سردار حاجي جمال خان بارکزی

د (۱۳۹۹ل) کال د تلي (میزان) د میاشتي ۲۴مه (15/10/2020ز).
سردار حاجي جمال خان بارکزی

سردار حاجي جمال خان بارکزی د دُرانو د هغو مشرانو له ډلي څخه یو سرلاری مشر وو، چي د نادر شاه افشار په وړاندي د درانه نسب او لوړ منصب خاوندان ول او افشار ورته د مشرتابه په سترگه کتل. [۱] د سردار حاجي جمال خان نیکه د مشرتوب زمانه د کندهار په ښار کښي د ملي قاید حاجي میرویس خان نیکه په لاس د یوه ملي حکومت د تأسیس له نېټې سره برابره ده. [۲] د لوی ټولواک احمد شاه بابا ابدالي د سلطنت پر مهال د ابدالي او غلجي قومونو په مشرتوب یو- یو ملي مشر ټاکل کېده، نو سردار حاجي جمال خان په رسمي توگه د بارکزیو د قوم د خان، سردار او مشر په توگه وټاکل سو. [۳] کله چي افغان قبایلو د کندهار د (شیر سرخ) په جرگې کښي د نوي افغانستان د زعامت پر سر باندي خبري کولې، سردار حاجي جمال خان نیکه هغه لومړی مشر وو، چي د احمد خان ابدالي (وروسته احمد شاه بابا ابدالي) زعامت ئې ومانه او د بیعت لاس ئې ورکړ. [۴]

لکه څنگه چي دروند لیکوال احمد علي کهزاد په خپل کتاب”رجال و رویداد های تاریخي” کښي هم لیکلي دي، حاجي جمال خان د بارکزیو د ستري او غښتلي قبیلې د مشر په توگه د زعامت له پاره د ټاکل کېدونکو مشرانو په ډله کښي ئې ستر چانس درلود، خو دې متصوف او متورع مشر خپل شخصي اغراض (چي نور ټول مشران په اخته ول) تر پښو لاندي کړل او پاچا ته په بیعت کولو ئې د (سدوزيو) د ابدالي (دُراني) دولت بنسټ او اساس مستحکم کړ او په خپل دې خود گذرۍ ئې د ستایلو وړ ستره بېلگه په یوه ډېر حساس وخت کښي د افغانسان په تاریخ کښي ثبت کړه. ځکه نو حاجي جمال خان بارکزی د خپل ژوند تر پایه پوري د خپل معاصر پاچا لوی احمد شاه بابا د ستر مشاور او وزیر په توگه پاته سوی وو. او احمد شاه بابا هم د خپل ژوند تر پایه پوري د دې خیرخواه سپین ږیري درنښت د هغه د شان او مقام په تناسب کاوه او د خپل حکومت، سلطنت او مملکت‌دارۍ ټولي چاري ئې د سردار حاجي جمال خان بارکزي په مشوره او صوابدید ترسره کولې. [۵] سردار حاجي جمال خان بارکزی د حاجي یوسف خان “توپچي باشي” زوی، د محمد سرور خان (یارو) لمَسی، د یعقوب خان کړوسی، د اختیار خان کوسی او د محمد نیکه کودی دئ (چي له دې ځایه محمدزی دئ). [۶]

