منډيګک
افغان تاريخ

خرقه شريفه؛ تاريخ، شکل او نوي روايات

0 917
خرقه شريفه په کندهار کي پرته د اوښ د وړيو هغه نبوي چپنه ده چي په ۱۱۸۲هـ کال د احمدشاه بابا په امر د شاولي خان باميزي لخوا اشرف البلاد [کندهار] ته راوړل سوه. د نبوي کورنۍ په لاسونو غير منظمه ګڼدل سوې دغه چپنه دوه لنډ لستوڼي او شنه ته ورته رنګ لري چي محمد [ص] د رنځ، حجت الوداع او رحلت په وخت کي پر اوږو کوله.
په لومړيو کي بابا دغه چپنه پر خپلو اوږو اچول خو کله چي په لښکر واته نو ئې د يوه فرمان پر بنسټ دغه چپنه خپلو ماماخېلو ته وسپارل چي د الکوزو [یعقوب زيو] پښې په مولوي عبدالحق [د حاجي ملا شكر زوى او ملا زلال اخند لمسى] په ټبر پوري ئې تړاو لاره، نوموړې کورنۍ تر ننه پوري د خرقې پاللو ادعا لري.
د خرقې يو کتابي شکل…
د احمدشاه بابا[رح] په فرمان کي راغلي:
“خرقه شريفه په هغه بكس كي چي ده، بايد په هغه ډول وساتل سي او خلك چي ئې زيارت كوي نو به د هغه بكس زيارت كوي او بكس به پرته د پاچا له حكم څخه نه خلاصېږي.”.
د احمدشاه ابدالي لخوا صادر سوي ليک چي د خرقې شریفي د سرپرست/امانت دار د ګمارني امر بلل کېږي.
که څه هم فرمان ډیر اوږد او مغلق ادبیات لیکل سوي مګر دومره اخذ ځني کیږي چي دا فرمان په کال ۱۱۸۳ ه،ق د محرم الحرام میاشتي ۲۶ مطابق ۱۱۴۸ ه،ش د جوزا ۱۲ په توافق د ۱۷۶۹ع کال د جون پر اوله لیکل سوی دئ. په فرمان کي راغلي چي تر صلاح او مشوری وروسته تصمیم پر دې سو چي الحاج مولوی عبدالحق ولد حاجي ملا شکر الکوزی به د خرقی مبارکی متولی وي او دته سپارښتنه کیږي چي د حضرت سید المرسلین او خاتم النبین (ص) خرقه مبارکه چي اوس د اشرف البلاد ( احمدشاهی کندهار )په مسجد (زوړ مسجد) کي ساتل کیږي همدلته دي وي. څرنګه چي په صندوق کي دي همداسي دي په صندوق کي وي. ددې صندوق سر دي نه خلاصیږي. که څوک د خرقی مبارکی زیارت کوي د همدې صندوق زیارت دي کوي او دا زموږ امر دئ. د امر مطابق باید اجرأت وسي هیڅ تخلف و نه لیدل سي. داسې روایات هم سته چي د خرقی شریفی په احترام باید هره ورځ ۵۰ منه ډوډۍ پر فقرا وویشل سي، البته په کندهار کي د هغه زمانې یو من ۷ کیلوګرام وو چي اوس په کابلی من مشهور دي. سرچینه: تاریخ خرقه شریفه کندهار، عزیزالدین ویکلي پوپلزی
نوموړې خرقه په بېلابېلو وختونو کي له يمن څخه، حرا غار، بيا بغداد، بيا سمرقند او بيا بخارا ته ولېږل سوه، په ورستي ځل احمدشاه بابا هند ته د وړلو په وخت کي خرقه د بدخشان په فيض اباد کي تم کړه او وروسته ئې د شپږو زرو سپرو سره وزيراعظم شاولي خان ته دنده وسپارل چي خرقه د هيواد پلازميني ته په شاندارو مراسمو ورسوي، ويل کېږي چي د فيض آباد څخه و كابل ته د خرقې شريفي د راوړلو په وخت كي او د كابل څخه و كندهار ته د خرقې مباركي بكس به ئې د اوښ پر شا كښېښود او د درېدو په وخت كي چي به هر مزل ته ورسېدل، پر يوه پاك او نوي فرش چي مخكي به نه وو كارول سوى، پر يوه لوړه سيمه به ورته اوار كړه سو او پر راكښته به ئې كړه، او ډېري پيسې به ئې ورته نذر، صدقه او پر خلكو ووېشلې. هغه اوښ چي خرقه به ئې تر مزله ورسوله، په غاړه به ئې فرمان ور وځړاوه چي پر ليکل سوي به وه:
“پر دې اوښ باندي د رسول اكرم مباركه خرقه لېږدول سوې ده، هيڅوك حق نه لري چي بار پر يوسي او يا پر سپور سي، دا اوښ نور د چوپړ څخه آزاد دئ، او هر څوك دې ساتنه او پالنه وكړي”.
