منډيګک
افغان تاريخ

ملکه عایشه بارکزۍ

د امیر شېر علي خان سرغنه او سرخېله مېرمن

0 439

امیر شېر علي خان د بارکزو د سلسلې د مؤسس، لوی امیر دوست محمد خان شپږم زوی او په افغانستان کښي د بارکزو د سلطنت دوهم امیر وو، چي د (۱۸۲۱ز) کال د اکټوبر د میاشتي په (۷مه) نېټه، چي د (۱۲۳۷س) د محرم د میاشتي د (۱۰مي) سره سمون لري، زېږېدلی دئ. [۱] امیر شېر علي خان لږ تر لږه څلور منکوحه مېرمني درلودې او د هغه وخت د دستور سره سم به ئې پر ځینو کنیزانو هم نکاح تړلي وي. د امیر شېر علي خان په منکوحه مېرمنو کښي د دوو دُرانیو (ابدالیو) مېرمنو او دوو غلجیو مېرمنو نومونه د تاریخ په پاڼو کښي ثبت سوي دي.

دا د «اپراکس» له مجلې څخه په (۱۸۸۰ز) کال کښي اخیستل سوی عکس دئ، چي پکښې امیر شېر علي خان د لرگو پر تخته انځور سوی دئ. هیره دي نه وي، چي امیر شېر علي خان اولنی افغان امیر او پاچا وو، چي په (۱۸۶۹ز) کال کښي ئې د هند په «امباله» کښي پر کامره عکس واخیستل سو(حُ، شاغاسی).

د امیر په مېرمنو کښي، هغه مېرمن چي د امیر شېر علي خان د سلطنت په ټولو لیکل سوو معتبرو تواریخو کښي د هغه د سرغنه مېرمني او رسمي ملکې په توگه وار د واره ذکر سوې او پېژندل سوې ده؛ هغه ملکه عایشه بارکزۍ ده. که څه هم امیر یوه بله دُرانۍ مېرمن هم درلوده، چي ببو جان بېگُم نومېدله او د شاه شجاع د وزیر اعظم، سردار محمد عثمان خان سدوزي لور وه، خو عایشه بارکزۍ ئې ځکه سرخېله مېرمن او رسمي ملکه گڼل کېدله، چي هغه د بارکزیو سردارانو د پاینده خېلو د شاهي کورنۍ څخه وه؛ پلار ئې د فراه او کندهار حاکم، سردار میر افضل خان وو او نیکه ئې سردار پردل خان وو، چي د کندهار ډېر لوی سردار باله کېدئ، د چا په شناخت چي سید نور محمد شاه پښیني کندهاري (وروسته د امیر شېر علي خان صدراعظم) هم د امیر شېر علي خان و دربار ته لاره پیدا کړې وه.

په سیاست کښي د ملکې عایشې بارکزۍ کردار له هغه وخته څرگندېږي، چي امیر شېر علي خان د (۱۳۷۴ز) کال د نومبر د میاشتي پر (۲۷مه) د څو ورځو او شپو له پاره د «مرنجان» پر غونډۍ جشن ونیو، د کابل ښار په هیندارو او آئینو باندي پوښل سوی وو او د خوښۍ او جشن توپونه هم وېښتل کېدل؛ امیر دغه جشن د خپل زوی، شهزاده عبدالله جان د خپل ولیعهد (ځای ناستي) په توگه د ټاکلو په پار نیولی وو. [۲] که څه هم امیر د دُرانۍ ببو جان بېگُم سربېره، د غلجیو منکوحه مېرمنو په ډله کښي؛ بابکرخېله خورشید بېگُم او د لالپورې د خان، سعادت خان مومند لور، مریم بېگُم درلودې، چي د هغو مېرمنو زامن ئې تر شهزاده عبدالله جان مشران ول او د سردار محمد علي خان، سردار ابراهیم خان، سردار یعقوب خان او سردار ایوب خان په شمول د بېلابېلو ولایاتو حاکمان هم تېر سوي ول، خو امیر خپل دغه زوی؛ شهزاده عبدالله جان، چي د ملکې عایشې له بطنه وو، خپل ولیعهد وټاکه.

