منډيګک
افغان تاريخ

د تاریخ جبر رټلی اتل فیض محمد غازي

عصمت زهیر

انځور
0 352

د تاريخ د جبرطرحه به ورته ووايو چي خپل تاريخ او ملي اتلان د بل په آينو کي څارو،تاريخ په خپل غېږ کي زموږ لپاره ډېر څه خوندي ساتلي دي چي راسپړلو او له پرديو څخه لاس ته راوړو ته اړتيالري،د فيض محمدغازي په اړه په پښتو ادب کي د يوې بدلي(سندري) يوې غزل يوه بيت څو ټپو او لنډيو پرته بل کوم بې طرفه او باوري مواد په لاس کي نلرو او نه په پيتاوي خبرو د تاريخ عصري چلند تکيه کوي او نه د ادبياتو تاريخ ته نوي توکي ورځني برابرولی سو ، ولي چي په خلګو کي زياته اندازه هم هغه افسانوي خبري محبوبيت لري کوم چي انګرېز سرکار په خپلو يادښتونو کي خپرې کړې دي .
خلګ له دې سره مينه نلري چي دغه تاريخي کيسې ،روايتونه ،شعرونه او سندري په کومو اوضاعو او شرايطو کي منځ ته راغلي او چيري پيدا سوي دي،د ساري په توګه کندهاريان په دې عقېده وو چي د آدم خان او درخانۍ کيسه په کندهار کي تېره سوې ده ،حال دا چي د آدم خان او درخانۍ کيسه په حقيقت کي د يوسفزيو په قوم کي پيدا سوې ده ،د کندهار څخه ډېر لري په سوات کي منځ ته راغلې ده او له هغه ځايه د پښتنو نورو سيمو ته ډېر ژر خپره سوه( ۱ )
د فيض محمد غازي په باب د انګرېز سرکار د راپور دغه برخه ولولۍ؛

”د زمانې بدنام او جلاوطن فيض محمد د ۱۸۹۵ م کال د اپرېل د مياشتي په دېرشمه نېټه ووژل سو او کوم چاچي د ده په په وژلو کي کومک وکړ دوه زره روپۍ و هغه چاته ورکړل سوې،د انعام دا روپۍ وروسته د جرمانې په توګه د هغو کلو د خلګو څخه واخيستل سوې د کومو کلو پر لار چي به فيض محمدغازي تېرېده “ .

