منډيګک
افغان تاريخ

احمدشاه بابا

بشیراحمد ریان

0 314

داحمدشاه بابا دزوکړې اودزوکړي دځاى په هکله بېلا،بيل روايتونه شته.دبعضو مؤرخينو په اند هغه په ملتان کې زيږيدلى دى او دنسب لړۍ يې له عبدالله خان سره چي په ملتان کي کډوال ؤ ، تړل شوې ده.

احمدشاه بابا

خو اکثر مؤرخين په دې نظر دي چي،احمدشاه باباپه ١١٣٥ سپوږميزکال چي له ١٧٢٣زيږديزکال سره سمون خوري، دهرات په ښار کي وزېږېد.

احمد شاه بابا دزمان خان زوى او ددولت خان لمسى ؤ.مشر وروريې ذوالفقار خان نوميده چي دهرات واکمن ؤ،وروسته دشاه حسين له لوري ونيول شو او بيا هم دنادر په واسطه له خلاصيدو وروسته په مازندران کي مسموم کړاى شو.[1]

مور يې (زرغونه انا) الکوزۍ وه،د پيدائښت نېټه يې څرګنده نه ده خو دوفات نېټه يې ١١٧٤ هـ ق اټکل شوې ده.

هغه مهال چي ذوالفقار خان په ١٧٣٢ زيږديز (١١٤٤ سپوږميز) کال په فراه کې ماتې وخوړه ،احمد يې له ځان سره بوت او کندهار ته يې پناه يوړه،شاه حسين له دې وېرې چي ابداليان به دذوالفقارخان په مشرۍ دده دواکمنۍ لپاره ګواښ جوړ شي، دى او ذوالفقار زندان ته واچول.

نوموړي شپږ کاله دشاه حسين په زندان کي ؤ.

نادرافشار چي کله دکندهار ښار ونيو،دى او ذوالفقار خان يې په ١٧٣٨ ز کال مازندران ته ولېږل .[2]

احمدشاهي امپراتوري

څلورکاله وروسته کله چې نادر افشار له سوبو وروسته بيرته کندهار ته راوګرځيد، دى دابدالي مشرانو په ټولۍ کې ورته دبري دمبارکي لپاره په ١١٥٤ز کال راغى.[3]

هغه دمازندران دعلاقې نظم وروسپاره.[4] بيا يې دپوځ دافسر په توګه وټاکه خو دده داستعداد په ليدلو يې ورته دابدالي او ازبکي پوځ مشري وسپارله.[5] وروسته يې دخپلو ساتندويانو دمشر په حيث وټاکه.[6]

په ١١ ذوالحجي ١١٦٠ سپوږميز کال چي د ١٧٤٧ زېږديز کال دجون له ٢٠ نېټي سره سمون خوري، نادرخان دخپلو ملګرو له خوا ووژل سو.احمدشاه بابا دهغه کورنۍ روغ رمټه ايران ته ورسوله او په بدل کې ورته دنادر ميرمني دکوه نور الماس او نور جواهرات ورکړل.[7]

دى بېرته کندهار ته راوګرځيد او د شېرسرخ بابا په زيارت کې په جوړه شوې جرګه کې يې ګډون وکړ. تر ډېرو خبرو اترو وروسته هم څوک معلوم نشول، په پايله کې صابرشاه کابلى داحمدشاه سدوزي په هکله وړانديز وکړ او دهغه ښېګڼې يې بيان کړي، قومي مشرانو هم هغه ومانه اودغنم دوږي په ورکولو سره يې هغه دپاچا په توګه ومانه.(١١٦٠هـ ق درجب مياشت)

احمدشاه دافغانستان خپلواکي اعلان کړه،افغانان يې يو کړل او دافغاني پولو(سرحدونو) دپراختيا لپاره يې ډېرجګړه ايز يونونه وکړل،دمثال په توګه دا يونونه يادولاى شو:

لومړى يون:د١١٦٠ هـ ،(١٧٤٧ ز) کال په پاى کي يې غزنى،کابل اوپېښور ونيو.په کابل اوپيښورکې يې (تيمورى او نادري پخوانى حاکم)ناصرخان مات کړ.

