منډيګک
افغان تاريخ

د سراج التواريخ د ليکونکي تخلص [کاتب] دئ، نه [کاتب الحروف]

0 415

د سراج التواريخ ليکونکی دهيواددعلم وفرهنګ يوه ځلانده څېره او لوی مورخ ملافيض محمدکاتب هزاره د سعيدمحمد زوی او د خدادادلمسی دئ ، چي په ١٢٨٩ هـ ق کي دغزني دقره باغ په زرد سنګ کلي کي زېږېدلی دئ ( ١ ) . نوموړی فوق العاده پرکاره شخص و ، چي په ليکنه کي يې ګوتوستړيا نه پېژندله . په ١٣١٠ ق کي يې دخپل استاد ملا محمدسرور ساکزي په سپارښتنه دسراج امله والدين امير حبيب الله په دربارکي د دارالانشاء او مجلس تاليف غړی سو . ده  د خپلو فرهنګي فعاليتوپه نتيجه کي خورا درانه آثارليکلي دي ، چي په هغوکي سراج التواريخ ديوه معتبره ماخذ حيثيت لري . نوريې تحفه الحبيب ، تاريخ حکمای متقدمين ، تذکره الانقلاب ، امان الانشاء ، تاريخ عصرامانيه اونور دي ( ٢ ) . مرحوم کاتب دکلکاني حبيب الله په دوره کي هزاره جات ته دبيعت اخيستلو له پاره ولېږل سو ، چي ناکام راستون سو ، ځکه هزاره وو کلکاني حبيب الله ته بيعت نه ورکاوه . مرحوم کاتب ترراستنېدو وروسته د سقوي عمالو له خوا ډېر ووهل سو ، چي دهماغه وهلو له امله ناروغ اوپه ١٣٤٩ هـ ق کي مړسو . خدای دې وبخښي .

ملافيض محمدکاتب هزاره

له دې ليکني څخه زما اساسي مطلب دادئ ، چي په دې ورځوکي مي په ټورنټوکي په يوه خپاره سوي اثر ( ٣ ) کي دملافيض محمد مرحوم له نامه سره د (( کاتب الحروف )) تخلص په سترګه سو ، چي دزياتي حيرانتيا وړ راته وايسېدی  . دارواښاد ملافيض محمد هـزاره تخلص (( کاتب )) دئ . نوموړی دخپل اثرتحفه الحبيب دلومړي ټوک په سريزه

کي ليکي :

 

… امابعد کمينۀ بنده شرمنده حضرت سبحانی … فيض محمدکاتب بن سعيدمحمد هزارۀ محمدخواجه غزنين می نګارد …. )) ( ٤ ) دهمدې اثر په دوهم ټوک کي هم له نامه سره (( کاتب )) کاږي . دده خپله ليکنه داسي ده : (( … امابعد بندۀ مذنب کريم واهب فيض محمد کاتب می نګارد که …. )) ( ٥ ) . علامه عبدالحی حبيبي يې هم د ملافيض محمدکاتب په نامه راپېژني ( ٦ ) . دامان التواريخ دمولف عبدالمحمد مودب السلطان په قلم يوروايت لولو : (( …. درسنه ١٣٤٠ قمری که به افغانستان مسافرت نمودم … وجناب فضايل مآب ومعارف نصاب ملافيض محمد کاتب که جامع کمالات عاليه ومعلومات مفيده بود … نګارنده را مرهون کلک هنرسلک خويش فرمود )) ( ٧ ) . ويل ســـــــــــــــوي دي ، چي د تحفه الحبيب مسوده داميرحبيب الله خان ( سراج المله والدين ) اودده د درباردڅو تنو منشيانو له خوا تصحيح کېدله . په دغوتصحيحاتوکي يوځای داسي لولو :

(( کاتب درسخن خيلی خيلی طناب کلام را دراز کرده …. )) ( ٨ )  ښاغلي حسين نايل ليکي ، چي دافغانستان په ملي آرشيف کي د اعليحضرت اميرامان الله خان يوفرمان سته ، چي د١٢٩٩ ش کال د ثور پر شپاړسمه يې دايشک آقاسي په نامه صادرکړی دئ اوپه هغه کي يې ملافيض محمدکاتب داماني عصرتاريخ ليکلوته ګومارلی دئ . دفرمان په يوه برخه کي داسي راغلي دي : ((  … فضايل همراه ملافيض محمد کاتب ازحضور والای ماکمافی السابق به تاريخ نګاری مامورګرديده که تتمه واقعات سراج التواريخ وواقعات عصرامانيه راهمواره انشاء الله تعالی تاليف واجرانمايد …. )) ( ٩ ) . په دې ټولونقل قولونوکي دملافيض محمد تخلص (( کاتب )) ښوول سوی دئ . استاد عزيزالدين وکيلي فوفلزايي په تيمورشاه درانی جلد اول کي دمرحوم ملافيض محمدله نامه سره کاتب نه دئ راوړی خـــــوالحاج  يې ورته کښلی دئ ، چي ماته دتامل وړ ښکاري . دده دکورنۍ دغړوله روايتو څخه داسي ښکاري ، چي مرحوم کاتب دبيت الله شريف په زيارت نه ومشرف سوی ( ١٠ ) . ډاکټرکنداسنګـه دخپل درانـــــــــــه اثر (( درانی احمدشاه )) د ماخذو په فهرست کي دسراج التواريخ مولف د (( ميرزا فيض محمد )) په نامه ليکلی دئ . د (( ميرزا )) لقب ماته نوې خبره ايسي . نه پوهېږم ، چي د ډاکټر ګنداسنګه  ماخذ به په دې برخه کي کوم اثرو ؟ د (( کرسی نشينان کابل )) متعصب مولف سيدمهدی فرخ ، چي په افغاني ضد افکارو باندي (( شهرۀ آفاق )) دئ ، دمرحـوم ملافيض محمددتخلص په باب چوپه خوله دئ خوپه نوموړي پوري دايران دجاسوسۍ ناروا تور لګوي اووايي ، چي دايران سفارت ته په ډېر صميميت اوجديت خدمت کوي ( ١١ )  . افغانان بايد له (( کرسی نشينان کابل )) څخه په احتياط سره دماخذ کارواخلي .

