ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
تاریخ ليکي چي له ميلادي کاله ۵۲۰ کاله پخوا د پارس اوسني ايران ختيځ لوري ته اتيا زره يهود د غزنه او ګور غور په سيمو کي مشت وه، کرار کرار دوی د تجارت په برخه کي په افغاني ټولنه کي ستر ځای وموند، د شلمي پېړۍ په سر کي، درې ځایه [بلخ، کابل او هرات] د دوی شمېر اته زره تنه ښوول سوی دئ.
افغانستان کي د یهودو بحث هغه وخت نړيوال سو چي په ۱۹۴۶ع کال په غور کي يوه یهودي هديره کشف سوه چي عبري او پارسي ډبرليکونه ئې ۷۵۲ع کال ته رسېدل، دې خبري افغاني يهود وهڅول چي له نړيوالو یهودي ټولنو سره نږدې سي.
ورپسې په ۱۹۵۰ع کال کي یهودو ته د وخت د دولت لخوا رسمي اجازه ورکول سوه چي اسرايلو ته کډوه وکړي، افغان ليکوال بشير انصاري الجزيره ټلوېزيون ته په مرکه کي وويل چي ډېري کورنۍ له اصله د نېستۍ له امله تيار سوه چي اسرايئلو ته کډه وکړي خو افغان دولت فکر کاوه چي دوی ټول یهود دي.
ياده دي وي چي د ظاهرشاه په وخت کي یهود له عسکري خدماتو معاف وه خو بايد جزيه ئې ورکړې وای.
پښتنو کي ماته د یهودو يوازي يوه کورنۍ مالومه ده چيي وردګ تخلص کوي او زما سره ئې يو تن فېسبوک کي ملګری دئ.
بله پېښه د هرات وه چي په ۱۹۷۸ع کال کي د وروستي یهودي عبادت ځای [کنيسای غول] پر ځای مسلمانانو د بلال په نامه مسجد ورغاوه او اوس پکښي مدرسه هم ده.
په دې پېښه پسي د هرات اټکل شل یهودي کورنۍ د ايران نيشاپور ته کډه سوه، ځکه چي افغان یهود پارسي ژبي دي.
، په ۱۹۹۰ع کي کابل کي شل یهودي کورنۍ وې چي د مجاهدينو په واک ته رسېدلو ټول چور او بې عزته سوه او اوس يوازي يو کورنۍ یهودان پاته دي چي مذهبي او ټولنيز مشرتوب اسحاق کوي.
څو کاله وړاندي د اسرائلو ملي کتابتون ادعا وکړه چي د افغانستان په شمال کي ئې د یوه غار څخه د یهودو يوه لرغونی کتاب وموند چي په عبراني ژبه دی او پکښي ليکل سوی چي پښتني قبايلو کي ورک یهودي ټبرونه اوسي، په دې هڅه دوی په پښتو ژبه يوه تبليغاتي فېسبوک پاڼه هم جوړه کړه چي کله ناکله به ئې پکښي زړې بابولالي په نوي سور کي وړاندي کولې، خو دا کار جعلي او بې پايلي وخوت.
که تاسي په دې اړه مالومات لرئ، زما د ليکني ورته اړتيا ده.