د غازي په باب د انګرېزي ښکېلاګرو د يوه بل راپور دا برخه هم ولولۍ؛

” يوسړی فيض محمد نومېده چي د ليويز پخوانی څوکيدار وو،چي په ۱۸۹۳ م کال کي په يوې غلا تورن وو،همدا راز په ۱۸۹۴ م کال کي په يوه بله غلا کي په کار وو،د دې پلټني په لړ کي پوليس او ليويز د پښين زاړه بازار ته روان وو،د سپټمبرپه څلورمه نېټه فيض محمد دوه تنه وويشتل ،هم دا راز يې درې آسان هم ووژل ،يوې ژرندي او د غنمو کوټې ته يې اور واچاوه ،او پخپله د پولي بلي غاړي معروف ته ولاړ،له هماغه ځايه يې د شپږو مياشتو په موده کي يې زيات بريدونه وکړل ،اوه کسان يې ووژل او درې تنه يې ژوبل کړل،او هم يې دوه آسان له ځان سره بوتلل ،په دې ټولو جرمونو کي يې غټ جرم هم هغه وو،چي د ۱۸۹۵ م کال د فروري په شلمه نېټه يې يو پوځي مړ او د پښين کلاته نژدې يې يو پوسټل چپړاسي ژوبل کړ ،د ۱۸۹۵ م کال د اپريل په شپه يې يو ځل بيا د ډپټي کميشنر د کمپ پر خلګو بريد وکړ چي بند خوشدل خان ته روان وو چي درې تنه پکي مړه او يو ژوبل سو ،همدا راز په ټوله ضلع (اولسوالي )کي مايوسي خپره سوه،خلګ وډارېدل او نه هم دولتي مامورين سفرکولو ته آماده وو ، د شپې لخوا تګ زيات خطرونه لرل،د ۱۸۹۵ م کال د اپريل د مياشتي پر ۲۵ نېټه تر برېد وروسته کرنل ګيسفورډ پوليټيکل ايجنټ سمدستي دا پرېکړه وکړه چي فيض محمد دي ګرفتار کړل سي،د اپريل د مياشتي پر ۲۹ نېټه د مازيګر پر پنځه بجې ګيسفورډ د ۳۲ تنو په ملتيا په نوموړي پسي ”مندانه “نومي ځای ته روان سو ،په دويمه ورځ د لمر راختو وړاندي په ”ګرجزۍ“ کي تر هغه کېږدۍ راچاپېره سو چي فيض محمد پکي بيده وو،فيض محمد پر دوی ډزې وکړې،خوپه آخر کي په زخمي سوي حالت کي ونيول سو ،لاکن د مندانه پر لاره مړسو،ګيسفورډ او ملګري د اپريل پر دېرشمه مازيګر مهال په ۳۲ ساعتونو کي تر ۸٦ ميله سفر وروسته د مندانه څخه راورسېدل ،د پلټني او څارني په عمل کي ګډو (کورنيو نازولو)خلګو ته سوغاتونه او مراعاتونه ورکول سول،د ترينانو د کلو او حيدرزۍ پر لارو چي به فيض محمد تګ راتګ او جرمونه کول، څلرويشت سوه روپۍ جرمانه ولګول سوه، د جرمانې دا روپۍ هغه چاته ورکول سوې چاچي د فيض محمد غازي په نيولو کي مرسته کړې وه ۲

دفيض محمدغازي په اړه زموږ ديوه محترم ليکوال داکرښي هم ولولۍ او قضاوت يې هم پرتاسو .

”دپښين بازارګي څخه دقطب پرلوري دترينانو يوکلی چي کلابټې زي نوميږي دفيض محمدخان ترين پلارنی ټاټوبی دی په شروکي زموږدغه پياوړی ورور دپرنګيانوسره نوکرووخوبياوروسته دشخصي عناد پربنافيض محمدخان ترين له پرنګيانو سره راواخسته ،چي په نتيجه کي هغه فراره سو اود شپې لخوا به يې پردولتي ودانيو باندي چپاونه کول،دمحلي رواياتو له رويه زه داخبره دتاريخ پاڼوته سپارم چي فيض محمدخان ترين په خپل ژوندانه کي پرنګيان نه دي وژلي البته يوروايت موجود دی چي زموږ دغه ښاغلي ورور په خپل ژوندانه کي يو پير وژلی چي مزاريې تراوسه پوري دپښين بازارګي څخه دشمال پرلوري په پيرانو نومي کلي کي موجود دی ۳

