کافر کوټ

کافر کوټ، ډېره اسماعيل خان
ګومان کېږي چي پښتنو تر مسلمانېدو وروسته د پخوانيو تمدنونو هره سيمه او اثار کافر کوټ يا کافر کونج وبلل.
په پښتني سيمو کي په لوګر، روزګان، ډېره اسماعيل خان، هرات، وردګ او خاکجبار کي کافر کلاوي/کافر کونج او کافر کوټ سته.
په دې لړۍ کي ډېره اسمعيل خان کي د اباسين پر غاړه د خيسورې غرونه دي چي پکښي دوې غونډۍ او د پخوانیو ودانيو کنډوالې په[کافر کوټ] مشهوري دي.
د پښتنې مورخي صفيه حليم په وينا چي:
“د ځایي خلکو وېنا ده چې دوو هندو راجه ګانو “ټل” او “بل” (ټيل او بيل) نومېده، دا کلاګانې جوړې کړې چي يوه د “بيلوټ” نومې ښار سره نږدي ده چې اوس د يو زيارت له کبله خلک ورته [بيلوټ شريف*] وایي. د بلې کلا سره نږدې د “کونډا” كلی دی…”.
د هندو مورخانو په وينا چي هندو مذهب ښوونکو اصلاً دلته پراخي سيمي تر لاس لاندي لرلې او پکښي ئې تمدن وو.
يوه غونډۍ کي يو شپږ پټه پلن ولاړ دېوال ښکاري چي ډېري هنري کاشي خښته پکښي کار سوې ده.
کله چي انګرېزان په ۱۹ پېړۍ کي دې ځای ته راغلل، د کيندونو پر مهال د انسانانو ګڼ هډوکي ووتل چي اوس برېټش ميوزيم کي دي.
کافرکوټ کي دننه د هندوانو د يو رژېدلی مندر، د مراقبت ځايونه او ګنبدي اوس هم ولاړي دي چي د سرو زرو په اوبو ورباندي ليکني سوي دي.
اټکل کېږي چي د لسمي عسوي پېړۍ په سر کي ممکن د غزنوي حملو په وخت ترې خلکو کډه کړي وې او معبد ئې هم د سلطان محمود غزنوي له خوا ویجاړ سوي وي.
په پخوانیو وختونو کي د واکمنانو کلاوي یا محلونه په غرونو کي ځکه جوړېدې چي ترڅو د دښمنانو او یرغلګرو څخه خوندي پاته وي.
هندي مورخين د خپلو مذهبي عقايدو پر بنسټ تاريخي شکل ته هم مذهبي شکل ورکړی او ليکي چي:
په ۱۰۰۱ع کال په دغه ځای کي انندپاله د محمود غزني پر وړاندي خپله جګړه ترسره کړه. انندپاله په داسي پوزیشن کي وه چي جګړه یې وګټله او ترکان[محمود غزنوي] ئې مات کړ. مګر څنګه چي بخت ئې درلود، د هغه فیل ناڅاپه الوتنه وکړه او د جګړې ځای ترکانو ونيو…”.
پښتني سيمو کي نور کافر الفاظ چي ممکن د لوی په مفهوم هم کار سوي وي.
اسلام کلا [ پخوا کافر کل]ا؛ هرات:۱۳۵۱ ل کال…روزګان، کافر کلا:کافر کلا د رزګان د مهراباد په سیمه کي د ترینکوټ د سیند غاړې ته نږدې ده.دا لرغونې کلا د یو لوړې غونډۍ پر سر ده چي غره ته ورته ده، د ډبرو دېوالونه د یو او بل سره تړلي او د ډبرینو برجونو ځیني اثار اوس هم پکښي لیدل کېږي. دغه کلا په سر کي ځیني سر پټي اطاقونه هم لري، د کلا له سره یو تونل هم سته چي د کلا د سر څخه بیا د ترینکوټ تر سیند پورې غځېدلی چي اوږدوالی یې تر ۷۰۰ مترو پورې رسېږي.د دې تونل څخه بهرنیانو د اوبو اکمالات کول او تونل په پخه خښته جوړ سوی دی.
دې کلا ته ځکه کافر کلا وايي چي دلته بهرنیان یا کافران اوسېدل.نور دلتهد #فراه ولايت په جنوبي غره کي څو برجه لرونکې کلا ده چي ځايي خلګ ئې د کک او يا هم کافر کلا بولي. دغه کلا چي دوه زره کاله د مخه د #سيستان نامتو پهلوان [#کک_کهزاد] د #رستم_پهلوان څخه د بيري له امله جوړه کړه نادر ځايونه لري چي ځيني اوس هم روغ پاته دي، لکه په راسته لاس کي هوار ميدان چي د پهوانانو د زرو ازمويل به پکښي تر سره کېدل، په دېوالو کي پېچلي تونلونه چي ويل کېږي د زندانونو کار ځني اخيستل کېده، مخامخ پرتې لويي ډبري چي د رستم پهلوان پر لښکر به د کلا د لوري را ګېلېدې، کڼ ژور کوهيان او نور…ددې کلا کوهيان اوس له ډبرو ډک دي چي عامو خلګو پکښي اچولي تر څو مالومه کړي کوهی څومره ژور دئ[له کاڼو څخه جوړ يوه کوهي اوس هم پکښي سته چي ويل کېږي پای نه لري او پخوا پکښي انسانان اچول کېدل] همدارنګه بارانونو او قاچاق کوونکي پکښي پوره تخريب کړی دئ، دولت شپږ کاله تر مخه ددې کلا د جوړېدو بوديجه ځانګړې کړه خو لکه چي [کوچ وخوړه]!دې کلا ته ښايي ځکه کافر کلا ويل سوې وي چي کک يو ظالم پهوان هم وو او خلګ ئې پر نه څه زنداني کوله، او يا ښايي د کلکي/غټي کلا له امله [کاپير کلا] نومول سوې وي چي دا ټکی په جنوب کي اوس هم کارېږی. د فردوسي #شهنامه دغه کلا د سيستان تر ټولو لويه کلا ګڼي، ددې کلا په ګډون اوس فراه ۲۲تاريخي ځايونه لري.د اورمړو یادګاري کافر کلا:دا کلا د وردګو د جلګې اولسوالۍ لوېديځ ته په يو کيلومترۍ کي موقعیت لري. کافر کلا د يوې قوي نظامي اډې بڼه لري او د دې کلا په جوړښت کي له نظامي مهارت څخه کار اخيستل سوی، چي دښمن نسي کولی برید پرې وکړي. دا کلا د سيند له سطحې څخه سل متره لوړوالی لري.
د کافر کوټ د هنري کار بيلګي او البوم

د کافر کوټ د هنري کار بيلګه

د کافر کوټ د هنري کار بيلګه

د کافر کوټ د هنري کار بيلګه

د کافر کوټ د هنري کار بيلګه

د کافر کوټ د هنري کار بيلګه
د کافر کوټ د هنري کار بيلګه
د کافر کوټ د هنري کار بيلګه
د کافر کوټ د هنري کار بيلګه
ډېره اسماعيل خانکافر کوټکلاهنر
نظريات (0)
نظر اضافه کول