منډيګک
افغان تاريخ

د عبدالرحیم هاتف لنډه پېژندنه

مطیع الله ذهین

هاتف
0 561

د اولسونو په منځ کي کله ـ کله داسي ککرۍ او هستۍ پیدا کیږي، چي د خدای ج ور کړي استعداد او ځیراکت په سبب د خپل اولس د ژوند پر علمي، تربیوي، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او نورو اړخونو خورا ژور او مؤثر اغېز وکړي او د هماغه اولس بل لا د نورو اولسونو له پاره هم د دې وړ ګرځي، چي هم ئې د ژوند په لوړو ـ ژورو ځان پوهـ او خبر کړي او هم ئې له ژوند او تجربو څخه زده کړه وکړي.

افغاني ټولنه هم له دې سره چي د تاریخ په اوږدو کي له ګڼو نظامي او فرهنګي یرغلونو سره مخ سوې ده، هیواد ئې اشغال سوی دئ، مادي او معنوي درانه زیانونه ور ته رسېدلي دي او له پرمختګ او له سیالانو سره له سیالۍ څخه لوېدلې ده؛ خو بیا هم په دې ټولنه کي په علمي، تربیوي، ټولنیز، سیاسي، ملي او نورو اړخونو کي خورا مغزن استعدادونه پیدا سوي او روزل سوي دي. په افغاني ټولنه کي داسي لوی شخصیتونه پیدا سوي او روزل سوي دي، چي ازانګې ئې تر خپلي جغرافیې ور ها خوا ته د نړۍ تر نورو ملتونو او اولسونو پوري هم رسېدلي او حتی نور اولسونو ئې هم له علمیت او پوهي څخه مستفید سوي دي.

مولوی محمد ویس کاکړ د مرحوم عبدالرحیم هاتف پلار

د زموږ د هیواد د خپل وخت د لویو مطرحو علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو څخه یو هم عبدالرحیم هاتف وو، چي اوږده موده او ډېر کلونو د هیواد په سیاسي ـ ټولنیز ډګر کي دخیل او مطرح شخصیت وو. د دغه شخصیت پر ژوند او پېژندنه به زه د خپلي پوهي او امکاناتو په محدوده کي لنډ څه ولیکم.

د هاتف صاحب کورنۍ:

هاتف صاحب په خټه مندوخېل کاکړ دئ. د مولوي محمد ویس کاکړ زوئ، د حاجي محمد نور لمسی، د دین محمد کړوسی او د فقیر محمد کوسی دئ.

کله چي د هاتف صاحب د پلار نیکه دین محمد د ږوب په تکۍ کي د ۱۳۰۰هـ ق کال  په حدودو کي وفات سو؛ نو د دغه دین محمد دوه کوچني زامن (محمد نور او الله نور) او کونډه ئې له ږوب څخه مخ پر کندهار راغلل، لومړۍ استوګنه ئې د کندهار د ارغنداو په سرده کلي کي ول او بیا دغه کوچنۍ کورنۍ د اوسېدو له پاره کندهار ښار ته راغلله.

د هاتف صاحب مور د کندهار د معاصر او خوږ ژبي اجتماعي شاعر رحمت الله بابا لور او د خپل وخت د ښه او دېوان لرونکي مشهور شاعر عبدالله محزون پوپلزي(۱) لمسۍ وه(۲).

زوکړه ئې:

هاتف صاحب په ۱۳۰۵ هـ ش کال د سرطان په میاشت کي، چي له ۱۹۲۶ م کال سره برابریږي، د کندهار  ښار په اوسنۍ دوهمه ناحیه کي پیدا سوی دئ(۳).

د هاتف صاحب زده کړي:

د هاتف صاحب د زده کړو دوره د هغه د عمر پر شپږ کلنۍله مکتب تجار(۴) څخه، چي په کندهار کي لومړنی ښوونځی وو، پیلیږي، هغه د شالمار او احمدشاه بابا له لېسې، چي په هغه وخت کي متوسطه وه، فارغ سو.

