منډيګک
افغان تاريخ

د امير حبيب الله خان مېرمني

0 6،916

د امير عبدالرحمن خان لخوا باچهۍ ته ټاکل سوی زوی امير حبيب الله خان ذاتاً نرم طبيعته، عيش پلوی، ميانه قده، شيک او فيشني دريشي خوښوونکی، هوښيار او تمدن پلوی باچا وو.
دا چي اميرعبدالرحمن خان ورور نه لاره نو زوی [حبيب الله خان] ۳۲کلن وو چي د پلار پر ځای کښېناست او درباريانو په مشوره ئې له خپلو پنځو ښځو يوه زړه ښځه رسمي دربار کي په لوړ اواز طلاقه او د يو ډول خواګرځني رياکارۍ په ډول ئې کابل کي د ښځو وتل هم منع کړل، خو پخپله وروسته تر ستوني په ښځو او نورو ساعت تېريو لکه عکس اخيستل، موټر چلول، ښکارکول او نورو کیسو کي غرق سو، همدا لامل وو چي منور خلګ ئې مخالف او دی د مرګ کندي ته ولوېد.

د امير حبيب الله حرم سرای، ۱۹۰۰ع
دې عکس کي شهزاده عنایت الله خان، شهزاده امان الله خان [د امير حبيب الله زامن]او لور فاطمه هم ليدل کېږي.

ده د شخصي بديو هاخوا ښه فکر لاره او دوره ئې د افغانستان په پرمختللو دورو کي راځي، دده په راتګ ملا سعدالدین خان د قاضي القصات په توګه وټاکل سو، حبيبه ښوونځۍ منځ ته راغله، معین الاحکام یا ضیأالاحکام چې تردې مهاله چاپ سوی نه وو، د  سراج الاحکام یا فی معاملات الاسلام په نامه په ۶۷۴ مخونو کي له سراج الاحکام سره چاپ سو چي طالبان ئې اوس په قضا کي کاروي او نور…
د  غلام‌محمد غبار په روايت حبيب الله پنځه خو د صدیق فرهنگ په خوله اوه ښځي لرلې چي له اکثره ئې کافرستان [نورستان[ کي له يرغل وروسته د غنيمت په ډول راوستل سوې، ويل کېږي چي د حبيب الله د حرمسرای د ښځو شمېره ۱۰۰ ته رسېده.

د حبيب الله خان ماندينې

حبيب لله خان د عبدالرحمن خان د څلورمي ښځي [اصل بېگم] زوی وو. حبيب الله د گڼو ښځو سره واده کړی وو چي نومونه او لقبونه ئې په دې ډول وې:
۱-جمال بېگم (لقب: بدر الحرم شجاعت صاحب عالي جناح، د تگاب د قومي مشر عبدالماجد خان ساپي لور وه)
۲-وزير بېگم (لقب: نواب جان)
۳-سرور سلطانه بېگم (لقب: سراج الخواتين، عاليه حضرت)
۴-زهرا بېگم (لقب: سرتاج الحرم، عاليه رتبه) د مير سورا بېگ لور
۵-يوه چترالۍ ماندينه (لقب؟)
۶-د اکبر خان مومند د لالپورې لور (لقب؟)
۷-زرين بېگم (هزاره)
۸-عاليه بېگم (لقب: عاليه قدر)
۹-صندل بېگم (چترالۍ)
۱۰-بېگم جان د مير محمد علي يفتلي دويمه لور
۱۱-ادېکو بېگم د پکتيا د قومي مشر اصيل خان لور (لقب؟)
۱۲-بلبل بېگم (نورستانۍ) (لقب: نخل الحرم)
۱۳-خير بانو بېگم (هزاره)
۱۴-زمرود بېگم (شغنانۍ)
۱۵-شمشاد بېگم (نورستانۍ) (لقب: زين الحرم)
۱۶-محبوبه بېگم (لقب: نور الحرم، عاليه جناب
۱۷-ياسمين بېگم (نورستانۍ) (لقب: نضهت الحرم)
۱۸-زرين تاج (لقب: عصمت الحرم)
۱۹-جان سلطانه بېگم (شغنانۍ) (لقب؟)
۲۰-ميمونه بېگم (د مير محمد علي يفتلي کشره لور) (لقب: سراج الحرم)
۲۱-مهري بېگم د مير ادينا محمد خان لور (لقب
۲۲-بنفشه بېگم (هزاره) (لقب: نجم الحرم)
۲۳-حکيمه بېگم (هزاره) (لقب: عزت الحرم)
۲۴-شگوفه بېگم (نورستانۍ)
۲۵-نيلم بېگم (هزاره)
۲۶-مريم بېگم (شغنانۍ) (لقب: نيرت الحرم)
۲۷-نېک ادم بېگم (هزاره)
۲۸-بسو بېگم (هزاره)
۲۹-مملکت بېگم (شغنانۍ)
۳۰-رابيلي بېگم (هزاره)
۳۱-شبو بېگم (هزاره) (لقب: ريحنات الحرم)
۳۲-صنوبر بېگم (هزاره) (لقب: نخبت الحرم)
۳۳-سوار بېگم (چترالۍ) (لقب: دولت الحرم)
۳۴-گل چېره بېگم (نورستانۍ)
۳۵-ستاره بېگم (شغنانۍ)
۳۶-سلطنت بېگم
۳۷-کاويک بېگم (نورستانۍ)
۳۸-همشاهي بېگم (پشه يې)
۳۹-استاني بېگم (لقب: ورد الحرم)
۴۰-د يوه نامالومه هزاره
۴۱-مرجان بېگم (نورستانۍ) (لقب: صبحات الحرم)
۴۲وسيع خورد (لقب: جميلة الحرم)
۴۳-وسيع کلان (نورستانۍ) (لقب: وجاهت الحرم).

