منډيګک
افغان تاريخ

تیمورشاه مشر و که سلیمان ؟

تېمورشاه ابدالي
0 704

بسم الله الرحمن الرحیم ـ د افغانستان معاصر تاریخ یو څو خاصی نامعلومتیاوی او مبهم تیاوی لری چی پلټنه او ګرویږنه یې ضروري ده . د داسی ناثابتو مسایلو څخه یوه هم دا ده چی آیا تیمورشاه مشر و که سلیمان ؟ ما چی کوم تاریخی آثار کتلی او لوستلي دي ، ځینو تیمورشاه او ځینو هم سلیمان مشر بللی دی . عجیبه دا ده چی په دواړو خواوو کی مشهور او تکړه تاریخ پوهان قرار لری ، خو انګېرني یې بیلی او لیری حتی برعکس دي . نو ځکه دا مسأله په څیړلو او شنلو ارزی .

ښه ، احمد شاه بابا خو ( ۸ ) زامن لرل چی نومونه یې دا دي : تیمور ، سلیمان ، شهاب ، سنځر ، یزدان بخش ، سکندر ، داراب ، او پرویز ( افغانستان در مسیر تاریخ ـ ۳۵۷ مخ ) . خو متأسفانه په دې باره کی تاریخپوهان یو نظر نلری . مثلأ میر غلام محمد غبار د شاه بابا اته زامن راپیژندلی دي چی ذکر سول ، خو فیض محمد کاتب بیا وایی چی شاه بابا شپږ زامن لرل ؛ د سنځر او یزدان بخش نومونه یې نه دي ذکر کړي ( سراج التواریخ ، لومړی جلد ، ۳۵ مخ ) . په همدې ترتیب تکړه څیړاند او تاریخپوه عزیزالدین وکیلی پوپلزایی د شاه بابا زامن اووه بللي دي چی یزدا ن بخش یې نه دی ذکر کړی ( تیمورشاه دراني ، لومړی ټوک ، ۲۹ مخ ) . دا هم زموږ د معاصر تاریخ یوه بله نامعلومتیا او مبهم تیا ده . یعنی دا چی تر اوسه لا ثابته نه ده چی د ننني افغانستان مؤسس اته زامن لرل که اووه او که شپږ ؟!

په هر صورت ، ځینی تاریخ پوهان وایی چی شاه بابا د خپلی کورنۍ غړي او نږدې خپلوان په دولتی چارو کی د مداخلې او ګډون څخه لیری ساتل ، بلکی صرف خپل ولیعهد تیمور یې د جهان خان پوپلزایی تر لارښوونی لاندی د هیواد په ختیځو او لویدیځو سیمو کی د سیاسی او نظامی چارو په مشق او تمرین کی پریښودئ او سلیمان یې د هغه د خسر او خپل وزیر ( شاه ولی خان ) تر روزنی لاندی لرلی و . همدا ګوښه توب او لیری والی دی چی تاریخ او خلکو د تیمور او سلیمان څخه پرته د شاه بابا نور اولاد پوره نه پیژندل حال دا چی هغه اته زامن لرل ( افغانستان در مسیر تاریخ ـ ۳۵۷ مخ ) . خو د یو بل روایت له مخی د لاهور والی تیمورشاه و چی وروسته د شاه بابا تر وفات پوری د هرات والی و . د کابل والی پرویز و او د کندهار والی سلیمان وو ( د درانیانو امپراتوري ؛ ۸۱ ـ ۸۲ مخونه ) .

تېمورشاه

په هر صورت ، اصلی موضوع د تیمورشاه او سلیمان د مشرتوب او کشرتوب ده . نو ښه به دا وی چی لومړی د ځینو مشهورو او پیاوړو تاریخ پوهانو انګېرنی او نظریات رانقل کړو ، بیا یې مقابله او پرتله کړو .

سید بهادرشاه ظفر کاکاخېل مشهور تاریخ پوه داسی لیکی : « تیمورشاه د احمد شاه دوهم زوی و ، په ۱۷۴۶ میلادی کال کی د احمد شاه تر پاچا کېدلو یو کال وړاندی وزیږېد » ( د افغاني پاچاهانو ژوند لیک ، ۳۹ مخ ، د « پښتانه د تاریخ په رڼا کی ـ ۶۹۹ مخ » په حواله ) . د دې څخه معلومیږی چی مرحوم بهادرشاه ظفر د شاه بابا د لومړیو دوو زامنو څخه سلیمان مشر او تیمور کشر بولی .

