج یې دخپل سره راښکته او دده پر سریې کیښود او دی داصفهان پر تخت کښیناست. په دې توګه ده دایراني دښمنانو نه دهغو ظلمونو غچ واخیست چې ګورګین او ګورګینیانو په کندهار کې زموږ پر بې ګناه خلکو کړي وو.
د اصفهان دسوبمن او فاتح شاه محمود هوتک په مړینې دده خور بي بي زینبې
يوه ویرنه (مرثيه )ويلې وه چې تاسو آغلو او ښاغلو سره یې شریکومه :
غږ شو چي ورور تير له دنيا سونا
کــــــندهـــــــــــــــارواړه په ژړا سونا
زړه مـــــي په وېر کې مبتلا سـونا
چــــي شاه محمـــودله ماجلا سونا
داروڼ جــهـان راتـــه تورتم دى نا
زړه دبـــيلتون په تــــــيغ کلم دى نا
هوتک غمجــن په دې ماتم دي نا
دپــــــــاچهۍ تاج مــوبرهـم دى نا
چي شاه محــمود تېرله دنيا سونا
کنــدهــــــــار واړه په ژړا ســـــــونا
ځـوان و،ميــــړه دتوري جنګ ونا
ولاړ دقــــــــام په نام اونـــنګ ونا
دښــمن له ده پــه ويـــــنو رنګ ونا
پرميدان شـــير او هم پــــلـــــــنــګ و نا
افــســـــــوس چـي مرګ دا ستا په خوا سونا
کــــنـــدهار واړه پـــــــــه ژړا سونا
اصــــــفهان پاتې تاج نسکورعالمه
چـــــي شامحمودشونن په ګـــور عــالمه
دپــــــښتون لــمرشوتياره تورعالمه
راتــه دښمن به کـړي پـيغور عــــالمه
پاتې شوتخـــت وتاج دټول اصفهان
زړه يي راسوړ شو کاخوښې دښمنان
اسمانه بيا دي څه ستم کاڅرګند
وشلاوه تاچې دپښتون وو پيوند
دښمن دې بــيازمـوږ په وير کاخورسند
چي شاه محموددې کـاپه قبر کې بند
په کورموويرشــــوراوغوغاسونا
کـنـــدهــــار واړه پـــــــــه ژړا ســـونا
له اصـــــفهـــــانه تر فـراه څه سونا
پـــــاچا چې و حشمت پناه څه سونا
دپـــــــښتون پــــــــــرتم فناشـــــونــا
کـــــندهـار واړه پــــــه ژړا ســــونا
محموده ځوان وې ولي ولاړې له ما
لــــــــــه تخت وتاج او له هر څه شوې جلا؟
وروره مقردې ستامـولاکاجنت
دردي کا تاته پس له مرګه راحت
روح دې ـشه ښادپه لــويه ورځ دقيامت
مــــخ د ې وي روڼ دخــــــداي په مهرومحبت
- عبدالروف بېنوا ، ميرويس نيكه ، ۱۳۸۴ لمريز ( ۲۰۰۵ ) زېږديز كال پېښور چاپ ، ۱۴۴ – ۱۴۶ مخونه