منډيګک
افغان تاريخ

د غازي امان الله خان د اورگاډي پروژې ته يوه کتنه

ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 231

(د منځنيو پيړيو څخه د ټولنې د راويستلو د پلانونو يوه بيلگه)

سريزه

دامير حبيب الله خان تر وژل کيدو وروسته پر نايب السلطنه سردار نصرالله خان د عين الدوله امان الله خان برياليتوب، په حقيقت کې پر عنعنوي محافظه کارو باندې د ملت پالو اصلاح غوښتونکو برې ؤ.   څرنگه چې د يوه نوي سياسي نظام جوړيدل د مشروطه غوښتنې د غورځنگ يو هدف ؤ، او دغه غورځنگ واک ته د امان الله خان په رسولو کې هم ونډه درلوده، نو ددغه ولسي او ملي پاچا په کاري لومړيتوبونو کې ددغه نوي نظام په سترو موخو کې په لومړي قدم کې د ملي يووالي تامين او تر هغې وروسته د هيواد پرمختگ او ترقي وه .

غازي امان الله خان د يوه خپلواکه مرکزي دولت د جوړيدو، او د قانونيت او مشروعيت موضوعاتو ته د زياتې پاملرنې په څنگ کې هڅه وکړه چې د پرمختيائي او اصلاحی پلانونو په پلي کولو سره افغانستان په يوه پرمختللي، عصري، ناپيلي، او پر ځان متکي هيواد باندې بدل کړي .

د اوبو رسولو د سيستم دکار پيل، د کانونو د سروې او ويستلو قراردادونه، د ډبرو د سکرو او رخام د کانونو څخه گټه اخيستل، او د اور د دبليو، سمنت جوړولو، څرمنې جوړولو، باروت جوړولو، موټرو د ترميم، صابون جوړولو، تار جوړولو، د سپڼسينو او وړينو ټوکرو د جوړولو،کنگل جوړولو، غوړو ويستلو، او وسلې جوړولو په شان د گڼ شمير توليدي او صنعتي فابريکو د جوړولو او په کار اچولو په څنگ کې، د کابل، پغمان، قندهار، او جلال آباد په ښارونو کې د بريښنا د توليد د سټيشنونو تاسيس او د تڼۍ جوړولو، قند جوړولو، د شيدو د محصولاتو د جوړولو او ميوو د ساتلو د ماشينونو د واردولو او پکار اچولو، د لومړني پوستي ټکټ د چاپولو او کارولو، د غازي او غزنی د سراج د بندونو د کار سرته رسول، د افغانستان د انقلابي مشر غازي امان الله خان په اقتصادي لاسته راوړنو کې شامل دي، چې ستره هيله يې په افغانستان کې اساسي او بنيادي بدلون راوستل وو.

د اماني دورې د اورگاډي پروژه

افغانستان سره لدې چې په وچه کې راتاو دئ، د يوه حساسه جغرافيوي – سياسي موقعيت په درلودو سره، د تاريخ په اوږدو کې د ختيځو او لويديځو مدنيتونو د يوځاې کيدو مناسبه زمينه برابره کړې، او څرنگه چې د وريښمو د تاريخي سترې او مهمې لارې په تقاطع کې، يعنې هغه لويه لاره چې ختيځه ايشيا يې د لويديځې ايشيا، او د هند سمندر يې د منځنۍ ايشيا سره نښلولو، پروت وو، د هند د نيمې وچې، منځني ختيځ، مرکزي آسيااو اروپا ترمنځ سوداگرۍ کې يې ستره برخه درلودلې وه. خو زمونږ هيواد د استقلال تر گټلو وروسته د ترانسپورت په چارو کې د سترو ستونزو سره مخامخ وو. نه يې سيندونه د بيړيو د تگ راتگ وړ وو، نه يې د اورگاډو پټلۍ درلودې، نه د هوايي ليکو او الوتکوخاوند وو، لارې يې هم د غريزو سيمو څخه تيريدې او د ترانسپورت ستره وسيله يې هم قچرې او اوښان وو.

