ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
برګډ عبدالاحمد خان د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال یو مهم پوځي قومندان او غزني حاکم وو، هغه د امير حبيب الله خان په دوره کي له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چي د غزني د نوي ښار بنسټ کښېږدي او هم دولت پکښي خپل دولتي ودانۍ ورغوي.
عبدالاحمد خان دوې مېرمني لرلې چي لومړۍ ئې د قره باغ او دوهمه د ناوې وه، زما د مالوماتو له مخه د مومند پاته کورنۍ امريکا کي اوسي، د کورنۍ مهم غړي ئې [عبدالله ملکیار، د میوندوال د کابینې د مالیې وزیر او صدارت مرستیال]، [عبدالاحد ملکیار، د هرات فرقی قوماندان او د اعتمادی کابینې د مخابراتو وزیر(د هرات د ښار د ناجو وني دده د لاس اثار دي)]، [جنرال عبدالجبار ملکیار، د دفاع وزارت د پیژنتون ریس]، [عبدالسلام ملکیار، د دفاع وزارت د تشکیلانو رئیس] او نور… که په دې اړه نور مالومات څوک ولري، اړتيا ده.
برګېټ یا برګډ نظامي رتبه ده چي په اوس وخت کي د [جنرالۍ] د رتبې سره برابره ده.
په غزني ښار کي د برګډ عبدالاحمدخان تاریخي کلا اوس هم سته چي قدامت ئې د امیرحبیب الله خان له پاچاهي سره برابر دئ.
دغه اته برجه لرونکې کلا د غزني ښار د پکتيکا پر سړک، سبزي مارکېټ ته څېرمه موقعیت لري چي د بده مرغه اوسمهال پکښي د نورو تاريخي کلاګانو غوندي د پولیسو درېمه امنیتي حوزه پرته او په اړه ئې هيڅوک له هيڅ ډول خرابولو ډډه نه کوي او ان عام خلګ ئې [پېرګېټ بابا] کلا بولي.
ويل کېږي چي د کلا په درې اړخونو کي د نوموړي جایداد وو او په کلا پوري جنوب اړخ ته مسجد او يو لوی باغ وو چي پکښي د چنار لويي زړې وني د ګلاس یا الوبالوو وني د زدالو وني او انګوري تاکانو باغ او یو څه خالصه مځکه هم وه.
د لومړۍ کلا او دوهمي کلا تر منځ اټکل لس مټره ځای وو، چي د لمړۍ کلا په برجونو کي به نوکرانو ژوند کاوه او د دوهمي کلا دروازه به تل کلف وه.
د کوټو دېوالونه یې په داسي ګل داره بیلورنګ ګل سوي وه چي ننني کاغذونو ته ورته وه چي پر دېوالونو د ښکلا د پاره مښلي.
د ارواښاد برکډ کورنۍ اوس هيواد کي نه اوسي او له کلا ماسېوا نوره ټوله مځکه ئې خرڅه کړې ده.
په سراج الاخبار کي ددې کلا په اړه ويل سوي چي کله امير حبيب الله خان غزني ته راتله، نو د غزني حاکم عبدالاحمد خان په لاس جوړه سوې وه کلا ئې هم پرانيستل.
د کلا شکل جالب دئ چي پکښي په يوه اته برجه کلا کي بله څلور برجه کلا ودانه سوې ده چي ښايي حرمسرای به وو. که دولت دغه ځای د غزني ميوزيم وټاکي او پکښي د فېسبوکي عکسونو پر ځای د رشتياګو ملا وتړې، د نړۍ په کچه به بهترين ميوزيم وي.
