منډيګک
افغان تاريخ

یوویشتمه پېړۍ او ويشلی افغانستان

خيبر اميري- بلخ

The courtyard of a mosque in Afghanistan, illustration from the magazine The Graphic, volume XVIII, no 462, October 5, 1878.
0 531

افغانستان د افغان وګړو ( پښتانه، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او…) ګډ کور بلل کېږي.
د نړۍ هيڅ هېواد يو ملت ، یو مذهب او یو قوم ندې بلکې له مختلفو ژبو، قومنو،  او توکمنو څخه تشکيل شوی.

تاریخ دا خبره ازبات کړې، چې دغو ټبرو په ګډه سره له خپل ټاټوبي نه ساتنه او پالنه کړې او دغه ګډ احساس يې خورا غښتلی دی. له دې امله دغه اولس په حقوقي ډول یو ملت ګنل کېږی. د افغان کله وايي د «پګان» او افاغَنه نه را جوړ شوی دی. پښتنون ته اپاګان یا اوغان، افاغَنه او پټان ويل کېده ؛ خو اوس هم د ګړ په لږ توپېر سره همدا ټکي کارول کېږي، افغانستان له زرګونو کالونو راهيسې د افغانانو مېشتنځای دی.

سرحد: پولې په حقیقت کې د یو دولت خپل واک او صلاحيتونه تحمیلول په هغه سيمه دي.
او پولې هغه ليکې دي د چې د دولتونو تر منځ سيمې تعين او معلومې وي. چې په ټوله کې سرحدونه په دوه ډوله ښودل شوي دي  طبيعي او مصنوعي.

طبيعي سرحدونه: د غرونو سیندونو دښتو او خليجونو په اساس بيلېږي.

مصنوعي سرحدونه: بیا د هندسې خط کښ په کشولو او د ځنو نښنو لکه: امنيتي پوستي، تېږې، ديوالونه ، سړکونه، کانالونه او پایو په خښلو بيل شوي دي.

د نړۍ ۷ خطرناک سرحدونه

پاکستان او هندوستان هغه دوه ګاونډي هیوادونه دي چي له اوږدې مودې راهیسي په ۲۷۰۰ کیلومتره سرحدي کرښي په سر اختلافات لري

د افغانستان او پاکستان د ډیورنډ کرښه هم یو له هغه اووه خطرناكو سرحدونو څخه شمېرل کېږی، چې ۲۲۰۰ کیلومترو څخه زیاته پوله لري، چي افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلې، او دا سرحد هغه وخت د نړۍ په سطحه خطرناک وشمېرل شو، چي روسیې پوځونو په افغانستان یرغل وکړ او وروسته کورنۍ جګړې زور واخیسته چي شاوخوا ۴۰ کاله پوره شول، خو جګړه لا پاى ته نه دي رسېدلي.

د شمالي اوجنوبي کوریا سرحدي کرښه هم د دنیا له خطرناکو سرحدي کرښو څخه شمېرل کېږي چي اوږدوالی یې ۲۵۰ کیلومتره دی او له ۱۹۴۸ کال راهیسي د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات پرې را ولاړ شوي دي.

شپاړسمه پېړۍ کي د افغانستان نقشه

د سعودي او یمن ترمنځ سرحدي کرښه هم د یادو سرحدونو نوم لړ کې راځې. چې ۱۴۰۰ کیلومتره پوله لري. د چین او شمالي کوریا دا سرحدي کرښه هم له خطر څخه ډکه ښودل شوې ده، چې ۱۳۰۰ کیلومتره اوږد سرحد لري . د اسرائیل او د شام فلسطین هیوادونو ترمنځ سرحدي کرښه همله خطرناکه کرښوشمېرل کېږي چي ۱۹۴۸ کال کي منځته راغله.
د لوی وطن پولې یا سرحدونه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ  سياسي او پنځيزې پولې يې له ؛ امو(acsus) نه تر سیند پورې دي. د دې خبرې د ازبات لپاره وګورئ! د «اوستا» د لاسوند ( يشتو) له مخې د اریانا شپاړسګونې ولایتو نومونه:

۱-  اریانا د وېجو د ( امو او سیر دریا تر منځ)۲- سوغده sughuda ( د اموپه شمال کې سغد- سمرقند) ۳- مورو( مَروَ او مرغاب) ۴- بُخدي ( بلخ بامي) ۵- نیسایا ( ميمنه) ۶- هره یوه Haraiva ( هرات ) ۷- وایکرته  ( د کابل سیمه) ۸- اوروه ( د کندهار او اباسین ترمنځ سیمه، د پکتیا ولایت او سلیمان غر (هیرمند- هېلمند) ۱۲- رګه ( د بدخشان، د راغ اوسنۍ ولسوالي- پښتو: راغه) ۱۳- کَخَره( غزني) ۱۴- رنګا ( سیر دریا) ۱۵- وارنا (امیر بند) ۱۶- هِپته هندو (د سند سیمه) .

