نورمحمد تره کی د سياست څخه ور هاخوا، نوي روايات او خبري

#نورمحمد_تره_کی د سياست څخه ور هاخوا، نوي روايات او خبري:
نور محمد تره کی د ۱۹۱۷ع كال د جولاى په مياشت کي د #غزني د مقر ولسوالۍ د کمکۍ ناوې په سره کلي کي په څه ناڅه لوستې شپنه او بزگره کورنۍ کي زېږېدلی، چي پلار ئې نظر محمد نومېده. نور محمد په ځوانۍ کي #کندهار ته ولاړ او تخلص ئې پاسنی سو [کندهاریان هغه خلک چي له زابل او غزني ورغلي وي، د پاسنیو په نوم یادوي].
د غزني ځيني تره کي بيا وايي چي ددې کلي خلګ له اره شبېخېل تره کي نه بلکي ګنډا پور دي خو ځان په تره کو کي حسابي.
ګنډه پور عموماً اکثره ډېره اسماعیل خان کي ژوند کوي، خو دا خبره لا څېړنه غواړي؟!.
تره کي په کندهار کي د درس ترڅنګ کار هم پیل کړ او د افغانستان بانګ د بنسټګر مجيد زابلي په شرکت پښتون کي میرزا [مُنشي] او د هغه په لارښوونه ئې درسونه پیل کړل، له څو کاله لوست ویلو او کار وروسته له پلار سره د بلوچستان پښین ښار ته ولاړ. په پښين کي ئې لسم [ميټرک] ولوست او په همدې کلونو کي ئې کورنۍ تره کي ته کوزده هم وکړه. د پښين د خلګو له خولې چي تره کي ځيرک خو خاموش هلک وو، په څلور هندي روپيو به له #سرانان [#پښين] څخه تر بمبۍ پوري په اورګاډي کي هر وخت هند ته تله. يو بل روايت وايي چي تره کي هند ته په دې تګ او راتګ کاوه چي انګرېزي ئې زده وه او وروسته ئې د پښتون شرکت په استازيتوب په هند کي ژوند کاوه، يو اکا ئې په پښين کي د سړک جوولو [جمعه دار](مدير) وو؟ “افغانستان درپنج قرن اخیر”
د ۱۹۳۵ع کال د می پر۳۱مه نېټه په کوټه کي یوه سخته زلزله وسوه چي پکښي د نور محمد تره کي پلار له شاوخوا ۶۰ کسانو سره ووژل سو او وروسته ئې د پښین په لويه هديره کي ښخ کړ. بيرته کندهار ته ولاړ او واده ئې وکړ، څو کاله وروسته کابل ته کډه سو.
تره کي په کوټه کي د عالمو سړک د اخترمحمد په بنګه کي اوسېده.
تره کي درې وروڼه لرله چي مشر ئې سلطان محمد، وروسته پخپله نورمحمد، غلام محمد او وروسته جان محمد تره کی دئ چي د ۲۰۱۳ع کال په اپرېل کي د ور پېښي ناروغۍ له امله د لندن ښار په يوه روغتون کي د ۸۶ کلونو په عمر ومړ. دوې خویندي لرلې چي یوه ئې په پښین کي او بله ئې په پکتیا کي واده سوي وې. د هغوی اولادونه لا هم ژوندي دي، د نور محمد تره کي د کورني ژوند په اړه ویل کېږي، چي يوه مېرمن ئې درلوده، خو کوم اولاد ئې نه وو. میرمن ﺉې هم په قوم تره کې وه او نور بي بي/تاج بي بي نومیده چي د دوی د کلي وه.
د تره کي وراره يارمحمد تره کي د بي بي سي سره په خبرو کي وايي:”اکا مي خندانه څېره درلوده. ږیره ئې خرېیله. منظمه او پاکه دریشي به ئې اغوستې وه. د شپې تر ناوخته به ئې لیکل کول، خو سهار وختي به ئې سپورټ نه قضا کاوه. شنې چای او غوښه ئې نو بېخي ډېره خوښېده. تره کي صاحب به د نوروز او کوچني اختر په سهار ټول ورېرونه او ورېرې خپل کور ته غوښتل. د شیدو چای، کېک او کُلچې به ئې را کړې. په اختر کي به ئې پنځه افغانۍ د اختر مبارکي یا عیدي هم په لاس کي راکښېښوده، کله چي نور محمد تره کی واک ته ورسېد نو په لومړي اختر ئې موږ ټول ارګ ته چي هغه وخت دوی د خلکو کور باله، ور وغوښتو. هماغه د شیدو چای، کېک او کُلچې یې ښه په ماړه نس راباندې وخوړې. اوس نو موږ ټول د اختر د مبارکی، یعني د پیسو په تمه وو او دا ځل مو نو نتظار دا و چي د تېر پرتله به دا اختر پیسې هم څو چنده ډېري وي. خو تره کي صاحب وویل، بچیانو! زه دلته په نس مزدور یم، پیسې نه لرم. ولاړ سئ دا ځل ئې له خپلو پلرونو واخلئ… تره کي یوه ورځ بادي ټوپک راواخیست. زه ئې له ځان سره ملګری کړم. دا اوس چي د شېخ_محمد_اصف_محسني مسجد دئ، دلته پخوا یو پارک وو. دغه پارک ته ئې بوتلم. هلته مي په ونه کي چوغکه یا مرغۍ ولیده. تره کي صاحب ته مي وویل، هغه چوغکه ووله. هغه راته وویل، نه زویه، دغه چوغکه هم ستا غوندي ګلالي اولادونه لري، هغوی ته ډوډۍ برابروي. راځه یوه نښه کښېږدو، هغه به ښکار کړو. څه فرق پکښې دی؟ زه او ته خو خپله نښه پخوو”