سراج الاخبار د ۱۹۱۳کال د می په ګڼه کي د امير حبيب الله غزني ته د سفر په اړه ليکي:
«…انشاءالله هوډ لرو چي په دې ورځو کي غزني ته ولاړ شو. ځینې به داسې وبولي چي موږ لا د جلال آباد له سفر نه نوي پلازمېنې ته راسېدلي او لا هوسا شوي نه یو نو بیا مو ولې د غزني سفر غوره کړ، حال دا چي هغوی چي زموږ له شاهانه فکر او تصور یو څه خبر دي، ښه پوهېږي چي موږ خپله هوسایي ستاسې رېښتیني ولس او هيواد د نېکمرغۍ او پرمختګ له پاره غواړو، غزني ته مو د تلو موخه داده چي د غزني د سراج بند وګورو. دا بند به که خدای کول غزني ته یو نوی ژوند او ښېرازي وبخښي، لګښت یې پنځه لکه روپۍ اټکل شوی، موږ هغه پر پنځو برخو ویشلی دی: درې برخې یې پر خپله غاړه [اخلو او*] یوه برخه یې برګډ عبدالاحمد خان [منلې*]، او یوه برخه یې پر هغو ولسي وګړو چي د بند له اوبو ګټه وررسېږي، ویشل شوې ده. خو ددې له پاره چي پر ولس راغلې برخه هغوی ته کړاو پېښ نه کړي[، هغه*] مو له نقدي بڼې نه بدني بڼې ته واړوله. البته له دې بند نه ترلاسه شوې اوبه به ټولې د ولس ځمکې خړوبوي، او لکونه جریبه شاړه ځمکه به په کر ښېرازه کړي چې دا ټوله ځمکه به پر ولس وویشل شي. او د هغوی د سوکالۍ او نېکمرغۍ سبب به شي.»
امیرحبیب الله خان، ۱۹۱۳ کال مې، د کابل په ارګ کې د وینا یوه برخه
سراج الاخبار د داوود جنبش پښتو ژباړه
د غزني د نوي ښار په جوړولو کي د اولس د ښکېلولو له پاره د امیر حبیب الله خان فرمان، سراج الاخبار داسي بيانوي:
(د مبارک فرمان نقل)
(چې د هر ټبر وکیلانو ته د خپلو عریضو له مخې)
(د لوړ ځلاند اعلیحضرت له مبارک حضور څخه)
(جلا جلا فرمانونه پېرزو شوي)
(لکه چې د یوه فرمان نقل داسې دی)
د غلزیو اندړو درندو او رېښتیاملو خانانو او ملکانو او سپینږیرو او عام ولس دې [چې*] د پاچایي پېرزو لار یې څارله[،*] پوه وي چې- تر ټولو لومړی زموږ د لوړ اعلیحضرت له حضور نه د لوړپرتمو بْرَمملو ملکي برګډ د غزني حاکِم امیرمحمد خان او د لوېدیځو سیمو د خان ملکي برګډ عبدالاحمد خان په نومونو فرمان صادر شوی و چې لوړ اعلیحضرت د غزني د سراج آباد د نوي ښار د ودانولو هوډ لري که ټول قامونه د سلا له پاره حضور ته راوغوښتل شي ولس به وکړېږي هر قام خبرکړئ چې د ځانو له خوا هوښیار استازي غوره کړي او د هر قام وکیلان حضور ته حاضر شي چې د غزني د نوي ښار د ودانولو په تړاو له خپلو وکیلانو سره په حضور کې خبرې وکړي نو ځکه په دې ولایت کې هغه خانان او ملکان چې ټول د خپلو قامونو استازي وو د مُقر له تره کو او اندړو او علي خېلو او د کټواز له سلېمانخېلو او د غزني تاجک او پښتانه او د زرمت تاجکان او ارګون او قطن او سرروضې تاجک او پښتانه او د غزني اړوند خروټي او لواڼي او خروټي او دفتاني او د بهسودو او جاغوریو او مالستان وردک ټبرونه او هزاره ټبرونه او د اجرستان ملاخېل ټبر او د لهوګرد د څرح او خروار برې چکلې تاجک او پښتانه او د غزني د قره