د افغانستان اورگاډي:

#تاريخ_د_انځور_په_ژبه:? د افغانستان اورگاډي:په افغانستان کي د اورگاډي لومړنۍ پټلۍ د خپلواکۍ د گټلو وروسته، لومړنيو کلونو کي جوړه سوه. د ۱۹۲۰ع لسيزې په سر کي امان الله خان د جرمنی په کاسيل ( Kassel) کي د هينشيل ( Henschel) د کمپنۍ څخه د اورگاډو دري کوچني بخاری ماشينونه واخيستل او د کابل د ښار د دهمزنگ د ماشينخانې او پغمان د نوي ښارگوټي تر منځ اوه (۷) کيلومتره لاره کي په کار واچول. دارالامان د امان الله خان د پاچاهۍ په دوران کي د افغانستان نوې اداري پايتخت وو، چي د ۱۹۲۰ع په لومړيو وختو کي جوړ سو، او يو شمېر حکومتی دفترونه، او د شورا او ښاروالۍ يوه ستره تاريخي ودانۍ پکښي شامله وهدغه اورګاډې د توپکيانو پر وخت په کباړ کي وپلورل سوه.? ويډيو ترتيب: ډاکټر عبدالرحمن زماني◀️د نورو ويډيوګانو د پاره زموږ يوټيوب: https://bit.ly/33Ba4Fl

Geplaatst door ‎پښتو Mundigak‎ op Vrijdag 2 augustus 2019

څرنگه چې غازي امان الله خان د هيواد په اقتصادي ژوندانه کې د ترانزيت او ترانسپورت په مهم رول پوهيدو، نو ځکه يې د ترانسپورت د سکټور پراختيا ته خاصه توجه وکړه، د تليفون او تلگراف پراختيا، د نوو لويو لارو جوړول او د پخوانيو سړکونو ودانول، د يو شمير پلونو جوړول، د لومړني ملکي هوايي چلند د پروگرام پرانيستل، د پوستي خدمتونو اصلاح، د کابل او سترو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينگول او د کابل او باندنيو هيوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کې ځاې ورکړ. او ددغه لومړنيو پروژو په ترڅ کې يوه هم د هيواد داورگاډي د پټليو جوړول وو.

په افغانستان کې کې د اورگاډي لومړنۍ پټلۍ د خپلواکۍ د گټلو وروسته، لومړنيو کلونو کې جوړه شوه . د نولس سوه شلمې (۱۹۲۰) لسيزې په سر کې غازي امان الله خان د جرمنی په کاسيل ( Kassel) کې د هينشيل ( Henschel) د کمپنۍ څخه د اورگاډو دري کوچني بخاری ماشينونه واخيستل او د کابل د ښار د دهمزنگ د ماشينخانې او پغمان د نوې ښارگوټي تر منځ اوه (۷) کيلومتره لاره کې يې په کار واچول .

د لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۲ کال د دسمبر دمياشتې گڼه د دغه اورگاډی په هکله ليکلي چې «د افغانستان څخه راغلي مسافر وايي چې د کابل څخه د دارالامان نوی ښارگوټي ته د تقريبا شپږو ميلو په واټن ا ورگاډې په کار اچول شوې او ددغه اورگاډي ځينې واگونونه خپله د کابل په کارخانو کې جوړ شوي دي».

د همدغه لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۸ کال د اگست د مياشتې گڼې هم ليکلي چې «په افغانستان کې يواځينی اورگاډي د کابل او دارالامان ترمنځ هغه اورگاډې دئ چې درې کوچني بخاري لوکوموتيفونه يې د جرمنی په کاسيل Kassel کې د هينشيل Henschel د کمپنۍ څخه رانيول شوي دي».

دارالامان د غازي امان الله خان د پاچاهۍ په دوران کې د افغانستان نوې اداري پايتخت وو، چې د ۱۹۲۰ مې لسيزې په لومړيو وختو کې جوړ شو، او يو شمير حکومتی دفترونه، او د شورا او ښاروالۍ يوه ستره تاريخي ودانۍ پکې شامله وه . د دربار غړو او د دولت جگ پوړو مامورينو هم په دغه ښارگوټي کې د استوگنې کورونه جوړ ول .

غازي امان الله خان په افغانستان کې د اورگاډو د پټليو د جوړولو او عصري کولو سره مينه درلوده . هغه اروپا ته په سفر کې د انگلستان د اورگاډي د سيستم د کار څخه کتنه وکړه، او غوښتل يې چې د اورگاډي د نوې تکنالوژۍ په پرمختگ ځان پوه کړي . هغه د اورگاډو د ماشينونو د جوړولو بيلابيل مراحل ، او په هغو کې د کارول شوو وسايلو څخه ليدنه وکړه .