بل مشهور تاریخپوه میر غلام محمد غبار دی چی داسی لیکی : « د احمد شاه ناروغي سخته سوه او په ۱۷۷۳ کال کی د کندهار له ښاره د معروف په سیمه کی د توبې غره ته ولاړ ، دا ځکه چی هغه ځای ښه هوا درلوده . احمد شاه د دې سفر څخه مخکی په یو لوی مجلس کی خپل دوهم زوی تیمور د ولیعهد او خپل ځای ناستي په توګه معرفی کړ . د ده دا کړنه د هغه مهال د عنعنې سره مخالفه وه ، ځکه چی تیمور تر ځان یو مشر ورور درلود چی عادتأ هغه باید د پلار ځای ناستی کېدای . لاکن احمد شاه نه غوښته چی دود او رواج ته پر دولتی منافعو ترجیح ورکړی ، ځکه د ده په نظر تیمور تر سلیمان عاقلتر و » ( افغانستان در مسیر تاریخ ، ۳۷۲ مخ ) . له دې نه ثابتیږی چی مرحوم غبار جدأ په دې باور و چی شهزاده سلیمان د شاه بابا مشر او تیمورشاه یې کشر زوی و .

د تېمورشاه مقبره، کابل، عکاس: جان بوګر، نېټه: ۱۸۸۰

بل اوڅار تاریخپوه د هندوستان تکړه پوهاند او څیړاند ډاکټر ګنداسینګ دی . هغه هم د خپل کتاب ( احمد شاه دراني ) په ۲۶۹ مخ کی سلیمان د احمد شاه بابا مشر زوی او تیمورشاه یې کشر زوی بللی دی . دغه کتاب په ۱۹۵۹ کی  په لندن او بمبیً کی چاپ سوی دی چی بیا وروسته په کابل کی  په پښتو هم ترجمه او خپور سوی دی .

په همدې ترتیب قاضی عطاالله خان هم د خپل مشهور اثر ( د پښتنو تاریخ ، اول جلد ، پیښور ) په ۱۲۹ او ۱۳۷ مخونو کی سلیمان د شاه بابا مشر او تیمور یې کشر زوی بللی دی . هغه لیکی چی کله د شاه بابا ناروغي سخته سوه او د توبې غره ته ولاړ ، هلته یې له ښاره د دربار مشران راوغوښتل او وصیت یې ورته وکړ چی د تیمورشاه امر به منیً او هغه به زما ځای ناستی وی « ځینو مشرانو په ډیر ادب له احمد شاه بابا څخه پوښتنه وکړه چی تاسی په هر مهم کار کی د ولس د مشرانو سره مشوره کوله ، خو تر تا وروسته د تیمورشاه د ټاکلو په باب کی مو زموږ رایه وانخیستله ، او شهزاده سلیمان چی ستاسی مشر زوی و  ، ولی ولیعهد و نه ټاکل سو ؟

احمد شاه بابا په ځواب کی ورته وویل : د تیمور په ټاکلو کی زما خپل ذاتی غرض هیڅ نسته . زما اصلی مطلب او غرض د افغانستان د خلکو ښېګڼه ده . په دې کی شک نسته چی تیمور تر سلیمان کشر دی ، خو هغه د خپل ورورسلیمان په نسبت د حکومت چلولو زیات قابلیت او لیاقت لری » ( ۱۲۹ مخ ) .

بل څیړونکی او لیکونکی هم د پخواني صوبه سرحد یا ننني خیبر پښتونخوا وروستی انګرېز مشر « سر اولف کېرو » دی چی ( پټانز ـ پښتانه ) یې خورا مشهور اثر دی . دغه کتاب په پښتو هم ژباړل سوی دی چی په ۳۸۹ مخ کی یې داسی راغلي دي : « د احمد شاه بابا پر ځای د ده زوی تیمورشاه پاچا سو ، تیمورشاه تر ټولو مشر نه و ، خو د احمد شاه بابا غوره زوی و . »

ښه ، دا هغه مشهور او نومور تاریخپوهان دي چی سلیمان د احمد شاه بابا مشر او تیمورشاه هم د هغه کشر زوی بولی . ښایی نور تاریخپوهان او څیړندویان به هم وی چی کټ مټ نظر به لری ، خو زه یې آثار نلرم .