باغ جغتو او پښتانه او هزاره خلک ستاسې په وکالتپاڼو د ملکي برګډ عبدالاحمد خان په پېژندګلوۍ پر لوړ ځلاند حضور مشرف شوي او په پای کې یې یوه وکالتپاڼه ستاسې اندړو خلکو له خوا د ۱۳۳۱ کال پر جمادي الثاني میاشتې د غزني د شرعي محکمې د ولس او وګړو او ملکانو او خانانو [له*] نوملړ او پېژندګلوۍ سره د ۱۳۳۱ کال د شعبان المعظم پر ۲۵ د چارشنبې په ورځ زموږ د حضور له کتنې تېره شوه اقرار او وینا مو کړې وه چې موږ ولسونو له خپلې خوا هر یو ملا سلطان جان ملکي کمیدان لکڼ خېل قوم او ملا محمد غوث خان موسه خېل قوم او خدادا خان جلالزی قوم او عبدالغفارخان مرجان خېل قوم ملکي کمیدان او حاجي عبدالرحمان خان مرجان خېل قوم او ملک دین محمد خان د لکڼ خېلو مموزی قوم مو خپل استازي وټاکل چې دغه یاد شوي وکیلان د لوړ اعلیحضرت مبارک حضور ته حاضر شي او د یاد شوي ښار د ودانولو په تړاو چې لوړ اعلیحضرت هرڅه وپوښتي او خبره وکړي نو زموږ د استازو خبره زموږ خبره ده نو ستاسې او د نورو یادو شویو ټبرونو وکالتپاڼې او وکیلان په حضور مشرف شول له ټولو سره خبرې وشوې او هغوی ټولو حضور ته جلا عریضې وړاندې کړې (څرنګه چې د وګړو د عریضو متن کټ مټ لیکل شوی تکرار ته یې اړتیا نه ونه لیدل شوه)
رېښتینوالو[!*] د ټولو پورتنیو ټبرونو عریضې او وکالتپاڼې بشپړې د لوړ حضور له کتنې تېرې شوې ستاسې نېک تکل او یووالي او اخلاص چې د دولت رېښتنونی رعیت یاست او ستاسې د غیرت او دینولۍ او همت چلند د ټولواک اوچت خاطر خورا خوښ کړ ځکه چې زموږ د اعلیحضرت نظر او ستاسې د استازو له خوا وړاندې شويو خبرو سمون سره درلود کله چې د پاچا او رعیت تکلونه په یوه کار کې سره سم راشي که هرڅومره ستر او مهم وي څښتن تبارک و تعالی به یې آسان او ترسره کړي او دغه راز تاسې ټولو او د افغانستان ټول ولس ته جوته شوې ده چې لوړ حضور هېڅ خپلو رېښتنیو وګړو ته نه سپاري که پایله یې ورته روښانه نه وي او د ملت او دولت خیر یې په نظر کې نه وي که څه هم دا کار لوی او ستر دی خو یوه ورځ به پخپله د دولت او ملت په ښه راشي او اصول به یې داسې سنجول شوي وي چې یوه ورځ دولت او ملت ته ګټه واړوي [او*] تل مو سوداګري او سکون او ګڼه ګوڼه او وداني د دولت وړ وي او هم چې په دې کار کې څه په دولت اړه ومومي دولت به یې کوي او څه چې د ولس مرسته وي تاسې پورتني ټبرونه به مرسته او ولسي حشر کوئ او وېش به یې په هر سیمه کې د وګړو د شمېر او وړتیا له مخې وي او پر تاسې به شاق کړاو هم نه راځي ځکه دا دومره ګڼ ټبرونه چې ښکېل شوي د دومره وګړو همت او یووالی او د سلطنت او پاچایۍ پاملرنه سم مدیریت غواړي انشاءالله تعالی دا کار اوس نه پیلېږي نقشه او بنسټ به یې بل کال له جلال آباد نه د راستنېدو پرمهال کېږی او کار به یې انشاءالله تعالی پر راتلونکي ۱۳۳۲ کال پیل شي او په هرڅومره کلو کې به چې شونې وي سرته ورسېږي انشاءالله تعالی ددې تفصیل او بیان موخه داده