غازي امان الله خان د ۱۹۲۸ ميلادي کال د مارچ د مياشتې د يوويشتمې نيټې تر غرمې وروسته د سويندن (Swindon) د اورگاډو د ماشينونو د سترې کارخانې څخه ليدنه وکړه او د دوهم چارلس د پاچا د ۶۰۰۵ شميرې د نوي اورگاډي د جوړولو چارې يې وکتلې .

د لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۸ کال د اگست د مياشتې په رپوټ کې راغلي چې «پاچا امان الله خان د اروپا د سفر څخه وروسته د امريکايې، فرانسوي او جرمني کمپنيو نمايندگان د لويو لارو او اورگاډو د پټليو د سروې دپاره کابل ته رابللي او اوس اعلان شوې چې د برلين د لنز Lenz شرکت، د افغانستان د ټولو لويو لارو او عمومي اورگاډو د جوړولو او عملي کولو د تړون گټونکې او ټاکل شويدئ ».

د اورگاډي نړيوالې خپرونې Railway Gazette International   د افغانستان د اورگاډي د پروژې تر سرليکې لاندې د ۱۹۳۰ کال د نومبر د مياشتې په ۶۸۶ مخ کې وليکل چې «د اورگاډي لومړۍ برخه چې جرمنيان يې جوړوي، جلال آباد د کابل سره نښلوي . په پاې کې به د اورگاډې دا ليکه په پيښور کې د هند د اورگاډي د ليکې سره وصل او تر هغې وروسته به د قندهار او هرات سره د کابل د نښلولو ليکې جوړيږي».

د انگريزانو د استخباراتو ۱۱۷ گڼه رپوټ د ۱۹۲۸ کال د سپتمبر د مياشتې په اتلسمه نيټه څرگندوي چې « د زحروف باسيل Zaharoff Basil  تر مشرۍ لاندې د فرانسې د وسلو د خرڅولو سنديکا موافقه کړې ده چې د کابل نه قندهار ته ، او تر هغې وروسته هرات ته د اورگاډي د سروې کار به د ۱۹۲۸ کال په دوبي کې پيل شي . تر هغې وروسته د مايکل کليمينسو ( Michel Clemenceau) او ( Pierre Makecheef) پیری مکيچيف تر رياست لاندې د انجينيرانو يوه ډله کابل ته وبلل شوه. په همدغه استخباراتي رپوټ کې راغلي دي چې د انگريزانو استخباراتو ددغو دوو کسانو سره جوړ جاړي ته رسيدلې او له هغو نه يې غوښتنه کړی چې ددغې سروې د چارو او پرمختگ په هکله بريتانيا ته معلومات ورکړي . دغو دوو کسانو د سپتمبر په مياشت کې په پاريس کې د بريتانيا سفارت خبر کړ چې د کابل او هرات ترمنځ سروې بشپړه شويده .

مايکل کليمينسو د ۱۹۲۹ کال د فبروري په مياشت کې ددغه فرانسوي قرارداد د بشپړولو دپاره بيا کابل ته ستون شو، خو دا وخت حالات بدل او ناوخته شوئ وو. ځکه چې د انگريزانو دسيسې بريالۍ او غازي امان الله خان د ۱۳۰۷ لمريز کال د جدي د مياشتې په ۲۴ مه نيټه (د ۱۹۲۹ ميلادي کال د جنوري په ۱۴ مه نيټه) د سلطنت نه استعفا او يو لږ شمير وزيرانو او سلاکارانو په ملگرتيا د موټر په وسيله قندهار ته تللې وو.غازي امان الله خان چې په اصل کې د وينې توئيدو سره مخالف وو، په پاې کې مجبوره شو چې  د تاج و تخت نه لاس واخلي او د هيواد څخه ووځي . د هغه په خپله وينا «ما هيڅکله ندي غوښتلي چې افغان ملت دې زما د شخصي گټو دپاره يو د بل سره جگړه وکړي او تباه شي».