د انګرېز يو خوی دا هم دی چي څوک د دوی اطاعت په خوښۍ اونرمۍ سره ومني او بې له جنګ جګړې هغوی په وطن کي پريږدي نو دوی د داسي خلګو د بزدلۍ نه ګټه اوچتوي او په هغوی باندي د خپل رعب او دبدبې د زياتولو لپاره نوره هم سختي کوي۴
د ۱۸۷۷ م کال د دسمبر د مياشتي په ۲۳ نېټه يو ځل حرم زي سيدانو د پښين د کپتان براډن په وړاندي څه بې ادبي کړې وه چي د بدل اخيستو لپاره يې په خپله مېجر منډېمن د يوې پوځي ډلګۍ سره کلي ته ورغی او څو مشران سيدان يې پکي بنديان کړل چي په نتيجه کي يې د برتانوي سرکار دبدبه او رعب هم پر سيدانو او هم د پښين پر نورو قومونو يو په دوه سو۵
د انګرېزي ښکېلاکګرو د تشدد يوه بله ناروا بېلګه د کپتان ټکر او مسټر کنګهم په زخه خېلو قبيله باندي په ۱۸۷۸ م کال کي هم ونيو .
”زخه خيل به د خپل جرم(وطن پالني) په سزا کي يو زر روپۍ جرمانه ورکوي،شپږ يرغمل به د پوليټيکل ايجنټ په خوښه انګرېزانو ته حواله کوي،ټول زخه خېل به د ملک خواص ملکي پرځان مني،د جرمانې د ادا کولو لپاره يانغدي روپۍ راکړی او د هغې په بدل کي وسله يا څاروي راته حواله کړی،په دې سودا کي د پټاخه دار ټوپک بيه پنځلس روپۍ او د ګولۍ دار ټوپک بيه څلوېښت روپۍ وټاکله سوه ،او څارویو بيه د کمشنريټ د افسر په پرېکړه پرېښودل سوه ٦
د يورپ طاقتونه هيچا سره هم د چا د مظلوميت په سبب او د عدل او انصاف د اصولو لپاره امداد نه کوي ترڅو پوري چي د هغوی خپل ملک او قوم ته په هغه جنګ کي څه ګټه تاوان نه ښکاري ،د يورپ حکومتونه ازادي او جمهوريت ،تهذيب او اخلاق،مذهب او تمدن تش د اروپايي قومونو لپاره مخصوص ګڼي او د آسيا او افريقااصلي اوسېدونکي د خدای له نعمتونو هډو مستحق نه ګڼي۷ .
ګيسفورډ د برښور د کږې ويالې د ”د سيدو سلیمانخېل کاکړ“په ملتيا د شاتوت اڅګزي(اصل کي دا بارکزی دی شاتوت نه شاه توردی )کره پر ټاکلي وخت ورسېد او تړلی فيض محمد خان يې د شاتوت اڅکزي ومخ ته په ګوليو سوري سومبري کړ،پرنګيانو سيدو سلېمانخېل ته ترفېع ورکړه،له سپاهي څخه يې جمادار کړ او دا سلسله تراوسه پوري د هغوی په ټبر کي را روانه ده ۸
د سيدو سلېمانخېل په څېر درې داسي نوري بدرنګي توري څېرې په ترين ،اڅګزي او سيد ټبرونو کي هم سته چي د وطن د دې رښتوني ملي مبارز په نيولو او شهيدولو کي غټه ونډه لري خو دا څېرې لوڅول به څه وخت لا نور ځکه ونيسي چي په لاس کي تر پيتاوي موادو پرته کوم بل باوري اسناد نه لرو .