چې تاسې ټول خبر اوسئ او ددې کار پر موخه او مطلب چې پیلېدونکی دی وپوهېږئ او ترې خبر شئ نور نو له څښتن عز اسمه نه غوښتنه کوم چې تاسې او ستاسې بچیانو او د افغانستان ټول ولس ته دې خیر او برکت او له ایمان سره ملګری ژوند په برخه کړي او تاسې او ټول افغان ولس دې د زمانې له بدو سترګو او د غلیمانو له تېري په خپله ساتنه او ننګه کې خوندي او مأمون ولري او له بلاوو او کړاوونو لرې وساتي څرنګه چې اړینه وه چې ستاسې د وکالتپاڼو او استازو د رارسېدو او د هغوی د څرګندونو او مشرفېدو او رخصتېدو مفصل خبر درکړ شي دادی په دې فرمان سره تاسې ته خبر درکړ شو او استازي مو په ارزښتناکو ډالیو سرلوړي او رخصت شول له دې ویاړلي لوري زړونه ډاډه لر ئ چې بشپړ خیریت او د څښتن پېرزو پلنه ده همدومره ولیکل شو پر یکشنبه د ۱۳۳۱ کال د شعبان المعظم نهه ویشتمه مبارک لاسلیک او مُهر (سراج الملة والدین)
څلرویشت ګڼې فرمانونه ټول په مبارک لاسلیک او مُهر هغو ټبرونو ته چې په عریضه کې جلا جلا جوت دي هر ټبر ته یو فرمان په پاسني متن پېرزو شوی دی همدومره[.*]سراج الاخبار د داوود جنبش پښتو ژباړه
عبدالله خان ملکيار
عبدالله ملکيار د برګد عبدالاحمد خان زوی او د عبدالملک خان لمسی دئ، د عبدالله تخلص «ملکیار» د هغه د نيکه له نامه څخه را اخيستل سوی دئ.
عبدالله ملکيار د ۱۲۸۸ ل کال( ۱۹۰۹ م کال د اپريل په ۱۶ مه) په غزني ښار کي زېږېدلی دئ.
عبدالله ملکيار تر سفير، وزير، د صدارت تر مرستیال د هرات د نائب الحکومه په نوم ډېر مشهور دئ.
د ښوونځي زده کړي يې د کابل په استقلال او اماني لېسو کي او نوري زده کړي يې د ایران د فرانکو پرسان په مؤسسه کي بشپړي کړي. نوموړي د نبراسکا له پوهنتون څخه افتخاري ډاکټري هم ترلاسه کړه.د ده دوه نور وروڼه (ګل احمد خان او عبدالاحد خان) یو يې د مشرقي او بل يې د مزارِ نايب الحکومه تېر سوي دي.
د هرات ښار د ولایت مقام ته مخامخ واټ د ده په نوم نومول سوی دئ. د دې ستر ښار د هري تاريخي آبدې، جامع جومات او یا هم بلي پخوانۍ ودانۍ موضوع چي یاديږي د ده نوم خامخا ورسره تړلی وي. د ده په دوره کي اکثره تاريخي ودانۍ له ویجاړېدني وژغورل سوې، او په دغه حوزه(هرات) کي يې ډېري نوي دولتي ودانۍ جوړي کړې ، د ښاري پراختيا پلان ته يې عملي بڼه ورکړه او ښار ته يې وسعت ورکړ.
د عبدالله ملکيار دندي:
– د صدارت د درېیمي شعبې د تحريراتو مدير
– د جرمني په یوه بانک کي د نماينده په توګه
– د سوداګرۍ وزارت معين او د افغانستان بانک مرستيال
– د هرات نايب الحکومه (دوې دورې- لومړۍ دوره : ۱۳۲۰ تر ۱۳۲۸ او دوهمه دوره: ۱۳۳۰تر ۱۳۳۳ ))
– د هلمند د ناوې د رئیس په توګه
– د ماليې وزير
-په لندن کي د افغانستان سفير
– دصدارت لومړی مرستيال
عبدالله ملکيار د خپل مامؤريت په دورو کي د افغانستان په سطحه ډېر ستر کارونه وکړل، دلته یواځي د هغو کارونو یادونه سوې ده چي دی د هرات د سيمي نایب الحکومه وو.