اوس به راسم هغو مشهورو تاریخ پوهانو ته چی برعکس نظر لری ، یعنی تیمورشاه مشر او سلیمان کشر بولی . په دې لړ کی تر ټولو اوڅار لیکوال محمود الحسینی دی چی د احمد شاه بابا د سفر او حضر ملګری و . هغه د شاه بابا د هر مأموریت او فعالیت یعنی د ټولو اړونده پیښو او پرمختیاوو عینی شاهد ، منشی او لیکونکی و . محمود الحسینی په خپل خورا مشهور اثر ( احمد شاهی تاریخ ) کی داسی لیکی : « د شاه بابا تر وفات وروسته شاهزاده سلیمان په ناخوښۍ سره پر تخت کښېناست او د عبدالخالق خان ولدِ رحمن خان سدوزایی په ذریعه یې خپل مشر ورور شهزاده تیمورشاه ته  چی د پلار غوندی یې د هغه احترام کاوه ، هرات ته لیک ولیږی….. » ( ۵۱۸ مخ ) . څنګه چی محمود الحسینی  د پیښو او پرمختیاوو عینی شاهد و ، نو د ده خبره ثقه او معتبره ده . یعنی دا چی تیمورشاه  د اعلیحضرت احمد شاه بابا مشر زوی دی چی شهزاده سلیمان د پلار غوندی احترام ورته درلود .

اوس به د نولسمی پیړۍ د یو مشهور لیکوال او درباري منشی « کاتب فیض محمد » نظر وپلټو چی د امیر حبیب الله خان رسمی لیکونکی او منشی و . هغه د سراج التواریخ د لومړي ټوک په ۳۵ مخ کی داسی لیکی : « وزیر شاه ولی خان چی د اعلیحضرت احمد شاه تر وفات وروسته د خپل زوم سلیمان لپاره سلطنت غوښت ، نو هغه یې پر تخت کښېناوه او شهزاده تیمور چی په هرات کی و ، د یو لښکر سره مخ پر کندهار راوخوځېد….. څنګه چی شهزاده د خپل کشر ورور سلیمان د تخت کښېناستلو څخه خبر سو چی د وزیر شاه ولی خان په ذریعه سوی و ، ورڅخه خوابدئ سو او د بکوا د لویدیځ په سیاه آب کی یې انکوخان ته وظیفه ورکړه چی وزیر شاه ولی خان ووژنی او هغه هم د اسلام خان په ملګرتیا نوموړئ د خپلو دوو زامنو او دوو خوریانو سره ووژئ » . پس دا معلومه سوه چی امیر حبیب الله خان او فیض محمد کاتب هم په دې رایه وو چی تیمورشاه د احمد شاه بابا مشر او سلیمان یې کشر زوی و .

بل معاصر تکړه څیړونکی او پلټونکی هم مرحوم عزیزالدین وکیلی پوپلزایی دی . هغه په خپل مشهور کتاب ( احمد شاه : وارث و مجددِ امپراتوری افغانستان ـ اول جلد ) کی داسی لیکی : « احمد خان دراني د ۱۱۵۳ هجری قمري کال راهیسی د خپلو وروڼو او اکاګانو  او څو نورو دراني مشرانو ، خدمتګارانو او پوځی دفتروالو سره د خراسان په مازندران کی اوسېدئ . د دې افغان سرلښکر درنه کورنۍ هم هلته ورسره اوسېدله . په ۱۱۳۵ لمریز کال کی چی د ۱۱۶۰ قمري کال د محرم او صفری سره سمون خوری د احمد خان په کور کی د درانیانو د لومړۍ ملکې د بطن څخه زوی وزوکېد . احمد خان پر خپل دغه زوی باندی چی د ګورګاني امیر تیمور د زوکړي څخه ۴۲۴ کاله وروسته وزوکېد ، د تیمورشاه نوم کښېښود….. پنځه میاشتی وروسته نادر افشار ووژل سو او احمد خان درانی د افغانستان پر شاهنشاهی تخت باندی کښېناست » ( ۲۰ مخ ) . وکیلی زیاتوی چی د تیمورشاه د زوکړي پر مهال احمد شاه بابا لا پاچا سوی نه و ، خو څنګه چی د افغان سلطنت حقدار او وارث و ، نو د مشهد د موسوي سیدانو څخه میرزا عبدالهادی خان د احمد خان د دغه لومړني زوی تولد د افغان سلطنت لړۍ بولی او په شعر کی یې داسی ستایی :

