منډيګک
افغان تاريخ

کابل په پنځلسمه پېړۍ کې

0 4

په ۱۵- ۱۶ ميلادي پېړۍ کې کابل د خپلو اړوندو سيمو سره، کندهار او د سند (اټک) تر سينده پورې سيمې د تيمور د کورنۍ او شاهزادګانو تر واک لاندې وې. د کابل شمالي پوله د هندوکش ترلړۍ پورې غزيدلې وه. دغو غرونو دفاعي حيثيت درلود او کابل يې د شمال ديرغلونو په وړاندې ساته. بابر ليکي: ((کابل يو صعب العبور ولايت دی؛ دښمن په اسانۍ سره نه شي ور ننوتئ. د کابل او د بلخ، کندز، بدخشان ترمنځ د هندوکش غرونه پراته دي (بابرنامه، ۱۳۰ پاڼه الف). د بابر په حواله، د کابل ولايت په (۱۴) اداري واحدونو (تومانونو) ويشل شوی و.

له_آرشيف_څخه:
 د کابل ښار بازار، د چار چته د پخوانی بازار یوه برخه
طشهر، كوچه، بازار، دوكان و كاروان سراى #كابل و كابليان
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
د عکسونو نېټه: ۱۳-۱۹۱۵ع | عکاس: اسکار رېټر |

په ۱۳۹۲ م. کې د کابل ولايت د ميرزا جهانګير د زوی ميرزا پير محمد په واک کې و. د هغه په قلمرو کې کابل، غزني، کندهار، تخارستان او بلخ شامل وو. په دې اړه عبدالرزاق سمرقندی ليکي: ((تيمور صاحب قران پر هغه ټول قلمرو باندې واکمن و، چې يووخت د سلطان محمود غزنوي تر واک لاندې و. (هو، الله پر دې شاهد دی، چې هغه کابل، غزنی، کندهار او نور ډېر ښارونه او سيمې يې د هندوستان  تر سرحده يعنې د سند (اټک) سيند ترغاړې پورې تر ټولو ستر شهزاده ميرزا پير محمد ته وسپارلې)) (۱) دغه معلومات يو بل مؤرخ عبدالقادر هم تاييدوی. د هغه د معلوماتو له مخې، چې موږ يې د افغانستان د معاصر ليکوال احمد علي کهزاد د کتاب په حواله رانقلوو (۲) په پير محمد پورې د تخارستان پراخې سيمې، ختلان، کندهار او د افغانستان ختيځې سيمې اړوندې وې.

د پير محمد د کورني سياست په اړه په تاريخي آثارو کې نا څيز او نا منظم معلومات راغلي دي. پير محمد له لټۍ ډک ژوند کاوه، د حکومت چارې يې خپلو اميرانو ته سپارلي وې. يو د هغه له اميرانو څخه پير علی تاز و، چې دده پر ضد يې کودتا وکړه. د ۱۴۰۷ م. کال د فبروري په ۲۲  نېټه پير محمد ووژل شو او واک دده ورورقيدو بهادر ته ورسېد(۳)

اټکل کېږي، چې قيدو بهادر په خپل ولايت کې له مرکز څخه مستقل سياست ته دوام ورکړ. عبدالرزاق سمرقندي د شاهرخ دربار ته د ډهلي د سلطان خضرخان د استازی د راتګ په اړه يادونه کوي، چې دغه استازی هغه ليک چې د قيدو بهادر څخه يې په ډهلي کې ترلاسه کړی و او په هغه کې قيدو بهادر د ډهلي له واکمن څخه غوښتي وو چې د ملتان څخه تر کانادوژ پورې په پراخه سيمه کې دده سکه او دده په نامه خطبه وويل شي، شاهرخ ته وړاندې کړ. خو شاهرخ په غوڅه توګه دغه غوښتنه ردکړه. د ۱۴۱۷ م. کال په اکتوبر کې شاهرخ چې د قيدو بهادر له سياست څخه ناراض و، له خپلو لښکرو سره کندهار ته په دې پلمه وخوځېد چې هلته ياغيان آرام کړي، کوم چې د کندهار، غزني او کابل خلک ورڅخه نا آرامه وو. خو قيدو بهادر کندهار ته د هغه د راتګ په موخه پوه شو، له خپلو خپلوانو سره وتښيتد. هغه مهال حالاتو شاهرخ اړويسته چې بېرته هرات ته ستون شي. خو د هغو سيمو د اداره کولو لپاره يې، چې پخوا د قيدو بهادر په ولکه کې وې، يوه ډله اميران، لکه ميرزا سنجر، يادګار شاه آرلات، علی آقا او فيروز شاه، پرېښودل او هم يې هغوي ته دنده وسپارله چې قيدو بهادر ونيسي او هرات ته يې وروليږي.