محمد نیکه چي د محمدزو د قبیلې مورث اعلیٰ بلل سوی دئ،  په زرم هجري کال (۱۵۹۱ز) په حدودو کښي ئې د کندهار په ارغسان کښي ژوند کاوه او د عمر خان نیکه زوی وو (نو جمال خان نیکه له دې ځایه عمر خانزی دئ)، محمد نیکه د بارکزو د محمدزو د څانگي مؤسس اعلیٰ او لوی نیکه دئ او قبر ئې هم د کندهار په ارغسان کښي دئ. [۷] د عمر خان نیکه بل زوی او د محمد نیکه ورور، محمد یٰسین خان عمرخانزی وو، څوک چي د شهزاده همایون دُراني د ځانگړي سفارشنامې په ترڅ کښي له کندهار څخه کابل ته واستول سو او د اعلیحضرت تېمور شاه دُراني په فرمان په دولتي چارو کښي د سردار په توگه شامل سو او وروسته ئې لمَسي، د بازار خان [مُلا بزرگ اخوند] زوی سردار میرداد خان بارکزي د بارکزو د دوهم شاهي خاندان، شاغاسیانو (شاغاسي) د کورنۍ بنسټ کښېښود. [۸] په دې اړه نور معلومات د “شاغاسیان څوک دي په مقاله کښي د منډیگک ویب پاڼي پر دې لېنک (https://mundigak.com/2020/09/01)  ولولئ. هېره دي نه وي، چي اعلیحضرت امیر امان الله خان غازي له پلاره (محمدزی) بارکزی او له موره (شاغاسی) بارکزی دئ، چي پلرنۍ او مورنۍ شجره ئې د بارکزو په (عمرخانزو) کښي سره یوځای کېږي. [۹]

عمر خان د خضر خان زوی د اسمعیل لمَسی د نېک کړوسی، د دارو کوسی او د سیفل نیکه کودی دئ (د جمال خان نیکه شجره له دې ځایه د بارکزو و سیفلزو ته رسېږي)، او سیفل نیکه د نورالدین زوی او بارک نیکه لمَسی وو (ځکه نو سردار حاجي جمال خان نیکه بارکزی دئ). [۱۰] مؤرخینو د سردار حاجي جمال خان بارکزی د زېږېدو کال (۱۰۸۹ هـ ق) چي له (۱۶۸۶ز) سره سمون لري ښودلی دئ او مړینه ئې د ستر ټولواک احمد شاه بابا ابدالي (۱۱۶۰ – ۱۱۸۶ هـ ق) تر وفات دوه کاله وړاندي یعني په (۱۱۸۴ هـ ق) چي له (۱۷۷۰ز) کال سره سمون لري په گوته کړې ده. د بارکزو دې دروند مشر چي د یوولسمي هجري پېړۍ په پای کښي ئې د هلمند د نادعلي د کلي د بارکزو له مشرۍ څخه پیل کړی وو، د مړیني پر وخت ئې عمر په قمري حساب (۸۶) کاله وو او قبر ئې د کندهار په ذاکر شریف کښي دئ. [۱۱]

د کندهار په ذاکر کي د جمال خان نیکه زیارت

سردار جمال خان بارکزی په تاریخي متنو کښي تر ډېره په حاجي جمال خان په دې یاد سوی دئ، چي د یو دروند او معزز مشر، خان، سردار او ستر مشاور په توگه د ستر ټولواک احمد شاه بابا ابدالي له خوا بیت الله شریف ته د حج له پاره واستول سو، ځکه په اولس کښي په حاجي جمال نیکه مشهور سو. [۱۲] دا متصوف، متورع، خیرخواه او دروند مشر  دغه راز د بارکزو د (محمدزو) د څانگي ټولو مشرانو، شاهانو او واکمنانو ته لکه امیر دوست محمد خان، امیر شیر علي خان، امیر محمد افضل خان، امیر محمد اعظم خان، امیر محمد یعقوب خان، امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان، غازي امان الله خان، عنایت الله خان، محمد نادر خان، محمد ظاهر شاه او سردار داود خان ته د هغوی د پلار، نیکه، غور نیکه، او تر نیکه په توگه دروند، معزز او محترم وو. ځکه نو امیر شیر علي خان له دې چي د نسب سلسله ئې تر سردار حاجي جمال خان بارکزي پوري په تاریخ کښي ثابته پاته سي خپل د تقریرونو لومړی خاتمه په دې بیت ښکللې وه:

جمال دولت پاینده قسمت ازلیست

وصی دوست محمد امیر شیرعلیست

په دې بیت کښي امیر شیر علي خان خپل د پلار (امیر دوست محمد خان) نیکه (سرفراز سردار پاینده خان) او غور نیکه (سردار حاجي جمال خان بارکزي)  نومونه په ډېر درنښت، ستر پاس او لوړ ویاړ ذکر کړي دي. [۱۳]

