پښتو عسکري قومانده

امير شېرعلي خان په افغاني نبض پوه مدير او مدبر شخص وو، چي يوه نيمه پېړۍ د مخه ئې پر افغانانو پخپله يوولس کلنه دوره کي د پرمختګ خورا ښې دروازې راخلاصي کړلې، خو د دښمنانو له لوري ډېر ژر وتړل سوې.

کله چي امير شېر علي خان دويم ځل د افغانستان امير سو ( ۱۸۶۸ـ ۱۸۷۸ ع کلونه) په هيواد کي د نوي تمدن پير پيل سو.

د ارواښاد امير تر ټولو لوی کمال دا وو چي د وخت له رواج ترکي، عربي او انګريزي ژبو څخه ئې نظامي او دفتري چاري خلاصي، او پر ځای ئې افغاني ژبي (پښتو او دري) په پراخه کچه وکارولې، امير شېرعلي خان د افغان اردو بنسټګر بلل کېږي چي په لومړي ځل ئې (۵۲۰۰۰)اردو وروزل، په رساله پلټن کي ئې کښلي: “ددې قواعدو د زده کړي د پاره به هر پلټن دوه کاله کابل يا کندهار ته ځي”.

عکس: امير شېرعلي خان د نظامي زده کړو څخه د ليدني پر مهال[بريتانوي موزيم]
که څه هم هغه وخت پښتو خواره وه مګر دغه عسکري پښتو خورا سکښتې او پرمختللې بڼه لري، دې کار کي امير شېرعلي خان، د هغه وخت لومړی وزير [نورمحمد شاه اغا] او مولانا عبدالقادر پېښوری د يادولو وړ ځای لري، د عسکري قوماندې ځيني جالب ټکي:

♦دا چي عسکري قومانده ولي په کندهاري ګړدود وه، لکه؛ کښېنئ، ارام سئ او نور… ښايي لامل ئې دا وي چي هغه وخت نور پښتانه چنداني دولت کي نه وه او يا بل لامل…
♦ځيني عسکري قوماندې د زيږوالي له امله نسوې پلي، لکه درېږ(چي اوس په درېش! واووښت)، لوی مين د باندي (دباندینو چارو وزیر)او داسي نور…[نور تاسي وليکئ…]
♦د ارواښاد شېرعلي خان وروسته د نويو وسايلو په راتلو نوي قوماندې هم جوړېدې، خو دا چي په کوم معيار ماته هم پوښتنه ده، د پلار له خولې مي کله چي افغانستان په لومړي ځل ټانګ پيدا کړ، نو لارښوونه ئې په دې ډول وه: مخامخ، شنه ونه، خښته [د مرمۍ يو ډول]، کش پړی(ماشه)اور [fire] او داسي نور. تمه ده چي دغه بحث به د نظامي چارو پوهان
وغځوي…
♦همدارنګه امير د وزارتونو نومونه په دې ډول رسمي کړل:
صدراعظم: ټول مختار
ماليې وزير/ مستوقي الممالک: لوی ملک
د باندنيو چارو وزير: لوی مين د باندي
د کورنيو چارو وزير: لوی مين د غرونو
منشي/سکرټر: لوی کښل

امير شېرعلي خان

همدارنګه د شېرعلي خان په دوره کي چاپخونه هيواد ته راوړل سوه او په لومړي خل شمس النهار اخبار خپور سو. د پوستي ډاگ فعال سو او د پوست ټکټونه هم چاپ سول. همدا رنگه عصري لښکر جوړ کړ چي ټولي پوځي اړتياوې يې پوره کولې. په همدې دوره کي لومړي ځل کابينه جوړه سوه؛ د بېلا بېلو چارو لپاره د کار وېش او وزارتخونې جوړې او منځ ته راغلې؛ د چارو د ښه والي او ښې سمبالتيا لپاره د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره يو پوځي او يو ملکي ښوونځی پرانيستل سو.

ــــــــــــ

رساله پلټن، ګل محمد بارکزایي

امیرشیرعلي خانپښتون زویدافغانستان اردوشمش النهار
نظريات (0)
نظر اضافه کول