د شاهرخ لارښوونې پلي شوې، خو هغه لومړۍ قيدو بهادر وبخښه. وروسته قيدو بهادر هڅه وکړه چې کندهار ته وتښتي، خو پرلارونيول شو او د ۱۴۱۸م. کال په پای کې بندي د اختيارالدين کلاته واستول شو. د قيدو بهادر تر واک لاندې سيمې تر دې وروسته د شاهرخ په قلمرو پورې وتړل شوې. عبدالرزاق سمرقندي وايي، چې شاهرخ اړشو، چې د دغو سيمو د ادارې لپاره يو داسې څوک وټاکي، چې په هوښيارۍ سره د دولت پولې وساتي، ياغيان وځپي او د سوداګرۍ د لارو پر سر بد رفتارۍ ورکې کړي (۴).

افغان تاريخ کي تر ټولو لومړی او ستره چاودنه…
کابل، بالاحصار، ۱۸۷۹ع کال
د اتلسمي پېړۍ د لندن نامتو انځورګره ورځپاڼه ګرافيک تر دې انځور لاندي ليکي:
“د ۱۸۷۹ په اکتوبر کي د کابل په بالاحصار کي يوه ستره چاودنه ناببره وسوه چي ټول کابل ئې ولړزاوه، زموږ همکار له خواجه صفا غونډۍ څخه دغه انځور ليکلی او تر لاندي ليکي:
[د چاودني تر شا د غره لمن کي سپيني خيمې د بريتانوي ځواکونو کمپ، کيڼ لاس ته د کابل ښار، ښي لاس ته سپينه کرښه د جلال اباد لار او ښي لاس ته خيمې د نېپالي ځواکونو اجير کمپ…]”
ما [پښتون زوی] چي هر څو پوښتنه کړې ده، زموږ مشران له دې پېښي چنداني نه وه خبر، خو ښکاري داسي چي ښايي کوم باروت/توپخانه کي د اورلګېدو او يا هم بلي پېښي له امله باروتو چاودنه کړې وي، او يا هم ښايي بله پېښه وي.

کله چې سيورغتمش (قيدوبهاردر) د ۱۴۲۶ م. کال په پای او د ۱۴۲۷ م. کال په پيل کې مړ شو، له هغه څخه دوه زامن د مسعود ميرزا او قره چار ميرزا په نامه پاتې شول. د شاهرخ په لارښوونه د قيدوبهادر ځای ناستی مسعود ميرزا وټاکل شو. خو ډېر ژريې ځان ظالم وښود. هغه د هيچا مشوره نه منله او ډېر ژريې د جبرکولو لاره ونيوله، اوسېدونکي يې لوټ کړل. د مسعود بدرفتارۍ عمومي ناخوښي او کرکه راپيدا کړه. لکه چې عبدالرزاق سمرقندي په دې اړه معلومات را کوي: ((او هغه په دغه هېواد يعنی د کابل په ولايت کې غير قانوني کارونه وکړل، زور زياتی يې وکړ، ددغه هېواد د خلکو يې هيڅ خيال ونه ساته، د هغه د سخت ظلم په نتيجه کې ددغه هېواد او ولايت خلک له زياتې نا اميدۍ سره مخ شول)) (۵). بايد ووايو، چې د مسعود د حکمرانۍ پر مهال دوګړو د ناوړه حالت په باب دا يوازيني معلومات دي چې وړاندې کېږي.

