بابائ کرام

سردار اعلیٰ محمد سرور خان شاغاسی

بابائ کرام
[سردار اعلیٰ محمد سرور خان شاغاسی]
(چاته چي شاه غازي امان الله خان د بابا تاریخي لقب ورکړ)

بابائ کرام محمد سرورخان شاغاسی او شاه غازي امان الله خان

شاغاسي محمد سرور خان د شاغاسي عطاوالله خان زوی او سردار شاغاسي میرداد خان بارکزي لمسی و. محمد سرور خان شاغاسي د امیر عبدالرحمٰن خان په وخت کښي لومړی د ټولو دولتي فابریکو د رئیس په توګه د سرهنګي په رتبه کښي کار کاوه. [1] په (1882) میلادي کال کښي د تُرکستان (چي هغه مهال یې مزارشریف او میمنې ته ویل) والي و او په (1990) میلادي کال کښي د هرات والي وټاکل سو. [2] ورپسې د کندهار حاکم سو، په (1928) میلادي کښي د بدخشان حاکم او ورپسې په (1330) میلادي کښي د کابل ولایت د حاکم په توګه وټاکل سو. [3] شاغاسي‌محمد سرور خان د امیر عبدالرحمن خان د دربار وزیر و، په (1926) میلادي کال کښي یې د (سردار اعلیٰ) رتبه او مډال هم ترلاسه کړي دي. [4] سردار اعلیٰ محمد سرور خان شاغاسي په (1931) میلادي کښي د حج فریضه ادا کړه او د خدای د کور څخه د راتګ وروسته د څو کلونو لپاره د اعیانو د مجلس (د مشرانو جرګې غړی) او سناتور و. [5]

محمد سرور خان ته د استقلال د استرداد پر مهال د شاه غازي امان الله خان د خوا د افغان تاریخ ویاړلی لقب (بابا) د [بابائ کرام] تر عنوان لاندي ورکړل سو. کله چي لوی سیمه ایز سردار، لویناب شېردل خان شاغاسي په مزارشریف کښي وفات سو نو د لویناب صاحب ځوانه مېرمن [بې نظیر سلطان دُرانۍ] د هغې د ورور، دُراني دیپلومات فقیر محمد خان دیوان بیګي په رضایت د هغه د همدې وراره شاغاسي محمد سرورخان ته په نکاح سوه، نو په دې اساس بارکزی محمد سرور خان شاغاسي د امیر امان الله خان د مور ملکې سرورسلطانه شاغاسۍ پلندر و او شاه غازي امان الله خان هم نوموړي ته د نیکه احترام قایل و. [5] هیره دي نه وي چي د محمد سرورخان څخه د انګریزانو هم په دې اساس سترګه کېدله چي هغه د شاه غازي امان الله خان د نږدې او باوري کسانو څخه و، ځکه د انګریزانو یوه جاسوس په (1888) میلادي کال کښي هغه د یوه ظالم حاکم او سالار په توګه ښودلی دی، بلعکس آلماني ډیپلوماټ [اُسکار ون نیډرمییر] چي د آلمان د دولت د خوا د (1915-1917) میلادي کلونو په ترڅ کښي د یوه ډیپلوماټیک هیئت په مشري د افغانستان په اړه د یوه تجسس لپاره ټاکل سوی و، محمد سرورو خان شاغاسي د یوه “مهربان، دروند او مهمان نوازه حاکم، مشر او سپین ږیري” په توګه معرفي کړی دی.[6]

بابا محمد سرور خان د هرات د حکومت پر مهال ( د اُسکار ون نیډرمییر یونلیک).

کله چي بابا محمد سرور خان د امیر امان الله خان د سلطنت پر مهال د هرات حاکم، د هغه ځای د نظامي فرقه مشر غلام نبي خان ناصري سره په لانجه واوښت، امان الله خان دواړه فرقه مشر او حاکم سرورخان، کابل ته راوغوښتل، د مقصر د معلومولو لپاره یو هیئت وټاکه، او شجاع الدوله یې د هرات تنظیمیه رئیس مقرر کړ. څه موده وروسته فرقه مشر دا شایعه ګډه کړه چي بابا محمد سرور د شاهي خاندان څخه دی او څوک زما خبري ته غوږ نه نیسي، دا خبره تر پاچا امان الله خان پوري ورسېدله، او پاچا د سرور خان څخه وغوښتل چي که ګرم هم نه یې باید ځان په خپل قلم ګرم ولیکې. بابا سرور خان شاغاسي د پاچا امان الله خان د درنښت په پار دا کار وکړ او محکمې هم هغه په څلویښت ورځو بند محکوم کړ، پاچا تائید کړ او بابا سرور خان د حبس وخت پر زندان تېر کړ.