غازي امان الله خان د ۱۳۰۸ کال د غبرگولي د مياشتې په دوهمه نيټه چې د ۱۹۲۹ کال د مې د مياشتې د ۲۳ مې نيټې سره سمون خوري، د موټر په ذريعه د افغانستان د پولې نه تير او د چمن د سرحدي تهاڼې په وړاندې يې ځان انگريزي سرحدار ته وروپيژانده . د انگريزانو نائب السلطنه «لارد ايروين» ددغه خبر په ترلاسه کولو سره، چې معلوميده په بې صبرۍ سره يې د هغه انتظار ويسته، ناڅاپه چيغه کړه چې «بلاخره … يې له شره خلاص شو».

وروسته له هغې چې غازي امان الله خان د هيواد پريښودو ته اړ شو، د هيواد يواځينې اورگاډې هم له کاره ولويد.

د دغه اورگاډي د ماشينونو پاتې شوي آثار اوس هم په دارالامان کې د کابل د موزيم د انگړ شاته موجود دي .

هو! انگريزي استعمار نه غوښتل چې د بريتانوي هند په څنگ کې ورته يو قوي او پرمختللې افغانستان په غوږونو کې د خطر يو زنگ وي .دا ځکه چې د افغانستان پرمختگ او ترقي ايشيايي هيوادونو ته يومثال جوړيدلای شو، او انگريزانو هغه په هندوستان کې خپلې واکمنۍ ته يو ستر گواښ او تهديد باله .

په افغانستان کې د اصلاحاتو او اغتشاش د کتاب ليکونکې، ليون پولادا، عقيده لري چې د انگريزانو له نظره د امان الله خان فعاليتونوبريتانوي هند ته درې گوني خطرات متوجه کول : امان الله خان عقيده درلوده چې افغانستان د يوه خپلواکه دولت په توگه (دهغوې د ستر رقيب او دښمن) شوروي اتحاد سره د دوستانه روابطو د تاسيس حق لري . همدا شان د يوه خپلواکه مسلمان دولت د پاچا وجيبه ده چې په هندوستان کې د خپلواسيرو مسلمانو ورونو ملاتړ وکړي. او په پاې کې د ډيورند د کرښې بلې خواته قبايلوسره د اړيکو ساتنه خپل حق گڼي، کوم چې د افغانستان سره نژادي، مذهبي او تاريخي اړيکي لري، او بريتانيې د ۱۹۲۱ کال په تړون کې پدغه حقيقت اعتراف او هغه يې د افغانستان طبيعي حق گڼلې دئ .

له هغې ورځې چې غازي امان الله خان د هيواد له پولې تير شو، درې ورځې تيرې شوې تر څو د بريتانوي هند حکومت د لندن سره د سلا مشورې وروسته د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو د خبر د خپرولوپه څرنگوالي تصميم ونيسي . نو د ۱۹۲۹ کال د مې د مياشتې د ۲۷ مې نيټې په سهار چې د ۱۳۰۸ کال د جوزا شپږمه نيټه وه، نړيوالو د ورځپاڼو او خبر رسوونکو آژانسونو له لارې د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو خبر تر لاسه کړ .او د سيد قاسم رشتيا په وينا تصادفي نه وه چې نادر خان د جوزا د مياشتې شپږمه نيټه، يعنې د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو د اعلان نيټه، پرته له کوم تاريخي او منطقي دليل څخه، د افغانستان د خپلواکۍ د تلين   د ورځې د جشن په توگه لمانځلو.

(پای)

منابع:

  • بازنگری دورهٔ امانی و توطئه های انگليس، عبدالرحمن زمانی، ۲۰۱۴.
  • The Locomotive Magazine p262 1928-08-15
  • Projected Afghan Railways, Railway Gazette International p686, November 1930
  • 1928-09-18 IOL, LPS/10/1928 Afghan Series Serial no 117
  • Reform & Rebellion in Afghanistan 1919 – 1929 Leon B Poullada
  • Railway Developments in Afghanistan, Railway Gazette p439, 1930-03-21
  • An Afghanistan Railway Questions in Parliament Railway Gazette p826, 1930-05-23
  • Projected Afghan Railways Railway Gazette International p686 November 1930
  • Railway Development in Afghanistan, Railway Gazette p141, 1931-07-31
  • Japanese Engineers for Afghan Railways Railway Gazette p382, 1931-09-18
  • Railway Development in Afghanistan Railway Gazette p61, 1932-01
  • Afghan Railway Scheme Railway Gazette p164, 1932-01-29

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!