د کابل ولايت حالت دومره بحراني شو، چې شاهرخ بالاخره اړشو، چې په دغه ولايت کې دامن د ټينګتيا لپاره کوټلي ګامونه واخلي. هغه مسعود هرات ته وروغوښت او د هغه پرځای يې دده ورور کارچار د کابل ولايت د حکمران په توګه وټاکه (۶).

د قره چار دواکمنۍ پرمهال په تيموريانو پورې اړوند د کابل په ولايت کې پخپله د کابل ښار، غزنی او اړوندې سيمې شاملې وې. دغه وخت د کابل ولايت قلمرو محدود شو، تاريخپوهانو وروسته له دې د کندهار او په هغه پورې د اړوندې سيمې چې تراټکه اوږدې پراتې وې د قره چار په قلمرو کې شاملې نه ګڼلې.

داسې ښکاري، چې ورپسې حکمران، الوغ بيک کابلی، هم ونه کولای شول، چې د خپلې واکمنۍ (۱۴۶۰- ۱۵۰۲م.) قلمرو پراخ کړي. الوغ بيک د خپلو وروڼو- احمد ميرزا د سمرقند واکمن، محمود ميرزا د حصار واکمن (۷) سره په اتحاد کې هڅه وکړه چې له سلطان حسين څخه کندهار او ګرمسير ونيسي، خو بريالی نه شو.

کابل، بالاحصار، ۱۸۷۰ع
دې انځور کي روان کسانو د هند څخه د ډاګ يو صندق راوړی دئ.

د سلطان حسين پرمهال کندهار لومړۍ د ده ځوی محمد معصوم ته ورکړ شو او وروسته د ذونون ارغون په قلمرو کې شامل شو. لکه چې بابر ليکي، چې سلطان حسين د غور او زمينداورسيمې ذونون ارغون ته ور کړې وې. ((هزاره ګان او نيکوداري د هيچا ترواک لاندې نه وو)) (بابرنامه، ۱۷۲ پاڼه ب). سلطان حسين د ذونون ارغون د خدمت په بدل کې کندهار د ده ځوی- شجاع ارغون، ته ورکړ (۸).

د خواندمير د معلوماتو له مخې، ذونون ارغون د ۸۸۴ هـ. ق. کال (۱۴۷۹- ۱۴۸۰م.) له پيل څخه د څلورو کلونو په اوږدو کې په پرله پسي توګه د هزاره ګانو او نيکوداريو پر ضد جګړه وکړه. بالاخره هغه وکولای شول، چې ((هغوی اېلولو اوغاړه ايښودلو، تابعدارۍ، وفادارۍ او غوږ نيولو ته اړ کړي. هغه وخت خاقان سلطان حسين ذونون ته د کندهار، فراه، غور، سياهير (ساغر)، تولک او زمينداور د سيمو د ټولو چارو د اداره کولو واک وسپاره)) (۹).

د تاريخي منابعو پر بنسټ د کابل ولايت د سرحدی پولو ټاکنه يو ستونزمن کار دی. خوموږ وليدل، چې د قيدو بهادر د مقبوظاتو پرتله د کابل ولايت د سيمې پراختيا خورا محدوده شوه. په کابل ولايت کې د واک هره سياسي کمزورتيا د خطرناکو روستاړو (عواقبو) منبع ګڼل کېده: د هغه ګاونډيانو يو شېبه هم دا امکان له لاسه نه ورکاوه چې ددغه ولايت يو شمېر سيمې په خپل قلمرو کې شاملې نه کړي، لکه چې دا ډول پېښه د سلطان ابو سعيد له مړينې وروسته په ۱۴۶۹ کې وشوه.

د بابر د معلوماتو له مخې، د الوغ بيک کابلي له مړينې وروسته په ۱۵۰۲م. يا ۱۵۰۳م. کې د کابل ولايت له حکمرانۍ څخه يو شمېر ځمکې او افغاني قبايل جلا شول. بابر د ۱۵۰۴- ۱۵۰۵م. کلونو د پېښو د کښلو په ترڅ کې څرګندوی، چې ((که څه هم، باجوړ، سوات، پېښور او اشنغر مخکې په کابل پورې تړلي وو، خو اوس ددغو سيمو زياتره برخه د پښتنو په لاس ورغلې ده او پاتې نورې يې د پښتنو په لاس کې ولويدې او جلا سيمې يې جوړې کړې)) (بابرنامه، ۱۳۱ پاڼه ب).