جهان   شهریاری    زکتم    عدم ……….. قدم زد به صحرای هستی ازان

که بخشد ضیا عالم از بهر خویش ………. چو تابنده خورشید بر آسمان

بر   وی   نثارش   سپهر   برین ……….. فروریخت سیم و زر اختران

سز دګر شه  بحر  و  بر  برنهد ……….. سر خویش را بر این آستان

زیمن    قدومش   شد    آراسته ……….. عذار جهان چون رخ ګلرخان

از  انوار پیشانیش ظاهر  است ………… که ګردد چو خورشید ګیتی ستان

بیک  مصرع  تام  تاریخ   او ………… زپیر خرد جستجو شد نهان

بګفتا جهانګیریش ظاهر است …………. بګویید تیمور صاحبقران

( ۱۱۶۰ هجری قمری )

 

د مرحوم عزیزالدین د پورتني وضاحت څخه ثابتیږی چی د اعلیحضرت احمد شاه بابا مشر زوی او لومړنی اولاد تیمورشاه دی .

دا لا څه ، مرحوم عزیزالدین وکیلی په خپل بل مشهور اثر ( تیمورشاه دراني ، اول جلد ) کی واضحأ لیکلی دي چی تیمورشاه د احمد شاه بابا مشر زوی دی او زیاتوی چی پخپله شاه بابا په ۱۷۶۱ میلادی کی هغه ته د مشر زوی خطاب کړی دی ( ۵۵ مخ ) .

بل تاریخپوه میر محمد صدیق فرهنګ دی چی تیمورشاه د احمد شاه بابا مشر زوی او سلیمان یې کشر زوی بولی . هغه داسی لیکی : « که څه هم احمد شاه د خپل مشر زوی تیمور شاه سره ډیره مینه لرله او لکه چی ومو لیدل ډیره هڅه یې وکړه چی هغه د کوچنیوالي څخه لا د هیواد د چارو سره روږد کړی . ځکه نو د ده دربار د هغو سیالیو څخه خالی نه و چی د ځای ناستی په سر د ختیځ د امیرانو او شهزاده ګانو تر منځ معمول وی . د احمد شاه دوهم زوی شهزاده سلیمان د صدراعظم شاه ولی خان د لور سره واده کړی و او نوموړی وزیر چی د ټولو سردارانو او فیوډالانو په رأس کی و او په دولتی دستګاه کی د پاچا څخه وروسته دوهم نفر ګڼل کېدئ ، تل دا کوښښ کاوه چی تر احمد شاه وروسته د ده زوم شهزاده سلیمان د خپل پلار ځای ونیسی » ( افغانستان در پنج قرن اخیر ، ۱۵۹ مخ ) .

د افغانستان بل نومور او دقیق تاریخپوه مرحوم احمد علی کهزاد هم وایی چی تیمورشاه د احمد شاه بابا مشر او سلیمان یې کشر زوی دی او زیاتوی : « که څه هم چی د احمد شاه دراني تر وفات وروسته د هغه وزیر شاه ولی خان د احمد شاه کشر زوی سلیمان شاه یعنی خپل زوم پر تخت کښېناوه خو ډیر وخت تیر نسو چی شهزاده تیمور د هرات څخه راغی او د قوم د زیاتو مشرانو د خوښۍ او رضایًیت سره سم پاچا سو » ( رجال و رویداد های تاریخی افغانستان ، ۳ مخ ) .

