ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
د ۱۹۱۷ع انقلاب چي د اکتوبر په انقلاب سره مشهور دئ د دې لامل سو چي د بخارا امارت ړنګ اوبالاخر د شوروي اتحاد په رامنځته کېدو سره مرکزي آسيا د بلشويکيانو ترواک لاندي سي، د بخارا امير سيدمحمد عالم خان د بخارا امارت وروستی امير وو چي امارت ئې د نادر افشارد امپراتورۍ په سقوط سره رامنځته سو.
امير محمد عالم خان (۱۸۸۰-۱۹۴۴ع) د مغولي واكمنۍ وروستی امير وو، كه څه هم بخارا د تزاري روسيې تر واك لاندې وه، خو دې امير وكړاى سول، چي له ۱۹۱۱ع د جنورۍ له درېيمي تر ۱۹۲۰ز ۳۰ اگست پوري خپل امارت پدې ښار كي نه يوازي وساتي، بلكه خپله خپلواكي هم ترلاسه كړي. دا امير د چنگېز خان له نسل څخه وو.
امير عالم خان په ۱۳ كلنۍ كي د خپل پلار امير عبدالاحد خان لخوا د سان پيټرزبورگ ښار ته د يوه درې كلني ښوونيزي دورې لپاره ولېږه ترڅو هورې په جنگي او دولتي چارو كي خپلي زده كړې وكړي. په ۱۸۹۶ع كال د روسي واكمنۍ لخوا ورته بخارا د واكمنۍ وليعهدۍ تاج ور پر سر كړ. لدې كار سره سم دی د بخارا په لور وخوځېد. هورې يې له پلار سره د ملك چاري سمبالولې، پس له دوه كاله د ناسف سيمي د والي په توگه وگومارل سو، او پوره دوولس كاله پر نوموړي دنده پاته سو. لدې ځاى څخه بيا شمالي ولايت كرمينا ته ولېږل سو، او د دوه كالو لپاره يې هلته ولايت چارې ترسره كړې، تردې چي په ۱۹۱۰ع كال يې د پلار د مرگ خبر ترلاسه كړه.
د بخارا امير وروسته له هغه چي په خپله پخوانۍ باچاهۍ کي لالهانده ګرځېده، کابل ته په دولتي کچه وغوښتل سو، نوموړی له خپلي کورنۍ سره د ۱۳۰۰ل کال د ثور په ۱۵(۱۹۲۱ع) کابل ته راغلی او د کلای فتح په څلور لاري کي کور او بڼ ورکول سو، د هغه د خزانې زياته برخه ورکه سوې وه، روسانو د خزانې يوه د حرم سرای له يو شمېر شيانو سره د اورګاډۍ په واګونونو کي يوړول. يو شی چي ده د ډالۍ په توګه راوړی وو د قره قلۍ پسونو يوه رمه وه چي په نړۍ کي ډېر اعلي جنسيت دئ.
همدارنګه هغه له ځان سره يو صندخ د بخارا خاوره د يادګار په ډول راوړله، چي د هغه کور په څنګ کي ئې کوټه کړي چي پغمان کي امان الله خان ده ته ډالۍ کړی وو. دې کور کي د سپينو زرو دوې پايې ولاړي وي چي د بخارا دوه ښکلي بيرغونه چي بخاريي سبک خامکدوزي سوي وه، پوري تړلي او رپېدل.
کله چي د امير امان الله خان لخوا کابل کي پر ملي لباس بنديز ولګېد، دغه بې منطقه امر د کابل پر سړکونو دومره په سخت ډول تر سره کېده چي د بخارا باچا چي يو وخت د نړۍ له ابر قدرته کسانو څخه وو د پوليسو لخوا د پټکي پر سرکولو له امله جريمه سو.
اړوند پوسټونه
ويل کېږي کله چي نوموړی افغانستان ته راننوت؛ چا ئې د ستايني شعر ووايه، خو ده د شعر په منّځ کي ورته وويل چي:
اوس د يو ګدا په څير ستاسي هيواد ته راغلم نه امير او نه پاچا يم، هيله ده زما په ستاينه کي شعر ونه واياست!
حبيب الله کلکاني د ديني تبلغياتو د قوي کولو د پاره سيد عالم شاه سره تاوده مناسبات پالل او اټکل هر مجلس ته ئې ازاد او غير رسمي راغوښت.
امير بيا بخارا ته سر نه کړ ښکاره او ۲۳کاله د افغانانو مېلمه وو چي په ۱۹۴۴ع کال ومړ او شهدای صالحين هديره کي خاورو ته وسپارل سو.
کله چي په ۱۹۹۲ع کال کي ازبکستان خپلواکي واخيستل، د هغه وخت اولسمشر [اسلام کريموف]د شاه عالم زامن وغوښتل خو هغوی له تلو نټه وکړله، ادعا ده چي اوس هم د ازبکستان دولت غواړي چي د شاه عالم مړی بخارا ته يوسي خو د اولاد ئې نه ده خوښه.
د امير عالم لور [شکريه رعد] د افغانستان راډيو کي تر روسي يرغل پوري ويانده وه او وروسته پاکستان، المان او بيا امريکا ته کډه سوه. په ۱۹۸۲ع کال کي ئې امريکا ږغ دري څانګه کي د خبرونو ويلو دنده لرله.
بخارا
د ازبکستان يو له لرغونو ښارونو څخه ده چي د بخارا ولايت منځۍ هم ده. د بخار ښار په ساحه كي د لرغونپوهانو د شل مترو ژورو كېندنو په پايله كي د كورونو، د ټولگټو ودانيو پاته شوني، د كور لوښي، سيكې، وسله او د زرگرۍ شيان موندلي چي له ميلاده مخكي په څلورمه پېړۍ پورې تړاو لري.
سرچينې: اور افغانستان کي، د بهرنيو اړيکو تاريخچه.