ملانېک محمد اخند د خانوزيو د کلي اوسېدونکی وو،په قوم کاکړدی ،دپيدايښت نېټه يې ۱۲٦۰ ق ۱۸۴۴ م ده،لومړنۍ زده کړي يې پر کور او په خپله سيمه کي کړي دي ،اوبيا په لوړو زده کړو پسي کندهار ته تللی دی،نوموړي په ۱۲۸۵ ق ۱۸٦۳ م کال کي وفات سو د ميوند پر غزايې يو غزل ويلې ده ،همدا راز ملانېک محمد اخند د پښين پر فيض محمد غازي هم غزل ليکلې ده . فيض محمدغازي يې مړ کړی سره لاسونه د اسلام پر زړه يې کښېښول داغونه فيض محمدويل داڅه د غم ګړی دی چي پرسرمي د ګوليو سور شرکی دی زه پوهېږم له دې واره زما مرګی دی زما پر وار باندې اخيستي رشوتونه فيض محمد ويل له کفره را رهي سوم په” زيارت“ خلګ خلاصيږي زه بندي سوم د اسلام پر حال خو زه په زړه زخمي سوم د لمانځه پر ځای مي وتړل لاسونه د فيض محمد يوه ښه نېکه ماينه وه بې له شکه چي په قوم خانواده وه له غازي سره ملګرې ورځ وشپه وه نېک محمد به باندي وايي سلامونه ۲ د ملانېک محمد دا بيت هم ولولی. ويې کړه غزا په” بازارګي “کي فيضوجان مړيې کړی ”پير“ډېر مي ارمان دی پر دغي سندري او يوه بيت سربېره د فيض محمد غازي په باب د يوې سل کلني سپين سري د خولې دا څو هم قافيه ټپې ديعقوب شاه غرشين په ماخذ ولولۍ. د سهارسترګه ځليږي فيضويې مړکی زړه يې څيري په ځړيږي د فيض محمد اسپه ابلکه خاونديې وخوړ دا ولاړه وچه کلکه د فيض محمد مور نه وه ميره وه د فيض محمد لاس يې پرې کاوه دا پر واله وه دملګري عبدالستارراهياب په ماخذداڅو لنډۍ هم ولولۍ چي ديوبل غازي شجاع احمدخيل يادونه هم پکي سوې ده. فيض محمدوشجاع دواړو دانګرېزسرونه راوړو چي پريوځای سوغازيان په غروکي پټ سوانګرېزان ميمه ژاړي چي پوټيږي چي غازيان اوس رارسيږي په څوواره پر”سره خوا“ غازيانووکړله غزا پېغلي مخ له ورله ځي په دوسمال مخ ورپاکوي د کوږک قاضي عبدالسلام باباچي د سهېلي پښتونخوا د مزاحمتي ادب د سرخېلو له جملې څخه ګڼل کيږي او د انګرېزي استعمار پر ضد د يوې اوږدې عملي مبارزې سابقه لري ، د فيض محمد غازي په اړه خپل نظر د تاريخ په پاڼو کي د نوي کهول د راتلونکو نسلونو لپاره دا ډول خوندي کوي . فيض محمد ترين د پښين غازي لقب دی پرميندلی پښتنو ځينو منصب دی په تارو رشوت خورو د غيڼو ونيو جهان داسي بې حيا لهوولعب دی دا خونيان پرنګي نوي سرداران کو منافق اسلام خو جهل مرکب دی سل څه زيات کلونه کيږي د دې وينو هغه پړک لا و ګوره ته مقرب دی ليوني په نس منډي فاني مړداره درګه غارو هره خوا ته د ثعلب دی پر يوسف نازنين څوني قهر ومښت تر دوږخ بتر د دې جهان غضب دی.

غازي او د پښين پيران

فيض محمد غازي ترين،هيکل زی،بالول زی چي اوسنۍ ټبريزه لړۍ یې د بسم الله بالول زي تر ټبره راغځيږي ،د کرتو په غرو کي شاه تور بارکزي نه چي شاتوت اڅګزي د دوو زرو څلوروسوو روپو په عوض انګرېز ته په لاس ورکړ،نن هم داکيسه په بارکزيو کي د شاه تور کهول په نوم ياديږي د بارګزيو د سيمي ګرجزۍ دا منظومه ټوټه ولولی .

د فيض محمد پر سر چوغه ده
د شاه تور ماما پر سر د غولو سوده ده
د ملانېک محمد اخند په سندره کي مو داسي ولوستل .

”په زيارت کي څوک خلاصيږي زه بندي سوم“
له زيارت څخه مراد د شېخ فريد زيارت دی چي په پښين اوسني ښار پوري د دوه ميله پر واټن پروت دی ،ورباندي پراته پيران په نسبي توګه ځانونو ته خليل وايي،د همدغو اوسنيو پيرانو د نيکه سره د انګرېزي پوځونو له لاسه په زيارت کي د فنا اخيستو مهال د فيض محمد غازي مقاومت راغلی دی ،لکه څنګه چي شاعر ورته اشاره کوي :

ويې کړه غزا په بازارګي کي فيضوجان
مړيې کړی پير ډېر مي ارمان دی
د عکس العمل په توګه تر ډېرو کلونو پيرانو د فيض محمدغازي قبر په خپله مځکه کي پرېنښود .

همدې پېښي ته پروفېسر سيال کاکړ داسي اشاره کوي.

”د خلګو د خولې خبره ده چي فيض محمدخان دغه پير هغه وخت مړکړ چي هغه و ده ته د خدای روی وړی وو،نو بالاخره يې د پښتنو دغه سرکښه زوی د پښتنو په وسيله ونيو او په تړلي صورت کي يې مړکړ .