د افغانستان او سیمی منلی او پیاوړی څیړاند ، پوهاند او هڅاند تاریخپوه علامه عبدالحی حبیبی هم په دې رایه دی چی تیمورشاه د احمد شاه بابا مشر او سلیمان یې کشر زوی دی . علامه حبیبی داسی لیکی : « د احمد شاه بابا تر وفات وروسته د اتو زامنو له منځه یې کشر زوی شهزاده سلیمان د وزیراعظم شاه ولی خان په مرسته په کندهار کی پاچا سو . ولی د هغه مشر زوی تیمور چی د پلار په ژوند کی د لاهور او ملتان والی و ، او هلته یې سِکه هم وهله او دا مهال په هرات کی والی و ، فورأ مخ پر کندهار راوخوځېد . سلیمان یې بې واکه او شاه ولی خان یې ووژئ » ( تاریخ مختصر افغانستان ، ۲۷۱ مخ ) .

باالاخره د هیواد او سیمی اوڅار او نامدار استاد علامه رشاد بابا هم دقیقأ او منطقأ تیمورشاه د اعلیحضرت احمد شاه بابا مشر زوی او سلیمان یې کشر زوی بولی . علامه رشاد بابا داسی لیکی : « شهزاده تیمور ، چی تر پاچا کېدلو وروسته ، په تیمورشاه سره شهرت لری ، د غازی ستر ټولواک لوی فاتح اعلیحضرت احمد شاه بابا رحمة الله علیه مشر زوی دی » ( احمد شاهی شاهنامه ، ۶۷۱ مخ ) .

دا وو څو هغه محترم او معظم پوهان او د هغوی مهم او مغتنم آثار چی ځینو تیمورشاه او ځینو هم سلیمان د احمد شاه بابا مشر زوی بللی دی . اوس که د دغو علماوو او فضلاوو انګېرنی ښه مطالعه کړو ، بیا یې پرتله او مقابله کړو ، نو علمأ او منطقأ به ومنو چی تیمورشاه د شاه بابا مشر او سلیمان یې کشر زوی دی .

په دې اړه چی تیمورشاه د سن له مخی د شاه بابا مشر زوی دی ، کوټلي او ټاکلي قراین وجود لری ، یعنی :

لومړی ـ هغه مهال چی تیمورشاه لا دوه کلن و ، د شاه بابا لخوا د هرات د دارالسلطنه د واکمن په حیث وټاکل سو . حال دا چی هغه مهال د شاه بابا د نورو زامنو او د هغوی د دندو او دریځونو په هکله هیڅ شی ( هیڅ نوم و نښان ) هم نه و . یعنی د شاه بابا د نورو اولادو قطعأ نوم نه دی ذکر سوی ( افغانستان در پنج قرن اخیر ، ۱۵۸ مخ ) .

دوهم ـ په هغه فرمان کی چی شاه بابا د ۱۱۷۵ هجری قمری کال په ربیع الاول ( ۱۷۶۱ میلادی کال ) کی د کندهار څخه هرات ته ور ولیږئ ، تیمورشاه ته یې د خپل مشر زوی ( فرزند ارشد ) خطاب کړی دی ، یعنی : « آنکه فرزند عزیزالقدر ارشد ارجمند سلطنت و شوکت و حشمت دستګاه…… » ( تیمورشاه دراني ، اول جلد ، ۵۵ مخ ) .

درېیم ـ تیمورشاه ځکه د شاه بابا مشر زوی او سلیمان یې کشر زوی دی چی د لوی احمد شاه بابا د دربار منشی باشی هادی خان عشرت په هغه قصیده کی چی د شهزاده سلیمان د واده په مناسبت یې ویلې ده ، شهزاده سلیمان د احمد شاه بابا منځوئ زوی بللی دی ( احمد شاهی شاهنامه ، ۶۷۱ مخ ) :

زبهر   اوسطی   فرزند   دلبند

قمر سیما نګاری ګشت خواهان

ښه ، د پورتنیو درو عمده دلیلونو او مدرکونو له مخی نور نو علمأ او منطقأ ثابتیږی چی تیمورشاه د اعلیحضرت احمد شاه بابا مشر زوی دی نه سلیمان . زه ( یعنی دغه لیکوال ) مخکی په همدې فکر وم چی شهزاده سلیمان پر شهزاده تیمور باندی مشر دی . خو اوس د پورتنیو علمی او عینی شواهدو پر اساس خپله مخکنۍ انګېرنه تعدیل او تبدیل کوم او نور نو تیمورشاه د شاه بابا مشر زوی او سلیمان یې کشر زوی بولم .