ملکه سرور سلطانه بېگم (۱۸۷۵ ز. کابل – ۱۹۶۵ ز. استنبول، تورکيه) چي لقب ئې سراج الخواتين هم و د افغانستان يوه پخوانۍ ملکه، د امير حبيب الله خان ماينه او د امير امان الله خان مور وه.
هغه د شاغاسي لوی ناب شېردل خان لور وه. د امير حبيب الله خان سره ئې واده کړی وه او دا ماشومان ئې د هغه څخه پيدا کړل چي په لاندې ډول دي:
شهزاده امان الله خان
ساهره بېگم سراج البنات
صفريه ثمر السراج
راضيه بېگم نور السراج


همدارنګه امير حبيب الله خان ۲۹ زامن او ۳۲ لوڼي لرلې چي په لاندي ډول وې:

  1. شهزاده عنايت الله خان معين السلطنت (د جمال بېگم زوی)
  2. شهزاده سردار حيات الله خان آزاد الدوله (د صندل بېگم زوی)
  3. سردار امان الله خان عين الدوله (د ملکه سرور سلطانې زوی)
  4. سردار محمد ايوب خان (د ملکه سرور سلطانې زوی)
  5. سردار محمد کبير خان (د زرين تاج زوی)
  6. سردار هدايت الله خان
  7. سردار عبدالماجد خان سراج (د شگوفه بېگم زوی)
  8. سردار احمد علی خان سراج
  9. سردار عبدالکريم خان سراج (د حکيمه بېگم زوی)
  10. سردار محمد امين خان (د هزاره مېرمنې زوی)
  11. سردار عبدالصمد خان (د بنفشه بېگم زوی)
  12. سردار عبدالغفور خان سراج (د زمرد بېگم زوی)
  13. سردار عبدالله خان سراج (د بنفشه بېگم زوی)
  14. سردار عبدالوحيد خان سراج (د بنفشه بېگم زوی)
  15. سردار ډاکټر محمد عزيز سراج (د مهري بېگم زوی)
  16. سردار عبدالفتاح خان (د واسيع خوردزوی)
  17. سردار غلام حيدر خان (دملکه سرور سلطاني زوی) – په ماشومتوب کي مړ سوی
  18. سردار غلام محمد خان (د وزير بېگم نواب جان زوی) – په ماشومتوب کي مړ سوی
  19. سردار عبدالوسيع خان (د صنوبر بېگم زوی)
  20. ډگر جنرال سردار اسد الله خان سراج (د عاليه جناح زوی)
  21. امير حبيب الله خان، سردار نصرالله خان، امير عنايت الله خان، امير امان الله خان او د امير نور زامن د امير عنايت الله خان په واده کي.
    امیر حبیب الله خان او د هغه څلورمه میرمن الیا جانب.
    هغه د نادر خان خور وه.