په دې اړه دروند لیکوال عزیزالدین وکیلي پوپلزی زاتوي:

دې پرېکړي په سترو خاندانونو او قبیلو کښي، په ځانګړې توګه د علیاحضرت سرور سلطانه شاغاسۍ په پلرني [شاغاسیانو] او مورني [وکیلي] خاندانونو باندي بدي اغېزي وکړې. علیاحضرت سراج الخواتین [چي د افغاني دود او کلتور سره ولده او په سیاست پوه ښځه وه، د دې کار په ناوړه اغېزو باندي پوهیده] خپل زوی، پاچا امان الله خان ته یې د هغه د اویا (70) کالو خدمت او د خاندان سرښندني دلیل کړې او د هغه د بخښلو په پار یې پاچا ته وویل “ناجوړی او سپین روبی سړی دی.” خو پاچا د نظام د عدل او یوشانه تطبیق د ښکاره کولو لپاره خپله پرېکړه بدله نه کړه.

نو سراج الخواتین هم د خپل خاندان اراکینو ته هدایت ورکړ چي روزاروز دي د بابا محمد سرور خان څخه په زندان کښي لیدنه کوي ځکه چي ناجوړی او مخور سپین روبی سړی دی او غرمنی دي د هغه سره کوي. [7]

[د دې واقیعت په لوستلو سره د بابا محمد سرور خان شاغاسي وفادارۍ او تعهد ته، د پاچا امان الله خان عدل او انصاف ته، او ملکې سرور سلطانه شاغاسۍ پوهي، درک او سیاسي درایت ته سړی ګوته په غاښ سي. حُ. شاغاسی]

بابائ کرام محمد سرور خان شاغاسي د خپل نیکه بارکزي سردار میرداد خان شاغاسي (د شاغاسیانو د خاندان مؤسس) د وخته د کندهاري شاغاسیخېلو (شاغاسیانو) د خاندان د دویم نسل د تاریخي کادرونو، لکه د میوند د تاریخي جنګ مرستیال قومندان لویناب غازي شوخدل خان شاغاسی، د مرکزي افغانستان وتلی سپه سالار نایب سالار ناظم الامورالعدلیه دوست محمد خان شاغاسی، صدر اعظم وزیر عبدالعزیز خان بارکزي، ابولالا، مکرمی لالا، شاغاسی محمد شاه خان او داسي نورو د جملې څخه و. بابائ کرام د خپلو اوڅارو تاریخي اکاګانو، سردار اعلیٰ لویناب شېردل خان شاغاسی او مهتمم سردار امیر محمد خان شاغاسی د مشهورو تاریخي ورېرونو څخه و.

د نوموړي په اړه مرحوم وکیلي پوپلزی لیکي:

محمد سرورخان ابن عطاء الله خان ابن میرداد خان ابن بازار خان [مُلا بزرګ اخوند] ابن یٰسین خان [یٰسین خان د تیمور شاه دُراني په عصر کښي سردار و، او د عمر خان نیکه زوی و. حُ. شاغاسی] – از اوایل عصر سلطنت اعلیحضرت امیر عبدالرحٰمن خان از صاحب منصبان بزرگ و تا اواخر دورهٔ سراجیه با کمال عزت و احترام میزیست و در سالیان اخیر سلطنت امیر حبیب الله خان نائب الحکومه هرات بود و بعد از جلوس اعلیحضرت شاه امان الله خان غازی نیز در ۱۲۹۸ بحیث نایب الحکومهٔ کُل تُرکستان مقرر گردید. [8]

بابا محمد سرور خان د خپل ځوانۍ د یوه ماموریت پر مهال (د حُ. شاغاسي د آرشیف څخه).