کابل، ۱۸۴۳:
دغه انځور په ۱۸۴۳ زیږدیز کال کې یعنې له نن ۱۷۷ کلونه وړاندې دیوه انګریز انځورګرJames Atkinson له خوا کښل شوی دی چې په کابل ښار کې دشیریخ او فالو دې یو دوکان پکې ښودل شوی دی .دویم تن چې لکړه یې په لاس کې ده واوره خرڅوونکی دی چې دواورې یوه غټه تخته یې پر شا پورې تړلې ده.
کابل| انځورګر: James Atkinson | کال ؟ | 

سره له دې هغه مهال د کابل ولايت او په ځانګړی توګه د کابل ښار اهميت د ګاونډيو سيمو په اقتصادي ژوندانه کې خپل اغېز ته دوام ورکاوه.د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په پيل کې د کابل ولايت د اقتصادي رول د ارزونې په اړه تر ټولو بشپړ معلومات يواځې په ((بابرنامه)) کې موندلای شو. د کابل او د کابل ولايت د نورو ښارونو په اړه د ((هفت اقليم)) د اثر د مؤلف معلومات د بابر له معلوماتو سره په عملي توګه توپير نه لري (۱۰).

د شپاړسمې پېړۍ په پيل کې کابل يو لوی تجارتي، سياسي او اداري مرکز و. بابر د کابل او کندهار اهميت د هند پر لور د تجارتي لارې پر سره د اصلي تجارتي مرکزونو په توګه بيانوي. هغه ليکي:((له فرغانې، ترکستان، سمرقند، بخارا، بلخ، حصار او بدخشان څخه تجارتي کاروانونه کابل ته راځي.)) هر کال کابل ته اوه زره، اته زره اويالس زره آسان راولي، له ختيځ هندوستان څخه دلسو، پنځلسو او يا شل زرو سوداګرو کاروانونه راولي. له هندوستان څخه غلامان، سپين ټوکران، بوره (شکر) او قند او د دوا بوټي راوړي… په کابل کې د خراسان عراق، روم او چين مالونه پيدا کېږي؛ او لکه د هندوستان د تجارت بندر چې وي)) (بابرنامه، ۱۲۹ پاڼه الف). بابر څرګندوی، چې کابل د منځنۍ آسيا، هند اوايران ترمنځ د لارې پر سر موقعيت درلود.

د کابل په اړه د ((هفت اقليم)) مؤلف امين احمد رازی داسې ليکي: ((کابل د نړۍ يو له لرغونو ښارونو څخه ګڼل کېږي. د هغه په ختيځ کې لغمان، پېښور او د هندوستان يو شمېر سيمې پراتې دي، د هغه په لوېديځ کې غرنۍ سيمې، چېرې چې هزاره او يکداره قبايل اوسيږي، د کندهار او انداراب په شمال کې د هندوکش غرونه هغوی په خپل منځ کې سره بېلوي، د کابل په جنوب کې فرمول، نغر او افغانستان موقعيت لري. د کابل ولايت يوه اوږده او تنګه سيمه ده، چې شاوخوا غرونو راچاپيره کړې ده (۱۱).

د افغانستان له لارې د تجارتي کاروانونو مهمې لارې تېرې شوې وې، هنديې له ايران سره نښلوه او بيا د کسپين بحيرې، تورې بحيرې او دروم بحيرې تر غاړو غزيدلي وې. کندهار په شپاړسمه ميلادي پېړۍ کې د لارې پر سر د تېريدلو يو مهم مرکز و، په هغه لار هر کال لوېديځ ته له ۱۴ زرو زيات او ښان چې هندي نخي ټوکران، کشميري شالونه، مرچ او بېلابېل تجارتي مواد به ورباندې باروو تېريدل. په کندهار کې له دغو تجارتي کاروانونو څخه د راغونډ شوي محصول له لارې د ايران پاچاته په ورځ کې څو پاوه د طلا عوايد په لاس ورتلل (۱۲). دوچې له لارې د هند او منځنۍ آسيا ترمنځ تجارت کم اهميت درلود، خو د تجارت کچه ډېره لوړه وه. د هند او منځنۍ آسيا ترمنځ تجارت هم د افغانستان له لارې کيده.