همدا ډول په اوستا کې د افغانستان غرونه یاد شوي دي لکه: سیامګه (تور غر- سیاه کوه) – یو پاري سینه (هندوکش)- سپیته ګونه ګيري (سپین غر) اوادسې نور .

ټولې یادې سيمې په افغانستان یا په ګاونډ کې يې پرتې دي.

افغانستان د سوېلي اسیا په شمال لوېدیځ کې پروت دی. دغه هېواد تر ټولو دمخه په سیمه کې یو حساس ستراتيژیک، ژيو پولتيک، جيو ايکانومي موقعیت لري. له دې امله د  تاريخ په اوږدو کې د ټولو زبر ځواکو د پام وړ او د دوی د لو بو او جګړو ډګر ګرځېدلی او د غه په وچه کې را ایسار کړای شوی غرنی لرغونی هېواد، په پرله پسې تګه د ورانيو او سترو ناورینو سره مخ شوی دی. دغه هېواد د خاورې او د پولو د برید له مخې د تاریخ په اوږدو کې لوی او وړوکی شوی دی. خو په اتلسمه پېړۍ کې د ابدالي واکمنۍ ( ۱۷۴۷- ۱۸۱۸ ز) پر مهال، د  لومړي ځل لپاره د دغه هېواد سیاسی پولې له پنځیزو پولو سره سمون وموند. خو په سیمه کې د انګرېزانو د اغېز، یرغل، لاسوهنو او د سیمه يېزو او نړيوالو لوبو له امله په څو پړاوونو کې، په دېتوګه ټوټې ځنې جلا شوي دي:

لومړی- د ابدالیانو پر مهال:

  • په ۱۸۰۳ کې د ابدالي شاه محمود پر مهال د خراسان ولایت، د ایران د قاجاریانو لاس ته ورغی.
  • په ۱۸۱۲ز کې د اباسین پر غاړه د « اټک کلا » د پنجاب سېکانو ته پرېښدل شوه.
  • په ۱۸۱۸ز کې د «ملتان» ولایت د سېکانو لاس ته ورغلو.

دوویم- د محمدزیو د واک پر مهال:

  • په ۱۸۱۹ز کې د « کشمیر» ولایت، د پنجاب له دولت سره وتړل شو.
  • په ۱۸۲۱ز کې د «غازي خان ډېرې» ولایت، پنجاب سېکانو لاس ته ورغلو.
  • په ۱۸۲۳ز کې د « پېښور» ولایت، انګریزانو ونیو.
  • د ۱۸۵۴- ۱۸۷۶ز پورې د «بلوچستان» ولایت انګرېزانو لاندې کړ.
  • په ۱۸۸۴ز کې د «مروې» ولایت، روسانو لاندې کړ.
  • په ۱۸۷۸ز کې د «شال، فوشنج تر کوژک، کورمه، لنډيکوتل » سيمې د ګندُمک د تپل شوې پوهاوي له مخې د امير محمد یعقوب له خوا انګرېزانو ته ورکړل شو.
  • په ۱۸۹۳ز کې امير عبدالرحمن د «سوات، باجوړ، چترال، ارنوې سيمې، وزیرستان، دوړ، څاکۍ او چمن» ولایتونه، د « ډيورنډ » تپلي موافقت لیک له مخې انګرېزانو ته ورکړل شو.
  • په ۱۸۸۵ز کې «پنجدې» سیمه روسانو ونيوه.
  • په ۱۸۷۲ز کې د «سیستان» ولایت ځينې برخې د انګرېزي پلاوي له خوا ایران ته پرېښودل شوې.

د خواشينۍ ځای دا دی، چې افغانستان په ۲۱ مه پېړۍ کې هم هماغسې وېشلی او ټوټې شوې پاته دی. درې لسيزي کېږي، چې د سيمه ییزو او نړيوالو پېچلو لوبو او استخباراتي جګړو په تاوده ډګر او سنګر اوښتی دی، په تېره دغه ناورین د ډيورنډ دکرښې د دواړو غاړو مېشت پښتانه په اساسي توګه ځپلي دي. دغه لوبې دومره پخې، پېچلې، لوړې او ژورې دي، چې څوک نه پوهېږي، چې نور به څه کېږي؟ خو ورسره داسې ښکاري، چې جوړيدا لپاره يې خپلي روا غوښتنې او هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.
په هر حال موږ دا ټوټې ټوټې او پاشلې افغانستان يوځای کيدل او په دغه جغرافیه کې تپل شوي جګړي ته د پای ټکی غواړو.

اخځليکونه (سرچيني) Reference:

۱- حقوق بین الملل عمومي\ پوهاند دوکتور ودیر صافي\ ۱۹۸۳لمریز

۲- سياسي ليد لوری\ دېپلوم انجنیر جنرال سعادت ملوک ( ازاد) لومړی ټوک\ ۱۳۹۳ لمریز

۳- انټرنيټ بیلابیل سرچيني

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!