کله چي په کندهار کي له لومړیو او متوسطه زده کړو څخه فارغ سو؛ نو مخ پر کابل ولاړئ او هورې ئې حبیبه لیسه تر ۱۲ صنف پوري وویله. له لیسې څخه چي فارغ سو په هماغه کال په کابل پوهنتون کي د لوی استاد پوهاند علامه حبیبي په هڅو د پښتو ادبیاتو پوهنځی افتتاح سو او په  ۱۳۲۷هـ ش(۵) / ۱۹۲۶ م کال کي مرحوم هاتف صاحب له خپلو دوو نورو همصنفیانو (عتیق الله پژواک او عبدالاحد یاري) سره د همدې پوهنځی څخه فارغ سو، چي دوی ئې لومړي فارغان ول(۶).

په ولاړو کسانو کي له ښی خوا څخه دوهم نفر عبدالرحیم هاتف او په ناستو کسانو کي له ښی خوا نفر محمد اعظم ايازي دریم نفر عبدالحی حبیبی شپږم نفر عبدالروف بینوا او اتم نفر پاینده محمد زهیر ښکاري.

د ژبو سره بلدتیا:

هاتف صاحب د پراخي او ژوري مطالعې او ښه تحلیل پرڅنګ په شپږو ژبو لکه: پښتو، فارسي (دري)، عربي، اُردو، انګریزي او هالنډي پوهېدئ او په هغو کي ئې مطالعه او لیکنه هم کولای سوای(۷).

د هاتف صاحب دندې:

هاتف صاحب د خپل ژوند په اوږدو کي د شخصي مسؤلېتونو پر څنګ پر ګڼو رسمي دندو هم کار کړی دئ، چي په لنډ ډول به یادونه ور څخه وکړو:

د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته د هاتف صاحب لومړۍ رسمي وظیفه په کندهار کي د حاجي میرویس خان نیکه لیسې له مرستیال مدیر (معاونیت) څخه، چي هغه وخت ئې مدیر نه درلود، پیل سوله او تقریباً دوه کاله پر دغه دنده پاته سو. تر دې وروسته، چي هاتف صاحب ئې په خپله بیوګرافي کي علت او تفصیل لیکلی، د احمدشاه بابا په لیسه په کښته رتبه کي د استاد په حیث مقرر سو.

د ۱۳۳۱هـ ش کال د ثور په میاشت کي د کابل دارالمعلمین ته تبدیل کړل سو، په ۱۳۳۲ هـ ش کال د پوهني وزارت په موافقه د هلمند او ارغنداو د ناوو د انکشاف ریاست ته د تبلیغاتو او نشراتو د مدیر په صفت ور تبدیل کړل سو او هورې ئې تر اته میاشتي کار او وظیفې اجرا کولو وروسته د خپلو شخصي معاذیرو او مشکلاتو په سبب استعفا ور کړه او په خپلو شخصي او تجارتي کارونو مصروف سو(۸).

هاتف صاحب د رسمي او دولتي دندو تر ترک او پرېښوولو وروسته د خپلو شخصي او تجارتي مصروفیتونو په جریان کي د کندهار د سوداګرۍ خوني (اطاق تجارت) د مدیره هیئت غړی او یوه دوره (په ۱۳۴۰ هـ ش کي) د همدې خوني مرستیال هم ټاکل سوی، چي دغه مسؤلیت ئې د ۱۳۴۰ هـ ش کال تر پایه پوري دوام کړی دئ.

ښاغلي هاتف صاحب په ۱۳۴۳ هـ ش کال کي د هیواد په اساسي قانون کي تر تغیر وروسته او د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د دیموکراسۍ په دوره کي په اولسي جرګه کي د کندهار د خلګو د منتخب استازي په حیث هم وظیفه اجرا کړې ده. د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله په واکمنیو کي په ملي جبهه کي د مرکزي شورا غړی، ورپسې د دغي جبهې د اجرائیه هیئت غړی او بالآخره د جبهې رئیس، د هیواد د اساسي قانون د مسودې له پاره د کمیسون رئیس، دوه واره د لوی جرګې رئیس، په اساسي قانون کي د تعدیلاتو د مطالعې او وړاندیز د کمیسون رئیس او د جمهوري ریاست  مرستیال دندې ئې تر سره کړي دي(۹).