ايراني شاهانو او هندي واکمنو د تجارتي لارو له امن سره علاقه درلوده، زياتره وخت يې له افغاني جنګياليو څخه د پيسو په بدل کې ځان ژغورل غوره ګڼل: هغوي يې د لارو د ساتلو په موخه ګمارل او په بدل کې يې ډېرې پيسې ورکولې (۱۳).

د کابل ښار تر ټولو زوړ عکس چي په منځ کي ئې د تېمورشاه مقبره ښکاري.

بايد هير نه کړو، چې پخپله افغانان (پښتانه) او په ځانګړې توګه کوچي قبايل هم ددغه خورا ګټور تجارت برخه وال وو. نوموړی تجارت د قبايلو د لوړو قشرونو دشتمن کولو لپاره يوه وسيله وه او عادي خلکو ته هم ګټه رسيده، ځکه هغوي هم د حيواناتو د څښتن او يا د وسله والو ساتوونکو په توګه استخدام کيدل (۱۴). او د پونده په نامه ياديدل. (۱۵). په تجارتي کاروانونو کې د دوی په کار ګمارل يوه له مهمو وظيفو څخه وه. دغو له پښو تر سره وسله والو جنګياليو او سوداګرو يو ځای له خپلو کورنيو سره په کال کې دوه ځلې له بخارا څخه د کندهار او ګومل له لارې هند ته سفر کاوه.

په ((بابرنامه)) کې د ټولو ترانزيتي لارو په باب چې په شپاړسمه ميلادي پېړۍ کې له کابله تېرې شوې دي، بشپړ معلومات راغلي دي. د بابر دغه معلومات خورا تاريخي مواد دي چې پرته له هغوی هيڅ يو څېړونکی د منځنۍ آسيا او هند ترمنځ تجارتي اړيکې نه شی څېړلای. (۱۶)

د بابر په قول، له هندوکش څخه تر کابله (۷) لارې تللي دي: ((د بلخ، کندز، بدخشان او کابل ترمنځ لويه لار د هندوکش ترمنځ تېريږي). درې لارې تر پنجشير را تېری شوي، تر ټولو جګه لاره د خاواک کوتل او غاښی دی، ټيټه لاره يې طول ده، لا ډېره ټيټه يې د بازارک پرنده لار ده. له دغو دريو کوتلونو څخه، د بابر په عقيده، ډېره ښه او بې خطره لاره د طول وه. خو ددغه کوتل لار د نورو پرتله ډېره اوږده وه، ځکه يې د ((طول)) په نامه نوموله، چې ژباړه يې ((ډېره اوږده)) کېږي. ډېره نېږده لاره د بازارک د کوتل لاره وه. دغه کوتل هم د پرنده په نامه ياديده. يوه بله لاره د پروان له لارې تللی وه. له اندارب نه تر پروان پورې لاره ډېره سخته ګڼل کيده (۱۳۰ پاڼه ب).

بابر د خاواک لارې ته ډېر د اهميت په سترګه نه کتل. که څه هم دې لارې لرغونی شهرت درلود، الکساندر مقدوني د خاواک له لارې بلخ ته ولاړ او بسوس يې تعقيب کړ. دغه لار تيمور هم ليدلي وه، ځکه دی پر ۱۳۹۸م. کال همدغه کوتل په شمالي برخه کې راتېر شو او تر هندوستانه يې لښکرې وبهولې. هغه له سمرقندنه د خلم او اندارب پرلار د هندوکش او خاواک کوتل له لارې کافرستان او کابل ته راغی.

