پوهاند سيال کاکړ

پروفيسر ولي محمد مشهور په سيال کاکړ

پروفيسر ولي محمد مشهور په سيال کاکړ په ۱۹۳۵ع کال د جنوبي پښتونخوا د پښين اولسوالۍ د سرانانو په کلي کي د عبدالرحمن خان کاکړ کره وزېږېد، په پښتو، اردو او پارسي کي يې زده کړي وکړې او کلونه کلونه د کوټي پوهنتون د پښتو څانګي مشر پاته سو.

سيال کاکړ د پښتو پر فولکلوري ادب او دغه ډول نورو ادبي برخو کښي  تر ٣٦ ډېر کتابونه ليکلي دي چي د پښتو اولسي ادبياتو پټه خزانه ئې رابرسېره کړې ده. هغه له ږوبه تر بوري او دغه ډول له سيوۍ تر کندهاره  په لر او بر کښي د اولسي ادبياتو ورکه شاعري په خپلو ليکونو کښي د تل دپاره ژوندۍ وساتله. هغه تر خپله وسه د پښتنو په لر اوبر کښي خُوله په خُوله ويل سوي لنډۍ، پښتو غاړي، انګۍ، متلونه، ساندي، برغازۍ، چيغيان راټول او ژوندي وساتل.

سيال کاکړ په ادبي ژانرونو کي پر فولکلور او تذکره ځانګړی کار وکړ او سهيلي پښتونخوا کي لومړی کس وو چي د قلم له لاري ئې خپل اولس نورو پښتنو ته ور وپېژند.

څرنګه چي په پښتو ادب کښي د شاعرانو، اديبانو او اولياو تذکرو ته هر کله په درنه سترګه کتل سوي دي، کاکړ هم خپل ډېر کار له دې لاري وکړ.

د سيال کاکړ لومړۍ تذکره [د کسې د لمني پښتانه ليکوال] ده چي پر دوه ټوکه مشتمله ده. د دې تذکرې اول ټوک په ۱۹۷۴ع کال د بولان بک کارپورېشن له خوا چاپ سو چي سلطان محمد صابر او فضل احمد غازي ورباندي ديباچه ليکلې ده، دوهم ټوک په ۱۹۸۴ع کال چاپ سو چي حبيب الله رفيع، زلمي هېوادمل او پروفيسر خليل صديقي ورباندي سريزي ليکلي دي. لومړي ټوک کي پښتانه ليکوال او دوهم ټوک کښي ۱۱۵شاعران او ليکوال د الفبا په ترتيب سره معرفي سوي دي.

زلمی هيواد مل صاحب د دې تذکرې په دوهم ټوک کښي ليکي:

“د کسې د لمني د پښتو معاصر ليکوالو تذکره تر اوسه چا نه وه کښلې. د پښتو لوی فولکلوريسټ او خواخوږي ليکوال پروفېسر ولي محمد خان سيال کاکړ لومړنی سړی و چي د کسې د لمني پښتانه ليکوال لومړی ټوک وکیښ. په دې ابتکاري اثر کښي د کسې د لمني زياتره پښتانه ليکوال بشپړ معرفي شول. زموږ منلي ليکوال زيار ايستلی چي د لومړي ټوک په څېر په دې ټوک کښي هم ددې سيمي د پښتو ليکوالو سوانح وکاږي، د کلام نمونې ورکړي او تبصرې هم ورسره ملې کړي. زه د پښتو ادب د يو شاګر په توګه د منلي او ګران پروفېسر سيال کاکړ زيار په دې برخه کښي زيات ستايم او هيله مند يم چي د ده هاند به همېشه په دې سلسله کښي جاري وي…”

همدارنګه [ادبي څېرې] د سيال کاکړ يو بل زيار دی چي په ۱۹۷۵ع کال کښي د پښتو ادبي دنيا [کوټه] له خوا چاپ سوی دی، همدارنګه منظومه تذکره ده چي په ۱۹۸۲ع کال د پښتو پبليکشنز کوټي لخوا په زر ټوکه کښي چاپ سوې ده. ۲۰۰ شاعران او ليکوال د شعر په ژبه پکښي معرفي سوي دي. زلمي هيواد مل، پروفېسر شميم احمد او پروفېسر خليل صديقي ورباندي سريزي ليکلي دي.