د فيض محمد غازي مبارزه

د فيض محمد غازي انګرېزي ضد مبارزې د پيل اسباب او غبرګون په سيمه کي د استعماري لښکرو مخ نيوی ،پر هيکل زيو د سنګر غونډۍ لخوا دوه يرغلونه او هم د قامي شعور د بيدارۍ څرکونه ښکاري،زورور يا په اصطلاح نازولي کورني خلګ د تشدده ډک رجحانات تازه ساتل د خلګو د مرغوبولو لپاره هر وخت د چابکدستۍ په توګه په کار اچوي ،خلګ هر وخت د استعمار ضد اجتماعي او قامي يوالي له تصوره بېل ساتلو لپاره هره روا او ناروا په خلګو تپي چي همدا ډول خلګ زيات مغلوب وساتي ،همدا سبب دی چي د پښين په روغ تلي دوه تنه د غازي نژدې خپلوان او ارسلاخان کاکړد غازي سره د همکارۍ په جرم په سزا رسيږي همدا ډول ځيني آباد کار هيکل زي و انګرېز ته د غازي په انګرېز دښمنۍ او په خلګو کي د انګرېز په ضد د وسلې وېشلو په دښمني شاهدي تېروي او انګرېز د دې جرم په بدل روغ د يکل زۍ زوړ کلی په لمبو وسوځاوه،چي وروسته هيکل زيو څو وختونه د ملېزۍ سره کلاته ورڅرمه مېني وکړې

د بيلو اسبابو او شخصياتو د مراعاتو او رواياتو له تجزيې داسي څرګنديږي چي د فيض محمد غازي د مبارزې اسباب او علت د قامي شعور بيداري ده،دا د غازي د اجتماعي شعور د بيدارۍ هڅو استعمار ګر او د هغو پلويان قوي هم يې د غازي په ضد کورني نازولي يووالي ته اماده کړل ،ولي چي د استعمار ګرو لپاره د اجتماعي قوميت تصور په مرګ حساب دی،د استعمار له لوري تشدد د خلګو د يووالي سبب ګرځي ولي چي نوآبادياتي نظام د خپل بنسټ له رويه په علاقايت او تفرقه بازۍ تکيه کوي .

استعمار ګر يوازي د قبيلو د وجود احساس نه راسپړي بلکې هغه ته قوت بخښي او هم پکي د نفاق زړي کري ،استعمارګر يوازي د معتبرو قوتونو پلوي کوي او زاړه مراعات يافته کورني نازولي نازوي هم دا ډول”په عملي توګه ځان ته د قامي درجې بڼه غوره کړي چي پکي هر څوک ورټېلوي،مطلب تشدد د علاقايت او قبايليت د خاتمې لپاره هم مهم ګرځېدلای سي،قامي ګوندونه ،رهبران او قبيلوي مشران د خلګو سره هيڅ ډول رښتونې همدردې نلري ولي چي د خلګو يووالی د دوی لپاره د بربادۍ لومړی ګام وي ۱

وسله واله مبارزه د غازي د اجتماعي او قامي شعورد رابيدارولو هڅه ده، خو د اجتماعي شعور د راويښولو په مقابل کي کورني نازولي زښت قوي او فعاله رول لري،له خلګو او د خلګو د هيلو او غوښتنو د غازي په مقابل کي زيات غوړېدلې بريښي ،هم په خلګو کي د تشدد ښه روزونکي او د قبيلوي فکر غوړونکي دي لکه چي د عبرت لپاره د پرنګي قوانينواو خوانينو څخه د سرغړوني د جرم په پاداش کي د غازي د مړي سره وسول،د غازي مړی په تړلي حالت کي په اور سوځول ګويا په دې خاوره او د دې خاوري د ځامنو په ذهنونو کي د تشدد زړي پاشل وو،ولي چي دا غيوره خاوره تل د خپلو اتلانو په وينو خړوبه سوې ده .