ناصر خان هند ته لاړ،احمدشاه بابا هم دافغاني قبيلو له يوځاى کولو وروسته دستليج (اټک)له سينده واوښت، دلاهور والي چې مخکې يې ورته دسولي وعده ورکړې وه،جګړې ته دچناب په سيمه کې را وړاندي شو، داچې په هغو شپو کې سيند مست و،احمدشاه بابا له سينده د چناب تر ساحل څه لوړ پورېووت او په لاهور يې حمله وکړه،دلاهور والي شهنواز خان چې کله دا خبر واوريد، دډهلي په لوري وتښتيد.[8]

دپاني پت جګړه:
کله، چي احمدشاه بابا د پاني پت جګړه وګټله، نو هلته یې د عسکریز نظام لپاره ځانګړی میدان وټاکه، چي خپلو نظامي عسکروته به یې قومانده ورکوله.
په دغه میدان کي درخته ولاړه وه، چي احمدشاه بابا به تر دغه درخته لاندي خپلو عسکروته ږغېدئ.
دغه درختي ته هندوان د( ام توره درخته ) ویل.
بیا هندوانو هغه درخته وکښله، چي په وروسته کي هندوانو د احمدشاه بابا ديادګار په توګه هلته څلی جوړ کړ او د څلي پر بله خوا یې د احمدشاه بابا دنظامي عسکرو عکس رسم دئ هم سته.
په دغه جګړه کي زموږ دپوځ ۳۰۰۰ نفره هم شهیدان سويدي.
یادونه:
توره درخته یې ځکه بلله، چي احمدشاه بابا هغه پوځ ته، چي هندوانو ته یې ماته ورکړې وه او هغه ډېر قوي پوځ ؤ هلته ویناکوله، نو دوئ یې هم په توره بولي یا یې بدبخته بولي.

مغلي باچا هم داحمدشاه دوړاندي تګ په خبريدلو ، دخپل زوى شهزاده احمدشاه په مشري سل زره کسيز لښکر دهغه مقابلي ته راولېږو،دواړې لښکرې د ١١٦١ هـ کال په اوله خورکې،په مالوپور(مان پور،مانک پور)[9]کې سره ونښتې، دجګړې په پيل کي قمرالدين هندي صدراعظم په ګولۍ ولګيد،دهغه په مړينه يې زوى په لښکر کې دهغه ځاى ونيو.له بده مرغه دجګړې په ترڅ کې په احمدشاهي باروت خانه اور ولګېد او دشپې دتيارې په دبرېدلو احمدشاهي لښکر شاته شو.[10]خو دغبار صاحب په وينا دواړو غاړو سوله وکړه ،لامل يې داوو چې په کندهار کې لقمان خان بغاوت وکړ او په هندکې محمدشاه ګورګاني ناروغ شو،نوځکه دواړو لورو سولي ته غاړه کېښوده.[11] دويم يون:پر١١٦٢هـ دکابل اوپېښورله لاري لاهورته لاړ.دلاهورله حکمران ميرمنومعين الملک سره يې روغه وکړه.دسيالکوټ،ګجرات،پنجاب،اورنګ آباد او امرتسر ماليات چي څوارلس لکه کېدل، دميرمنو پر غاړه کيښوده چي، هرکال به يې احمدشاهي اعلى ديوان ته رسوي.[12]

درېيم يون:پر١١٦٣هجري١٧٤٩ز کال دپينځوويشت زره لښکرسره هرات ته لاړ.هغه ځاى يې له څلورو مياشتو کلابندي وروسته له اميرعالم ونيو،شاه ولي خان پلوپلزئ يې شمالي ولاياتو ته ولېږو،خپله دمشهد په لوري روان شو،هغه ځاى يې شاه رخ ميرزا دنادر لمسي ته ورکړ،دنيشاپور په لوري يې پرمختګ وکړ،عباس قلي بيات دنيشاپورواکمن مقاومت وکړ،دژمي په راتلو احمدشاه باباکلابندي پرېښوده او بېرته کندهار ته راوګرځيد.[13]

څلورم يون:په ١١٦٣هـ کال بلوچستان ته دنصيرخان د بغاوت دماتولولپاره ولاړ،بغاوت يې وځاپه او نصير خان يې دهغه ځاى واکمن وټاکه.

