ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
زمزمه_توپ د امپراتور [احمدشاه بابا] د هغه تاریخي توپ نوم دئ چي د مرهټي پوځ چي سيکان او جاټان ئې ملګری ول پر ضد د پاني پت پـه دریمه جګړه کي ستره بريا ور په برخه کړه، ويل کېږي چي توپ جوړونه د احمدشاهي پوځ لپاره دومره مهمه وه چې کندهار کی ئې توپ خانه جوړه کړې وه چي مشر عبدالرحمان بارکزی او کور ئې تر ډېره همدلته وو، افغانانو ددې غټ توپ تر څنګ اوه سوه واړه توپونه چي زنبورک، عندليب، چهاريارى، شترنال [پر اوښ وړونکی] او شاهين [پر اوږه وړونکی] ئې بلل، لرل.
دغه توپ ۱۷۵۷ع کال کي؛ د وزيراعظم شاولي خان په مديرت د افغاني استادانو لخوا په داسي ډول جوړ سو چي اټکل له ټول افغانستان څخه ئې د ژړو/ مِيسو لوښي ټول او ويلي کړه، ويل کېږي چي له دغو لوښو ئې دوه توپه جوړ کړه چي يو له هغو ئې [زمزمه توپ] باله، چي خوله ئې[۱۰] اينچه، ميل ئې[۱۴]فوټه، اوږدوول ئې څلور اعشاريه اته دېرش ميټره، لنډوول ئې څلرويشت اعشاريه درې سينټی ميټر وو.
د هند له نيولو وروسته چي احمدشاه بابا بيرته کندهار ته تلی، توپ ئې کندهار ته ځکه ستون نه کړ چي د وړلو وړ وسيله ئې نه وه، نو ئې زمزمه توپ د هغه وخت د لاهور د والي [خواجه عبدالله خان] په حواله ورکړ. خو څه وخت وروسته د والي پـه وسلتون یو سيک سردار[هري سنګ بهينګي] يرغل وکړ او هند کي ئې تر ټولو لوی توپ [زمزمه] هم لاس ته ورغلی، او وروسته ئې دا توپ ئې خپل یوه تابع کس تـه ورکړ چي تر۱۸۶۲ع کاله توپ له ده سره وو، او له دغه پيښي وروسته دغه توپ د زمزمه تر څنګ په [بهينګي توپ] هم مشهور سو.
سيک تاريخ ليکي چي:“مشهور ظالم سيک قومندان [جمعدار خوشال سينګ] ته چي زمزه توپ لاس ته ورغلی، ملتان کي ئې د دښمنانو تر دوه زره ډېري کلاوي/کورونه په ونړول”.
تر۱۸۱۸ع کاله پوري زمزمه توپ لاس پر لاس ډیرو واکمنانو تـه ولاړ، خو آخر برتانويانو دا توپ په لاهور کي د ډیلي دروازې مخ ته د خلکو د نندارې لپاره کښېښود، چي تر۱۸۷۰ع کال پوري هم هلته پروت وو. کله چي د انګلیس واکمن [ډیوک آف ایډنبراجب] بـرصغیر ته په سيل راغلی نو دا توپ ئې د لاهور د ژوبڼ [وزير باغ] مخ ته کښېـښود، چي ورسته پـه ۱۹۷۸ع کال کي د لاهور د حکومت لخوا تـرمیم او په لاهـور کي د ژوبڼ، جناح سالون او د پوهنتون پـه څلورلارو کي په جوړه سوې تنګاچه کښېښود چی تر اوسه پروت دئ.
د توپ پر خوله شعر داسي دئ:
با امر در دران شاه ولي خان وزير
ساخت توپ زمزمه عالمګير
له دغو اوو سوو توپونو څخه يو هم اوس افغانستان کې نسته او يواځې زمزمه په لاهور کې ده. د انګلستان نامتو شاعر[کپلنګ] زمزمې ته شعر ويلى او وروسته ئې د يو ناول [کيم] مرکزي کرکټر هم زمزمه کړ چي اروپا کي ئې ډېره مشهور کړ او اوس ئې د کيم توپ بولي.
دافغانستان دولتونه که د افغاني اثارو د ټولولو اراده ولري په نړيوالو قوانينو کي ددې ډول اثارو د لېږد قانوني لاري چاري سته چي ټولول ئې د ناموس ساتل ګڼلای سو.
زمزمه توپ د نږدې څخه
د انګلستان نامتو شاعر[کپلنګ] زمزمې ته شعر ويلى او وروسته ئې د يو ناول [کيم] مرکزي کرکټر هم زمزمه کړ چي اروپا کي ئې ډېره مشهور کړ او اوس ئې د کيم توپ بولي. دغه ناول دلته ولولئ.
برتانوي موزيم کي د زمزمې ماډل.
ددې توپ پر سر ليکل سوي دي:
“
” به امر دُرِّ نوران شاه ولیخان وزیرساخت زمزمۀ قلعه گیرعملِ شاه نظیر”
تر دې لاندي دغه شعر ليکل سوی دئ چي ښايي د شاه ولیخان باميزي په امر به ليکل سوی وي:“در زمانِ شۀ فریدون فرداور دادبخشِ عدل شعاردر دوران عصر احمدشاهخسرو تخت گیر و جم مقدارشد به دستورِ اشرفالوزراءامر از سدۀ سپهر مدارکه برو زد به اهتمام تمامتوپ شعبان شکوهِ کوه وقارخانۀ زاد شد سپهر سریرشه ولیخان وزیر اکثر کاربهرِ تقدیم آن مهمِ سترگکرد استاد چند را احضارتا که سعی تمام ریخته شدزمزمه نام توپ نادر کارسال تاریخش از خرد جسمکرد با وحشت آن چنان اظهارکه اگر نقد کنی تسلیمراز پنهان به تو کنم تکراربعد تسلیم او بگفتا توپ“پیکر اژدهای آتشبار”(۱۱۴۶ هـ) “