استاد عبدالرؤف بېنوا په خپل تاریخي اثر “پښتنې مېرمني” کښي د «مېرمن عایشه» تر  عنوان لاندي د ملکې عایشې بارکزۍ په اړه داسي کښلي دي:

“دا مېرمن ډېره ښکلې او خورا ښائسته وه، د ښائست او ښکلیتوب ساری یې نه درلود. د امیر شېر علي خان خاصه او نامداره ملکه وه، امیر شېر علي خان سربېره پر ازدواجي محبت له دې سره زیاته مینه او عشق درلود. څنگه چي ویل کېږي وايي: ده به په وار وار دا ویل چه ((که خدای په جنت کي ماته حوره راکوي، حوره نه غواړم، د ولیعهد مور غواړم!)).” [۳]

مرحوم بېنوا زیاتوي:

“دې ملکې په شاهي کورنۍ کي اختیار مطلق درلود او پاچا یې هم خبره منله. د امیر شېر علي خان کوچنی زوی سردار عبدالله جان د دې مېرمني له نسه و. امیر شېر علي خان د ولیعهد د انتخاب دپاره یوه میاشت وخت وټاکه او د قوم او مملکت غټان او بزرگان یې راوغوښتل چه په دې باره کي رأیه واخلي، مگر په دې وخت کي د ولیعهد مور خپل منتها جدیت په کار واچاوه او د خپل دې جدیت په اثر چه ځني غټان یې امیدواره کړه، ټول بزرگان یې د ځان پر خوا کړه او ټولو دا کوچنی زوی په ولیعهدۍ معرفي کړ. او تر ولیعهدۍ وروسته د افغانستان لمړنۍ کابینه په سلطنتي حرم سرای کي د دې مېرمني په امر تشکیل سوه او په اعلیحضرت امیر شېر علي خان یې دا امر امضاء کړ.” [۴]

ملکه عایشه، چي د شهزاده عبدالله جان د ولیعهد کېدو وروسته د «ولیعهد د مور/ مادر ولیعهد» په لقب په شاهي حرم او سیاسي محافلو کښي ملقبه سوه؛ د امیر شېر علي خان د رسمي ملکې په توگه ئې خپل ځای یقیني کړ. ملکې عایشې بارکزۍ ښه  سیاسي ذکاوت او ژور لیدلوری د خپل پلار، سردار میر افضل خان په حرم سرای کښي، په ځانکړي توگه له خپل نیکه، سردار پردل خان کندهاري څخه په میراث وړی وو. ملکې، امیر په دې پوه کړ، چي د سلطنت د دوامداره ساتلو له پاره د خپل ځای ناستي په توگه د پرځای او مناسب ولیعهد د ټاکلو موضوع څونه اړینه او مهمه ده.

دا د «اپراکس» له مجلې څخه په (۱۸۸۰ز) کال کښي اخیستل سوی عکس دئ، چي پکښې د امیر شېر علي خان گرانه مېرمن (ملکه عایشه بارکزۍ) د لرگو پر تخته انځور سوې ده. هغه مهال د آسانۍ سره د امیرانو او پاچاهانو انځورونه لا پر تخته نه رسامي کېدل، نو د یوې ملکې (مېرمني) له دغه ډَول رسامۍ څخه له ورایه د هغې د شان او شوکت اټکل کېدلای سي. جوَته خبره ده، چي ملکه عایشه بارکزۍ به له دغي رسامي څخه څو گرایه (څو چنده) ښکلې وه؛ ځکه چي فاضل استاد، عبدالرؤف بېنوا ئې د ښکلا یادوَنه په خپل نوموړي اثر “پښتنې مېرمني”کښي کړې ده (حُ، شاغاسی).