هاتف صاحب پر پورتنیو رسمي دندو سربېره ډېر وخت شخصي تجارت هم کړی دئ، چي په هیواد کي دننه او تر هیواد دباندي د یوه ملي تجار په صفت پېژندل سوی دئ.

عبدالرحیم هاتف

د هاتف صاحب اثار او لیکني:

که څه هم د ژوند ښه ډېره برخه ئې په تجارتي، اداري او بیا په سیاسي او ملي مسائلو کي تېره سوې ده؛ ولي د دې سره ـ سره ئې لیکني، څېړني او ژباړي هم پریېښي نه دي. د هغه ځیني اثار په دې ډول دي:

۱. د حمید ماشوخېل احوال او اشعار: دا د هاتف صاحب په قلم لیکل سوی څېړنیز او تحقیقي اثر دئ.

۲. ابن سینا بین الدین و الفلسفه: دا له عربي څخه و فارسي ته د هاتف صاحب ژباړه سوی اثر دئ.

۳. تنقید شعر العجم:  دا له اُردو څخه و فارسي ته ژباړه ده.

۴. د روزني د نفسیاتو اساس: دا کتاب له انګلیسي څخه و پښتو ته ژباړل سوی دئ(۱۰)(۱۱).

۵. د قرآن کریم مشکل لغاتونه: د دغه اثر په اړه هاتف صاحب و حاجي عبدالظاهر څرک ته د خپل ۲۳/ ۹/ ۱۹۹۸مېلادي نېټې د لیک په یوه برخه کي لیکي: “اوس مي د قرآن مجید د ځینو مشکلو او کثیر المعاني کلماتو ترجمه او توضیح تر لاس لاندي ده او تر یو ځایه هم رسېدلې ده.”(۱۲)

د دغه لیک له لیکني څخه د هاتف صاحب تر وفات (۲۰۱۳ م کال) پوري تقریباً ۱۵ کلونه تېر سوي دي، چي ممکن په دې اوږده موده کي به هاتف صاحب د قرآن کریم د سختو او کثیر المعاني کلمو پر لیکنه، څېړنه او تحلیل باندي ښه ډېر کار کړی وي؛ خو د بشپړېدو او د لیکني د طرز په اړه ئې معلومات راته ونه سوله.

۶. مروری بر وضع سیاسی آسیای میانه: دا کتاب په انګرېزي د عبدالغني پنچاپي د لیکل سوي اثر A review of the political situation in central Asia د ځینو برخو دري (پاړسو) ژباړه ده، چي ژباړه ئې هاتف صاحب تر سره کړې ده او په ۱۳۹۲هـ ش (۲۰۱۳م) کال په کندهار کي د “د ۴۰ کالو له تاریخي پېښو څخه زده کړه”  څېړنغونډي په ویاړ د علامه رشاد اکاډیمۍ له خوا چاپ سوی دئ.

دا ژباړه یوازي د هغه د اصل د ځینو برخو کټ مټ دري ژباړه نه ده بل لا ژباړن ئې په ځینو ځایونو کي د کتاب د مؤلف ځیني تېروتني او نیمګړتیاوي هم په ښه مستنده او موثقه توګه تصحیح او توضیح کړي دي.(۱۳)

۷. د عبدالرحیم هاتف لیکونه: دا د بېلا بیلو تاریخي، سیاسي او ټولنیزو مسائلو په اړوند د هغو شلو لیکونو مجموعه ده، چي هاتف صاحب و حاجي عبدالظاهر څرک ته د هغه د پوښتونو په جواب کي لیکلي دي. دغه لیکونه لومړی په کندهار مجله کي په قسط واره شکل چاپ سوي دي او بیا دغه لیکونه د یوې ټولګي په بڼه په ۱۳۹۶هـ ش کال د (علامه رشاد خپرندویه ټولنه ــ کندهار) له خوا چاپ سوي دي.