سيال کاکړ خپله منظومه تذکره په دې شعر سره پېل کوي:

يوه منظومه تذکره د افغانانو

مختصر غوندي احوال د اديبانو

ما راوړی معلومات خورا کره دي

د پښتو د ښکلي بڼ د بلبلانو

په دې نيت چي به څو تنه معرفي سي

په تاريخ کښي د ادب همېش خوندي سي

زلمی هيواد مل ددې کتاب په سريزه کي ليکي:

“که چيري د پښتو ادب پاڼي پرله واړول سي نو به د ځينو شاعرانو په ديوانونو کښي ځيني داسي پاړکي ومومو چي د خپلو همصرو او يا تر دې د مخو شاعرانو يادونه ئې پکي کړې وي، لکه دولت لواڼي په ديوان کي، د پښتو ادب د نوميالي شاعر او ليکوال خوشحال خان خټک په کليات کي، د اور ژبي او لسانُ الغيب شاعررحمان بابا په کلام کي، دغه رنګه د تېمور شاه دراني د معاصر شاعر بېدل په ديوان کي، د څمکنو د مياعمر صاحب د زوی احمدي په ديوان کي، د پيرمحمد کاکړ په ديوان کي، د قاسم علي اپرېدي په کليات کي، د شمس الدين کاکړ په ديوان او ځينو نورو ديوانونو کښي د يوه يادوه يا څو تنو شاعرانو ياد يا په ښه يا په بد شکل شوي دي چي د دغو شاعرانو يادونه د همعصرو نوم ورکو شاعرانو په باب له ادبي محقيقنو او څېړنکو سره زياته مرسته کوي،خو د منظومو تذکرو نوم نه شو ورکولای ځکه دغو لوړو شاعرانو دغه يادوني زياتره دبوللي او يا بدلي په چوکاټ کښي کړيدي خو بيا ئې هم کار په خپل ځای د ارزښت او منني وړ دی…”.

پښتون زوی او سيال کاکړ، دوه ورځنی[درې نومونه درې وياړونه] سېمنار، کوټه؛ ۲۰۱۷ع کال
چاپ سوي آثار ئې په دې ډول دي:

۱-غاړي: كاكړۍ غاړي او څېړنه

۲-پښتني افكار: پښتو كيسۍ

۳-سپېڅلي گايونه: متلونه

۴-چيغيان: د پښتني فولكلور يو ډول

گراني ملغلري: شعري ټولگه ۵-

پښتني جام: شعري ټولگه ۶-

۷-پښتني فولكلور

۸-ملي دردونه: شعري  ټولګه

۹-غورځنگ: شعري ټولگه-

۱۰-كاكړۍ: غاړي

۱۱-ترينو: د وڼېڅي لهجې په اړه څېړنه

۱۲-ملي ادب: متلونه

۱۳-مزارات: د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو مزارات

۱۴-د كسې د لمني پښتو ژورناليزم

۱۵-پښتني نومونه

۱۶-پښتو مترادفات

۱۷-فولكلوري طب

۱۸-ادبي څېرې: انځوريزه تذكره

۱۹-د کسې د لمنې پښتانه ليکوال: ادبي تذكره، دوه ټوكه

۲۰-پښتو او پښتانه په سهېلي پښتونخوا كي: دوه ټوكه

۲۱-فولكلوري سوغات: د اتڼ نارې

۲۲-فولكلوري سندرې

۲۳-پښتو نكلونه

۲۴-فولكلوري جواهر: د ښادۍ بدلې

۲۵-د كوشنيانو ادب

۲۶-د كوشنيانو ژبه

۲۷-انگۍ: د پښتني فولكلور يو لرغونى او په زړه پوري منظوم ډول

۲۸-منظومه تذكره

۲۹-ادبي انځور: مقالې

۳۰-سنگر: شعري ټولگه

۳۱-كاكړي: د كاكړۍ لهجې په اړه څېړنه

۳۱-نثري انځور: مقالې

۳۲-پخوانۍ غاړي: ازادي غاړي

۳۳-غوره انځور: شعري ټولگه

۳۴-گنجينه ادب فارسى: فارسي مقالې

۳۵-خزينه دانش: فارسي مقالې

۳۶-زرين انځور: مقالې

د کاکړ ځيني مهشور کتابونه:

پښتو غاړيپښتو ليکوالانسيال کاکړکاکړۍ غاړي
نظريات (0)
نظر اضافه کول