د هرات په حوزه کي د عبدالله ملکيار د ځينو کارونو یادونه:
1- د ظاهر شاه په دوره کي د عبدالرحمن جامي د زيارت رواق(ایوان) د سترو مناور سره، او د همدې زيارت د جامع مسجد احداثول.
2- د خواجه مودود چشتي د مزار آبده چي د تېموري پاچاهانو په عصر کي جوړه سوې وه ، د ده (ملکيار) په عصر کي په اساسي ډول ترميم سوه.
3- د ملا حسين واعظ کاشفي (رح) د زيارت د رواق(ايوان) جوړول.
4- د د ه په امر په کال ۱۳۲۲ کي د خواجه علي مؤفق (رح) د زيارت ترڅنګ د پاخه مسجد جوړول.
5- په ۱۳۲۶ هجري شمسي کال کي د سيد عبدالله مختار د زيارت د ایوان بیا رغونه.
6- د مسجدجامع کاشي کاري، د ګلدستو تزئين (ښايست) او د جامع شرقي خوا ته د ستر پارک جوړول.
7- د غور په دولتيار کي د پاخه هوټل جوړول.
8- د بادغېس د رباط سنګي ودانۍ( اوس د رباط سنګي سره د بادغېس نوم نه یاديږي، بلکې د یوې ولسوالۍ په نوم شهرت لري، په داسي حال کي چي رباط سنګي د ګلران ولسوالۍ مربوط ده).
9- د هرات ولایت پارک.
10- پارک هوټل ( چي اوس د ښاروالۍ د ځينو ناحيو شعبې پکښي فعالي دي).
11- د هرات سېنما ( دا سېنما د طالبانو لخوا ړنګه سوه او پر ځای يې د ترانسپورټ او د مسجد ودانۍ جوړي سوې، پخوا به د مسجد دروازه د ټولو خلکو پر مخ پرانيستې وه، خو اوس یواځي دولتي مامؤرين پکښي لمونځ کوي).
12- شاهي باغ ته نږدې د یوه ښوونځي ودانۍ.
13- د عامه کتابتون ودانۍ( اوس د عامه کتابتون لپاره نوې ودانۍ جوړه سوې ده).
14- د محاکمو لپاره ودانۍ
15- د (اوسني) هرات د انجيل، کرُخ، اوبه، ګذره، ادرسکن، ګلران،غوريان، چشت، کشک کهنه ، فرسي د ولسواليو ودانۍ.
16- د بادغېس د قادس، جوند، بالامرغاب، غورماچ د ولسواليو ودانۍ.
17- د غور د ساغر، پسابند، تولک، تيوره، شهرک د ولسوالیو ودانۍ.
18- د شنیډنډ د لوی ولسوالۍ حکومتي ودانۍ او نوري دولتي ودانۍ.
19- د هرات – کندهار پر لاره جوړ سوي پلونه، لکه د ادرسکن پل، شينډنډ پل، جيجه پل، فراه رود پل، دلارام پل، هلمند او ارغنداب پلونه.
20- – هاشمي پل (دا نوم د هاشم خان له نامه څخه سرچينه اخلي، ځکه پل د هاشم خان د صدارت پر وخت جوړ سوی دئ).
21- د ده په لومړۍ دوره کي د لومړي ځل لپاره هرات کي ښځينه ښوونځی جوړ سو، او په دوهمه دوره کي دا ښوونځی لېسې ته لوړ سو.
22- د ده په دوره کي د هرات یواځينۍ دولتي چاپي خپرونه (اتفاق اسلام) له جريدې څخه و ورځپاڼي ته واړول سوه.
عبدالله ملکيار په ۱۳۸۱ ل (۲۰۰۲م) کال د اګسټ په ۴مه د امريکا په ويرجينا کي ومړ او هم هلته ښخ دئ.ددې مالوماتو ټولونکی تېمورشاه يوسفزی دئ. پښتون زوی