۸. د عبدالرحیم هاتف ژوند لیک: دغه کوچڼوټې رساله چي د هاتف صاحب بیوګرافي ده، هغه په خپله په دري (فارسي) لیکلې او د (اوتوبیوګرافی مترجم) تر سرلیک لاندي د هغه له بل ژباړل سوي کتاب (مروری بر وضع سیاسی آسیای میانه) سره مله چاپ سوې ده.

د هاتف صاحب دغه ذکر سوې اټوبیوګرافي ښاغلي حاجي عبدالظاهر څرک له دري څخه و پښتو ته ژباړلې او د (عبدالرحیم هاتف ژوند لیک) په نامه په ۱۳۹۸ هـ ش کال کي د (عرفان خپرندویه ټولنه ـ کندهار) له خوا چاپ سوې ده.

۹. د دغو مستقلو چاپو  سوو او ناچاپو لیکنو او ژباړو پر څنګ د هیواد په بېلا بېلو خپرونو کي ئې هم شعرونه، لیکني او مقالې نشر سوي دي.

د هاتف صاحب وفات:

هاتف صاحب د ۱۳۹۲ هـ لمریز کال د زمري د میاشتي پر ۲۸ مه (۱۹/ اګست/ ۲۰۱۳ م ) د ۸۶ کالو په عمر په هالینډ کي وفات سو او هورې خاورو ته وسپارل سو.

د هاتف صاحب په اړه د پوهانو نظرونه:

استاد هاتف د هیواد په سطحه له خورا لویو علمي او اجتماعي مطرحو شخصیتونو څخه وو، چي د علمي، ادبي، سیاسي، ټولنیز او د ژوند د نورو اړخونو په اړوند ئې زموږ ښه ډېرو پوهانو د ستایني او توصف الفاظ او جملې کارولي دي، چي د خپلي دغي ادعا د اثبات له پاره به له دغو پوهانو څخه د ځینو هغو نظرونه دلته را نقل وم.

۱. فاضل استاد عبدالرؤف بېنوا په خپل اوڅار اثر (اوسني لیکوال) کي هاتف صاحب په خبرو کي د پاخه منطق او استدلال خاوند بللی دئ او هغه ئې مفکر لیکوال یاد کړی دئ؛ خو پر دې بیا افسوس کوي چي کاش هاتف صاحب د لیکنو او څېړنو خوا پریېښې نه وای. استاد بېنوا لیکي: “ښاغلی عبدالرحیم هاتف د پښتو  پوه، متین او مفکر لیکوال دئ، چي که یې له څه مودې راهیسي د لیکوالۍ څخه زړه سوړ سوی نه وای یقیناً به یې د پښتو ژبي له پاره د ستایني وړ قلمي خدمتونه کړي وای، خو اوس هم د ده د لیکوالۍ استعداد او پخوانۍ لیکني د یادولو او ستایلو وړ دي.”(۱۴)

۲. ډاکټر عبدالرازق پالوال و محمد انور نومیالي، صوفي ولي محمد، لعل محمد کاکړ، فیض محمد انګار او هاتف صاحب ته د قدر او درنښت په سترګه ګوري او دوی هغه څوک بولي، چي د چا سترګه په ډکېدله.  او ډاکټر پالوال پر دې افسوس کوي، چي د دې کسانو نوم لا هم چا چیري اخیستی نه دئ.(۱۵)

۳. استاد محمد معصوم هوتک لیکي: “هاتف مرحوم د لیکني خاص سبک درلود او د استدلال پیاوړې قوه ئې هم ور سره مله وه، علمي تبحر او پراخه مطالعه ئې هر هغه چا ته ښه معلومه وه چي له ده سره به محشور او د ده له لیکنو سره به بلد وو.”(۱۶)