ځکه چي کله امیر شېر علي خان، شهزاده عبدالله جان د خپل ولیعهد په توگه وټاکه، نو ورسره سم ئې د افغانستان په تاریخ کښي په اول وار د کابینې او د وزیرانو هیئت هم رامنځته کړ؛ د هیواد په عصري حکومتولۍ کښي ئې لومړنۍ کابینه رامنځته او د دولت شورا بنسټ ئې کښېښود. امیر په اول وار په افغانستان کښي د یوه ملي دولت تاداو کښېښو؛ ځکه چي د امیر د حکومت په کابینه کښي د افغانستان د ټولو اقوامو خضور څرگند وو. که څه هم د امیر شېر علي خان دغه اقدام د یوه بې ساري او متحدُد اقدام په توگه د افغانستان په تاریخ کښي له مطلقه سیستم څخه و مشروطه ته انتقال وو، خو د بارکزو د سلطنت د امیر، شېر علي خان بارکزي دغه اقدام د هغه وخت د سلطنتي آرونو پر وړاندي کردار وو. امیر شېر علي خان یوازي؛ بارکزی شېردل خان شاغاسی د سردارۍ په رتبه کښي د ایشیک آقاسي (وزیر دربار) په توگه د ځانه سره ساتلی وو، خو هغه ئې هم ځکه د خپل صدر اعظم یا بهرنیو چارو د وزیر په توگه نه وو ټاکلی، چي غوښتل ئې نوموړی د تُرکستان د حاکم په توگه تُرکستان ته واستوي، چي له هغې خوا څخه ئې اندېښنه په دایمي ډاډ بدله سي.

خو ملکه عایشه چي د امیر د دوهم وار عمارت ته د رسېدو له پیل څخه ئې په سلطنتي حرم سرای کښي د سلطې خپرول او خپل خاوند ته د سالمي سیاسي سلا او مشورې ورکول پیل کړي ول؛ شېر علي خان ته د هغه د دغه اقدام د ناوړه او ناسازو پایلو په اړه وویل او ورته په گوته ئې کړه، چي د هغه د دغه اقدام په پایله کښي د هغه ټول ټبر له هغه څخه خوابدی کېدلای سي او د هغه سیاسي رقیبان ورڅخه ناوړه گټه پورته کولای سي. امیر شېر علي خان، چي د خپل سلطنت اوله دوره‌ ئې شاوخوا څلورنیم کاله، په زړه کښي د وطن له پاره د خپلو ټولو نیکو هیلو سربېره، د وروڼو د مدعاوو په ترڅ کښي په جگړه تېره کړې وه؛ د ملکې عایشې معقولي او پرځای سلا او مشوره ته غوږ سو او د هغې مشوره ئې ومنله.

ملکې عایشې بارکزۍ، امیر ته دا خبر هم روښانه کړه، چي شهزاده عبدالله جان ته باید کوژده هم د هغه د خپل ټبر له شاهي کورنیو څخه وروکړي، ترڅو د راتلونکي سلطنت له پاره ئې د هغه بیخ او بنیاد نور هم پیاوړی کړي وي. ځکه نو امیر شېر علي خان خپل همدې زوی، عبدالله جان ته د بارکزو سردارانو د شاغاسيخېلو د شاهي خاندان څخه کوژده وکړه او د سردار شېردل خان شاغاسي لور؛ بي بي همدم ئې ورته وغوښته. [۵] د همدم مور د شېردل خان شاغاسي اوله مېرمن وه، په قوم بارکزۍ او یوه درنه ښځه وه او مینا جان نومېدله. د مینا جان په اولادونو کښي؛ غازي خوشدل شاغاسی، شهید شاغاسی محمد یوسف خان او د فراه حاکم محمد اکرم خان شاغاسی هم شامل ول. [۶]

په داسي حال کښي، چي امیر شېر علي خان د ملکې عایشې بارکزۍ په وساطت د ولیعهد عبدالله جان د راتلونکي سلطنت پائې ټینگولې، پر وړاندي ئې د امیر د سلطنتي حرم سرای دباندي د امیر شېر علي خان دښمنانو؛ انگرېزانو او د امیر د سلطنت مدعي وروڼو او د امیر د سلطنتي حرم سرای دننه د ملکې عایشې بارکزۍ د موقف او سلطې له پاره تږو د امیر نورو مېرمنو او د هغه د ولیعهدۍ د نورو مدعیانو زامنو مېندو د ولیعهد د له منځه وړلو له پاره لاري چاري سنجولې. په پایله کښي ئې شهزاده عبدالله جان، چي په (۱۸۶۲م) کال پر کابل زېږېدلی وو، شاوخوا څلور کاله وروسته، د (۱۸۷۸ز) کال د اگسټ د میاشتي پر (۱۷مه) په کابل کښي په ذهرو باندي ووژل سو. [۷]

دا د ملکې عایشې بارکزۍ له بطنه د امیر شېر علي خان د ولیعهد زوی؛ شهزاده عبدالله جان انڅور دئ، چي د «د گرافیک» مجلې د (۱۸۷۸ز) د کال د سپټمبر د میاشتي د (۷مي) نېټې په گڼه کښي چاپ سوی دئ (حُ، شاغاسی).

