ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
ارواښاد باوري په ١٣٥٢ لمريز کال د ترينکوټ د سيدال خان ليسې څخه فارغ او د ١٣٥٤لمريز کال د کانکور ازمويني وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د تاريخ څانگي ته شامل شو، په ١٣٥٨لمريز کال يې د کابل پوهنتون د ليسانس دپلوم تر لاسه کړ. د همدې کال د کب په مياشت کي يې د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کي برخه واخستل خو لا نتيجه څرگنده نه وه چي په ١٣٥٩ لمريز کال د غوايي په مياشت کي د مکلفيت چوپړ شپږ مياشتنۍ دورې ته وليږل شو ، د ښاغلي باوري په وينا د چوپړ دا دوره هر شپږ مياشتي وروسته جبراْ شپږ مياشتي نوره اوږدېدله او د اتلسو مياشتو وروسته په ١٣٦٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کي يې د مکلفيت د چوپړ څخه د فراغت پاڼه تر لاسه او د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني ډيپارتمنت د علمي غړي په توگه دنده پيل کړه.
ښاغلي باوري د خپلي دندي تر څنگ د ١٣٦٥ څخه تر١٣٦٧ لمريز کال د ماسټرۍ پروگرام بشپړ کړ او د کابل پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ يا .ام . اې . دپلوم تر لاسه کړ. ښاغلي رسول باوري د ١٣٦٠ لمريز کاله څخه تر ١٣٧٧ لمريز کاله پوري يې بېله ځنډه د کابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني په ډيپارټمنت کي د استاد په توگه دنده تر سره کړېده .
استاد رسول باوري د کابل پوهنتون د کړنلارو سره سم د پوهيالي کانديد رتبې څخه بيا تر پوهنوالۍ پوري علمي رتبې يو په بل پسې ترلاسه کړيدي ، او په دې ترڅ کي يې تر شل عنوانه زيات علمي او تحقيقي کتابونه ليکلي چي له هغو څخه پنځلس عنوانه کتابونه د کابل پوهنتون، علومو اکاډمۍ او يو شمير بهرنيو علمي موسيسو له خوا چاپ او خپاره شويدي .
چاپ شوي اثار
_ د روښانيانو غورځنگ ( مونوگراف چي وروسته خپور شو ) ١٣٥٨ .
_ اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون ١٣٦١ .
_ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .
_ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٤ .
_ باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٥ .
_ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .
_ افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه ١٣٦٧.
_ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .
_ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم ١٣٦٩ .
_ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٧١ .
_ موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه ١٣٧٤ .
_ لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي دافغانستان فرهنگي ودي ټولنه ١٣٨١
_ په افغانستان او گاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.( د ساپي پښتو خپرونو مرکز له خوا تر چاپ لاندي )
– په انگريزي ژبه Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)
– په هالنډي ژبه ( Samenwerken in Drenthe. 2003 .( Assen: Nederland
خپريدو ته چمتو اثار
_ په افغانستان کي سپړل شوي لرغوني سيمي .
_ لرغونې نړۍ . ( د ژباړل شويو مقالو ټولگه )
_ لرغونی افغانستان او گاونډي هيوادونه .
_ د مټن او لنډيانې بابوزي ( اتنوگرافيکي څيړنه )
_ نيوکي او گيلې .( په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني.)
تر دوه سوه زياتي مقالې يې د هيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي چاپ شويدي . تر پنځوس زياتو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کي يې گډون کړيدﺉ . په ١٣٦٨ لمريز کال يې د کابل پوهنتون د ادارې له لوري د زيار کښ استاد ستاينليک تر لاسه کړﺉ او په ١٣٧٤ لمريز کال يې د محمود طرزي د ليکوالۍ دولتي نښان گټلی دی.
نوموړی په هالنډ هیواد کې د لرغونپوهنې په برخه کي تر ماسټرۍ کولو وروسته په خوست کي د شیخ زاهد پوهنتون او تر هغه وروسته د کابل پوهنتون د لرغونپوهني څانګي مشر او استاد، د پوهني وزارت نصاب مسؤل او بیا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین و.
د ۲۰۲۱ د جون په ۱۲ مه (د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي ۲۲) د افغانستان تکړه لرغونپوه او د پوهنتون استاد پوهاند محمدرسول باوري د کورونا ناروغۍ له کبله وفات سو.
د اروښاد باوري ټولي ليکني دلته ولولئ