د فيض محمدغازي مړی په تړلي حالت د کورنيو نازولو په موجودګي کي اور وسوځول سو،يوازي ښی ورون يې روغ پاته سوچي اوس يې هم په پښين شار پوري د شېخ فريد زيارت په څنډه کي د قبر نخښي ليدل کيږي.

غازي ارسلاخان اتمانخېل

زموږ ملي مبارزين په ستړو او تنګو حالاتو کي توانېدلي دي چي خپل ملي هوډ وپالي اوملي مبارزه ګړندۍ او توده وساتي دا مبارزه (په ځانګړي ډول په سهېلي پښتونخوا کي)که څه هم په شخصي ډول په زياتو سيمو کي ليدلی سو،اساس يې ملي غرور تشکيلوي ،قبلويت له منځه وړي ،د همدې خبري په اثبات کي دا دليل ورکولای سو چي کله غازي ارسلاخان اتمانخېل کاکړ د فيض محمد غازي بدل واخيست ،د دې بدل اساس او بنسټ ملي غرور وو او که نه ؟

دغازي شجاع احمدخيل اودفيض محمدغازي اړيکي دملي مبارزې اوګډي پښتنې روحيې پربنسټ بناوې که نه ؟ نورکه نه وي دالرغونې غاړه به دډېرومتصعفينولپاره څومره زړه چاودونکې وګرځي.

فيض محمدوشجاع دواړو
دانګرېزسرونه راوړو
د دغه انقلابي پښتون له افتخاري کارنامو څخه يوه تاريخي کيسه دا ده چي څه وخت ګيسفورډ له کوټي څخه د کاکړستان و تل چوټيالي ته بدل سو نو ده د پښين د يوه ترين ورور فيض محمد غازي کسات د پرنګيانو د همدغه ستر ملکي منصبدار څخه چي په تل چوټيالۍ کي د پوليټيکل په څېر دنده اجرا کوله د ميني او د ين د تړون په اساس واخيستله ۱

د پښتو ژبي يو بل محترم ليکوال داسي ليکي :

يو روايت دا دی چي کندهار ته د تګ راتګ په دوران کي د غازي ارسلاخان ګڼ شمېر ملاقاتونه د مشهور غازي فيض محمدترين سره سوي وو ،کوم وخت چي فيض محمدترين په دهوکه ګرفتار کړل سو او انګرېزانو د سزا ورکولو په اړه ترې سره غوڅ کړنو د دغه غچ اخيستلو لپاره ارسلاخان لېواله وو،حتی چي کوم وخت يې لاس بر سو نو په زړه پوري غزا يې وکړه ۲

د محلي روايت له مخي د فيض محمد غازي مړی په تړلي حالت کي په اور وسوځول سو او يو ښی ورون يې روغ رمټ پاته سو،د فيض محمد غازي سوځېدلی جسد يې په ډېره بې رحمانه توګه په سيمه په بګۍ کي په ټوله سيمه وګرځاوه او اعلان يې وکړ چي په راتلونکي کي که چاد انګرېز سرکار په ضد د بغاوت هڅه وکړه نو انجام به يې د فيض محمد غازي په څېر وي ،د ملي مجاهد او غازي ارسلاخان اتمانخېل کاکړ په باب د انګرېزي عدالت د پريکړي دا برخه ولولی :

”پرقيدي ارسلاخان ولد بازی قوم اتمانخېل باندي د ايکټ ۲۳ ۱۸٦۷ م د ۲ دفعې لاندي دا الزام لګول سوی دی چي نوموړي د ۱۸۹۸ م کال د مارچ د مياشتي پر څوارلسمه شپه باندي په سملن کي جي،ګيسفورډ قتل کړی وو،ملزم په خپله هم د دې جرم اقرار کړی دی،دی د دغه جرم کولو څخه څو دقيقې پس په سرو لاسونو ګرفتار کړل سو ،د ده په جرم کي هيڅ شک نسته اود ۲۳ ايکټ مجريه ۱۸٦۷ م د ۲ دفعې لاندي هغه يو انتهاپسند او خطرناک مجرم دی چي د هيڅ ډول تحفظ څخه نسي برخمن کېدلای،هغه پخپله بيان ورکوي چي ماد غزا په ډول د دغه فعل ارتکاب وکړ ،ځکه زه حکم ورکوم چي د مجرم په غاړه کي دي د دار پړی واچول سي او تر هغه وخته دي په دار ټال وي چي ترڅو يې ساه نه وي ختلې ،د ده مړی دي په اور وسوځول سي او له دې ځای څخه لري دي ورک سي،مزيد حکم ورکول کيږي چي د مجرم ټول جايداد دي بحق سرکار ضبط کړل سي .

