منډيګک
افغان تاريخ

د کابل ټایمز ورځپاڼي د يوه راپور ژباړه

فرید میوندي

0 898

د کابل ټایمز ورځپاڼه چه په 1962م کال کی تاسیس سوې وه، په افغانستان کی یواځینۍ نشریه وه چه د هیواد او نړۍ روزمره خبرونه یې په انګرېزی ژبه خپروله. قېمت یې فقط دوې افغانۍ ؤ او علاقمندانو کولائ سوائ د معینو قرطاسیه فروشیو، کتابفروشیو او په ځینو هوټلونو کی یې هم تر لاسه کړی، لکه د کابل خیبر هوټل.

د همدغه ورځپاڼی د مارچ د اتمی نېټې په شماره کی لاندینئ په زړه پوری خبر خپور سوئ ؤ چه ما د علاقمندانو د مطالعې د پاره په پشتو ترجمه کړئ دئ.

کندهار، د مارچ 8، د 1966 کال:
د کندهار د ښار په یوه نوې ساحه کی به ډېر ژر 277 نمرې مځکی توزیع سی. د دې نوی ساحې و مځکو ته چه مېرویس مېنه به ونومول سی، اوس لا 600 نفرو خپل عرېضې وړاندي کړی دی. خو په قرعه کشی (پچه) کی به یواځی دهغه کسانو نومونه شامل وی چه فعلآ کورونه نه لری. د مېرویس مېنی ساحه د ښاروالئ پر اصولو برابره نقشه سوې ده او هره نمره مځکه یې 500 متره مربع مساحت لری.
د کندهار ښاروال ښاغلي لعل محمدکاکړ وویل چه هغه نمرې چه و لویئ لاری (کندهار-هرات سړک) ته نژدې دي، قېمت یې 24 زره افغانۍ دئ، او هغه نمرې چه د نوموړی سړک څخه لېری واقع دي، قېمت به یې 20 زره افغانۍ وی.
مېرویس مېنه به دوه تفریحی پارکونه، درې مسجدونه، ۹ عمومی حمامونه، یو د هلکانو او یو د نجونو مکتب ولری. دا ساحه به اوس په شپږمه ناحیه پوری اړه ولری، خو وروسته به د ښاروالۍ د خوا څخه خپله خاصه ناحیه ورته وټاکل سی.
د کندهار اوسنئ ښار شپږ ناحیې ، 8987 کورونه او یو لک نفوس لری چه 549 کورونه یې په عصری ډول د خښتو او سیمنټو څخه د منزل باغ په جاده او په ښارنو (شهرنو) کی جوړ سوی دي.
په راتلونکی کال کی به د ښار په نوموړو دؤ ساحو کی 1000 نوی کورونه نور هم جوړ سی.

په شپېتمه لسيزه کي مزل باغ، کندهار

د ښارنو (شهرنو) او منزل باغ جادې ټوله کورونه د برق او ټلیفون په وسایلو سمبال دي او په راتلونکی کال کی به د چښلو د پاره پاکی اوبه ولری چه څاهان به یې د جاپانیانو په مرسته وکیندل سی.
د کندهار د ښار ټلیفونی خدمات د ټلیفون د یوې اتومات دستګاه په ذریعه کېږی چه 1500 نمرې په ارتباط کی ساتلائ سی.
د کندهار په ښار کی 4607 دوکانونه، 182 کاروانسرایونه، او 289 مسجدونه سته. د کندهار ښاروالي یوه سینما او 29 دانې د ګرمو اوبو حمامونه چلوی.
د ښار د لا ښایسته کېدو په مقصد د کندهار ښاروالي د څو مودې راهیسی د ښار په ګوټ ګوټ کی د ناجوګانو وني ایږدي، او د ښار څخه اووه کیلومتره لېری د ارغنداب په سیمه کی یې 4 لکه دانې د ناجوګانو نوی نیالګی ایښی دي چه وروسته به یې د ښار پر سړکانو کښېږدي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!