منډيګک
افغان تاريخ

پاپا ښاروال/غلام محمد فرهاد

0 1،047

محمد فرهاد چي د کابل خلګو به [پاپا] باله، دافغانستان د معاصر تاريخ يو ځلاند ملي، سټراټيجسټ او سياسي شخصيت وو.
فرهاد د وردګو وو او د شاه امان الله په ځانګړې پاملرنه په ۱۹۲۸ع کال جرمني ته ولېږل سو تر څو په برېښنا کي لوړي زده کړي وکړي، له فراغت وروسته ئې د برېښنا شرکت جوړ او نوموړی ئې مشرتابه وټاکه[د برېښنا ټکي همده رواج کړ]، په ۱۹۴۸ع کال د کابل ښار لومړی اولسواک ښاروال وټاکل سو.
نوموړي چي کله دولتي دنده پرېښوول نو ئې په کابل کي سکاره‌‌‌ ذغال خرڅول او د دکان پر سر یې لیکلي وو:

“ذغال فروشي دیپلوم انجنیر غلام محمد فرهاد”.
وروسته ئې د افغان ملت په نامه ګوند جوړ کړ چي د حفيظ الله امين په راتلو سره نوموړي يوې پوځي کودتا په وسيله د حکومت د رانسکورولو په تور د خپلو يو لړ ملګرو سره ونيول شو او له سختو شکنجو وروسته په۱۹۸۰کي د بند څخه خلاص او کور کښېنست.
د افغان چارواکو په تاريخ کي د فرهاد ځای جالب دئ، کله چي نوموړی د کابل ښاروال اعلان سو، نوموړی په جرمني کي وو او وای کله چي فرهاد د هرات او کندهار له لاري کابل ته راورسېد، مازيګر وو چي د کابل ګڼو ښاريانو ئې هر کلی وکړ، فرهاد سیده ښاروالۍ ته ولاړ او په دې اوله شپه ئې تر سهاره د ښاروالۍ د کسانو سره ټول کابل جارو او ابپاشي کړ، سهار هيچا دا فکر نه کاوه چی ۱۲ساعته کي دننه دي دومره بدلون راغلی وي، د ښاروالۍ په اول سهار ۱۲بجې ټول ښار دوکاندارانو ته نرخنامې ورکړل سوې.
دا چي په کابل ښار کي له امان الله خان وروسته کومه ځانګړې پاملرنه نه وه سوې، فرهاد يوه جالبه طرحه وړاندي کړي چي بايد د کابل په ښار کي يوه داسي سيمه چي هم نوې وي او هم تاريخي هويت راوړي جوړي کړي، دا اراده د [ميوند واټ] جوړول وه چي بايد لس زره خام کورونه په پنځلس ورځو کي هوار سي، په لومړي سر کي هیچا دا خبره ځکه نه منله، چي يو خو وسايل/پيسې نه ول او بل ښاريان نه وه تيار چي د خپلو پلرونو او نيکونو کورنه پرېږدي.
کله چی د کورونو نړول پېلېدل، فرهاد لومړی د نايب سالار محمد انور خان کور ته ولاړ چي هغه ويلي وه چي که هر څوک ئې د نړولو په نيت کور ته ورسي، په دې توپنچه به ئې د ماغزه پاش کړي، وای کله چي فرهاد ورغلی، نو هغه کس وخندل او ووېل چي موقع راکړه چي کور خالي کړم، فرهاد ورته وويل چي سمه ده، موږ به تر هغو د کور هغه برخي ورانوو چي ستاسي په کار نه دي.
دغه کس بيا صدراعظم شامحمود خان ته ولاړ، او شاه محمود فرهاد ته وويل چي اوس ژمي راتلونکي دئ کار پرېږده، اما فرهاد ورته وويل چي لس کوره مي اوس نړولي دي، که ئې پرېږدم دا ټوله ژمی به خلګ ډرۍ راوهي!


شپاړسمه ورځ کله چي د کورنو هوارولو وروسته د سړک جوړولو کار پېلېده، يو لوی بيلر کي په لسګونو کېلو سپلني دود او کار پېل سو، فرهاد تر مازيګر د خلګو په جوش او خروش کي داسې استقبال سو چي سردار شاه محمود خان [صدراعظم] او [مارشال سردار شاه ولیخان] ته چي په مراسمو کی وه؛ چا توجه ورته ورنه کړه؛ کله چي مراسم خلاص سول فرهاد موټر نه لاره او په یوه زړه ګاډۍ کي کښېناست چي خلکو نارې وهلې: ژوندی دي وي زموږ ځوان ښاروال!
فرهاد به هر سهار تر ماښامه د میوندي جادې په کار کي بوخت وو او غرمه به ئې په ولاړي د پيازو سره وچه ډوډۍ په ولاړي خوړل چي وخت ضايعه نه سي، دا چي فرهاد په کابليانو کي ډېر محبوبیت لاره نوموړي به شپه همدلته د کاريګرو په خېمه کي تېرول چي د شپې لخوا د کابل ښاريانو مفته همکاري ورسره کوله.