۴. عبدالباري جهاني د هاتف صاحب په اړه لیکي: “زه په پوره جرئت سره ویلای سم چي مرحوم عبدالرحیم هاتف په هغو کسانو کي وو چي د سل دي ومره یو دي مه مره متل ئې په حق کي صدق کوي. او دا متل د هر چا له پاره نه راځي. (۱۷)

۵. انجینر شېرشاه رشاد هاتف صاحب د هیواد د وروستیو ۵۰ کلونو په سیاسي ـ ټولنیز ډګر کي دخیل او مطرح شخصیت بللی دئ او د عبدالغني پنجابي د لیکل سوي کتاب (مروری بر وضع سیاسی آسیای میانه) په ژباړه کي د هاتف صاحب په قلم د هغې د لیکوال او مؤلف د تېروتنو او نیمکړتیاوو سوې تصحیح او توضیح ئې، مستنده او موثوقه بللې ده.(۱۸)

۶. استاد احمد صمیم د هاتف صاحب د شخصي او اجتماعي ژوند د لیکلو او څېړلو په یوه برخه لیکي: “هاتف صاحب په تقریر او تحریر کي محلي وراشې کارولې. تجارتي دفتر ئې ټوله په پښتو وو. ژوند ئې ټوله پر یوه منظم تقسیم الاوقات باندي عیار وو.”

استاد صمیم وروسته لیکي: “خبري ئې ډېري سوکه، منطقي او استدلالي وې او مخاطب ته به ئې په ډېرو واضحو الفاظو قناعت ور کاوه او د مخاطب سر به ئې ښه ور خلاصاوه. خبري به ئې ډېري لږ کولې او ډېر څه ئې اورېدل او د مجلس ډېر ښه روانشناس وو.”(۱۹)

۷. استاد مطیع الله روهیال د هاتف صاحب د لیکني سبک او ډول خاص سبک او ډول بللی دئ او په اړه ئې لیکي: “مرحوم هاتف د لیکني خاص ډول درلود، عبارات ئې لنډ خو جامع لیکل، اولسي اصطلاحات او عامیانه محاورې ئې په پېخر پکښي کارولې، تر ټولو د خوند خبره خو لا دا وه چي خورا باریک او خوندور ظرافتونه ئې په خاص سبک او لهجه وړاندي کول. خپلو خبرو او تحلیلونو ته ئې علمي او پر اصولو برابر دلایل درلودل چي هیڅ اورېدونکی ئې له تاثیره ځان نه سي ایستلای، حتمي خبره ده چي د دغسي لوی او تکړه لیکوال د قلم زور به لوستونکي اغېزمنوي.”(۲۰)

۸. حاجي عبدالظاهر څرک د هاتف صاحب د شخصیت په اړه لیکي: “دی یو رښتنی، صادق، پاک نفسه او د هیواد خدمتګار وو. دی د داسي خواصو خوند وو چي په اوس وحت کي ئې ساری نه لیدل کیږي. ده به ټول عمر رښتیا ویل او د دروغو څخه به ئې بد وړل.

امانت کاره، مخلص او عاجزه انسان وو. دی پوخ لیکوال او ښه شاعر وو. پر علمي ډګر سربېره د تجارت په ډګر کي هم لوی پهلوان وو. د ده تجارت خانه د کندهار ښار د احمد علي اخندزاده په سرای کي وه. د کندهار ډېرو تجارانو به د ده څخه د تجارت په باب زیاتي مشورې غوښتې.”(۲۱)

د هاتف صاحب پر افکارو، علمي، سیاسي، ټولنیز او ملي شخصیت، لیکنو، څېړنو او ژباړو او د ژوند پر نورو اړخونو او ابعادو باندي ښه ډېري خبري کېدای سي، چي تر یوه بل فرصت پوري د اوس له پاره زما خبري دغونده وې.

لمنلیکونه او مأخذونه:

۱. د عبدالله محزون پوپلزي دېوان د استاد محمد معصوم هوتک په سریزه او لمن لیکونو سره او د مطیع الله روهیال په نقل، تصحیح او لغتنامه سره په ۱۳۹۲ هـ ش (۲۰۱۳ع) کال کي د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست له خوا  په ښه صحافت پر سپین کاغذ په ۱۵۶ مخونو کي خپور سوی دئ.

