منډيګک
افغان تاريخ

جمال الدين افغاني

0 367

جمال الدين افغاني د اسلام د معاصرې مفکورې پلاراو د نولسمې ميلادي پېړۍ فلسفي شخصیت ګڼل کېږي چې د اروپا مدنيت او د ملا پر فکر ولاړ دین او مذهب دواړه یې د مسلمانانو د پرمختګ او مدنیت د لارې خنډ ګڼل.
سيد جمال الدين محمد بن صفدرالافغاني په ۱۸۳۸ م کې د کونړ ولایت په اوسني مرکز اسد اباد کې زيږېدلی و.
د هغه وخت د دود سره سم ده لومړنۍ زدکړې په کور کې وکړې. ايراني ليکوالان باور لري چې دی د تهران سره نږدې اسد اباد کې زيږېدلی و اود قزوين په مدرسه کې يې زدکړې کولې. ځينو خو دا هم ليکلي دي چې هغه په اصل کې د همدان د ترکي ژبې ويوونکی د ازري کورنۍ نه و. افغانان وايي چې جمال الدين د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د شيرگړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي لومړنۍ زدکړې کړې کړي دي.
د جمال الدين په تعليم کې قران، فقه، عربي نحو، فلسفه، تصوف، منطق، رياضي او د طب مضمونونه شامل وو. په ۱۸۵۶ م کې هغه هند ته لاړو چې مغل باچاهي پکې وروستۍ سلګۍ وهلې. دا څرګنده نه ده چې هغه وخت ده د انګريزانو سره څه اړيکې لرلې او که نه؟ ځکه په عمل کې د هند واک له ختيځ هند له شرکت سره و. بل کال هلته د انګريز پر ضد پاڅون وشو نو جمال الدين مکې ته لاړو، حج يې وکړو او بېرته کابل ته ستون شو.
په افغانستان کې د بارکزو اميردوست محمد خان هغه ته د خپل مشاور دنده ورکړه. د امير له مړينې وروسته د دهغه دویم زوی محمد اعظم خان په اکتوبر ۱۸۶۷ م کې واک تر لاسه کړو نو جمال الدين افغاني يې وزيراعظم وټاکلو. څلورمياشتې وروسته، اعظم خان مړ او شيرعلي خان امير شو. ښايي د دوی تر منځ اختلاف و نو جمال الدين يو وارې بيا هند ته لاړو چې تر پنجاب د برطانوي حکومت په لاس کې و. انګريزانو د جمال الدين تود هرکلی وکړو خو ورسره يې هڅه کوله چې هغه د هند مسلمانو مشرانو نه ليرې پاتې شي.
په ۱۸۷۰ م کې دی د ترکي د لارې مصر ته لاړو. هلته نهه کاله يې د الازهر په پوهنتون کي د استاد دنده تر سره کړه. جمال الدين افغاني په حکمت (اسلامي فلسفه) پوهېدو او اسلامي تمدن يې د ساينس سره يو ځای کول غوښتل. د ديني زدکړو سره سره مسلمانانو لپاره د ساينس د لارې د غربي نړۍ د ګواښونو سره د مقابلې ټېنګار کاوه. د نولسمې ميلادي پېړۍ کې ډېرو مسلمانو عالمانو په ځینو اسلامي مسایلو کې د اصلاحاتو د راوستلو او تجديد خبره کوله چې جمال الدين يې هم پلوی و. د هغه په اند، ملا د اسلام د پرمختګ مخه نيولې وه او د صنعتي انقلاب نه وروسته بايد مسلمانان هم بدل شوي واې. د مصر ډېرخلک د ده په مفکورو اغيزمن شول او له هغوی یې الهام واخیست، د هغه يو شاګرد محمد عبده سلفي تحريک پېل کړو.

