ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
نړيوال تاريخ راته وايي چي په نړۍ کي څو پېړۍ پخوا داسي کس پاچاهي کړې ده چي د تاریخ ترټولو شتمن کس ګڼل کېږي، له همدې امله اوس د شتمنو کسانو لقب بېل ګېټس، وارین بفېټ، جېف بیزوس، سټیو جوبز، کارلوس سلېم او یا نورو د زمانې شتمنو ته نه ورکول کېږي.
بې بې سي په دې ورستيو کي د يوې وېبپاڼي له خولې وليکل چي څوارلسمه پېړۍ کي د افريقا مانسا موسی په لوېدیځ [مالي] هيواد امپراتور او مسلمان پاچا [مانسا موسی] په ټولو پېړیو کي تر ټولو ډېر شتمن سړی ګڼل سوی دئ.
ويل کېږي چي مانسا موسی دومره سره زر لرل چي ښايي د نړۍ نيمه برخه جوړه کړي. مانسا په ۱۲۸۰ع کال کي اوسني مالي کي زیږېدلی، اصلی نوم ئې موسی کیتا و، په ۱۳۱۲ع کال ئې د [مالینکي] مملکت واګي ترلاسه کړې او بیا مانسا موسی [پاچا موسی] سو.
دده تر واک لاندي موریتانیا، سنیګال، ګمبیا، ګیني، بورکینا فاسو، مالي، نیجر، چاډ او نایجریا راتلل چي ډېرې طبعي زېرمي ئې وې، چي ډېر زر او وروسته ئې مالګه وه.
تاريخونه ليکي چي کله په ۱۳۲۴ع موسی د حج په موخه حجار ته سفر وکړ، په دې ۴ زره میله اوږده سفر کي له هغه سره اوښان، اسان او لسګونه زره پوځيان او غلامان هم مل وه چي ټول اوښان او اسان په سرو زرو او ورېښمو بار وو.، دې سفر کي ۶۰زره انسانان او ۱۲زره حيوانات برخه لرله.
وای کله چي په مصر کي تېرېده، دومره ډېرې د سرو زرو ډالۍ ئې ووېشلې چي د سرو ارزښت بیخي راولوېد او بیا په مصر کي تر ۱۲ کلونو پوري اقتصادي وضعیت ایله خپل پخواني حالت ته ستون سو.
په اوسني مالي کي ټمبکټو ښار موسی ته ډېر اهمیت درلود؛ ځکه هلته ده خپله شتمني پر مدرسو، پوهنتونونو، کتابتونونو او جوماتونو جوړولو ولګوله، په تېره بیا د [جینجریب] مشهور جومات چي لاهم سته. هغه په دې پروژو کي له ګڼو مصري او اسپانیايي انجنیرانو ګټه واخیسته.
په ۱۳۳۷ع کال له ۲۵ کلني واکمنۍ وروسته مانسا موسی ومړ او زوی ئې لومړی ماګان، چي د واکمنۍ پرمهال ئې دولت کمزوری سوی وو، د چارو واګي واخیستې، ځکه هغه وخت کورنۍ جګړې ډېري سوي وې چي ۶۰ کاله وروسته ئې واکمني بیخي ختمه سوه.
دده په اړه ابن خلدون، ابن بطوطه او العمري ډېر نادري کړي دي.