پنځم يون: په ١١٦٤ هـ کال بيا احمد شاه له خپل لښکر سره دهرات له لاري پر نيشاپورحمله وکړه.نيشاپوريې ونيو، شاهرخ ميرزا چې بغاوت يې کړى و،له هغه سره يې سوله وکړه او شرط يې پر کېښود چې سکه او خطبه به داحمدشاه باباپه نامه وي اوهمدارنګه تربت جام، تربت حيدري، بافرز، خواف اوترشيز ولايتونه به په افغانستان پوري تړل کېږي.[14]

ښاغلي غبار داسنه ١١٦٧ هـ ښوولې ده.[15]

اووم يون:په ١١٦٥ هـ ١٧٥١ ز کال دپنجاب د نيولو لپاره لاهورته لاړ.لامل يې دمالياتو نه تسليمي وه.په دې يون کې احمدشاه ګورګاني ومنله چې سند،پنجاب او کشمير دي داحمدشاه بابا دواکمنۍ په قلمرو کې داخل شي.[16]

دستخط احمدشاه بابا

اتم يون:د ١١٦٧ هـ کال په سرکي احمدشاه سندته يوسفر وکړ.[17]

نهم يون:ميرمنو په ١١٦٧هـ (١٧٥٣ز) کال مړ شو، احمدشاه يې پرځاى زوى وټاکو اومور(دميرمنو ميرمن) يې سرپرسته وټاکله،خو دپنجاب نورو اميرانو ناخوښي څرګنده کړه،دامهال غازى الدين حمله وکړه اوادينه بيګ يې خپل والي کړ.[18]

په کشميرکې سکجيوان بغاوت وکړاوخواجه کوچه يې وواژه.

احمدشاه باباددې خبرونو په اوريدلوله کندهاره لاهور ته لاړ او دهغوسيمو تر نيولووروسته يې نورالدين خان باميزئ کشميرته واستاوه،هغه سکجيون ونيو اوکشمير يې بيرته په افغاني هيواد پوري وتاړه.

احمد شاه له لاهوره ډيلي ته مخه کړه او کرنال کي يې د اصالت خان يوسفزي زوي نواب نجيب الدوله مخي ته راغى،د(١١٧٠هـ) کال ددريمي خور جمادي الاول په ٧ مه دجمعي په ورځ ډيلي ته ننوت.دويم عالمګير يې د ډيلي پرتخت کښيناؤ،دوزارت چارې يې له غازي څخه واخيستي اود قمرالدين خان زوى نظام الدوله ته يې وسپارلې،نواب نجيب الدوله يې دهندسپه سالار وټاکه. په دې سفرکې احمدشاه ګورګاني خپله لور شاهزي تيمور ته په نکاح ورکړه.[19]

لسم-دپاني پت غزا:احمد شاه بابا کندهار ته نه و رسيدلى چې په پنجاب کې غازالدين بيا بلوا جوړه کړه.

سيکان،راجپوتان اومرهټيان هم راپورته شول، احمدشاه بابادشوي تړون له مخي له نصيرخان څخه مرسته وغوښته، هغه دمرستي له ورکولو ډډه وکړه،له څو مياشتو جګړو وروسته نصيرخان تسليم شو،احمدشاه بابادبولان درې له لاري دپېښورخواته لاړ،هلته ورته تيمورشاه او جهان خان له مخکي چمتو ناست و،له هغوى سره يوځاى له اټک څخه واوښت ،نجيب الدوله ، سعدالله خان روهيله او شجاع الدوله هم ورسره يوځاى شول.