سيد جمال الدين افغاني او مقبره

خو زاړه پالو ملايانو د قران د تفسير او د پيغمبر د سنت په اړه د ده نظرياتو ته د شک په سترګه کتل او مخالفت يې زيات شو نوجمال الدين د مصر نه ترکيې او بيا لبنان ته لاړو. په ۱۸۸۳ م کې يې د لندن، ورپسې پاريس او نورو اروپایي ملکونو حال ولېدو چې د مسيحي ملايانو نه يې ځان خلاص کړی او ټولنې يې د پرمختګ په حال وې.
د فرانسې يو عالم “ارنسټ يرنان” په ۱۸۸۳ م کې په سوربون پوهنتون کې په خپل يو ليکچر کې په ډاګه اسلام وغندلو چې د فلسفې او د ساينس په لار کې لوی خنډ جوړوي. جمال الدين افغاني د هغه په ځواب کې يو ليک وليکلو چې د اسلام او د عربانو دفاع يې وکړه. رينان په عرب مسلمانانو نيوکې کولې چې هغوی د فلسفيانه فکر جوګه نه وو خو د جمال الدين دليل دا و چې عربان هغه وخت د فلسفي فکر خاوندان شول چې اسلام يې ومنلو. هغه اسلام د ټولو ستونزو د حل لاره ګڼله او کله چې يو انتقاد کوونکي به ترې پوښتنه وکړه چې بيا ولې د مسلمانانو حال بد و- ده به ويل مسلمانانو کله چې د خپل دين لاره ټينګه نيولې وه، په نړۍ کې کاميابه وو.
د محمد عبده په مالي مرستې هغه د پاريس نه د عربي يو ژورنال عروته الوثقی خپرول پېل کړل. خو د اتلسو ګڼو نه وروسته په ۱۸۸۴ م د ستمبر په مياشت کې د فرانسې حکومت دا مجله بنده کړه. د دې نه وړاندې هغه څه موده د لندن نه يوه پاڼه ضياالخافقين په نوم خپروله.
په ۱۸۸۶ م کې شاه ناصرالدين قاچار هغه ايران ته راوبللو او خپل ځانګړی سلاکاريې وټاکلو. خو جمال الدين د شاه په سياسي تګ لارې نيوکې پېل کړې او څو مياشتې وروستو دومره وګواښل شو چې د تهران د شاه عبد العظيم په زيارت کې يې پناه يوړه. هلته نه يې د قاچار باچا پر ضد تبليغ کوو. په دې زيارت کې د ده يو شاګرد او مريد ميرزا رضا کرماني د ده له تعليماتو اغيزمن شو. جمال الدين ايران پرېښودو او روس ته لاړو چې تر ۱۸۸۹ م پورې هلته مېشت و. هم هغه کال دی فرانسې ته د سفر په محال ميونخ کې د شاه ناصرالدين سره مخامخ شو او هغه ورته د وزيراعظم د دندې وړانديز وکړو. دی زړه نا زړه بيا ايران ته لاړو خو پخوا په شان يې په باچا نيوکې کولې.

افغان فيلسوف علامه سيد جمال الدين افغاني چې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۶ ز. کال کې له افغانستان نه مصر ته په سفر تللی و.

په ۱۸۹۱ م کې باچا ورته دومره په قهر شو چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره جمال الدين استنبول ته لاړو او دویم سلطان عبد الحميد د ده تود هر کلی وکړو. د ترکي نه هغه د اسلامي ملکونو مشرانو ته ليکونه ورواستول چې يو والي غږ يې پکې کړې و. ده د شيعه او سني عقيدې د عالمانو تر منځ د فهم او اړيکوهلې ځلې هم کولې. د جمال الدين هدف دا و چې اسلامي نړۍ د يو خليفه تر واک لاندې راشي چې په استنبول کې وي. هغه د ايران شاه وهڅوو چې د ترکي سلطان د ټولو مسلمانانو د خليفه په توګه ومني. سلطان حميد يې دې ته وهڅاو چې د ايران شاه د شيعه مسلمانانو د مشر په توګه ومني.
جمال الدين په ترکي کې د عرب ملکونو استاځو نه علاوه د برطانيې چارواکو سره هم غونډې کولې چې د ترکيې سلطان ورباندې شکمن شو. هم هغه وه چې په ده يې بنديز ولګوو چې د ترکي نه به بهر نه ځي.
هغه ټولو مسلمانو ملکونو ته د خپلواکۍ لپاره غږ وکړو چې د اسلامي ملت پالنې په نوم مشهور شو. د هغه دا شعار وروسته ډېرو نورو لکه په هند کې محمد اقبال، محمد علي جناح او ابوالکلام ازاد او په ترکيې کې ناميک کمال، سيد نرسي او محمد عاکف اروسوي، خپل کړو.
په ۱۸۹۶ م کې د مې په لومړۍ نيټه ميرزا رضا کرماني په يوې تومانچې په شاه ناصرالدين قاچار ډزې وکړې او ویې وژلو. د ايران حکومت ترکانو نه غوښتنه وکړه چې جمال الدين دې ورته وسپاري ځکه د دوی په اند دغه قتل د ده په اشاره شوی و. خو سلطان عبد الحميد داغوښتنه رد کړه.
د جمال الدين نه په الهام په شلمې ميلادي پېړۍ کې مصر کې اخوان المسلمون او په پاکستان کې جماعت اسلامي جوړ شول. هغه د مصر په ډېرو مفکرينو لکه عبده، راشد رداع، علي عبد الرزاق، قاسم امين، لطف السيد او عثمان امين اغيز وکړو. جمال الدين افغاني په نهم د مارچ ۱۸۹۷ م کې د سرطان په ناروغۍ مړ او استنبول کې خاورو ته وسپارل شو.
د جمال الدين د نژاد او د ده د مليت او مذهب په اړه ناندرۍ شته او ځينې د ده په فعاليتونو شک څرګندوي.
د هند د مسلمانانو لپاره د جمال الدين پيغام انقلابي و او ډېر يې درناوې کوو خو څېړوونکي يې اوس وايي چې ده د انګرېزانو لپاره کار کوو ځکه د برطانيې په آرشيف کې د هغه وخت ځينې ليکونه ددې شاهدي ورکوي.
د ده عقيده کې هم شک څرګندېږي چې ګوندې پخوا شيعه و او وروسته سني شو. په دې ناندريو کې پخپله د جمال الدين افغاني هم لاس و. هغه نه غوښتل چې ځان د يوې ديني يا نژادي ډلې پورې وتړي ځکه يې د خپل ځان په اړه قاطع خبره ونکړه چې په دواړو ډلو خپل اغيز پېدا کړي. په دې کار د هغه شهرت ته څه تاوان نه دی رسيدلی او تر اوسه يې خلک درناوی کوي.
جمال الدين پخپل ژوند کې دوه کتابونه ليکلي دي چې يوه يې په عربي ژبې د افغانستان تاريخ دی او بل په فارسي “حقيقت مذهب نيچاري و بيان حال نيچاريان” نومېدو. دا کتاب په ۱۸۸۱ م کې په حيدراباد کې چاپ شو خو ډېرو عالمانو رد کړو. وروسته دا کتاب محمد عبده په عربي کې وژباړلو او “الرد علا الداهرين” په نوم يې په ۱۸۸۶ م کې په بېروت کې چاپ کړو.