سردار حاجي جمال خان  بارکزي دوه ودونه کړي ول، لومړنۍ مېرمن ئې يوه بارکزۍ ښځه او دوهمه ئې یوه غلجۍ ښځه وه. سردار حاجي جمال خان بارکزي څلور زامن د هارون خان، بهادر خان، سردار رحیمداد خان (مشهور په سردار بارکي) او سردار پاینده خان (مشهور په امیرالامرا سرفراز خان) په نومونو او یوه لور چي له تېمور شاه دُراني سره ئې واد کړی وو درلوده. معصوم هوتک په  “کندهاري وروڼه کتاب کښي د هارون خان او بهادر خان مور (بارکزۍ)، او د سردار رحیمداد خان او سردار پاینده خان مور (غلجۍ) ښودلې ده. [۱۴] خو محمد قاسم رشتیا په”افغانستان در قرن نزده” کتاب کښي سردار رحیمداد خان او سردار پاینده خان له موره هم بارکزي ښودلي دي او لیکلي ئې دي، چي دوی له یو بل سره سکه ول او مور ئې هم (بارکزۍ) وه. [۱۵] او له دې چي “هوتک” د سردار حاجي جمال خان بارکزي لور د سردار پاینده خان سکه خور او د تېمور شاه دُراني مېرمن ښودلې، نو ښايي چي د “رشتیا” خبره د سردار رحیمداد خان، سردار پاینده خان  او د دوی د خور او سکه‌توب په اړه رښتیا وي.

د یادوَني وړ ده، چي د عمرخان نیکه د مشر زوی، محمد نیکه په اولادې کښي [یوازي] د سردار حاجي جمال خان نیکه احفاد (زوزات) په شاهي کورنۍ کښي شامل دي. په دې اړه، میر محمد صدیق فرهنگ، په “افغانستان در پنج قرن اخیر” کښي وايي: چي د (۱۸۹۲ز) کال په ترڅ کښي امیر عبدالرحمٰن خان د شاهي کورنۍ د سردارانو هر غړي ته په کلنۍ توگه څلور سوه روپۍ او هري ښځي ته درې سوه روپۍ په مستمره [دایمي] توگه ټاکلي وې او د دې مستمرې لمنه د سردار پاینده خان د اولادونو سربېره، د هغه تر وروڼو او د هغوی تر اولادې پوري هم پراخه وه، چي د ابدالي احمد شاه بابا د معاصر، سردار حاجي جمال خان بارکزي گرده زوزات پکښي شامل وو. [۱۶]

دا په داسي حال کښي وه، چي د عمرخان نیکه د دوهم زوی، سردار یٰسین خان په اولادې کښي [یوازي] د شاغاسي میرداد خان بارکزي زوزات هم په کلنۍ او مستمره توگه د شاهي کورنۍ له مستمرې څخه برخمن ول. په دې اړه فرهنگ په خپل یاد کتاب کښي لیکي: “… د شاهي کورنۍ غړیو او د هغوی خپلوانو هغه امتیازات چي د مالیاتو د تخفیف په برخه کښي ئې له پُخوا څخه درلودل حفظ کړل. دا چاره په ځانگړې توگه د هغي سفارشنامې له متن څخه په ډاگه کیږي، چي د امیر مور د میر محمد حسین خان مستوفي په نوم د یوه کس قادر خان کاکا په اړه داسي کښلی دئ:

“عالیجاه… مستوفي الممالک میر محمد حسین خان دي جوړ او روغ وي… د عالیجاه غلام قادر خان کاکا د مالیاتو د املاک په اړه اروېدل سوي دي، چي تاسي د نوموړي عالیجاه له املاکو څخه مطالبه کوئ، په دې چي نوموړي د هغو ملکیتو غم [مالیات] نه ده ورکړې چي په موږ [شاهي کورنۍ] پوري اړه لري، نو له غم څخه معاف او خلاص دئ. لازمه ده، چي تاسي د نوموړي عالیجاه نور مالیات هم چي زموږ د ملکیتو په تړاو ئې لري معاف کړئ. په دې اړه تاسي ته لارښوونه کیږي…” [۱۷]