میوند واټ، کابل، ۱۹۶۲

همدارنګه نورې درې لارې د غوربند له لارې کابل ته غزيدلي وې: يوه د ينګي يول کوتل لار، بله د کيپچاک کوتل لار چې د قيزل سو او اندراب سيندونو سره يو ځای کيده (۱۷)، درېيمه د شېبرتو د کوتل لار، په دوبی کې د اوبو د زياتوالی په وجه مسافرين د شېبر تو کوتل له لارې تر باميان او سيغان پورې تلل، خو په ژمی کې د آبدارې له لارې تلل. د شېبرتو لار ډېره بې خطره وه. پر دغه لاره په ژمی او دوبي کې تجارتي کاروانونه روان وو. کله چې په ژمی کې نورې ټولې لارې د څو مياشتو لپاره بنديدې، د شبر کوتل يوازينۍ لار وه، چې بلخ، کندز، بدخشان او ماورأالنهر يې له کابل سره نښلول.

د ګورکا- کريا ژين په قول، کابل ته د شېبرتو لار د خاواک او باميان تر څنګ تېريدله او په دغه سيمه کې نوموړې لاره ډېره لرغونې وه او د باميان او هندوستان ترمنځ ډېره مهمه لاره وه. هغه د خاواک په جنوب کې د خلم سيند پر غاړه تر باميانه او د هندوکش او بابا غره د لړيو ترمنځ او د آق رباط کوتل په شمالي برخه او د حاجی ګک په جنوبي اړخ کې غزيدلی وه (۱۸).

نوميالی افغان پوهاند احمد علی کهزاد هم د باميان د لارې يادونه کوي او ډېره مساعده يې ګڼي. د کهزاد په قول، د ۱۵۴۶- ۱۵۴۷ کلونو په بهير کې د بابر ځوی همايون له همدغې لارې د بدخشان څخه کابل ته راستون شو، دی د آبدارې، د شبر کوتل، ريګاک اوآرد، د خواجه سياران وادۍ له لارې کابل ته راغی (۱۹).

د ملالۍ مجسمه، کله چي د لومړی نړيوالي جګړي په وخت کي دروسيې د زندان څخه دوه تنه اسټرليايي سرتيري؟ راوتښتيدل،او په کابل کي اوسېده، دوی به مجسمې جوړولې او خرڅولې. چي يوه ئې دغه وه چي د دلکشا ماڼی په اړخ کي ولاړه چي په سقاوي اړ و دوړ کي ورانه سوه.

په زړه پورې ده، چې د شلمې پېړۍ په پيل کې د ن. واويلون او د. بوکينيچ په مشرۍ شوروي هيات چې په ۱۹۲۴م. کال کابل ته دعلمي هدفونو لپاره، له همدې لارې کابل ته راغلی و. هيات د کوشک له سرحدي ښار څخه د يو معمولي کاروان په وسيله هرات ته راغی. په هرات کې له علمي پلټنو وروسته، هيات پر دوو برخو وويشل شو. لومړۍ ډله د هزاره جات په لار کابل ته را روانه شوه و د هندوکش په جنوبي لړيو کې او د افغانستان د مرکزی لوړو سيمو ترمنځ راتېره شوه او کابل ته راورسيده. د هيات دوهمه ډله له هرات څخه د ميمنې د کلا- نو له لارې د هندوکش په شمالي لړيو کې را تېره شوه. هيات له ميمنې څخه تر مزار شريف پورې د تاشقرغان او ايبک له لارې باميان ته ورسيد او د باميان د سيمو له پلټنې وروسته د چاريکار له لارې کابل ته راورسيد (۲۰).

هغه لاره، چې کابل او خراسان يې د کندهار له لارې سره نښلول، خورا اسانه او بې خطره وه. ځکه د هرات، کندهار او کابل ترمنځ هيڅ کوتل نه و او پخپله دا لار، لکه چې بابر ليکي، اواره وه (بابرنامه، ۱۳۱ پاڼه الف). څه چې په شمالي او جنوبي ختيځو لارو پورې اړه لرله، نو هغوی په بشپړه توګه له جنوبي لارو سره توپير درلود. په لوړو غرونو ختل او له لوړو کوتلونو او ښتل همېشه ممکن نه وو. پرته له دې مسافرينو ته د کوچي قبايلو له خوا خطر متوجې و او زياتره وخت يې تجارتي کاروانونه لوټ کول. جنوبي لارې هرات او کابل د کندهار له لارې نښلول، خو اواره وه او د ريګستانی دښتو ترمنځ تېره شوی وه او په دې ډول يې د کاروانونو لپاره خنډونه جوړول (۲۱).