هیله ده چی د افغانستان د معاصر تاریخ د څو خاصو نامعلومتیاوو او مبهم تیاوو پر تیاره اړخونو دغسی علمی روڼا واچول سی ، زنګ او منګ یې پاک او صیقل سی . داسی نوښت او ځلښت زموږ ځوانانو ته معطل دی . والسلام ، ( ن. صمد ) .

 

اړونده مأخذونه :

۱ ـ تاریخ احمد شاهی ؛ محمود الحسینی المنشی ابن ابراهیم الجامی ؛ تحشی و تعلیقات : پوهاند دکتور سرور همایون ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۱۳۷۹ لمریز ( ۲۰۰۱ میلادی ) .

۲ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ؛ میر غلام محمد غبار ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی ( ۱۹۶۷ میلادی ) .

۳ ـ سراج التواریخ ( جلد اول ) ؛ فیض محمد کاتب ، کابل ، ۱۳۳۱ هجری قمری .

۴ ـ احمد شاه : وارث و مجددِ امپراتوری افغانستان ، ( جلد اول ) ؛ عزیزالدین وکیلی پوپلزایی ، کابل ، ۱۳۵۹ شمسی .

۵ ـ تیمورشاه دراني ، ( جلد اول ) ، عزیزالدین وکیلی پوپلزایی ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی .

۶ ـ  درانی احمد شاه ، ډاکټر ګندا سینګ ، ژباړن : نصرالله سوبمن منګل ، کابل ، ۱۳۶۶ لمریز .

۷ ـ د درانیانو امپراتوری ؛ یو . و . ګانکوفسکی ، ژباړن : پوهندوی دکتور ګل محمد نورزی ، کابل ، ۱۳۵۷ .

۸ ـ احمد شاهی شهنامه ؛ حافظ مرغزی ، پیژندنه او تعلیقات : پوهاند رشاد ، کندهار ، ۱۳۸۷ .

۹ ـ افغانستان در پنج قرن اخیر ، میر محمد صدیق فرهنګ ، مشهد ، ۱۳۷۱ .

۱۰ ـ پښتانه ( پټانز ) ؛ سر اولف کېرو ، ژباړن : الحاج شیر محمد کریمی ، دانش کتابخانه ، پیښور ، ۱۳۷۸ لمریز ( ۱۹۹۹ میلادی ) .

۱۱ ـ د افغاني پاچاهانو لنډ ژوند لیک ( دوهم چاپ ) ؛ بشیر احمد ریان ، صدیقی خپرندویه ټولنه ، کویټه ،۱۳۷۹ لمریز .

۱۲ ـ رجال و رویدادهای تاریخی افغانستان ؛ احمد علی کهزاد ، دانش کتابخانه ، پشاور ، ۱۳۷۶ شمسی .

۱۳ ـ تاریخ مختصر افغانستان ( چاپ سوم ) ؛ مرحوم عبدالحی حبیبی ، دانش کتابخانه ، پشاور ، ۱۳۷۷ شمسی .

۱۴ ـ د پښتنو تاریخ ، لومړی ټوک ؛ قاضی عطاالله خان ، پیښور .

 

پالوال صاحب ته قلبي احترام

محترم او معظم ډاکټر پالوال صاحب د کندهار مجلې په تېره ګڼه کي یوه تحقیقي لیکنه کړې ده چي عنوان ئې دئ: «شاهپور تېمور او شاهپور سلیمان د ستر احمد شاه بابا دوه سیالان زامن».

معزز ډاکټر پالوال صاحب په خپله دې څېړنه کي زما هغه لیکنه ارزولې او کتلې ده چي عنوان ئې وو: «آیا تېمور شاه مشر وو که سلیمان؟» او په یوه مخنۍ ګڼه کي خپره سوې وه.

استاد پالوال صاحب په خپله دې څېړنیزه لیکنه کي ډېر عمیق او دقیق مسایل روښانه کړي دي چي زما تر سویې لوړ دي. ضمناً ئې خپل حکیمانه او عالمانه نظر هم وړاندي کړی دئ چي تومنه ئې بالکل علمي او عیني ده.

تر هر څه مخکي رحیم او کریم خدای ته په عاجزۍ سره لاسونه پورته کوم چي محترم استاد پالوال صاحب ته کامله او عاجله شفا عطا کړي او د دوی شاګردان او شاکران د دغي لويي هستۍ له فیوضاتو او منفعاتو څخه نه محروموي ـ آمین.