زمادمعلوماتوله مخي ارواښادملافيض محمد په نستعليق ليک کي دزيات مهارت خاوندو اوکله ،چي دوخت درباري مقاماتو دځينو کتابوداستنساخ له پاره وګوماره ، له دغه وخته نوموړی په کاتب مشهورسو ، چي وروسته يې دغه صفت دتخلص پرځای دنامه جزء وګرځېدی . خوتراماني عصر وروسته ليکني چي يې څوک لولي ، دده له نامه سره د(( کاتب ))  تخلص نه ويني اوزياتره ليکوال يې دملافيض محمد په نامه معرفي کوي که څه هم دده دخپل شهادت له مخي يې تخلص (( کاتب )) و . دکاتب تخلص په هيوادکي ددموکراسۍ دلسيزي په جريان کي اوترهغه وروسته ليکنوکي ډېرعام سواوپه هره ليکنه کي راوړل سوی دئ .

د فيض محمد کاتب ليکلي اثار:
1- تحفه الحبیب
2- سراج التواریخ
3- تذكره الانقلاب
4- نژادنامه افغان
5- امان الانشا
6- تاريخ عصر امانيه
7- فقرات شرعيه…

راغلو ( کاتب الحروف )) ته . داهغه مروجه اصطلاح ده ، چي ليکوال يې دځان له پاره راوړي . ليکوال ددې پرځای ، چي دځان نوم واخلي . دتواضع له پاره کاتب الحروف ، راقم الحروف ، راقم او نـــــــور ليکي . اولنيوليکوالوخوبه زياتره د ( عبدضعيف ، عبدحقير ، احقرالعباد اودې ته ورته القاب ) دځان له پاره راوړل ، چي دايې په هيڅ صورت تخلصونه نه وو . په پښتنو ليکوالوکي هم دکاتب الحروف اصطلاح باب ( مروجه ) وه او ده . له افضل خان خټکه نيولې ترمحمدهوتکه اوبياترښاغلي زلمي هيوادمل پوري ډېرودځان له پاره کارولې ده . دې خبري ته ډېرپام په کاردئ ، چي ليکوال که دځان له پاره (( عبدحقير ، احقرالعباد اونور )) وليکي . دادتواضع اوانکسارنخښه ده خوکه بل څوک يې ورته وليکي ، داهانت اوسپکاوي معنالري . مرحوم ملافيض محمد که دځان له پاره کاتب الحروف ليکلی هم وي ، مراديې دانه دئ ، چي په دې ډول خپل تخلص معرفي کوي . دکاتب الحروف معادله فارسي اصطلاح (( نويسندۀ اين سطور )) يا (( راقم اين سطور )) ده . دابـه ډېره دتعجب وړخبره وي ، چي که يــــــــــــوڅوک (( نويسندۀ اين سطور )) دليکوال تخلص وبولي ؟ ( ١٢ ) .

لمنليکونه

( ١ ) په ځينوماخذوکي يې دږېږېدوکال ١٢٧٩ ق ښوول سوی دئ خوماته ١٢٨٩ ق غوره ښکاري .

( ٢ ) يادنامۀ کاتب ـــ دمقالومجموعه ـــ ٢٦ مخ ـــ ١٣٦٥ ش ـــ کابل

( ٣ ) دا اثر زما پر يوه کتاب (( احمدشاهي کندهار )) باندي (( کره کتنه ؟ ))  ده ، چي ښاغلو محمدظاهرافق او غلام حبيب پوپل په ګډه ليکلې ده . ددغي کره کتني جواب د(( کچکول )) دهمدې ټوک په ( ١٢٦ ) مخ کي وګورئ .

( ٤ ) يادنامۀ کاتب ـــ ١٢٣ مخ

( ٥ ) هماغه اثر ١٢٤ مخ

( ٦ ) حبيبي ــ عبدالحی پوهاند ــ جنبش مشروطيت درافغانستان ــ ٤٢ مخ ــ کابل ــ ١٣٦٣ ش

( ٧ ) يادنامۀ کاتب ــ ٤٠ مخ ـــ دخطي امان التواريخ په حواله .

( ٨ ) هماغه مجموعه ــ ١٢١ مخ

( ٩ ) هماغه مجموعه ــ ٤١ مخ

( ١٠ ) هماغه اثر ـــ ٢٤ مخ

( ١١ ) فرخ ــ سيدمهدی ــ کرسی نشينان کابل ــ ٢٥٢ مخ ــ تهران ــ ١٣٧٠ ش

٠ ١٢ ) داليکنه  په ټورنټوکي دخپرېدونکي جريدې ( زرنګار )) په ١٨ ګڼه ( ١٥ نومبر ١٩٩٧ ع ـــ ٢٤ عقرب ١٣٧٦ ش ) کي چاپ سوه .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!