منډيګک
افغان تاريخ

د اصفهان فتحه

زاهد خليلي

د اصفهان يو پخوانی خيالي انځور
0 325

ميرويس نيکه له وفاته وړاندې خپلو وروستيو ته ويلي وه چې (ښايي تاسو اصفهان ونيسئ). ميرويس نيکه ومړ او ورور يې ميرعبدالعزيز پر تخت کېناست؛ خو څرنګه چې يې د پاچاهۍ وړتيا نلرله، له پاچاهۍ لرې او شاه محمود يې پر ځای وټاکل شو.

شاه محمود په ۱۷۲۲ ز کال کې د ګلناباد له يوې سختې جګړې وروسته اصفهان فتحه کړ. د صفويانو هغه ستره امپراتوري چې يو مهال يې د افغانستان په يوه لويه برخه واکمني کوله، له منځه يوړه او صفوي شاه حسين خپل تاج، په خپل لاس د اصفهان فاتح (شاه محمود) ته په سر کېښود؛ خو دغه ستره فتحه او د ايران د تاريخ يوه نه هېرېدونکې پېښه په دومره اسانۍ پېښه نشوه.

شاه محمود او ملګرو يې نږدې لس مياشتې اصفهان محاصره کړی او ايرانيانو د ښار دننه ځانونه کلابند کړي وو. هغوی په دې ډول د افغانانو سره مقاومت کاوه او ځانونه يې نه تسليمول، هغوی په دې تمه و چې نور مرستندوی فوځ به راشي او افغانان به په شاه وتمبوي؛ خو افغانان هېڅکله هم په شا ونه تمبول شول.

دغه لس مياشتینۍ محاصره به شايد د تاريخ د اوږدو محاصرو څخه يوه وي. دا چې د محاصرې په اوږدو کې د اصفهان ښار دننه څه تېر شوي، د هغه مهال او وروستيو ليکوالانو يې په اړه په کتابونو کې څرګندونه کړې ده.

يو تر ټولو معتبر کتاب او د هغه مهال عيني شاهد، کروسينسکي دی چې خپل خاطرات يې ليکلي او وروسته بيا په مختلفو ژبو چاپ شوي دي. دی د دغې لويې پېښې پر مهال څه موده په ايران کې وه، حالات يې له نږدې ليدلي او په خپلو خاطرو کې يې رانقل کړي دي. امان الله هوتک او مرحوم بېنوا هم په خپلو کتابونو کې د اصفهان د محاصرې او د افغانانو په لاس يې د فتحې يادونه کړې او هيښوونکې خبرې يې ليکلي دي.

د اصفهان يو پخوانی خيالي انځور

د محاصرې په اوږدو کې، د اصفهان د ښار د اوسېدونکو اړيکه د بهرنيو خلکو سره پرې شوې وه. د ښار دننه چې کوم خوراکي توکي و هغه خلاص شول، دې کار د کلا اوسېدونکي د ډېرو ستونزو سره مخ کړل. په سلګونو تنه له لوږې مړه شول. خلک دومره لوږې پسې اخيستې و چې انسانان يې خوړل. کروسينسکي ليکي، تر دې چې د خرو غوښې خلاصې شوې او خلکو د انسانانو په خوړلو او د ونو د پاڼو په خوړلو شروع وکړه. د ښار اوسېدونکو د پاچا نه غوښتنه کوله چې ښار تسليم کړي. د لسو مياشتو له تېرېدو وروسته بلاخره پاچا د ښار د تسليمولو جدي پرېکړه وکړه، شاه محمود ښار ته داخل شو او صفوي شاه حسين په خپل لاس د صفوي سترې او تاريخي امپراتورۍ تاج يوه افغان پاچا ته په سر کېښود. په دې سره د تاريخ پاڼه واوښته… دا تاج د هغه چا له سره لرې شو، د چا چې نيکونو يو مهال، د دغه افغان پاچا په پلرني ټاټوبي نږدې نيمه پېړۍ واکمني کړې وه.

صفوي امپراتوري د خپل وخت ډېره ځواکمنه امپراتوري وه. شيبانيانو ته همدوی ماته ورکړې وه او همداسې د عثماني ترکيې سره يې ډېرې جګړې کړې وې؛ خو دا يې په فکر کې هم نه راتله چې يو کوچنی دولت دې، چې له جوړېدو يې ايله ۱۴ کاله هم نه تېرېږي، دغه ستره امپراتوري د يوه ځوان او ۲۵ کلن پاچا په مشرۍ ړنګه کړي.