احمدشاهي لښکرو له هندوانو اوسيکانو سره تر ډېرو جګړووروسته چي دښمنانو ته يې ډېري ماتې ورکړې، وروستنۍ برخلېک ټاکونکې جګړه شپېتو زرو احمدشاهي لښکرو دپاني پت پر ډګر له درو لکو مرهټانو او هندوانو سره وکړه.[20]

دجګړې په پايله کې،دمرهټيانو اته ويشت زره مړې يواځي په خندقونو کې پراته ول، په دې جګړه کي يې د دښمن په زرو،زروجګړن (دوه لکه)کسان ترتېغ تيرکړل، د ١١٧٤ هـ١٧٦٠ کال د څلورمي جمادي الاخرى په شپږمه نېټه يې لويه سوبه (فتحه)په برخه شوه،[21]چي ددي ستري غزاجنګي ولجه اوغنايم ٥٠ زره آسونه، دوه لکه غوايي، پنځه سوه پيلان،څو زره اوښان او٢٢زره بنديان لاس ته ورغلل،له يوه ابراهيم نومي پرته يې نور ټول وبښل شول.[22]

يوولسم ځل يون:کله چې احمدشاه بابا دکندهار په چارو بوخت و،سيکانو دجيساسنګ په مشري بغاوت وکړ ، لاهور يې ونيواوزين خان مؤمند يې محاصره کړ.احمدشاه د١١٧٥هـ١٧٦٣ ز کال په لومړۍ نيمايې کي لاهور ته لاړ، په ٤٨ ساعته جګړه کي يې د امرتسرخوا ته ١٣٥ ميله واټن وواهه او په روهي کي دسيکانو له دوه سوه زريز لښکر سره مخامخ شو، د ١١٧٥ هـ کال د رجب د ١١ مي نيټې په جګړه کې دشلو زرو سکانو په شا وخوا کي ووژل او مات يې کړل.[23]

دپټيالي اوسرهندحکومت يې اميرسنګهـ ته ورکړ او د ١١٧٥هـ کال دبرات تر٧مې پورى لاهورته بريالى راوګرځيد.نورالدين باميزئ يې کشمير ته واستاوو. احمدشاه بابا په ١١٧٧ هـ کال کندهار ته راوګرځيد او دسختې ګرمۍ له امله په لاري ناروغ شو.[24]

دوولسم ځل بخارا ته تګ : پر١١٨١هـ کال وزيرشاه ولي خان له شپږوزروسپروسره له کندهاره بلخ اوبدخشان ته استول شوي ؤ.

دبخاراحکمران شاه مرادبي دافغانستان په شمالي سيمو کې باغيان پارول،نوځکه پرهمدغه کال په خپله احمدشاه دهرات له لارې ميمنه،اندخوى،بلخ اوشبرغان تصفيه کړل. دبخاراپاچاداموپه شمال قرشي کې لښکر راغونډکړي ؤ، خواحمدشاه دبخارا له مسلمان لښکر سره جګړه له خپل شان سره وړ ونه بلله،دبخاراله پاچاسره يې روغه وکړه اوامو سيند يى ددواړوهيوادونو بريد وټاکه.

 

په دغه سفرکې وزيرشاه ولي خان دجوزجان له فيض اباد څخه خرقه شريفه کندهارته راوړه،چي تراوسه په دغه ښارکي ده. [25]

ديارلسم-خراسان ته تګ:احمدشاه بابا په کندهار کي و، چې خبر ورته راغى ،نادر او نصرالله دړانده شاهرخ زامن دقدرت په سرپه لانجه دي.

احمدشاه بابا ١١٨٣هـ کال په پاي کې له کندهاره هرات او مشهدته لاړ.هلته يې نادرمقابله وکړه خو تسليم شو، مشهد يې ونيو.په دې يون کې شاهرخ خپله لور ګوهرشاد تيمور ته په نکاح ورکړه.[26]

احمدشاه بابا خپل هيواد او افغانانو ته ډيرستر خدمتونه وکړل،دهغه په وخت کې خرقه شريفه کندهار ته راوړل شوه، دشبرغان او کندهار ښارونه دده په امر ودان شول. همدارنګه نور ډېر ستر کارونه چي په تاريخ کې په زرېنو کرښو ليکل شوي دي.

دې سترفاتح د١١٨٦ هـ کال درجب دمياشتې په شلمه نېټه دجمعې په مبارکه شپه،دعمر په يو پېنځوس کلنۍ ساه ورکړه[27] اودتلپاتې ژوند په لور يې روح والوت.انالله وانااليه راجعون.