دغه لاره ډېره پخوانۍ د کاروانونو لار ګڼل کيده. د هخامنشيانو له وخته يې شهرت درلود او لا تردې مهاله يې خپل اهميت دلاسه نه و ورکړی. جنوبي لار له هراته پيليده او تر هغه ځايه چې د فراه رود او هلمند سيندونه د ارغنداب له سيند سره يو ځای کېږي، غزيدله، له هغه ځايه کندهار ته او بيا تر کابله رسيدله (۲۲).

کابل د هندوستان سره د څلورو لارو په وسيله نښلول کيده: لومړۍ لار د لغمانات له لارې، دوهمه لار د بنګښ له لارې، درېيمه لار د نغز (نغر يا اشنغر) له لارې، وروستۍ څلورمه لار د فرمول (برمل) له لارې (بابرنامه، ۱۳۱ پاڼه الف). په لومړۍ لار باندې د کابل او سند (اټک) سيندونو د يو ځای کيدو پر ځای د سند، کابل او سوات له سيندونو تېريدل. بل ځل د نيلاب تر سيند او ښتل. دلته پرته له ځانګړو وسايلو په کښتيو کې له سينده پورېوتل. دوهمه لار له کابل څخه هندوستان ته د بنګښ له لارې په دينکوټ ورپورېوتله.

بله لار له هندوستانه کابل ته د غزنی له لارې تر فرمول او جوبار راتېريده او که چاغوښتل چې د دشت سيند له لارې راشي، بيانو کندهار او ورپسې کابل ته برابريدل.

د بارتولد و. و. د معلوماتو له مخې، غوره مرکز چې هرات يې له هند سره نښلوه کندهارو. دغه ښار د دوولارو د ګډيدو پرځای آبادو: يوه لاره د غزنی له لارې کابل او پنجاب ته او بله لاره د بولان د کوتل له لارې سند ته تللې وه. غزني ته نېږدې د ګومل له لارې يوه بله نېږده لاره هندوستان ته تللې وه، خو لکه چې ښکاري، ((د مسلمانانو له فتوحاتو مخکې تجارتي کاروانونه د کندهار او کابل په لار تلل، هم لنډه وه او همدارنګه د بولان او ګومل له لارې تګ ستونزمن و) (۲۳).

د بابر د معلوماتو له مخې، هغه لار چې له کابل نه د کندهار پر لار هند ته تر دشت ورتېريدله، که څه هم اوږده وه، خو سخت غرني غاښي يې نه درلودل، د کاروانونو لومړنۍ لاره وه، چې تر غزنی ورتېريده او جوبارته رسېده.

له پورته څرګندونو معلوميږي، چې کابل په افغانستان کې د بابر پلازمېنهمېنه وه، همدا رنګه د هغه ستر ښارونه، لکه غزنی او کندهار د تجارتي کاروانونو لوی مرکزونه وو. په کابل کې د بابر واکمني ((د يوې سترې کلا او مرکز حثيت له ځانه سره درلود، چې هند ته پر ټولو غزيدلو تاريخي لارويې قومانده او واک درلود)) (۲۴). په دربار پورې د اړوند تاريخپوه ابوالفضل په قول، ((کابل او کندهار له لرغوني زمانې راهيسې تل د هندوستان د دروازې په توګه پېژندل کيدل؛ چې د يوې دروازې له لارې توران او د بلې دروازې لارې ايران ته لاره ولاړه وه او د دغو دواړو مرکزونو (کابل، کندهار) په مرسته د مغولو امپراتوري له بهرني يرغل څخه بچ وه)). (۲۵)

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!