منډيګک
افغان تاريخ

موهن لاال و افغان ها و جنگ اول افغان

0 317
هندی انگرېز څارگر موهن لال كشميرى په ۱۸۱۲ ز كال كې په يوه كشميري كورنۍ كې وزېږېد . دده پلار راى برام ناټــهــ نومېد ، چې په اصل كې د هند له گواليور څخه وو . موهن لال يو له هغو لومړنيو هندوانو څخه وو ، چې په ډيلي كې يې په لوېديز سبك سره زده كړې وكړې . ده د انگرېزانو د څارگرۍ په خدمت كې پر افغانستان سربېره منځنۍ اسيا ، ايران ، خوراسان ، د هند شمالي سيمو ، مصر او اروپا ته هم سفررونه كړي دي . دى يو ماجراجو انسان وو ، چې د پيسو ، انگرېزي انعامونو او مډالونو په خاطر يې د خپلو انگرېزو بادارانو هر اډر ( فرمايش ) ترسره كاوه . د افغان او انگليس لومړۍ جگړې ( ۱۸۳۸ – ۱۸۴۲ كلونه ) پر مهال دى په كابل كې د بل انگرېز څارگر ، الېکسانډر برنېس سياسي مرستيال وو . د افغان او انگليس د لومړۍ جگړې پر مهال ده ډېره هڅه وكړه چې مخكې له مخكې خپلو انگرېز بادارانو ته د خطر په اړه خبر وركړي ، خو كومه گټه يې ونه كړه . ده به په دې كلونو كې له كابل نه كلكتې ته د افغانستان د حالاتو په اړه په پټه څارگريز رپوټونه وركول . د ۱۸۴۱ ز كال د نوامبر د مياشتې په دويمه نېټه چې كله افغانانو په كابل كې د انگرېز څارگر الېکسانډر برنېس پر كور بريد وكړ ، نو “برنس” او دده ورور “چارلز” يې ووژل . موهن لال په دغه شېبه كې د كور له كړكۍ نه د باندې ټوپ كړل او وتښتېد ، خو لږه موده وروسته بيا هم ونيول شو . كله چې دى ونيول شو ، نو زر يې كليمه تېره كړه او مسلمان شو ، په دې ډول ده وكولاى شول ، چې له مرگ نه ځان وژغوري . موهن لال په ۳۲ كلنۍ كې له دندې گوښه كړاى شو او په كور كېناست . دى له دې لامله ډېر خواشينى وو ، چې په افغانستان كې د انگرېزانو لپاره دده خدمتونو ته وړ قدر ور نه كړ شو . ده يو ورور درلود ، چې كيدر ناټ نومېده ، په امبله كې اوسېده او په ۱۸۵۵ ز كال كې ومړ . د موهن لال مېرمن ، چې حيدري بېگم نومېده ، په ليك او لوست پوه او يوه مسلمانه ښځه وه . هغې په ۱۸۵۷ ز كال كې په هندوستان كې د عمومي پاڅون پر مهال د حالاتو په اړه يادښتونه وليكل ، چې وروسته بيا دغه يادښتونه د انگرېزانو لاس ته ورغلل او هغوى ترې ظبط كړل . موهن لال كشميرى په ۱۸۷۷ ز كال كې ومړ .

موهن لاال و افغان ها و جنگ اول افغان –

 

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

error: Protected contents!