منډيګک
افغان تاريخ

کرنیل قایم خان کاکړ

عبدالبصير قايم

0 1،007

د جنوبي پښتونخوا ږوب سیمي، په خپله پراخه لمن کښي داسي میړني پښتانه شازلمیان زېږولي چي په خپل وخت کښي یي د یرغلګرو په وړاندي خپله سینه د سپر په ځیر ګرزولې، د خپلو خلګو او خاوري د خپلواکۍ لپاره یې خپل سرونه نظرانه کړي. په دغه میړنیو غازیانو کښي یو نوم هم د کرنیل غازي قایم خان کاکړ دی.
قایم خان د جعفرخان زوی، د مهترخان لمسی او د بلال خان کودی، د کاکړو د سنځرخیل، جلالزیی شبوزیی له ټبره، د قلعه سیف الله د رود جوګیزیی د کوندر په سیمه کښي تقریبا په ۱۸۷۰عسیوی کال کښي زیږیدلی. دی لا ځوانۍ ته نه وو رسیدلی چي پلار یې په حق ورسیدي، خو ده په لوړهمت او میړاني د خپل پلار ورپاته سوی د خانی نوم او د خپلو خلګود خدمت ډګرلا تود وساتي.
مکار فرنګي چي له نورو عادتونو سره سره یې یو عادت دا هم وو. چي کله به یې په پښتانه کښي د مخ سړي او پر خپله خاوره مین زلمی ولیدی، نو به یې د ځان د تابع کولو لپاره سوغاتونه او وظیفي ورته وسپارلې. و غازي قایم خان ته یې هم د لیویزو د رسالدارۍ رتبه او په ۱۹۱۱ کښي یو مکتوب، د برطانوي هند د وایسرای د تاج پوشي په مراسمو کښی د ګورنر ایجنټ له اړخه، چي په هغه کښي د قایم خان او د دده د ټولي د جلالزيي د پښې د مالیه د معاف کولو سپارښتنه په کښي سوې ده، ورکړل سوی دی.
خو هغه پښتانه چي خپله خاوره ورته د مور حیثیت لري او په خپل ایمان او وجدان ټینګ ولاړ وي. کله دا سوغاتونه او وظیفو ته حیثیت ورکوي.
کله چي غازی امان الله خان د فرنګیانو پر ضد د جهاد اعلان وکړ، نو یې د پیاوړي مجاهد جرنیل یار محمد خان په لاس د جنوبي پښتونخوا و شازلمیانو ته مکتوبونه راواستول، په هغه کښي یو مکتوب د غازي قایم خان په نوم او نور د سردار کلا خان کاکړ، شیرک خان کاکړ، سردار حسن خان کاکړ اواختر محمد خان مندوخیل په نوم وو. په هغه مکتوب کښي لیکلي وو:

ما د افغانستان د دیني علماو، مشایخو او روحانیونو څخه د انګریزانو په مقابل کښي د افغانستان د خپلواکی او د جهاد فتوا اخستې ده، هلته ستاسو غیرتي قومونو د مشرانو څخه زما دا هیله او امید دی، چي خپل قوم او قبیله، په ځان او مال باندي له جهاد لپاره وهڅوي، انشاالله وتعالی چي د جهاد له مورچل نه ازادي نژدې ده.
اعلیحضرت امان الله خان

د دغه مکتوبونو د رارسېدو سره سم، پر خپلی خاوري، وطن او دین مینو پښتنو سم دستي، د خپلو مشرانو په مشرۍ کښي د فرنګي پر ضد په جهاد لاس پوری کړ.
و غازي قایم خان او دده د لیویزو ملګرو ته چي فرنګیانوڅونه ټوپکونه او نور د جنګ سامانونه ورکړي وو. هغه یی ټول د دوی پر ضد استعمال کړل. د ږوب د فرګیان قلعه، په قلعه سیف الله، هندو باغ، برښور او د جنوبي پښتونخوا په نورو ډيرو سیمو کښي یې فرنګیانو ته ډیرزیات تلفات ور واړول. دوی به د تور غره، نخاس غر او د کندر غر په سمځو او شیلو کښي پوټیدو او له هغه ځای به یی دښمن و کراري ته نه پریښودی. فرنګیان د دوی له مقاومته ډیر په تنګ راغلو. نو بلاخره یي د قایم خان پر سر غټ انعام کښېښووی. چي که هر چا قایم خان په لاس راکړو. موږ به ډیري غټی جایزې ورکړو.

يوه پېړۍ وړاندي اروآښاد قايم خان ته د شاه امان الله لخوا لېږل سوی ليک

کله چي د اعلیحضرت غازي امان الله خان د خپلوالۍ اعلان د لر او برافغانستان ټول غرونه او رودونه و لړزول. نو دغه غازی، سره له نورو ملګرو کابل ته لاړ. غازي امان الله خان د کرنیلی او برګیډری اعزازی رتبې او یو میډال ورکړ، د روزګان په ولایت کښي يي کاریزونه ورکړل. خو بیا ده ورته وویل چي په روزګان کښي یی نه غواړم، ځکه له خپلو عزیزانو او د خاپوړو له وطنه ډير لیري کیږمه، نو بیا غازی امان الله خان د زابل د شینکي په ولسوالۍ کښي څلور کاریزونه، د بادو، خونی، کړکبب او ګدو په نامه ور تسلیم کړل. پرغازی امان الله خان، قایم خان ډیر ګران وو. د افغانستان د استقلال په هر جشن او نورو میلمستیاوو کښي به یې غازی قایم خان له بلن لیکونه او نور سوغاتونه راستول.
کله چي اعلیحضرت غازی امان الله خان له افغانستان څخه لاړ او سقاوي جوړه سوه. نو دغه ستر غازي هم د دغي ستري غمیزی د برداشت کولو توان ونه درلود او په ۱۹۴۱ ع کښي یې د دغي فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړي. د بادو د مشهوري هدیري، ملا ټن نیکه په هدیره کښي و خاورو ته سپارل سوی دي.
د ده په هلکه ډیری کاکړي غاړي جوړي سوي دي. یو ځو يی دلته راوړم

شنه کالي په رنګ د خم صبا لیویز بیای قایم
قایم ځي کلا یی مل دی اور پر سرو ګورګیانو بل دی
د دنخاس تر ځوکي لوړ دی قایم خان نمی کاکړ دی
لیا به سر وخورمه سرې لیا به کوټ وړم د رسالې

د شاه امان الله لخوا قايم خان ته د ملکي کرنېل رتبې ورکولو سند، ۱۲۹۸ل
د شاه امان الله لخوا قايم خان ته د خپلواکۍ په لار کي د ورکول سوی ستوری نښان

‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!