ميس عينک کان؛ د پنځه زره کلن زوړ ښار تاريخ او پای

د مرکزي افغانستان د لوګر يوه غره ته څېرمه سيمه کي د مسو يو لوی کان دئ چي په افغانستان کي د مسو تر ټولو لوی او په نړۍ کي دوهم لوی کان بلل کېږي.
تاريخچه:
له نن څخه۱۸۰۰ كاله د مخه کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور کنيشکا بودايي مذهب ومانه، نو په اوله ميلادي پېړۍ کي په افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات يې وښندل، د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان، کوريا او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان، سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا اوتاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستلې، د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان، زايرين او سيلانيان په مرکزي افغانستان کي د ودانو سوو بودايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د لوګر د عينک لرغوني او د بودايي پير سپېڅلي ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول.
ګومان کېږي چي د لوګر د عينک بودايي مرکز به ښايي پخوا تر دې درې زره کاله وړاندي د نورو دينونو عبادت ځای وو او وروسته به په بودايي سپېڅلي ځای اوښتی وي.
د عينک په اړه علامه حبيبي ليکي چي [د ميسو کوچنۍ زېرمي] ته وايي خو ژبه ئې نه ده څرګنده کړې.
په ۱۹۷۴ع کال کي روسی مځکپوهانو د کابل حوزه تر کیندنو او نقشه اخیستلو لاندي ونیوله چي په پایله کي د عینک، دربند او جوهر د مسو کان کشف سول. له ۱۹۷۴-۱۹۷۶او له ۱۹۷۸-۱۹۸۹پوري شوروي اتحاد د یوه جیولوجیکي ماموریت کي وسپړل سو خو دا کار په ۱۹۸۹کال کي د روسي سلاکارانو له وتلو وروسته ودرید او ورپسې جګړو هم د نور کار مخه ونیوله.
د عينک د ميسو د کار په دوران کي د بودايي دين ۱۵مسجمې تر لاسه سوې او د کورنۍ جګړې پر وخت ډول-ډول قاچاقبران راغلله او په دې سيمه کي تر دې ورستيو پوري کندني او غلاوي وکړې.
دا نو څرگنده نه ده چي په دې سیمه کي څومره تاریخي او لرغوني توکي ورک سول او څومره سته، خو یوه خبره د پام وړ ده چي دغو ناقانونه کیندنو او غلاوو د دغي سیمي لرغونتیا په اثبات ورسوله.
په ۲۰۰۸ع کال د افغانستان دولت له يوې چينايي MCC کمپنۍ سره د دوو میلیارده ډالرو په پانګونه د مسو قرارداد وکړ خو داسي ښکاري چي ګټه به یې یوازي چین ته رسیږي او دغه بې جوړې لرغونی سایټ به له منځه یوسي.
د افغانستان د دولت اټکل دئ چي ددې کان تر ټولو لویه کچه په کال کي۲۵۰ زره ټنو ته ورسېږي، په نړیوالو بازارانو کي د مسو بیې ته په پام سره به د دولت کلنی عاید له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیون ډالرو پوري ورسوي.
مس چي د ورځنۍ ټکنالوژۍ له پرمختگ سره لا نور هم ارزښتمن کیږي. د ځینو احصاییو له مخه د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت شاوخوا درې تریلیونه اټکل سوی دئ.
ويل کېږي چي مخکي مس عينک داسې ځای وو.
هغه وخت انجینرانو ډېر ښکلی کار کړی. او دې تاريخي سیمه کې پریمانه مس د خاورو لاندې دي.
ويل کېږي چي د لوګر ولايت د مس عينک په سيمه کي د بودايانو د وخت عبادتخوني اوس هم سته چي لا يې هم ځيني اثار سلامت پاته دي.
د کان يوه ځنډه. د عینک د مسو کان په دوو کانونو یعنی مرکزي عینک چي د انتیکلاین د ختیزی برخې په لاندینۍ څنډه کي او د عینک لویدیز چي په یوه تړلې سیمه کي د لویدیز په وروستۍ برخه کي پروت دی، ویشل سوی دی.
په سیمه کي موندل سوي لرغوني آثار ښيي چي له لومړۍ تر اتمې میلادي پېړیو پورې تړلي دي. دنمارکۍ لرغونپوهه نادیه هویت وايي دغه لرغوني آثار به د افغانستان او سیمي د تاریخ په اړه یو نوی انځور ورکړي. دغه لرغوني آثار یوازې په افغانستان پورې نه دي تړلي، بلکي د ټولي منځنۍ آسیا تاریخ دی ځکه د لته د مسو کان سته.
د کان د را ایستلو د چارو په وړاندي یو ستر خنډ لرغوني آثار دي چي تر ډېره د مسو د اصلي زیرموپه شاوخوا کي موجود دي.
د عینکو مسو کان د لوګر په شمال ختیځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی چي په سیمه کې د مسو ستر کان پېژندل سوی دی.
د کان د را ایستلو د چارو په وړاندي یو ستر خنډ لرغوني آثار دي چي تر ډېره د مسو د اصلي زیرموپه شاوخوا کي موجود دي.
د عینکو له کان څخه د مسو را ایستلو د چارو مخینه نژدې دوه زره کلونو ته رسیږي.
دغو دنګو غرونو په خپل زړه کي ستره خزانه ساتلې ده.
د کان د را ایستلو د چارو په وړاندي یو ستر خنډ لرغوني آثار دي چي تر ډېره د مسو د اصلي زیرموپه شاوخوا کي موجود دي.
د کان د را ایستلو د چارو په وړاندي یو ستر خنډ لرغوني آثار دي چي تر ډېره د مسو د اصلي زیرموپه شاوخوا کي موجود دي.
د کان د را ایستلو د چارو په وړاندي یو ستر خنډ لرغوني آثار دي چي تر ډېره د مسو د اصلي زیرموپه شاوخوا کي موجود دي.
د کان د را ایستلو د چارو په وړاندي یو ستر خنډ لرغوني آثار دي چي تر ډېره د مسو د اصلي زیرموپه شاوخوا کي موجود دي.

تر لاسه سوې مسجمې، ۲۰۱۵ع په دې مهمه سيمه کي تر اوسه ۳۰۶۰ بېلابېل اثار او مجسمې تر لاسه سوې چي۵۷۴ يې ملي ميوزيم ته لېږل سوي دي.
نظريات (1)
نظر اضافه کول
  • Mark

    Thanks for your blog, nice to read. Do not stop.