اوس به زما په ارتباط د پیاوړي استاد پالوال صاحب د فوق الذکر څېړني څخه یو څو جملې را اقتباس کړم. دوی لیکي:

«هغه مستعد لیکوال چي دوی له هري خوا څخه په مساعدو شرایطو او محیط کښي اوسېږي، و هر څه ته ئې لاس رسېږي، زما د دغي لیکنی پر اساس دي پلټنه او ګروېږنه وکړي، څو تاریخي واقعیت برملا سوی وي».

دلته ئې زه هم د «مستعدو لیکوالو» په ډله کي شامل کړی یم چي دا د مهربان استاد لویه پېرزوینه ده ولي دا به زما له پاره ګستاخي وي چي ورسره قبوله ئې نه کړم، حال دا چي زه یو اماتور لیکوال یم. خو د عبارت نوري برخي ئې کاملاً ورسره منم چي له هري خوا په مساعدو شرایطو او محیط کي اوسېږو، و هر څه ته لاس رسي لرو او باید اړونده پلټنه او ګروېږنه وسی….

خو زه به مدقق او محقق استاد ته په صداقت سره اطمینان ورکړم چي خزانه په ویرانه کي وي! که زما غوندي سل کسان هم وتلل سي، بیا به هم ستاسو د درنښت او منښت پانګه درنه وي. که موږ ته هر څونه شرایط اماده او مساعد وي او هر سهولت، نعمت او وسعت لره مو لاس رسي تأمین او تضمین وي، بیا هم ستاسو نافع او جامع مقام حتی مسح کولای هم نه سو.

متبحر استاد پالوال صاحب بل ځای داسي لیکي: «اصلي پوښتنه دا ده چي آیا شاهپور سلیمان پر احمد شاه بابا باندي ګران ؤ، که ئې شاهپور تېمور ګران زوی ؤ؟ یا به لا داسي نور صراحت هم ورکړه سي چي احمدشاه بابا غوښتل شاهپور سلیمان ئې ځای ناستی (ولیعهد) وي، که لا شاهپور تېمور؟

د ښاغلي صمد له اخیستنو څخه داسي پوهېږم چي په دغه اړوند څه صراحت نسته. خو چي به پېښه داسي وي، نو باید له قراینو، علایمو، کړو ـ وړو، قرب او سلوک څخه استنباط وکړه سي».

زه به منلي او پیاوړي استاد ته عاجزانه عرض وکړم چي ستاسو فرموده بالکل تاییدوم. خو زما هدف هلته صرف د عمر له مخي د هغوی دواړو مشرتوب او کشرتوب وو او ځکه مي نو ځای پر ځای اړونده مأخذ او صفحه ورسره ذکر کړې ده. او تر کومه ځایه چي په دې اړه زما ځاني نظر دئ، هغه مي د مأخذونو او صفحو په یادونه سره د هغې لیکني په پای کي په درو مادو کي لیکلی دئ.

بل دا چي زما هغه لیکنه مي وروسته په «خبریال ډاټ کام» کي هم خپره کړه چي مشهور ژورنالیست ښاغلي میرویس افغان ئې مؤسس او چلوونکی دئ. څو ورځي بعده له لندن څخه محترمي خور صفیه حلیم هغه ته ولیکل چي وروسته له دې ما هم خپل نظر بدل کړ او نور نو سلیمان نه بلکي تېمورشاه د احمد شاه بابا مشر زوی بولم. محترمه صفیه حلیم د بي بي سي د پښتو پروګرام پخوانۍ کارمنده او نطاقه ده چي ډېر کتابونه ئې لیکلي او ګڼ علمي تتبعات ئې کړي دي. زه به د هغې د ایمیل پوره متن دلته رانقل کړم چي په دې ارتباط ئې ښاغلي میرویس افغان ته لیکلی دئ (د دې خور جملې او لهجه کټ مټ را انتقالوم او د کندهار مجلې له عزتمنو مسئولینو څخه هم احترامانه هیله کوم چي د هغې الفاظ، لهجه او جملې څنګه چي دي هغسي چاپ کړي):

« ميروېس وروره

سلامونه

د  نثار احمد صمد صېب ليکنه مې ولوستله چې  به سلېمان او تيمور شاه کې څوک مشر و؟

ما اوس اوس يو کتاب د شاه زمان او د ټيپو سلطان تر منځ د ليکونو او سفارت په اړه پورا کړو او د چاپ لپاره مې واستولې و.