  بابائ کرام محمد سرورو خان شاغاسي په کابل کښي زو سوی و او د (1307 ه ش) د حوت د میاشتي په (5) په کابل کښي وفات سو. [9] د بابائ کرام څخه د شاغاسیانو د شاهي خاندان د دریم نسل د تاریخي کادرونو ویاړلی کس، د شاه غازي امان الله خان د مالیې وزیر، شاغاسي محمد ابراهیم خان د هغه د یوازیني زوی په توګه او څلور لوڼي پاته سوي وې. د وزیر محمد ابراهیم خان څخه هم یوازي یو زوی، د تحریراتو مدیر امان الله پاته سو. کله چي بابائ کرام تقاعد سو نو د کابل د چنداولو په سه دوکان کوڅه کښي مېشت و، او کله چِي نوموړی پر کابل د سقويانو د ظلم او استبداد د اوج په جریان کښي د نوي (90) کالو عمر ومړ، هورې په چنداولو کښي د خپل کور څنګ ته خاروته وسپارل سو. په کابل کښي د بابائ کرام د مرګ اته ورځي وروسته د هغه یوازینی زوی، هغه مهال د هرات نائب الحکومه، وزیر محمد ابراهیم خان په هرات کښي د (1307 ه ش) کال د حوت د میاشتي (14) په شهادت ورسېد، پلار او زوی د اته ورځو په ترڅ کښي د جهانه ولاړل، او د سقوي اړدودوړ د لاسه، یو د بل په مرګ لا خبر نه سول!. [10] 

سردار اعلیٰ بابا محمدر سرورخان شاغاسی (د حُ. شاغاسي د آرشیف څخه).

محمد سرورخان شاغاسی، په ونه میانه، په تنه قوي او د ښکلي بڼي خاوند سړی و چي د یوه ابدالي افغان کړه وړه یې انځورول. د شاه غازي امان الله خان د مور، سراج الخواتین ملکې سرورسلطانه شاغاسۍ د اکا زوی او پلندر و، او امان الله خان هم نه یوازي د پورتنۍ اړیکي د رویه، بلکي د هغه د اویا کالو دولتي منصبونو او خدماتو په پار خورا ډېر احترام ورته کاوه، او په فرامینو کښي یې هم هغه ته خپل ورکړی لقب “بابائ کرام” کاراوه.

د پاچا او د هغه د مور، علیاحضرتي د درنښت په پار ټولو عامو افغانانو هم نوموړي ته د “بابا” لقب چي افغانانو ته د درنښت او تقدس نښه ده، کاراوه.

 

لمنلیکونه:

[1]: عزیزالدین وکیلي پوپلزی، تیمورشاه دُرانی، ک1346، ج2، مخ692.

[2]: محمد معصوم هوتک، کندهاري وروڼه، ک2009، مخ230.

[3]: کاندید اکاډمیسین اعظم سیستانی، سه مقالۀ تحقیقی در بارۀ سه خاندان تاریخئ قندهار، ک2012، مخ204.

[4]: د یاور محمود خان شاغاسي یاداشتونه چي د (1929 – 1934 میلادي) کلونو په جریان کښي چي د سقاء د زوی او نادر خان د خوا بندي‌ و، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي نظر بند و، لیکل سوي دي.

[5]: حُسن مبارک شاغاسی، سردار فقیر محمد خان دیوان بیگی پوپلزائی، 2022، منډیګګ، https://bit.ly/3M0seGO.

[6]: د اُسکار ون نیډرمییر یونلیک چي په افغانستان کښي د خپل یوه ماموریت پر مهال یې کښلی دی.

[7]: عزیز الدین وکیلي پوپلزی، سلطنت شاه امان الله و استقلال مجدد افغانستان، ک1396، مخ475.

[8]: پوپلزی، هماغه اثر، مخ273.

[9]: د لیکوال (حُسن مبارک شاغاسي) د پلار، د تعلیم او تربیې د ریاست نظامي استاد ډګروال عبدالمالک خان شاغاسي یاداشتونه چي د شاغاسي باقي خان د مړیني دمخه یې د هغه څخه ترلاسه کړي دي.

[10]: سه مقالهٔ تحقیقي‌دربارهٔ سه خاندان تاریخئ قندهار، ک1400، مخ297.

حُسن بارک شاغاسی

۲۵ – ۰۴ – ۱۴۰۱ ه ش (2022/07/16 میلادي)

 

بابائ کرامحُسن مبارک شاغاسيمحمد سرورخان شاغاسی
نظريات (0)
نظر اضافه کول