دا غلام قادر خان کاکا د دوهم “دارالعدالت” او د قطغن د نائب الحکومه سردار محمد اکبر خان شاغاسي زوی، د امیر شېر علي خان د “میرآسپور” او په هرات کښي د هغه د زوی امیر محمد یعقوب خان د وزیر دربار عطاء الله خان شاغاسي لمَسی او د سردار میرداد خان شاغاسي کړوَسی وو. هېره دي نه وي، چي د سردار عبدالله خان دېوان بیگي “وکیل الدوله” د [وکیلي] په خاندان کښي هم ځیني غړي؛ لکه: د امیر امان الله خان غازي مورنۍ انا بې نظیر سلطان دُرانۍ د لویناب شېردل خان شاغاسي مېرمن او د هغې مور ملکه سلطان او خواښې بي بي کلان، چي د سردار محمد کلان خان وکیلي پوپلزي مېرمن وه، هم له شاهي مستمرې څخه برخمن ول.

 

اخځلیکونه:

[۱]: کاتب هزاره، فیض محمد، سراج التواریخ (کابل: ۱۳۳۱ هـ. ق)، ۲/۱۹۶مخ.

[۲]: حبیبي، عبدالحی، شل مقالې (کابل: ۱۳۱۹ل)، ۴/۵۳مخ.

[۳]: وکیلي پوپلزی، عزیزالدین، تېمور شاه دُرانی (کابل: د تاریخ ټولنه، ۱۳۴۶ل)، ۲/۶۴۵مخ.

[۴]: هوتک، محمد معصوم، کندهاري وروڼه (کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۷ل)، ۴مخ.

[۵]: کهزاد، احمد علي، رجال و رویداد های تاریخي (کابل: ۱۳۶۷ل)، ۷۷مخ.

[۶]: رشتیا، سید قاسم، افغانستان در قرن نزده (کابل: ۱۳۷۷ل)، ۱مخ.

[۷]: هوتک، هماغه اثر، هماغه مخ.

[۸]:وکیلي پوپلزی، عزیزالدین، تېمور شاه دُرانی (کابل: د تاریخ ټولنه، ۱۳۴۶ل)، ۲/۶۸۶مخ.

 [۹]:وکیلي پوپلزی، عزیزالدین، نگاهی بتاریخ استرداد استقلال (کابل: دولتي مطبعه، ۱۳۶۸ل)، ۵مخ.

 [۱۰]: خان، محمد حیات، حیات افغاني (کابل: د سرحدونو چارو وزارت، ۱۳۷۰ل)، ۱/1۹۴-۱۹۶مخونه.

[۱۱]: هوتک، هماغه اثر، ۳مخ.

[۱۲]: کاتب هزاره، هماغه اثر، ۲/۱۹۶مخ.

[۱۳]: وکیلي پوپلزی، تېمور شاه… هماغه اثر، ۲/645مخ.

[۱۴]: هوتک، هماغه اثر، ۴مخ.

[۱۵]: رشتیا، هماغه اثر، ۳مخ.

[۱۶]: فرهنگ، میر محمد صدیق، افغانستان در پنج قرین اخیر (انجنیر احسان الله مایار: 1367ل) ۱/۲۸۲مخ.

[۱۷]: فرهنگ، هماغه اثر، هماغه مخ.

 

حُسن بارک شاغاسی

د (۱۳۹۹ل) کال د تلي (میزان) د میاشتي ۲۴مه (15/10/2020ز).

جمال خان بارکزیحُسن مبارک شاغاسيسردار پاینده خانمحمدزيوزیرفتح خان
نظريات (0)
نظر اضافه کول