د نورمحمد ترکي‌ تر ټولو کشر ورور جان محمد ترکی:
جان محمد ترکی ۸۶ کاله وړاندي دافغانستان دغزني ولایت په سره کلي کي زېږېدلی وو.‌ جان محمد ترکي پخپله مخامخ په سیاسي‌چارو کي کار نه لاره خو دافغانستان په تړاو یې اوږده مطالعه لرله او تر ډېره بریده یې دژوند تر وروستۍ سلګۍ پوري‌ له خپلي‌خاوري‌او هیواده ځان خبر ساته. دمرحوم جان محمد ترکي تر شا اوه (۷) اولاده پاته دي‌ چي پنځه یې زامن اودوې یې لوڼې دي‌.

يارمحمد زياتوي:
“هغه مهال به پنځلس کلن وم. لیدل به مي چي د اکا په کور کي ګوندي مجلسونه جوړېدل. ښه مي په یاد دي چي د #خلق_دیموکراتیک_ګوند کنګره (۱۳۴۳ لمریز) په همدې کور او په همدې کوټه کي جوړه سوه. د کنګرې غونډه د غرمې ۱۲ پیل سوه او د ماخوستن ۱۲ بجو پورې ئې دوام وکړ، د غونډي ۱۲ ساعته دوام په دې مانا نه وو چي د کنګرې د ۲۷ غړو تر منځ همږغي نه وه، بلکي هغوی د خپلو موخو او پلانونو په اړه خبري کولې او تشریحات ئې ور کول. بیا ئې د جوړو سويو پروګرامونو بېلا بېل اړخونه سنجول… ما په کوڅه کي فوټبال کاوه چي کور ته ئې وغوښتو. هلته خبر سو چي اکا مو بندي سوی دئ، ټولو ژړل. مځکه راباندي سره تبۍ سوه. خو شپږ ساعته لا نه وو تېر سوي چي بل خبر راغی چي اکا د افغانستان رئیس جمهور سو. دا نو هغه شېبې دي چي زما هیڅ نه هېرېږي. بیا ئې موږ ته وویل، مخ او لاسونه مو پرېولئ چي تره کي صاحب ارګ ته غوښتي یاست. په ارګ کي تره کي صاحب موږ ټولو ته وویل، ګورئ د کافر زامنو! وخت بدل سوی دئ؛ له دې وروسته که مو د خلکو په ودونو، خیراتونو، دولتي موټرو او دولتي دفترونو کي ولیدلاست نو پښې به مو در ماتي کړم.
څه وخت وروسته تره کی صاحب له عسکرو سره یو ځای په یوه جیپ موټر کي کور ته راغلی، څېره ئې ډنګره سوې وه، دریشي ئې خیرنه وه او ږیره ئې هم لږه رسېدلې وه. موږ ته ئې ویل، وخت کم لرم. ولاړ او حمام ئې وکړ. ږیره ئې وخرېیله. پاکه دریشي ئې واغوسته او وروسته ملي راډیو ټلویزیون ته ولاړ. هلته ئې د راډیو او تلویزیون له لاري خلکو ته د نظام د نوي کېدو او د انقلاب د کامیابۍ اعلان وکړ”.