    د هغه مېرمنو اروپایي جامې اغوستلې او د نوموړي منشي يې يادونه کړې ده.

لوڼې:

  1. افاق سلطان بېگم لقب شمس البنات (د عاليه جناح لور)
  2. صفورا بېگم قمر البنات (د گلچېره بېگم لور) د شاه محمود خان غازي ماينه
  3. ساهره بېگم لقب سراج البنات (د ملکه سرور سلطانې لور) د جنرال علي احمد جان شاغاسي لقب تاج افغان دويمه ماينه
  4. صفيه بېگم لقب ثمرة السراج (د ملکه سرور سلطانې لور) د مارشال غازي شاه ولي خان ماينه
  5. مملکت خانم (د ملکه سرور سلطانې لور)
  6. راضيه بېگم لقب نور السراج (د ملکه سرور سلطانې لور) د سردار عالی محمد حسن جان ماينه
  7. عايشه خانم (د عاليه جناب لور) – په ماشومتوب کي مړه سوې
  8. زهرا بېگم (د نواب جان لور) په ماشومتوب کي مړه سوې
  9. خاور خانم (د صندل بېگم لور) په ماشومتوب کي مړه سوې
  10. گوهر بېگم (د زرين بېگم لور) د صفدر خان (د سردار جمعه خان زوی) ماينه
  11. شاه جهان بېگم (د زرين بېگم لور) د غلام حيدر خان اعتمادي (د جنرال سردار عبدالقدوس خان لقب اعتماد الدولة او تاجور بي بي زوی) دويمه ماينه
  12. فرخ تاج بېگم (د زرين بېگم لور) د سعدالله خان (د جنرال غوث الدين خان لوگري زوی) ماينه
  13. حوا بېگم (د زمرود بېگم لور) د ستر جنرال عبدالروف خان طرزي (د حبيب الله بېگ طرزي درېم زوی) څلورمه ماينه
  14. رابعه بېگم اول (د زمرود بېگم لور) د غلام يحيا خان طرزي ماندينه
  15. حنيفه بېگم (د زمرود بېگم لور) د جلال الدين خان طرزي ماندينه
  16. رابعه بېگم دويم (د خير بانو بېگم لور) د سردار عبدالروف خان ماندينه
  17. مليحه بېگم (د ياسمين بېگم لور) د سردار محمد انور خان ضيايي ماندينه
  18. عايشه خانم (د ميمونه بېگم لور) په ماشومتوب کي مړه سوې
  19. عذرا بېگم (د حکيمه بېگم لور) د سيد عبدالاحد ماينه
  20. صالحه خانم (د نيلم بېگم لور) په ماشومتوب کي مړه سوې
  21. رحيمه بېگم (د مريم بېگم لور) د سردار عزيزالله خان ضيايي لومړنۍ ماينه
  22. عزيزه بېگم (د مريم بېگم لور) د سردار عبدالباقي خان ماينه
  23. شريفه بېگم (د نېک قدم بېگم لور) د سردار ډاکټر نجيب الله خان سلطان ماينه
  24. عاقله جان بېگم (د بسو بېگم لور) د عبدالعزيز خان سلطان ماينه
  25. شفيقه سراج (لقب بي بي جان) (د رابيلي بېگم لور) د محمد نعيم خان (د سردار محمد حکيم خان عظيمي کشر زوی) ماينه
  26. شاه گل جهان (لقب کبرا جهان بېگم) (د ستاره بېگم لور) د سردرا محمد حسين جان (د سردار محمد عمر خان زوی) ماينه
  27. فرخ بېگم (د سلطنت بېگم لور) د ډاکټر عبدالقيوم خان سرکار ماينه
  28. حبيبه بېگم (د کاويک بېگم لور) د خدايداد خان اعتمادي دويمه ماينه
  29. کريمه بېگم (د همشاهي بېگم لور) د محمد رحيم خان رفيق ماينه
  30. خديجه بېگم (د بلبل بېگم لور) د عبدالوهاب طرزي ماينه
  31. کامله بېگم (د استاني لور) د سردار محمد کريم خان ماينه
  32. فاطمه خانم (د واسيع کلان لور) په ماشومتوب کي مړه سوې.
امير حبيب الله خان په دربار کي:
په تصوير کي نوي تنکي شهزاده ګان امان الله او عنايت الله، د امير په راسته خوا کي سردارنصرالله خان هم ښکاري، همدارنګه په راسته خوا کي سردار محمد يوسف خان هم پيژندل کيږي.
جنرال سردار حيات الله خان (۲۹ د دېسمبر، ۱۸۸۸ ز. – ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز.) چي لقب ئې آزاد الدولة و د امير حبيب الله خان او صندل بېگم زوی و. هغه د خپل پلار او تر هغې وروسته د خپل ورور امير امان الله خان د واکمنۍ په وخت کي د افغانستان د حکومت د يو شمېر وزارتونو په څوکۍ او د کتغن او د کابل ولايتونو والي هم پاته سوی. حيات په کابل کي په ۶ د جولای ۱۹۲۹ ز. کال کي کله چې حبيب الله کلکاني په واکمنۍ ورسېد، ووژل سو.
سردار عبدالماجد خان سراج (۳۰ د اپرېل، ۱۹۰۱ ز. – ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز.) د امير حبيب الله خان او شگوفه بېگم زوی و. هغه د کابل د چارمرغا په حربي ښوونځي کي خپلې زده کړې او يو پوځي افسر و. هغه د سردار غلام علي جان يوازينۍ لور سارا بېگم سره واده کړی و. کله چي د سقاو زوی حبيب الله کلکاني د حکومت واکمن شو نو هغه يې په ۶ د جولای ۱۹۲۹ ز. کال کي وواژه له هغه څخه دوه زامن پاتې سول.
سليمان خان ماجد سراج په ۱۹۲۹ ز. کال کي په ۱۵ کلنۍ کي ومړ
سردار احمد علي خان سراج د امير حبيب الله خان زوی او د امير عبدالرحمن خان لمسی و. هغه د کابل د ادبي انجمن غړی او مشر هم پاته سوی.
د امير حبيب الله خان کورنۍ
سردار عزيز الله خان ضيايي (۱۹ د مۍ، ۱۸۹۲ ز. کابل – ۱۰ د مارچ، ۱۹۳۴ ز. کابل) د سردار نصرالله خان او بلقيس چي لقب يې کوکو جان و، زوی وه. هغه له ۱۹۳۰ ز. – ۱۹۳۲ ز. پوري په ايران کي د افغانستان سفير و. نوموړی يو ليکوال هم و. هغه د ايران د شاهي کورنۍ د اعلی درجې همايوني نشان گټونکی هم و.
راضيه بېگم چي لقب ئې نور السراج و، د امير حبيب الله خان او د سرور سلطان بېگم لور او د امير امان الله خان خور وه.
ډگر جنرال اسد الله خان سراج (۱۰ د مۍ، ۱۹۱۰ ز. – ۱۳ د ډېسمبر، ۲۰۰۰ ز.) د امير حبيب الله خان او د هغه د ښځي محبوبه بېگم عاليه جناب زوی او افغان شهزاده و. نوموړي خپلي زده کړې په فرانسه کې کړي وې بيا يې پوځي زده کړي د کابل په چارمارغه کي سر ته ورسولې او له ۱۹۲۹ – ۱۹۳۱ ز. د شاهي ساتونکو ټولی مشر سو. بيا د دفاع وزارت لوی چارواکی سو او تر هغې وروسته په وزارت حربيه کي لوی چارواکی مقرر سو. له ۱۹۳۹ – ۱۹۴۶ ز. پوري د افغان هوايي ځواک مشر جنرال و. له ۱۹۴۸ – ۱۹۴۹ ز. د افغانستان لومړی وزير او د کورنيو چارو وزير و. له ۱۹۵۱ – ۱۹۶۱ ز. پوري په استنبول کي د افغانستان سفير و، له ۱۹۶۱ – ۱۹۶۴ ز. پورې د فرانسې سفير و، له ۱۹۶۴- ۱۹۷۳ ز. پوري د ايران سفير و.
نوموړي د جنرال سردار محمد سليمان خان (د هرات او بدخشان پخوانی والي) او د هغه د مېرمن تاج سلطانه بېگم (د سردار محمد يوسف خان دويمه لور) لور کوکب بېگم سره واده کړی وه او دوه زامن او څلور لوڼې يې درلودې چي نومونه يې پدې ډول دي:
ډاکټر محمد عمر خان سراج
يوسف خان سراج
محبوبه بېگم
فاطمه بېگم
عايشه بېگم
حبيبه بېگم
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!