د ميرويس نيکه په مشرۍ د ګرګين وژل د صفوي امپراتورۍ د له منځه وړلو سريزه شوه چې پای ځوان شاه محمود په دې وتوانېده، سترې صفوي امپراتورۍ ته د پای ټکی کېږدي او دا هغه څه وه چې افغانان يې راويښ کړل او هغه د نږدې دوه نيمو پېړيو افغانستان، چې نه يې مرکزي دولت درلوده او نه هم د افغانانو لخوا اداره کېده، د احمدشاه ابدالي په مشرۍ سره متحد او د يوې لويې امپراتورۍ بنسټ يې کېښود.

د ميرويس نيکه په پاڅون او د اصفهان په فتحه کې د هېواد ټولو وروڼو قومونو برخه اخيستې وه او د خپل يووالي په پايله کې په دې وتوانېدل چې په تاريخ کې ځان ته ځای جوړ کړي.

اوس د دې وخت دی خپل تاريخ بيا راژوندی کړو، مهمه داده چې له تاريخه زدکړه وکړو. دا چې هغوی څنګه او د کوم لامل پر اساس دومره ستر کار وکړ، بايد په تاريخ کې يې ولټوو… يووالی… پخوا هم هغه قوت و چې هغوی يې بريالي کړل او نن هم هغه قوت دی چې موږ بريالي کولای او د اوسنيو ټولو روانو ناخوالو نه مو خلاصولای شي…ستونزه دا ده، کله چې موږ د خپل هېواد د تاريخ نوم اخلو؛ نو يوازې د جګړو، وژنو او تعصب تصوير مو په ذهن کې جوړ شي. ډېر کم مو دې ته پام شي، چې موږ په خپل وياړلي تاريخ کې د يووالي او ورورولۍ ډېرې بېلګې هم لرو. که خپلمنځيو جګړو، بې اتفاقيو او يا هم د پرديو يرغلونو، موږ وژلي او بې کوره کړي يو؛ برعکس، يووالي موږ ته دا قوت راکړی چې پردي له دې هېواده وشړو. همدا يووالی دی چې په وژنو، ورانيو او تعصب مو بريالي کولای شي.

د ګرګين پر ضد د حاجي مير خان د بريالي پاڅون او وروسته د شاه محمود لخوا د اصفهان نيول، موږ ته دا راښيي چې زموږ د بريا تر شا اصلي لامل د يووالي موجوديت دی او د اصفهان د نيولو وروسته چې کومې پېښې وشوې او موږ اصفهان دلاسه ورکړ او يو ځل بيا د ايراني (نادر افشار) تر ولکې لاندې راغلو، د دې پېښې تر شا بيا اصلي لامل د بې اتفاقۍ او تربګنۍ موجوديت دی. د شاه اشرف او شاه حسين د خپلمنځي بې اتفاقۍ پايله وه چې نادر ته يې دا موقع ورکړه، چې افغانستان بيا د نږدې پنځلسو کلونو لپاره د یوه بل بېګانه تر ولکې لاندې راشي.

د اصفهان تر فتحې وړاندې او وروسته حالات که په ژور ډول مطالعه کړو، ډېر څه ترې زده کولای شو. موږ په يووالي اصفهان ترلاسه؛ خو په بې اتفاقۍ مو بېرته دلاسه ورکړ. تاريخ يوازې کيسې نه دي چې ويې لولو؛ بلکې د زده کړې او د ملتونو د فکر او راتلونکي د بدلولو لپاره په کې ډېر څه پراته دي.

د ميرويس نيکه پر مهال د کندهار نقشه

که يو شو، سوله به راشي او د نړۍ هېڅ ځواک به مو د پرمختګ او ترقۍ مخه نشي نيولای. که يو شو، د نړۍ دې ډېر مخکې تللي کاروان ته به مو د ور رسېدو هڅې ګړندی شي، که يو شو،…

راځئ په خپل ډېر پخواني او نږدې معاصر تاريخ کې د تعصب او د بې اتفاقيو پر ځای د يووالي بېلګې وپلټو، ويې سپړو او خپل ملت يې ته د نمونو په ډول وړاندې کړو… زموږ تاريخ د يووالي د ډېرو بېلګو څخه ډک دی چې کولای شي، زموږ د خلکو فکر او لارې ته تغير ورکړي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!