د ولیعهد عبدالله جان مخکي له وخته وژني، ملکه عایشه بارکزۍ لکه یوه زخمي زمرۍ، نوره هم خپلو موخو ته د رسېدو پر لاره چټکه او د عبدالله جان د وژونکوو څخه د خپل دیارلس کلن ولیعهد زوی د غچ اخیستو له پاره سیده او پخه کړه. ملکې له امیر څخه د یوازیني زوی، ولیعهد عبدالله جان تر څنگ، درې لوڼي هم درلودې. ملکې عایشې خپله مشره لور؛ صابره بېگُم د سردار محمد شریف خان د زوی، سردار محمد اسحاق خان سره واده کړه. خپله دوهمه لور؛ هاجره بېگُم ئې د سردار محمد شریف خان د زوی، سردار محمد هاشم خان سره واده کړه او خپله دریمه لور، میمنه بېگُم ئې د سردار محمد اکبر خان د زوی، د قلات، بلخ، تخته پُل او هرات د حاکم سردار محمد فتح محمد خان سره واده کړه. کله چي سردار فتح محمد خان او د هغه زوی سردار عبدالعزیز خان په (۱۸۷۲ز) کال په هرات کښي د سردار یعقوب خان د بغاوت له امله ووژل سول، نو ملکې عایشې؛ میمنه بېگُم د سردار محمد عمر خان د زوی، سردار محمد نصیر خان سره نکاح کړه.

ملکه عایشه بارکزۍ د امیر شېر علي د سیاسي ژوند تر پایه پوري، د هغه د رسمي ملکې سربېره، د سلطنت په سیاسي چارو کښي دخیله وه؛ کله چي امیر شېر علي خان د (۱۸۷۹ز) کال د فبروري د میاشتي پر (۱۲مه) د (۵۶) کالو په عمر په مزار شریف کي وفات سو، [۸] نو د هغه د سلطنت په مدعیانو کښي شهزاده ابراهیم خان، شهزاده یعقوب خان، شهزاده ایوب خان او د یعقوب خان زوی، سردار موسیٰ خان شامل ول، خو ملکې عایشې بارکزۍ د خپل سیاسي درایت پر مټ خپله مشره لور صابره بېگُم هم د سلطنت د مدعیانو په قطار کښي راوستل او وئې درول. [۹] صابره بگُم، چي د «صاحبو» او «آقاجان» په القابو د ملکې عایشې له خوا د دغي ورځي له پاره له پُخوا څخه سنجول سوې او چمتو کړل سوې وه، د ولیعهد عبدالله جان خور او د سردار محمد اسحاق خان مېرمن وه. د ولیعهد مور، ملکې عایشې د خپلو سیاسي تحرُکاتو په ترڅ کښي ځیني ملکي او سیاسي رجال او خانداني مخور دې ته متوجه کړي او راضي کړي ول، چي د وژل سوي ولیعهد خور، بي بي صاحبو دي د امیر شېر علي خان جانشېنه (ځای ناستې) سي، خو د سردار ابراهیم خان پلویانو ته، چي ډېری ئې پوځیان ول؛ دغي نظرئې خوند نه ورکاوه، تر څو ئې په پایله کښي سردار محمد یعقوب خان د امیر شېر علي خان ځای ناستی سو. [۱۰]

دا د امیر یعقوب خان رسامي ده، چي پکښې نوموړی د خپل امارت پر مهال انځور سوی دئ. امیر محمد یعقوب خان د مریم بېگُم له بطنه امیر شېر علي خان دریم زوی وو.