کندهار مېشتي سيف لودين د خرقې شريفي په اړه پخپله کوټلې ليکني کي د خرقې معنا داسي ليکي:
“١—خرقه: په پښتو سيند کي د خرقې معنى چپنه يا يو ډول پوښاک چه پر کالو سربېره اغوستل کيږي راغلى دى.
٢—چوخه: په اردو فيروز الغات نومي سيند کي د چوخې معنى‌ يو ډول پرانيستى کوټ دى چه لستوڼي نلري راغلي دي.
٣—جبه: په پښتو تشريحي سيند کي د يو ډول پشمي يا وړينه چپنې په معنى راغلي ده.
۴—مرقع: غياث الغات وايي چه خرقه د زير په تلفظ او درلودلو سره څيري او گنډلي جامې ته وايي په فرهنگ البسه مسلمانان نومي اثر کي بيا راغلي دي چه مرقع يو ډول جامې دي چه په ختيځ کي يې زياتره فقيران او صوفيان اغوندي…”.

د نبوي خرقې شکل…
احمدشاه بابا په خپله دوره کي د خرقې شريفي د پآره يوه ستره ګومبته جوړه کړه او خرقه شريفه ئې پکښي کښېښول او وصيت کي ئې وويل چي که مړ سوم، د همدې ګومبتي په لاندي ځای کي ښخ سم، خو د بابا په وفات او هلته ښخېدو افغان مشرانو تېمورشاه بابا ته مشهوره ورکړه چي خرقې شريفي ته بايد بله وداني جوړه سي، ځکه چي بيا به هر باچا ځان همدلته ښخوي، همداسي وسول او د خرقې زړه وداني اوسنۍ د بابا مقبره [د احمدشاه بابا زيارت، کندهار] پاته سوه او خرقې شريفې ته د تېمورشاه په دوره کي بله وداني [اوسنۍ وداني]جوړه سوه او د شاه امان الله اکا سردار نصرالله خان په خپل شخصي لګښت د خرقي شريفي وداني ته د سپينو زرو پنجره کړه چي تر اوسه پکښي ولاړه ده او د تېر دولت په وخت کي د دولتي چارواکو په همکاري کندهار کي د آيران کونسلګرۍ وړل خو د کندهاريانو لخوا ئې مخ ونيول سو او له ايران کونسلګرۍ/سفارت څخه بيا تر اوسه چا پوښتنه نه ده کړې.

 

احمدشاه بابا مقبره چي د هغه په ژوند کي جوړه سوې ده، هدف یې دا و چي خرقه شریفه پکښي کښېښوول سي.
آرامگاه احمدشاه ابدالی در خرقه شریف، قندهار، سال۱۸۸۱میلادی. 
د خرقې شريفي مخ ته يو پلنه ډپره هم پرته ده چي روايت کېږي چي کله ګوډ تېمور ايران او شام/عراق فتح کړل نو خرقه مطهره يي ثمرقند ته راوړه چي کابو ۸۶ کاله خرقه مطهره په همدي ډبرې پرته وه.
چي همدا ډبره بيا په ۱۱۸۲ ھ ق کال کي د لوي امپراتور احمدشاه بابا په امر په فيل را بار او کندهار ښار ته راوړل سوه.
