يوه انګلسي خبريال ته د داوي تاريخي ځواب

يوه انګلسي خبريال ته د داوي تاريخي ځواب:
سل کاله وړاندي چي د افغانستان نامتو سیاسي، تاریخي، ملي او فرهنګي شخصیت عبدالهادي داوی په لندن کي د افغانستان سفیر وو، د سفارت دفتر ته یو انګلیسی ژورنالیست د مرکې په موخه ورغلی، د خبرو اترو په ترڅ کي ژورنالیست له داوي څخه وپوښتل چي تاسو افغانان د انګریزانو د ماتي په اړه څه ډول انګېری او په کوم نظر ورته ګوري؟

‫‏عبدالهادي داوی‬

داوي صاحب په خورا سړه سینه ژورنالیست ته وویل؛ تاسي لطفًا له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سه؟ ژورنالیست سملاسي له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سو!
داوي صاحب ژورنالیست ته وویل:

” لکه زه چي ستا شاته ګورم او د وتلو په حال کي یاست؛ افغانانو هم همدا راز د انګریزانو شا ته کتل او له افغانستانه د وتلو ننداره ئې کوله!”.

ژورنالیست د داوي د تاریخي ځواب په اوریدلو سیده له دروازې ووت او بیا راستون نه سو.

ارواښاد داوی د مصر له پخوانی اولسمشر نجيب سره


ارواښاد داوي د كندهار اوسېدونكى، د عبدالاحد اخونزاده كاكړ زوى چي په ۱۸۹۳ع کي پيدا او په ۱۹۸۲ع کي ومړ.
پلار ئې يو لوستى يوناني طبيب وو چي د امير عبدالرحمن خان په بلنه له كندهاره كابل ته ولاړ.
داوی په پښتو او دري شعرونه ويل، په عربي، انگليسي، اردو او تركي ژبو پوهېده او له يادو ژبو ئې پښتو او دري ته ژباړې كولې.


📚سرچينه: Fire in Afghanistan

د داوي ليکلي آثار

  1. زما پاك رسول: له اردو څخه يې ژباړلى چې عبدالحميد قرشي ليكلى په ۱۳۳۸هـ ق كال په لاهور كې د افغانستان جريدې د ادارې له خوا چاپ او خپور شوى دى.
  2. تجارت ما با س.س.ر: د دوو هېوادونو تر منځ د سوداگرۍ د چارو په اړه يې هغه وخت كښلى چې د سوداگرۍ چارو وزير و او په ۱۹۲۷ل كال په انيس مطبعه كې چاپ شوى.
  3. غياصه: د پښتو شعرونو ټولگه يې ده.
  4. لالى ريخته: د علامه اقبال د اردو شعرونو ژباړه.
  5. نغمات: د شعرونو ټولگه.
  6. گلخانه: د نورو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ دى چې د خپلو شعرونو مالگه يې په كې گأه كړې ده.
  7. رجال وطن: د هېواد د نومياليو ژوندليك.
  8. زيست نامه: خپل ژوند ليك يې دى.

عبدالهادي داویعلامه اقبال
نظريات (0)
نظر اضافه کول