تر هغه وخته انگرېزانو د افغانستان پر وړاندي سیاسي حالات دونه کړکېچن کړي ول، چي پر مریض او کمزوري یعقوب خان باندي د «گندمک» تړون لاسلیک کړي، که څه هم یعقوب خان د «گندمک» په لاسلیکولو سره د انگرېزانو له خوا د افغانانو د کور «افغانستان» د ویجاړولو او د تل له پاره د نېستولو مخنیوی وکړ، خو څوک خبر دئ؟ که سردار یعقوب خان بغاوت نه وای کړی، پر هرات ئې سردار فتح محمد خان او د هغه زوی نه وای وژلي او د شهزاده عبدالله جان پر ولیعهدۍ ئې د دوهم وار له پاره د پلار پر وړاندي د بغاوت جنډه نه وای پورته کړې، د خلگو پر خپرو نه وای غولېدلی او د پلار د خبري اطاعت ئې کړی وای او د جرگې وروسته ئې د پلار له خوا د شهزاده عبدالله جان ولیعهدي منلې وای او یا دا چي؛ ملکه عایشه بارکزۍ سلطنت ته د خپل زوی شهزاده عبدالله جان او یا خپل لور شهزادگۍ صابره بېگُم په رسولو کښي بریالۍ سوې وای، شاید چي یعقوب خان زنداني سوی نه وای، په مریض او کمزوري ځان سلطنت ته رسېدلی نه وای او د «ګندمک» تړون لاسلیک سوی نه وای!

که څه هم د امیر شېر علي خان رسمي ملکه، عایشه بارکزۍ سلطنت ته د خپل زوی، شهزاده عبدالله جان د رسولو په پلان کښي بریالۍ نه سوه، خو د یوې ښځي په توگه په سیاست کښي خپلو اساسي او ملي موخو ته د رسېدو داسي پلان ئې طرح کړ، چي د پلي کولو په پایله کښي ئې کلونه وروسته ملکې سرور سلطانې شاغاسۍ خپل زوی، شاه غازي امان الله خان سلطنت ته ورساوه. دلته دا پوښتنه یو وار بیا رامنځته کیږي، چي څوک خبر دئ؟ که ځوان شهزاده عبدالله جان غټ سوی، ثمر ته رسېدلی، د سیاست پر لاروچارو پوه سوی، سلطنت ته رسېدلی او سلطنت ئې چلولی وای؛ کېدا سي، چي هغه هم د افغان او افغانستان د معاصر تاریخ په پاڼو کښي داسي زریني کرښي کښلي وای، لکه د آزادۍ د آسمان لمر، شاه غازي امان الله خان چي کښلي دي!

اخځلیکونه:

[۱]: نوري، نور محمد، گلشن امارت (کابل: انجمن تاریخ، ۱۳۳۵ل) ۷-۸مخونه.

[۲]:رشتیا، سید قاسم، افغانستان در قرن نزده (کابل: ۱۳۷۷ل)، ۲۷۲-۲۷۳مخونه.

[۳]: بېنوا، عبدالرؤف، پښتنې مېرمني(کابل: د کابل مطبعه، ۱۳۲۳ل)، مخ113.

[۴]: بېنوا، هماغه اثر، هماغه مخ.

[۵]: هوتک، محمد معصوم، کندهاري وروڼه (کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۷ل)، ۲۲۱مخ.

[۶]: پوپلزی، عزیزالدین وکیلي، تیمور شاه دُرانی (کابل: د تاریخ ټولنه، ۱۳۴۶ل)، ۲/ ۶92مخ.

[۷]: رویال ارک: افغانستان; د بارکزی ډیناسټي، نمبر (10): Barak10 (royalark.net

[۸]: رشتیا، هماغه اثر، ۳۲۴مخ.

[۹]: کُهزاد، احمد علي، بالاحصار کابل و پیش آمدهای تاریخی (کابل: دولتي مطبعه، ۱۳۳۹ل)، ۲/ 599مخ.

[۱۰]: کُهزاد، هماغه اثر، هماغه مخ.

لیکوال: حُسن بارک شاغاسی؛ د (۱۴۰۲ل) کال د سلواغې (دلوه) د میاشتي (۱۳مه) نېټه.

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!