کله چي تيمور ايران او شام او عراق فتح کړل نو خرقه مطهره يي ثمرقند ته راوړه چي کابو ۸۶ کاله خرقه مطهره په همدي ډبرې پرته وه.
چي همدا ډبره بيا په ۱۱۸۲ ھ ق کال کي د لوي امپراتور احمدشاه بابا په امر په فيل را بار او کندهار ښار ته راوړل سوه.
په معاصره دوره کي خرقه په لومړي ځل امير امان الله هغه وخت راوايستل چي د سقاو راتلو وروسته چي کندهار ته راغلی، ۱۹۲۹ع کال د فبرورۍ پر اوومه کندهار ښار کي جارچيانو د ډولونو په وسيله کوڅو کي اعلانونه کوله چي له سبا د جمعې له لمانځه وروسته امان الله له خلګو سره مهمي خبري کوي او خرقه راباسي. د جمعې په ورځ کندهاريان چي پټ مخي ښځي هم پکښي وې، د جمعې لمانځه ادا کولو په نيت شاهي جوماعت ته ولاړل، او د ښار اټکل ټول مخور او مذهبي مشرانو ګډون وکړ، امان الله چي خرقه ئې په لاس کي وه؛ وويل:
” …د دښمن پر ضد لښکر تياروي او که اړتيا پېښه سي په سر کي به ئې زه روان يم… افغانستان د دوو قوي هيوادو په لومه کي ايسار دئ او که يوه متحد مخکښ غورځنګ ونه لري له منځه به ولاړ سي…”.
د خرقې شريفې زيارت او جامع مسجد:
د دې جامع او د خرقې مبارکي د نوي ودانۍ بنسټ د سدوزي تېمورشاه په پاچاهۍ کي په کال (١١٨٦ هـ ق) کي کښېښودل سو او د (١١٩٠ هـ ق) د روژې د مياشتي په لومړۍ نېټه يې کار بشپړ او مبارکه خرقه يې ورته را نقل کړه. د جامع په ودانۍ کي د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي، خو د سردرا محمدعثمان خان په وخت کي خاص بدلون پکښي راوستل سو، خو دا اوسنۍ بڼه يې د مرحوم محمدظاهرشاه په پاچاهۍ کي راغلې ده. البته ځيني قبرونه او کورونه ونړول سول او د خرقې مبارکي غولى پراخ کړل سو.
د خرقې شريفي د زيارت نقاشي د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ پر مهال د امير د ورور سردار نصرالله خان په هڅه د صوفي عبدالحميد بارکزي په هنرمندو ګوتو سر ته رسېدلې ده. د زيارت د شاوخوا کاشي خښتو کار يو ځل د وزير محمدګل خان په وخت کي چي د کندهار والي و او بيا د عبدالغفور خان په مشرتابه سره بشپړ سوى دى. کاشي خښتي حاجي خيرمحمد کُلال ور جوړولې.
وروسته بيا په ظاهر شاهي کي چي د [اوبا/وبا]ناروغي په افغانستان کي ډېر تاوانونه واړول، د محمدظاهر شاه لخوا راوايستل سوه.
د ۱۹۹۶ع کال د اپرېل پر ۴مه[۱۳۷۵/وری/ ۱۶مه] د تـاليبانو مشر ملامحمد عـمــرمــجاهد په کندهار کي د خرقې پر بام په داسي حال کي اولس او اټکل يو نيم زر علماوو او ملايانو ته وينا وکړه چي په خرقه کي ئې ځان پوښلی وو.
ملا محمد عـــمر د خرقې د زيارت دباندي دا چپنه چي په صندق کي کولپ وه راوايسته او د کندهار زرګونو ښاريانو ته ئې وښوول. همدلته د ملا محمد عمر پلويانو نوموړي ته د اميرالمـومنين لقب ورکړ، أميرالـمؤمنيـن, [د ايمان لرونکو امير يا قومندان].
