ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
د افغانستان ملي موزیم لنډه پېژندنه:شاه امان الله د خپلو موډرنو نظریاتو له امله په سیمه کي لومړی کس وو چي سل کاله وړاندي یې د افغانانو تاریخي اثارو ته یوه سټنډرډ وداني جوړه کړه چي [عجایب خانه] نومېده، دغه موزیم د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۷ هجري لمریز کال کي د کابل په باغ بالا کي جوړ سو.په لومړیو کي په دې موزیم کي چي “عجایب خانه” یا د عجایبو کور نومېده؛ یوازي څو ډوله تاریخي آثار لکه خطي قران شریفونه، لاسي صنایع، د استقلال د جګړو پاته سوي آثار او یو شمیر کمیابه کتابونه ساتل کیدل.
خو د افغانستان ملي موزیم د ۱۳۰۳ هجري لمریز کال د لړم میاشتي په پنځه ویشتمه نیټه له باغ بالا څخه ارګ ته انتقال او په رسمي ډول د شاه امان الله خان له خوا افتتاح سو. دغه میوزیم لومړی ځل سقاوي کي چور سو، دوهم ځل روسانو، وروسته مجاهدینو چور او څلورم ځل د طالبانو په تېر دولت کي څو بودايي مجسمې پکښي ماتي سوې.د افغانستان ملي موزیم له کورنیو جګړو مخکي تر سلو زرو تاریخي اثار درلودل چي اوس یې ایله ۳۰ زره پاته دي.د افغانستان ملي موزیم د اسلامي دورې اثارو تر څنګ د ۱۲۰۰ او ۱۷۰۰ قبل میلاد دورې اثار هم لري.له ۲۰۰۱ع څخه تر اوسه زموږ د موزيم [۱۴۲۳۰] اثار بيرته موزيم ته راغلي چي ۴۳۸۲ ئې له ډنمارکه او ۲۱۴ ئې له اسلام اباده څخه تر لاسه سوي دي.
الفت صاحب دي خدای وبخښي ويل به ئې:” خلګ وايي د غله ځای په غره کي نسته، نو اوس خو غله په ښار کي ګرځي“.
نيمه پېړۍ وړاندي بغلان کي دغه ډبرين اثار له يوه غره څخه پيدا سوه چي د کنشکاه دورې پوره اړه لري او اوس کابل ميوزيم کي پرته ده، د پرتوګ دغه ګُيي اوس هم پښتنو کي رواج لري او مورخين دغه مجسمه د ځايي خلګو رواجي جامې ګڼي.
له ننه اويا کاله وړاندي دولت له کابله مزار ته سړک تېراوه چي د بغلان د سره کوتل په غونډۍ کي لوی-لوی تيږي مخ ته راغلې، کله چي وکيندل سوې دوه زره کاله وړاندي د يوه عبادت ځای پيدا سو چي د لسو کالو د څېړونو وروسته ښکاره سوه چي دا د باختري دورې د کنشکا باچا سره اړه لري.
کنشکا د لرغوني افغانستان ستره پېژندل سوې څېره ده او د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور و چي د پلار نوم یې [ویما کدفیسزس] او د چين د طرفان څخه تر شمال ختيځ هند او ان تر اوسني پټنې د يوې لوی ملک ځواکمن باچا وو چي په ۱۲۷ع کال کې واک ته ورسېد. کنشکا د واکمنۍ درې دربارونه لرل چي یو یې په اوسنۍ کاپیسا[کاپيسي] [ بګرام]، بل متورا او بل یې په پېښور[پوروشاپورا] کي وو.
هغه مهال د نړۍ له څلورو لویو امپراتوریو څخه یوه هم د کوشانیانو امپراتوري وه.
“د کابل ميوزيم مخ ته؛ هغه ځای چي په هغه کي ګاډي ساتل کیدلې، د روسانو د تیري په موده کي ویجاړ سو او په ۱۹۹۱ع کال کي [یونسکو] د طبعي پیښو څخه ددې تاریخي اثارو د ساتلو لپاره یو نوی ځای جوړ کړ خو کال وروسته د کورنيو حګړو پر مهال ددغو آثارو او یا سلنه لوټ او ګاډي د اوسپنو په ټوټو بدل او پاکستان ته واوښتل.[قومندان عبدل تارک](Commander Abdul Tarak) چي د د فاع د وزير [احمدشاه مسعود] د باور وړ کس او موټر چلونکی وو، د کورنيو جکړو پر مهال د ميوزيم له دې برخي څخه یو ډول [Austin-A135 ] انګلیسي ګاډۍ د غنیمت مال په بڼه د خپل ځان سره پنجشیر ته بوتله، چي د [۲۰۰۱ع ] تر مني پوري د هغه په کور کي ولاړه وه خو نن ورځ د هغه د برخلیک څخه کوم خبر په لاس کي نسته او نه هم چا سر په وګرځاوه، ددغه قومندان کور د پروان ولايت د پنجشير اولسوالۍ د [خِنج] په سیمه کي دئ.”.
تر اوسه هیڅوک نه پوهېږي چي دغه په لسګونو تاريخي موټران چا او چيري بوتله؟ خو باخبر خلګ اوس هم دغه ګران بیه د موزیم آثار د جهادي قومندانانو سره بولي؟!
د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي:
نصرالله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر؛ یوه موده منلې وه چي د کابل موزیم یو شمیر آثار له هغه سره سته. د اطلاعاتو له مخه د مجاهدينو يو مهم مشر په ځانګړې بڼه د شاه امان الله خان توپنچه د ضیاالحق زوی [اعجازالحق] ته ډالۍ کړې ده.
چور سوی کتابي/قلمي نسخې: