ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
د هندوستان په دهرادون ښار کي د افغانستان د جلاوطن افغان پاچا غصب سوې ماڼۍ:
دهرادون د هند تر ټولو ډېر نفوس لرونکي ۷۸ ښار دئ، ډېر لرغوني ودانۍ لري او د هري ودانۍ تر شاه خورا لويي کيسې سته، يوه پکښي د کابل هاوس په نامه ماڼۍ ده چي تر شاه ئې د يوه افغان پاچا کيسه ده.
په ۱۸۷۸ع کال د هند له خاوري پر افغانستان د انګرېزي اشغالګرو لښګر رامات او افغان بې وسه حاکم امیر شیر علی خان د روسيې د مرستي او وعدې په خاطر د افغانستان شمال ته ولاړ، خو د روسانو بې وفايي هغه له سختي مايوسۍ او ناروغۍ سره مل او څه موده وروسته ومړ، دا چي امير شېرعلي خان خپل ځايناستۍ خپل مشر زوی او هرات والي [محمد يعقوب خان٭] ټاکلی وو، نو قومي سردارانو او مشرانو یعقوب خان د مرحوم امير ځايناستۍ ومانه. انګرېزي لښکرو چي په کابل کي ئې پراخ واک تر لاسه کړی وو، د ترهېدلی او نوی امير څخه په چم جلال اباد ښار ته نږدې د ګندمک٭٭ په کلي کي يوه معاعده واخیسته، د تړون له مخه د افغانستان بهرنی سیاست بریتانیا ته سپارل کېږي او هم به امیر محمد یعقوب خان ددغه تړون په پایله کي د کورمي، خیبر دره، لنډی کوتل، سېوۍ، پښین او کوږک سیمي انګرېزي دولت ته په کرايه ورکول کېږي.
ياد تړون په افغانستان کي د سترو پاڅونونو لامل سو چي په پایله کي یې یعقوب خان د ۱۸۷۹ع کال له استعفاه وروسته بریتانوی هند ته ولاړ او هلته ئې د هند په مسوري ښار کي د خپل نيکه امير دوست محمد خان په کور کي استوګن سو، خو د یعقوب د کورنۍ تعداد اټکل ۷۰۰ اووه سوه تنه وو او په دې کور کي نه ځايدل، نو ئې د هند په دهرادون ښار په اې سي سړک پراخه مځکه واخيستل او هلته ئې يوه لويه ماڼۍ، باغ او د کليوالو د پاره يوه ښوونځۍ هم جوړه کړه.
له یعقوب خان سره په دې سفر کي ۱۶ کورنۍ ملګري وې، دوی دلته پراخ باغونه او مځکي واخيستې، امير پخپلو مځکو د کونړ وريجي چي ډېري مشهورې وې، وکرلې او په هند کي ئې په لومړي ځل [باسمتی وریجي] او کابلی پلو رواج کړ، دا چي امير ډېره شتمني لرله چي په اصل کي د افغان اولس خزانه وه خو د هغه وخت د رواج سره سم دا هر د پاچا شخصي سرمايه بلل کېده.
اړوند پوسټونه
بې فرهنګه انګرېزي حاکم چي د دوی شتمنۍ ته پخوا لا سترګي نيولې وې، امير محکمې ته وغوښت او امر يې وکړ چي دا ځای دولتي دئ او امير يې نسي کارولای، امير بېچاره چي په افغانستان کي د امير عبدالرحمن او کورنۍ لخوا ددغسي حالت سره ځان مخامخ باله، مخ پر برما ولاړ او هلته يې په يوه ښوونځي کي پناه واخيسته، کله چي د امير امان الله خان پر ضد د شينوارو پاڅون وسو، امير یعقوب خان خپل مشر زوی کريم خان پېښور او پکتيا ته ولېږه او دعوه ئې وکړه چي د شاه امان الله پر ځای بايد خلګ له ما سره بيعت وکړي، ځکه د شاه امان الله نيکه [امير عبدالرحمن خان] زما له پلاره واک نيولی خو خلګو ئې چنداني پر سُرنا غوږ ونه نيوه او کريم خان بيرته برما ته ولاړ، هلته ئې څه موده وروسته ځان وژنه وکړه او په دې غم سره ئې پلار یعقوب هم څه موده وروسته ومړ او هلته ښخ سو. [د کورنۍ روايت ئې دا دئ چي مرحوم یعقوب خان او جنرالانو ته د ډوډۍ خوړلو په وخت کي د انګریزي نوکرانو لخوا مسموم سوی وو. لامل یې دا و چي دوی غوښتل کابل ته ولاړ سی او د کابل تخت له امیر عبدالرحمن خان څخه واخلي…]
د یعقوب تر شاه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ تنه پوري کورنۍ پاته او ځيني يې بيرته افغانستان ته ولاړل او نور ئې په هند کي ورک سول.
له هنده د انګرېزانو تر وتو پوري دهرادون کي د امير یعقوب ماڼۍ [د کابل هاوس] په نوم يادېده چي يوه عالي ماڼۍ وه، د انګرېزانو له وتلو وروسته هند دولت دغه ماڼۍ د افغان پاچا ضبط سوې مځکه ياده کړه او ماڼۍ ئې قلف کړه.
د وخت په تېرېدو ماڼۍ په خرابه بدله سوه او اوس د ښاروالۍ په يوه نقشه کي کېدلای له منځه يوړل سي.
ددې ماڼۍ نور عکسونه دلته:
٭یعقوب خان چي د خپل پلار امیر شیر علي خان له خوا د هغه د ناسکه ورور پر سر په بالاحصار کي ۷ کاله بند تېر او په رواني ناروغي اخته سوي وو، کله چي امیر محمد یعقوب خان په هرات کي امیر وو، امیر شیر علي خان د خپلي ګراني میرمني [عایشې] زوی عبدالله چي د امیر محمد یعقوب خان کشر نا سکه ورور وو، د ولیعهد په توګه و ټاکه. د ا کار د یعقوب خان احساسات را وپارول او د پلار پر وړاندي یې بغاوت وکړ. له همدې سببه امیر شیر علي خان هغه په بالاحصار کي بندي کړ. له بنده تر خلاصېدو وروسته یې عقل او فکر د بعضي رواني ناروغیو له سببه کار نه کاوه.
٭٭ کوم وخت چي انګریزانو له دریو لارو پر افغانستان هجوم راوړ، امیر محمد یعقوب خان دې ته اړ سو چي د انګریزانو سره سوله وکړي. دا لنډ مهاله سوله د ګندمک په شرمونکي تړون را منځ ته سوه. امیر یعقوب خان د انګریزانو په غوښتنه د یوه هیئت سره د ګندمک سیمي ته ولاړ او هلته یې د انګریزانو سره یو تړون چي لس مادي یې لرلي، لاسلیک کړ. دا تړون د افغانستان له خوا یعقوب خان او د انګریزانو له خوا کیوناري لاسلیک سو. دغه تړون اصلاً د افغانستان په ډېر بدو شرايطو کي لاسليک سوی دئ، چي د يوه ملت په توګه تړون نه بلل کېږي.
کوم وخت چي امیر شیر علي خان مزار شریف کي ومړ او پر ځای زوی محمد یعقوب خان د افغانستان د امیر په توګه وټاکل سو، دې وخت کي انګریزانو پر افغانستان ددریو خوا یر غل راوړ. د خیبر له لاري، د کرمي (خوست) له لاري او د کندهار سپین بولدک له لاري.
ګندمک تړون د انګرېزانو د دوهم يرغل پر مهال د اميرشېرعلي خان له مرګ وروسته د هغه د زوی امير محمد يعقوب خان او لوی بریتانیا تر منځ د څلورو افغانستان ضد پرېکړو سره داسي لاسليک سو:
۲-د افغانستان حکومت به د برتانيې د مشورې پرته د هېڅ خارجي هيواد سره اړيکه نه ټينگوي.
۳-په کابل کي به د برتانيې دايمي استازی منل کېږي.
۴-انګرېزان به امير ته د کاله ۶۰ زره پونډه ورکوي.
ګندمک د ننګرهار شيرزاد ته نږدې ډبرين کلی وو چي انګرېزانو چي په همدې وخت کي افغانستان کي په نيمه اشغال حالت کي وه، فوځي اډه جوړه کړې وه، امير ئې همدلته دعوت کړ او سهار له لمر ختلو وروسته دغه تړون لاسليک سو، ما اورېدلي چي لس کاله وړاندي د ننګرهار په هوايي ډګر کي د بريتانويانو ځای هم قصداً [ګندمک] نومول سوی وو.