احمدشاه بابا سره له دې چې ستر تورزن و،يو ښه شاعر هم و،دنمونې په توګه به يې داشعر ولولو:

ستا دعشق له وېنو ډک شول ځېګرونه
ستا په لاره کې بايلي ځلمې سرونه

که هر څو مي ددنيا ملکونه ډير شي
زما څخه هېرنشي داستا ښکلې باغونه

درقيب دژوند متاع به تار په تار کړم
چه په تورو پښتانه کا ګذارونه

تاته راسمه زړګى زما فارغ شي
بې له تا مي اندېښني دزړه مارونه

ددهلې تخت هيرومه چه راياد کړم
زما دښکلې پښتونخوا دغرو سرونه

که تمامه دنيا يو خواته بل خوايي
زما خو خوښ دي ستا تش ډګرونه

“احمدشاه” به داستا قدر هېر نکا
که ونېسي دتمام جهان ملکونه

سرچينې:

[1] – دست هاى مخفى وسياست هاى علنى ٥٦ مخ ،عبدالهادي قريشى،انجمن نشراتى دانش،١٣٨٣ هـ ش چاپ .[2]- افغانستان درمسير تاريخ، ٣٤٦مخ ١ ټوک ، غلام محمد غبار، مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.[3] – احمدشاه بابا افغان ٤٢ مخ ،ميرغلام محمد غبار ،ژباړن :امين الله درېځ، دانش کتاب خانه ،١٣٧٧ هـ کال قوس چاپ .[4] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې٦٧٦ مخ ، سيدبهادر شاه ظفرکاکاخيل، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .[5] – ديوولسم ټولګۍ تاريخ ،نوى نصاب ،١٣٨١ هـ چاپ.وزارت معارف چاپ.[6] – غازى احمدشاه ابدالى،٢١مخ ،قيصرعلى آغا ،ژباړن :محمدغفور پېروز.کراچۍ چاپ،١٣٨٧هـ ل.[7] – غازى احمدشاه بابا ١٢ مخ ، بشيراحمد ريان ،صديقي خپرندويه ټولنه ١٣٨٧ هـ چاپ.[8] – افغانستان درمسير تاريخ،٣٦١ مخ ١ ټوک،ميرغلام محمد غبار.[9] – قيصر على آغا داځاى مان پور او ښاغلي ظفر کاکاخيل مانک پور ښوولى دى.[10]- پښتانه دتاريخ په رڼا کې ٦٨٢ مخ ،بهادرشاه ظفرکاکاخيل[11] – افغانستان درمسير تاريخ ،[12]- احمدشاه بابا افغان ،١٠٦ مخ ،ميرغلام محمد غبار ،ژباړن :امين الله درېځ[13]- دافغانستان لنډتاريخ،٣٨٦ مخ ،١ټوک،عبدالحى حبيبي،ژباړن : عبدالرؤف بېنوا، ١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ .[14]- دافغانستان لنډتاريخ ،٣٨٧ مخ ،١ټوک.[15]- احمدشاه بابا افغان ١١٤ مخ.[16]- ديوولسم ټولګۍ تاريخ،١٣٨١ هـ چاپ . دافغان ملي تاريخ، ٨١٢ مخ،١ ټوک ، قدرت الله حداد فرهاد.[17]- دافغانستان لنډ تاريخ،٣٩٤مخ ،١ټوک.[18]- پښتانه دتاريخ په رڼا کې،٦٨٥ مخ ،سيدبهادرشاه ظفرکاکاخيل.[19]- پورتنۍ حواله .[20]- دافغانستان پر معاصر تاريخ لنډه کتنه ،٢٨ مخ، .کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.[21]- دافغانستان لنډتاريخ ،٣٩٠ مخ ١ ټوک.[22] – افغانستان درمسير تاريخ،٣٦٩ مخ ١ټوک .[23]- دافغانستان لنډتاريخ،٣٩١ مخ ١ ټوک.[24]- احمدشاه بابا افغان ،١٤٦ مخ ،غبار ،ژباړن:امين الله درېځ.[25] – غازى احمدشاه بابا ٩٣ مخ ، بشيراحمدريان .[26]- افغانستان درمسير تاريخ ٣٧٢ مخ ،١ټوک،غلام محمدغبار.[27]- دافغانستان لنډتاريخ،٤٠٠ مخ ،١ټوک.

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

error: Protected contents!