د تره کي میرمن تاج بي بي چي وروسته په مورجاني مشهوره سوه؛ وای نوموړې عامه پښتنه ښځه وه وای هر څوک چي به ارګ ته ورغلی دې به ورته ويل:” خدای دي راوله راځه کښېنه چي چای درپخې کړم”

د کندهار څخه کابل ته تلو وروسته د نورمحمد تره کي لومړی کور د کابل په لاهورۍ دروازه کي او دویم ئې شېرشاه مېنه کي وو. دا دواړه کورونه ئې په کرایه نیولي وو او وروسته ئې په څلورمه کارته کي خپل کور جوړ کړ. دولت هغه مهال د څلورمي کارتې مځکي دولتي مامورینو ته ورکولې، په دې اړه لا کره مالومات نسته چي د دغه کور مځکه به دولت تره کي ته ورکړې وي، او که به ئې له بل چا رانیولې وي.په دې کور کي د نور محمد تره کي تر څنګ دده درې وروڼه هم اوسېدل.

د کابل په شېرشاه مېنه کي د نورمحمد تره کي کور…
په کور کي د نورمحمد تره کي د کار کوټه …

د تره کي کور څلور کوټې لرلې چي يوه ئې د هغه د مېرمني نور بي بي د ناستې پاستي وه. بله ئې د دوی د فرزندي زوی احمد جان او د هغه د مېرمني وه. درېیمه خونه د ګوندي فعالیتونو لپاره ځانګړې سوې وه او څلورمه بیا د کور سامان او خوراکي توکو ته بېله سوې وه.
ارګ ته د تره کي د راستنېدو وروسته د شېرشاه ميني دغه کور په موزيم بدل سو، خو د نورو واکمنانو په راتګ بيرته له پامه ولوېد.


د کابل په شېرشاه مېنه کي د تره کي کور، پرونی او نننی حالت…
دغه کور څلور کوټې لرلې چي يوه ئې د هغه د مېرمني نور بي بي د ناستې پاستي وه. بله ئې د دوی د فرزندي زوی احمد جان او د هغه د مېرمني وه. درېیمه خونه د ګوندي فعالیتونو لپاره ځانګړې سوې وه او څلورمه بیا د کور سامان او خوراکي توکو ته بېله سوې وه.
ارګ ته د تره کي د راستنېدو وروسته د شېرشاه ميني دغه کور په موزيم بدل سو، خو د نورو واکمنانو په راتګ بيرته له پامه ولوېد.

[داودخان د کي جي بي په منګو کې] کتاب ليکي:
“د ۱۹۷۸ع کال په ترڅ کي تره کي خپله ۶۲مه کليزه په شاندارو او له مصارفو ډکه ولمانځله او ورته رهبر، آموزګاه، خلاق، نابغه او نور ټکي ورته کارېدل او يوه دري ژبي شاعر د [ای ناوه غزنه]مشهوره سندره کمپوز کړه.
دا مصارف دومره درانه وه چي کله د غوايي د کودتا څخه څه وخت وروسته راول کاسټرو د يو هيئت په مشرۍ د افغان کودتا/انقلاب د ليدلو د پاره کابل ته راغلی او کله چي ئې د تره کي او #حفيظ_الله_امين مجلل ژوند د نږدې څخه وليد، نو د اعتراض په ډول ئې وويل چي:«داسي ژوند زما ورور فيډل کاسټرو په #کيوبا کي نه لري او لرل ئې هم نه غواړي».

ویل کیږی چي هغه د کابل په قول آبچکان کي په پټه توګه خاورو ته سپارل سوی دئ او څو شپې وروسته ئې د دولت د کسانو له خوا قبر ته اور اچول سوی او د هغه جسد ئې په ایرو بدل کړی. هغه له شاه شجاع وروسته دوهم افغان مشر دئ چي د قبر نوم او نښان ئې نسته.
د ۱۳۵۸ل کار په ۱۸ میزان د کابل راډيو د تره کي مرګ داسي اعلان کړ:

“د انقلابي شورا رئيس نورمحمد تره‌کی د ورپيښي سختي ناروغۍ له امله ومړ، د ارواښاد جنازه تېره ورځ تر سره او فاتحه ئې د کورنۍ لخوا روانه ده”.

تره كي د سياست ور هاخوا د پښتو ژبي يو نامتو ژباړن او ليكوال هم دي چي د شوروي اتحاد د ادبياتو په اړه يې له انگرېزي ژبي څخه ځيني مهمي ليكني ژباړلې. دده لیکني د نړۍ او د افغانې ټولنې د بېوزلې طبقې پرتله کولو باندي څرخېدې چي له هغوى څخه ئې #دبنگ_مسافري، #سپين او #څړه ناولونه مشهور دي. نوموړی ډېر کار او په ځانګړي ډول د بنګ مسافري په مستعار نوم [سورگل] ليکلي دي.
نوموړی په وينا او چلند کي توند وو، او يو ځل خو يې په لومړي ځل په رسمي وينا کي [پنجابيانو] ته دال خور ټکی ووايه چي بيا وروسته ايډيټ سو.

نظريات (0)
نظر اضافه کول