هنرپال، ځيرک او ظالم ګوډ تېمور:
تېمور اټکل اوه سوه کاله د مخه د ازبکستان د سمرقند ښار سره نږدې؛ دې بدمرغي نړۍ ته راغلی، نوموړی د مغولو له ټبره وو، او نوم ئې ځکه تېمور وو چي په تورکي کي اوسپني ته ويل کېږي.
تېمور د تیموریانو کورنۍ څخه یو مشهور حکمران، فاتح او د تیموریانو د واکمنۍ بنسټ ایښودونکی وو چي په مرکزي آسیا کي ئي لوی امپراطوري جوړه کړه. مرکز ئې سمرقند او دولت ئې تر ایران، عراق، هندوستان او سوریې پوري رسېده.
ويل کېږي چي د تېمور پلار پينه دوز وو او دی هغه وخت ګوډ سو چي د يوې رمې څخه د غلا پر مهال د شپانه له لوري پر پښه په څېرونکي وسله زخمي سو.
تېمور په څو جنګونو کي د ځلېدو وروسته کلي، ښارونه او وروسته ملکونه لاندي او بالاخره ئې لويه امپراتوري جوړه کړه چي په ميليونه انسانان ئې ووژل او په تاريخ کي له چنګيز وروسته تر ټولو ظالم او بې رحمه انسان ګڼل کېږي.
تېمور د افغانستان اکثره سيمي لاندي کړې او هر ډول ظلمونه ئې پکښي تر سره کړله، همدارنګه هغه ډېر کوښښ وکړ چي افغانان چي تېمور ئې په زړورتيا او جنګي ځواک په اهميت خبر وو، خوښ وساتي خو دا کار هيڅکله ونه سو، يوازي يوه تن پښتانه ته ئې چي [مصطفی] نومېده؛ مشهور په کابلي او ډېر پښتانه ئې تر شا ولاړ وه د [ديپلپور] حکومت وسپاره.[ملفوظات تيموري]
روايت دئ چي د ګوډ تېمور د لښکر شمېره تر دوه لکه زياته وه، څو زره شيدې ورکوونکي اوښاني د هغه د لښکر سره تل ملګري وې، لښکر کي به ماشومان وزېږېدل، ځوانان به سوه، ودونه به ئې وکړل، مړه به سول خو خپل وطن به ئې ونه ليد!
لښکر کي ښځي هم د فيل په غړکه وې او نارينه وو بايد ډېري جنسي اړيکي ورسره نيولی وای تر څو ډېر ماشومان وږېږوي، وای کوم وخت چي به لښکر کي د کومي ښځي ماشوم زېږېدی، له پلټن څخه به څه ګوښه سوه، پيدا سوی ماشوم به ئې په ټوکره کي وپېچی، خپله ملا به ئې په وتړله او بيرته به پر خپل اس سپره له لښکر سره يو ځای سوه.
د تېمور په دې وحشي لښکر کي د نړۍ په کچه د هر مذهب لکه بت پرستان، مشرکين، مسلمانان، جادوګران او نور هغه انسانان راټول سوي وه چي زړونه ئې بايد د ډبري وای.
وای تېمور چي کله د ترکيې په يوه يرغل کي ماته وخوړه، د خپلي سيمي شېراز والي ته ئې امر وکړ چي د يوه لک اوښانو په اندازه بايد اوړه او غنم تيار کړي. والي بېچاره له ډېر فکر وهلو وروسته سهار ومړ.
امريکايي مورخ [#ويل_ډورانټ] د تېمور د شخصيت په اړه ليکي:
“په ۱۴۰۴ع کال يو اسپانوي استازی د تېمور دربار ته ولاړ، هغه وايي چي تېمور به د ورېښمو پر بالښت چارزانو کښېناستی، مخ ته ئې يو فواره داره حوضچه وه، چي مڼې پکښي اچول سوي وې. هغه د ورېښمو جامې اغوستي وې، جګه خولۍ چي ياقوت غمي ئې لرله پر سر وه. د ۶۸کالو او نسبتاً جګ سړی وو. په تاريخ پوهېدی او د شعر سره ئې مينه لرله، په رسمي وخت کي بانزاکته ښکارېده…”
بالاخر دغه په ټول ژوند کي بريالی سوی جنګيالی، او شلو ميليونو انسانانو قاتل په ۱۴۰۵ع کال کي ومړ او په سمرقند کي په خورا عاليشانه ماڼۍ کي ښخ سو.
ــــــــــــ
سرچيني: تاريخ فرشته، جهانگشایی تاریخ، افغانستان در مسير تاريخ او نور