به هغې کې مې هم دغه اشتباه کړې وه چې سلېمان مې مشر ليکلې و ځکه چې ما د څو سرچينو نه دا خبره تايد کړه.

پرون مې چاپځاې ته خبر ورکړو چې که کتاب يې تر اوسه نه وي چاپ کړي نو دا غلطي دې اصلاح کړي.

هغوي اوس زما جملو ته تغير ورکړی دی او د دې لپاره غواړم چې صمد صېب ته زما له خوا مننه او کور ودان ووای.

د ده څېړنه ډېره مهمه ده او د تاريخ ليکونکو سره لوی ملاتړ دی.

خداې دې يې ژوندې لري

صفيه حليم»

په هر صورت، څېړاند او هڅاند استاد پالوال صاحب د خپلي عالي او علمي لیکني په پای کي زما څخه داسي هیله کړې ده:

«د ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد له اړوندي لیکني څخه زه داسي پوهېږم چي و ده ته د احمدشاهي کورنۍ تاریخ په زړه پوري دئ او هم ئې ورسره اړونده آثار موندلي دي. که به دی نه ګانه په بل ګران ارزښته کار بوخت نه وي، نو به ښه دا وي چي ګوندي ده به د احمدشاهي دربار د منشي محمود الحسیني الجامي تاریخ احمدشاهي چي په خورا مغلقه فارسي ئې کښلئ دئ، په رواني ساده او بوبي کندهارۍ خوږې پښتو سره ترجمه کړای سي. ځکه چي یو خو دغه زموږ له پاره یو خورا مهم اثر دئ، او بل دا چي زموږ ځوانان ئې باید له لوستني څخه برخمن سوي وي. څو دوی د فهم او شعور خاوندان سوي وي. څنګه چي دغه دوه ټوکه لوی کتاب دئ، ښايي ده به له ځانه سره کم بل تکړه د فهم وړ خاوند هم ملګرئ کړئ وي. زموږ ځوانان باید په لوستنه او مطالعه سره روږد کړل سي».

زه به ګران او مهربان استاد ته احترامانه عرض وکړم چي تاسو بالکل صحیح برداشت کړی دئ او ما ته په رښتیا هم د معاصر افغانستان د مؤسس او د هغه د کورنۍ تاریخ په زړه پوري دئ او حقیقتاً مي په دې هکله یو څه آثار موندلي هم دي.

بل احترامانه عرض مي دا دئ چي واقعاً هم د «تاریخ احمد شاهي» فارسي ډېره مغلقه ده. ما څو کاله مخکي د هغه ترجمه راپیل کړې وه خو په یوه میاشت کي تر پنځو ـ شپږو صفحو نور مخته نه سوم تللای او ډېر ئې ستړی کړم؛ دا ځکه چي بېحده زیات اوږده ـ اوږده القاب، صفات او تمجیدات لري چي د ژباړي د فن له مخي باید په امانت دارۍ سره ترجمه سوي وای خو ما ته مشکل وو، نو ځکه مي بیرته پرېښووله. داسي څوک هم نسته چي فارسي ادیب وي او ګډه همکاري مو سره کړې وای.

په پای کي د منلي او ښاغلي استاد څخه ډېره بخښنه غواړم چي د خپلي تېري لیکني له امله مي زحمت او تکلیف ورکړی دئ. نو هیله ده چي په خپله مهربانۍ او روادارۍ سره عفوه راته وکړي. لوی الله دي کامل او عاجل صحت ورکړي. الله تعالی دي ئې سیورى زموږ له سرونو څخه نه کموي. الله عزوجل دي موږ ټولو ته د ټولني او وطن د ټولنیز بافت او فزیکي جوړښت د متخصص او د مورنۍ ژبي د لوی معاصر څېړاند استاد ډاکټر پالوال صاحب د وصیت او نصیحت د عملي کولو توفیق راکړي. د ډېر لیري یعني دوولس زره کیلومتره واټن څخه د محترم او مکرم استاد پالوال صاحب لاسونه مچوم . والسلام، ( ن. صمد).

 

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!