سيد جمال الدين افغاني په مصر کي

د دې نه علاوه هغه بې شمېره مقالې وليکلې چې زيات يې په عروت الوثقی کې خپاره شول. د هغه په نظرفلسفه او دين د يو بل نه جلا وي ځکه دين په عقيدې ولاړ وي او فلسفه ازاده څېړنه غواړي. ټول مذهبونه يو بل ته ورته دي ځکه انسانانو ته د عباداتو بېړۍ په پښو کړي خو فلسفه انسان ته ازادي ورکوي. کله چې دين برلاسی شي نو د فلسفې لاره بنده کړي خوکله چې فلسفه برلاسې شوه نو مذهب ختمېږي. هم دغه دليل دی چې په وروسته پاتې ټولنو کې فلسفه پرمختګ نه کوي ځکه چې عام خلک په ديني عباداتو کې خوشاله وي او د ملا حاکميت ټينګ وي. د جمال الدين دغه دلايل وو چې ځينو ملايانو ورباندې د کفر فتوا ولګوله او دی يې د اسلام له دايرې وويستلو.
په ۱۹۴۴ م (١٣٢٣ هجري لمريز) کي د افغانستان حکومت ترکيې نه د ده دجسد خواست وکړو او د کابل پوهنتون په احاطه کې يې په سرکاري اعزاز او درناوي خاورو ته وسپارلو. جمال الدین افغاني په پښتو او دري ژبو سربېره، په عربي، انګلیسي، روسیې او فرانسوي ژبو هم پوهېده. د سید د کورنۍ او پاتې شویو په اړه معلومات نشته او که دی د کونړ د اسد اباد و، نو بايد يو څه نا څه د ده د لاس ليکنې يا نور اثار موجود وي.
جمال الدين د عربي ژبې سره د تړاو له کبله الافغاني په نوم پېژندل کېدو او په نورې نړۍ کې په هم دغه نوم شهرت لري. خو پښتنو ليکوالانو اوس دا افغان کړی دی. د اسد اباد او افغان تورو پسې نښتي دي او ټول توان يې په دې وي چې ايرانيان غلط ښکاره کړي. د جمال الدين پېغام له خلکو هېر دی خو د نژاد، نسب او د جاسوسۍ په خبرو پسې سرګردانه دي. افغانان بايد دا ومني چې جمال الدين افغاني د دوی د خاورې يو نابغه، نړیوال شخصيت و او افکار يې بايد په اوس وخت کې زيات ولوستل شي چې د دين غلط تشريح کوونکو نه ځان خلاص کړي.
د بيلا بېلو ويبپاڼو او مقالو نه

د سيد جمال الدين مقبره کابل
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!