منډيګک
افغان تاريخ

 قاضي عطاءالله خان

0 717

د خدایي خدمتګار غورځنګ غړی او [د پښتنو تاریخ] ليکوال قاضي عطاءالله خان په ۱۸۹۵ع کال د پښتونخوا مرکز پېښور د لنډي ارباب کلي کي د مذهبي عالم قاضي نصر اللّه خان مومند په کور کي وزېږدی.
قاضي په ۱۹۲۰ع کي د علیګړ مسلم یونیورسټۍ څخه په قانون کي لوړه ډیګري تر لاسه کړه او ورورسته ئې د پاچاخان په ملګرتيا په ۱۹۲۵ع کال د انجمن اصلاح افغانیه غړیتوب تر لاسه کړ[د اجمل خټک د خولې چي د (خدايي خدمتګار تحريک) نوم هم قاضي صاحب وړاندي کړ].
دا چي قاضي يو سترګور پښتون وو نو پرنګیانو د پنځو کلونو لپاره په دې جرم په زندان کي واچاوه چي د پښتنو د حقوقو د تر لاسه کولو لپاره ئې مبارزه کوله. کله چي په ۱۹۳۷ع کال کانګریس ټاکني وګټلې نو قاضي په کابينه کي د پوهني وزير سو، خو د پاکستان د جوړېدو سره قاضي د نورو پښتنو سره زندان ته ولاړ او د ډېرو کړاونو ګاللو وروسته لومړی ډېره اسماعیل خان او وروسته حيدراباد بدنامه زندان ته ولېږل سو، ده په زندان کي خپل شهکار اثر[د پښتنو تاریخ] په څلورو ټوکونو کي ولیکه.
وروسته بیا د بلوچستان د مچ بدنامه زندان ته ولیږل سو، چي هلته ئې روغتیایي حالت ورځ په ورځ خرابیده او د ډاکټرانو معایناتو دا ښووله چي دغه پښتنه ککرۍ د [ویني سرطان] لري، کله چي د مرګ پولي ته نږدې سو نو دښمن د لاهور د میو روغتون ته ولېږه او هلته د ۱۹۵۳ع کال د فبروۍ په ۱۷نېټه وفات سو.
د خدايي خدمتګارو د هغو ملګرو چي له ده سره په زندان کي وه له خولې چي؛ قانونپوه قاضي عطاءالله ته به د زندان کسانو په ډوډۍ کي ميده سوي ښيښې ورګډولې او د ناروغۍ لامل ئې هم همدا وو

د پښتنو تاريخ دلته

قاضي تر شا يو نادر تاريخ پرېښود چي ښايي په لاس کي موجود به دا لومړی تاريخ وي چي پښتنو پخپله د ځان په اړه ليکلی دئ.
د قاضي صاحب د نوري کورنۍ په اړه زه مالومات نه لرم که له چا سره وي، اړين دي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!