دستخط

کيپټن ايچ،ايل،شاورز
ږوب بمقام سمالن ۱۸۹۸ م۱۵۰۳ ق ۳

پايڅوړ

داسي واقيعتونه او شواهد نن هم موجود دي چي که پرون د غازي سره د ملګرتيا او مرستي پر اساس د خلګو کلي او کورونه سوځول کېدل خونن هم د غازي قبر ودانول يايې داستان راسپړل د ځان وژني عمل انګېرل کيږي ،کورني نازولي ،خپل لاسي معتبرين او شيطاني قوتونه د تاريخي پلټنو او حقايقو رابرسېره کولو له ډاره د غازي قبر په مځکه منډي ،خو قبر ورځ تر بلي رابرسېره کيږي ،هم تازه کيږي،همدا نوښت به د ډېرو نازولو عوضانه جاګيرونه او مراعاتونه د خاورو سره خاوري کړي ولي چي ”د پردې غوړولو هڅي په پای کي مطلق ناممکن ګرځي“دا ځکه چي کله د کومي پيښي په اړه د خلګو په شعور کي زياتوالی راځي نوبغاوت د خپلو عقلي بنسټونو ثبوت وړاندي کوي او په دې ډول د خپل پوخوالي څرګندونه کوي.

تر اوسمهاله ډېر ناسپړلي واقيعتونه سته چي زموږ د وياړلي تاريخ تش ځايونه تر يوې اندازې په ډکېدلای سي ،خو راسپړل يې په اصطلاح د مار پښه غوڅول يا دخپلي برخي قرباني ورکول دي او ياخو يې د پرديو ماخذونو په رڼاکي يو ډول افسانوي ازانګې د ځوږ پيلامه وګرځي ،پای څرګند په ناڅرګند واوړي،اصل لوری هم له لوستونکو او هم د مستندو څېړونکو څخه وډر پاته سي ،د ټريولين په اند”د مورخ دا مسوليت وي چي د ساينسي ثبوتونو پربنسټ حقايق راوسپړي ،په تخيلاتي بنسټونو يې تفسير وکړي او بيا يې واقعات په ادبي بنسټونو وتراشي“د فيض محمدغازي په باب چي څه مهال د پښتو ادبياتو د تاريخ پاڼي پلټو نو يوازنی باوري سند د ملانېک محمداخند سندره او د ميوند په غزا کي د هغه عملي ګډون د غازي سره د شاعر فکري او جذباتي تړون يوه اندازه دا ثابتوي چي غازي د قامي شعور د رابيدارولو د لاري مبارز وو .

د فيض محمد غازي دوره له هره پلوه د ملي پاڅونونو او غورځنګونو دوره ګڼلای سو،د پښتو ادب د دې اسنادو په تکيه سره غوټه ده چي غازي د ملي مفکورې لرلو څښتن وو او د پښتنو ملي مبارزينو په څېر په ګوريلايي بڼه يې په شخصي توګه د پښتنو پر دښمنانو څو،څو يرغلونه کړي دي .

