منډيګک
افغان تاريخ

د ميمنې بالاحصار ولي وران سو؟

سردارولي پښتون زوی

د ميمنې بالاحصار، ۱۹۱۰ع کال
0 937

د نن څخه سل کاله وړاندي د يوه افغان عکاس کامرې لاندي عکس واخيست او ددې وداني کلا چي اوس ئې اثار لا نسته؛ زيارت ئې ټولو ته ور په برخه کړ.
د [تاريخ ميمنه] د ليکوال په وينا چي دې کلا باغ، دوه لوړ منارونه، دوه منزله ودانۍ، شپږ برجونه او ډيري دولتي ودانۍ لرلې چي د ګچو او پخو خښتو جوړښت ئې لاره.
ياد بالاحصار د وخت د دولت لخوا د يوه نامالوم دليل له امله له منځه ولاړ او ځيني پوښتني ئې اوس هم ځواب غواړي!
د [ارمان ميمنه] د ليکوال د خولې چي:

“هغه وخت چي وزير محمد کل خان د شمال تنظيمه ريئس [د نادرخان په دوره کي ۱۹۳۱ع کال] د ميمنې د حاکم [غلام حيدر] په لاس لومړۍ ويجاړ او وروسته ئې خاوري په بيګار يوې او بلي خوا ته د اولس په مټ وه ايستل سوې، او اټکل څلوېشت ميتره لوړه کلا تر شلو ميترو پوري پلنه سوه”

تر ټولو بده لا دا چي د بېګار خلګو پکښي زيان وکړ او قاچاقبرانو خورا نادر اثار ددې کلا په کنډوالو کي تر لاسه او له هيواده وه ايستل.
دغه کلا د شهزاده سيف الملوک په نامه هم يادېږي چي وای د مصر د پاچاهۍ په موده کي ئې جوړه کړې ده او نوموړی شهزاده همدې کلا کي ښخ دئ، خو ځيني سمه ايزه افسانې بيا وايي چي دا د نوشېروان عادل د خور کلا وه.
د علامه حبيبي په قول چي د ميمنه د هغه وخت د گوزگانانو پلازمېنه وه، او پکښي ګڼ شمېر يهودو ژوند کاوه(۱)
پورته عکس کي د کلا دوې منارې، شاته برج، د امير حبيب الله خان د دورې بيرغ، برنډه کي ولاړ توپونه، د دروازې مخ ته د حيواناتو ټټۍ سرای[ګاو بند] ډېر روښانه ښکاري.
ښايي د ددې کلا د لاسي نړېدو لامل همدا وي چي دا ځای د يهودو عبادت ځای وو؟!


۱:تاريخ افغانستان بعد از اسلام


ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!