عوامي اوازې داسي وې چي هر هغه څوک چي خرقه د خپل صندق څخه راوباسي نو هغه به د هيواد باچا وي. دې خبري هغه وخت لا زور واخيست چي تر همدغي پېښي وروسته ډېر ژر په ١٩٩٦ ع کال کابل د ملا محمد عمـر د پوځونو له خوا ونيول سو.
په دې اړه نور عکسونه:
خرقه شريفه: ۱۹۱۹ع
کندهار، افغانستان: هغه مسجد چي احمدشاه بابا لمونځونه پکښي کړي او د [ګړۍ مسجد] په نوم يادیږي، د کندهار په ختيځ دامان کي موقعيت لري. روايتونه سته چي لومړی ځل کله بابا خرقه شريفه کندهار ته راوړله، نو د ۳ورځو له پاره په دغه مسجد کي پرته وه او بابا هم په دغه مسجد کي ۳شپې کړي دي.
د خرقې شريفي وداني، ۲۰۱۹ع
د خرقې شريفي وداني، ۲۰۱۹ع
د کورنۍ جګړې پر وخت په کندهار کي د خرقې شريفي پر وداني د جګړې خلاف لاريون، ۱۹۹۳ع
د کندهار په ښار کي د خرقې شريفي او احمدشاه بابا مقبره د فضا لخوا…
د خرقي شريفي ودانى دخرقي شريفي د سپينو زرو پنجره د سردار نصرالله خان په امر جوړه سوه او د علامه رشاد بابا (رح) په ياداښتونو کي يو ځاى د وکيل صاحب نور محمد خان پوپلزي له خولې څخه روايت راوړل سوى دى ،چه د خرقې شريفي د زيارت دروازه ،پنجره او دسپينو زرو هگى غلام قادر زرگر جوړ کړي دي ،چه دده دوکان د حاجي لعل جان تر مسجد لاندي په ښکار پر بازار کي دى . کندهار او خرقه شريفه د افغان محمود طرزي کلام خوش اب و خوش هوا و لطافت نثار شد شيرين بودکه نام خوشش قندهار شد فخر رسول محمد مختار کزشرف علم به نور اوشده از جهل بر طرف يک خرقه مقدس از ثوب پاک خويش بهر اويس کرده عطاءدر زمان پيش آن خرقه مقدس پاک اين زمان کجاست پرسي کجا بگويي که در قندهار ماست اين است فضل باقي اين شهر بې نظير قدسيتش قيتس کن اى ذات خوشضمير دراين ولايتست اراضي پُرشرف انهاربس بزرگ دران جاري هر طرف اقوام پر سلاح اصيل دلاوري در روى شان ستاره چوشيران غاوري پورتني نظم د صوفي عبدالحميد خان په خط په ښکلي بڼه د خرقې شريفي د زيارت د دروازې په دالان کي په کال ١٣٢٧هـ س کي ليکل سوي دى . کله چه علامه اقبال په ١٣١٢ هـ س کال د لړم په مياشت کي د کابل څخه و کندهار ته راغلى او د خرقي شريفي زيارت يي وکړ نو ددې ښار او زيارت په درناوي کي يې وويل : قندهار آن کشور مينو سواد اهل دل را خاک او خان مراد کوى آن شهر است مارا کوى دوست ساربان بربند محمل سوى دوست خرقه آن برزخ لا يبخيان ديدمش در نکته ((لي خرقتان)) دادمارانعرۀ الله هو
?د خرقې شریفي وداني ۱۸۸۰ع
سيد محمد د خرقې د اوسنۍ وداني خطاط

کله چي تيمور ايران او شام او عراق فتح کړل نو خرقه مطهره يي ثمرقند ته راوړه چي کابو ۸۶ کاله خرقه مطهره په همدي ډبرې پرته وه. چي همدا ډبره بيا په ۱۱۸۲ ھ ق کال کي د لوي امپراتور احمدشاه بابا په امر په فيل را بار او کندهار ښار ته راوړل سوه. اوس دا ډبره تقریبا ۳۵۵ کلنه ده.
خرقه شریفه، ۱۹۵۴ زیږدیږکال
خرقه شریفه، ۱۹۲۰ زیږدیږکال
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!