”د افغانستان د قوم پرستي طبقې دا دستور وو چي هغوی به د پرنګيانو د تنګولو او له هغوی سره د جګړې کولو يو موقع هم له لاسه نه ايستله او هېشه به يې له هغوی سره د ګوريلا په بڼه جنګي مقابلې کولې۱

د پښتو ادب هغه برخه چي د ادبياتو تارخ سرچينه ځيني اخلي د مزاحمتي ادب په چوکاټ کي راځي ،همدا د پښتو مزاحمتي (مقاومتي ) ادب کمال دی چي د تاريخ مهمه ونډه د خلګو په سينو کي خوندي ساتي،د تاريخ جبر او د تاريخ ديکتاتورۍ ژولي واقعات او شخصيات د خلګو په زړو هم په ذهنو کي د تل لپاره ژوندي او خوندي ساتي ولي چي د مزاحمتي ادب هدف هم په ټولنه کي مساوات،په خلګو کي شعور زېږول او د يوه راڼه سباوون لپاره د هيلو زړي کرل وي،په داسي حال کي به بې له مزاحمته بل څه په کاروي چي يو فاتح پوځ په بل مفتوح هيواد کي يوځل دننه سي نو د مفتوح هيواد ټول سړي ،زاړه ،ځوانان،ښځي او بچي د هغوی کورونه،څاروي ،مال،متاع د هغوی عزت،ننګ او ابرو د يرغلګرپوځ په رحم باندي سي ۲

د پښتنو روغ تاريخ له داسي واقعاتو ډک پروت دی چي پښتانه د هريرغلګر لښکر په وړاندي په کلکه مزاحمت کړی دی،همدايې اجتماعي مزاحمت وو چي د هيکل زيو پر غونډيو يې جنرل انګلينډ د لوی بربادۍ سره مخ کړ او جنرل ناټ په کندهار کي د مرګ په چيغو اخته پاته سو ،دا د پرنګيانو شخصي غچ نه و چي په دويم ځل راتګ سره يې د ملي مجاهدينو په لټون کي د هيکل زيو په کورونو اور پوري کړ دا د هغو ی د قام او د وطن غوښتنه وه .

د نوموړي مورخ قاضي عطاالله خان په اند”د يورپ په اخلاقو اوسياست کي دروغ ويل ،خلګو ته دوکه ورکول او په هغوی باندي زور زياتی او بې انصافي کول هيڅ ګناه نه ده،۳

په مجموعي توګه موږ د غلامۍ او حاکميت په رنځ اخته خلګ يو،لوږي،غربت ،ناروغۍ او وهم ژولي خلګ يو ،داځکه په هرترتيب هروخت د استعمار ګرانو د لاس اله ګرځو اودذهني استبدادګروپه ژرنده دل کيږو ،د ژوند د اسايشونو ناخبره ،د علم له رڼابې برخي ،په تيارو کي سترګور ړانده ساتل کيږو.

له دليل ا ومنطق پرته د توپک د شپېلۍ سره مو ژوند دی،نو نسو کولای چي زموږ ليکني دي په هر اړخيزه توګه بشپړه او بې طرفه پاته سي ځکه چي ماخذونه موټول د پرديو راته پاته دي،خپلو څه رانکړل که يې راکړل(داخبره د سهېلي پښتونخوا په ځانګړي ډول د پښين په حواله کوم)نوهغه د تضاداتو مجموعې دي .

اخځليکونه
۱ .دميړني اولس ادبيات ۱۵
۲ .ايډمسټريشن رپورټ ۱۸۹۵ ء
۳ .پښتواوپښتانه په سېهلي پښتونخواکي سيال کاکړ ۴۰٦-۴۹۵
۴ .دپښتنوتاريخ قاضي صاحب ۷۹۱
۵ .تاريخ بلوچستان هتورام ۵۴۷
٦ .دپښتنوتاريخ ۷۹۵
۷ .همدااثر ۸۱۴
۸ .پښتواوپښتانه په سېهلي پښتونخواکي ۴۵۷

۹-۱ .دکسې ګلان حافظ خان محمد ۲۲۱-۲۲۵ ۲ .طلب مذهب قاضي عبدالسلام بابا دويم چاپ ۴۳۵
۱۰- ۱ .پښتواوپښتانه په سهېلي پښتونخواکي سيال کاکړ۴۵٦-۴۷۵

۱۱ .دپښتنوتاريخ قاضي عطاالله ۹۵۳
‍۱۲ .همدااثر ۸٦۲
۱۳ .همدااثر

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!