میوند واټ، کابل، ۱۹۶۲

کله چی د ميوند جادې کار خلاص سو نو ئې په پښتو ژبه د سړک پر يوه او بل سر وليکل “ورو(کرار)” خو د وخت ملايانو ددې کار مخالفت وکړ چي دا د عربي تورو سپکاوی دئ چي موټرونه ورباندي تېرېږي، نو ئې په انګرېزي پر وليکل”WRO”
په دې ډول کابل ښار په نوې بڼه وغوړیده، د ټرافیک سیسټم په نړيوال قانون پکښي تنظیم او میوند واټ اسيا کي له لومړيو اباديو دئ چي پکښي برېښنايي بسونه، پراخ سړکان او د نړۍ په کچه اسانتياوی لرلې چي د نننۍ وال سټريټ غوندي شهرت ئې لاره، ددې سړک په سر کي يو منار وو چي د ميوند د نومورکي اتل به نامه ئې شهرت لاره او تر لاندي ئې د ميوند د پيښي مشهوره پښتو لنډۍ ليکلې وه چي:

که په ميوند کي شهيد نه سوې
خدايږو لالیه! بې ننګۍ ته دي ساتي نا

د ميوند څلی د پرانيستلو پر مهال

د کابل ښار دغه وياړلې سيمه د ۱۹۹۲ع کال د کورنۍ جګړې پر مهال داسي ویجاړه سوه چي پکښي د حيواناتو ګنج وو او پر منار به مجاهدينو ښکار زده کاوه!!!

غلام محمد فرهاد و توانیدی چي د افغانستان ترافیک د انګريز له سیستم نه له چپ لاس نه وراسته لاس ته واړوی. د ترافيک د نظم په اړولو غلام محمد فرهاد و انګریز ته وښودل چي افغانستان نور د انګریز پر لار روان ندی بلکي د بین المللی جامعی يو غړی دئ.

د (سپاهی ګمنام)[Unknown Soldier] په نوم جوړ منار تر جګړې د مخه او وروسته، دغه منار د کوم ځانګړې چا په نامه نه وو، بلکي د میوند د معرکې د هر عسکر او افسر په وياړ جوړ سوی وو.
د (نومورکي اتل) په نامه څلي او منارونه د هر هیواد لخوا جوړ سوی دي او خپل مړه سوی عسکر پر یادوی.
استاد :معصوم هوتک يو ځای ليکي:

“په افغانستان کي د مصيبتونو په پيلېدو زما څخه هم د پلار او نيکه ټاټوبی پاته او په کابل کي مي د کرايې کور لټاوه چي په دې لټه کي مي یوه ورځ پر یوه کور باندي د « خانه فروشی» کاغذ ولید، له ملګري سره یوځای ورغلم. یوماشوم راووت، د کور راښوولو له پاره مخ ته سو. یوه خونه، بله خونه ئې راوښووله، دکور په سالون کي مي پر میز باندي سترگي د [پاپا] پر عکس ولگېدې. ترسر مي دود ووت، حال مي بل سو. د هغه چا کور ته یا د هغه د کوم قریب کور ته د رانیولو په نیت ننوتلی وم، چي له سهاره ترماښامه به ئې د کابل ښار د ودانولو په نیت له مزدورانو سره وچه ډوډۍ اوگندنه خوړله، زمبېلونه به ئې چلول، خاوري به ئې تنفس کولې، له تندي به ئې خولې بهېدلې، خو دی به خوښ خوشاله وو، ځکه ښار ئې وداناوه. جاده ئې جوړوله، هیوادوالو ته ئې چوپړ کاوه او په ویاړ ئې کاوه. نه ئې جیبونه ډکول، نه ئې دوطن سرمایه خارجي بانکو ته لېږدوله، نه ئې د وطن بچیان داور لمبو ته اچول او نه ئې د وطن پر سر سودا کوله. همدې چورتو اخیستی وم چي سالون ته مي د یو چا د راننوتلو ږغ ترغوږ سو او د‌‌‌ ملگري له خولې مي واورېدل چي« حداد صاحب، سلام علیکم » حداد صاحب وارخطا غوندي سو، بې مقدمې ئې وویل:
«دا کور راباندي لوی دئ، ماشومان وایي چي خیرخانې ته به کډه شو، دوستانو ته به نزدې یو،…» موږ درک کړل چي له دې توضیحاتو څخه ئې مراد دا دئ چي گویا راته وایي له وطنه نه وزم. فاجعه خو دلته وه، چي هم به دي له ناکامه خپله مېنه پرېښووله، اوهم به دي ددغه بېلتون پرسر د خاد او نورو جاسوسي سازمانو د تعقیب ریسک پرځان مانه. حداد صاحب تازه له بنده خوشي سوی وو. ماته دده د کور په کتلو کي ځان ډېر گناهکار ښکاره سو. که څه هم ده خو بې هغه هم کور خرڅاوه. که پر ما نه وای، پر بل چا ئې پلورئ، خو ما ته ددغه کور رانیول ډېر سخت ایسېدل، «خدای په امان» مي ورته ووایه اوپه خواشیني زړه مي په دغه ورځ دکور لټه پرېښووله اوسیده خپل ټاټوبي ته ولاړم.
څو کاله وروسته زه هم د هیواد د نورو میلیونونو کسانو په څېر د مهاجرت ددغه اوږده کاروان مل سوم. په کاناډا کي مي تر څو کلونو وروسته ویرجینیا ته د دوستانو د لیدو له پاره سفر وکړ، هورې پر یوه واده پېښ سوم. د واده په مېلمنو کي حداد مرحوم هم راغلی وو. دامان الله خان دوخت یوه سیکه ئې په تار پېیلې او په غاړه کړې وه. هرچاته ئې ورښووله. تر ډوډۍ خوړلو وروسته دهوټل له سالون څخه دباندي راووتلو او پر یوه چوکۍ څنگ پرڅنگ کښېنستلو. د حال احوال پوښتنه مي ځنی وکړه. ویل ئې« زړه مي ډېر راته تنگ دئ!»

ارواښاد غلام محمد فرهاد په ۱۹۸۴ع کال ومړ او په شهدای صالحین کي خاورو ته وسپارل سو.

د ميوند منار د مجاهدينو له کړونو وروسته
د ميوند واټ ابده
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!