۲. وګورئ: اوسني لیکوال،  بشپړ متن ۱۱۷۵ مخ او د عبدالرحیم هاتف ژوند لیک ۶ـ ۸ مخونه.

۳. وګورئ: اوسني لیکوال،  بشپړ متن ۱۱۷۵ مخ او د عبدالرحیم هاتف لیکونه، ۱۶م مخ.

۴. مکتب تجار په کندهار کي لومړی ښوونځی ده، چي د تجارانو په مرستو او اعانو چلېدله. وروسته دغه ښوونځی د شالمار (شالیمار) او بیا د مشرقي په نومونو سره و نومول سو او مشرقي لیسه اوس هم په کندهار ښار کي له فعالو او لویو لیسو څخه یوه ده.

۵. دغه کال ئې په اوسني لیکوال، بشپړ متن، ۱۱۷۵ مخ کي ۱۳۲۸ راوړی دئ؛ خو د عبدالرحیم هاتف ژوند لیک، ۲۴ مخ کي چي خپله هاتف صاحب لیکلی ۱۳۲۷ راوړل سوی دئ.

۶. وګورئ: اوسني لیکوال،  بشپړ متن ۱۱۷۵ مخ او د عبدالرحیم هاتف لیکونه، ۲۴م مخ.

۷. وګورئ: کندهار مجله، د ۱۳۹۲هـ ش کال څلرمه ګڼه (مېزان ـ عقرب) ۱۳م مخ.

۸. وګورئ: اوسني لیکوال،  بشپړ متن ۱۱۷۵ مخ او د عبدالرحیم هاتف ژوند لیک ۳۰ـ ۳۱ مخونه.

۹. د هاتف صاحب د اجرا سوو مسؤلېتونو او وظایفو دغه برخه تر ډېره د هغه په خپل قلم د لیکل سوي ژوند لیک د بېلا بیلو مخونو څخه په اقتباس کولو سره لیکل سوې ده.

۱۰. وګورئ: اوسني لیکوال،  بشپړ متن ۱۱۷۶ مخ.

۱۱. د هاتف صاحب د دغو اثارو د موضوع او محتوا، د لیکني د سبک او ډول، چاپ او نورو ځانګړتیاوو  په اړه ما ته نور معلومات ونه سوله.

۱۲. وګورئ: د عبدالرحیم هاتف لیکونه، ۸۱ مخ.

۱۳. وګورئ: پر (مروری بر وضع سیاسی آسیای میانه) باندي د شېرشاه رشاد لیکنه، ۷م مخ.

۱۴. وګورئ: اوسني لیکوال، بشپړ متن ۱۱۷۴مخ.

۱۵. وګورئ: کندهار مجله، د ۱۳۹۲هـ ش کال څلرمه ګڼه (مېزان ـ عقرب) ۷م مخ.

۱۶. وګورئ: د عبدالرحیم هاتف لیکونه، ۱۳م مخ.

۱۷. وګورئ: کندهار مجله، د ۱۳۹۲هـ ش کال څلرمه ګڼه (مېزان ـ عقرب) ۱۵م مخ.

۱۸. وګورئ: پر (مروری بر وضع سیاسی آسیای میانه) باندي د شېرشاه رشاد لیکنه، ۶ ـ ۷ مخونه.

۱۹. وګورئ: کندهار مجله، د ۱۳۹۲هـ ش کال څلرمه ګڼه (مېزان ـ عقرب) ۱۷م مخ.

۲۰. وګورئ: د عبدالرحیم هاتف لیکونه، د خپرندوی یادښت، ۵ ـ ۶ مخونه.

۲۱. وګورئ: کندهار مجله، د ۱۳۹۲هـ ش کال څلرمه ګڼه (مېزان ـ عقرب) ۲۰ مخ.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!