منډيګک
افغان تاريخ

محمد ایوب خان اڅکزی

0 1،089
محمد ایوب خان اڅکزی
محمد ایوب خان اڅکزی په شلمه پیړۍ کي د پښتنو د سیاسي او فرهنګي تاریخ یوه مهمه څېره ګڼل کېږي.
نوموړی د بريتانوي ير غل پر مهال د پښتونخوا د چمن او کوټي تر منځ ګلستان کي وزېږېد [۱۹۰۶ع]، د ځوانېدو پر مهال د ازادي غوښتونکو ملګری سو، بندیخانو ته واستول سو او د پاکستان له جوړېدو وروسته مجبور شو چې په ۴۴ کلنۍ افغانستان ته پناه یوسي، په کابل کي ئې د عمر تر پايه پوري په مايوسۍ، مسکنت او ناورين ژوند تېر کړ؛ همدارنګه له خپل کور او ماشومانو بېل، جایداد ئې ضبط سوی او له کلي، قبیلې او ملګرو لري يو بې وسه انسان وو.
ايوب خان د محمد يعقوب خان زوی، د سيف الملوک لمسی, د سر بلند خان کړوسی, د یار محمد خان کوسی او د روشندل خان مشهور په (عرض بیګي) کودی کیږي چي د احمدشاه بابا په دربار کي د قلم او تحریر مشر وو.
کله چي د پاکستان د جوړېدو وروسته اڅکزي تنک سو نو کابل ته ولاړ او هلته ئې د کابل په نوي ښار کي مجرد ژوند کاوه، ده هري موضوع ته خپل خاص تعريف لاره، قاطع او صريح ږغېده. د ځانګړي سبک ليکوال وو، هر څه ئې ښکاره ويل او چنداني ئې د پاچا خيال هم نه ساته.
ده چي څلوېښت کاله ئې يوازي تېر کړه، ګڼ يادښتونه او خاطرات وليکل چي تر ګردو مهم اثر و. دغه کتاب چي اټوبيوګرافي [خپل ژوندليک په خپله ليکل] ئې بللای سو، دده د مرګ وروسته ورک سو چي قوي ګومان دئ چي دولت به قصداً ورک کړی وي. ځکه محمد ایوب خان به د کابل پر حکومت هم اعتراضونه کول او حکومت نه غوښتل چي دغسې یو اثر چاپ سي.
ده يو بل نادر کتاب چي د خپلو خاصو نظرياتو ټولګه ئې لرله او ده به ورته خورجين وايه، ۷۰۰ فلسفي نظريات ئې لرله. دغه څو کاله د مخه په بې خونده توګه دوهم ځل په کوټه کي چاپ سو.
د اپوب خان وروسته ئې مشر زوی جعفر اڅکزی د يوه آزاد ليکوال په حيث د خپل ځانګړي سبک او ميتود لاره چي نامتو اثر [سوالأ جوابأ] په لس ټوګه کي چاپ سو.
د ارواښاد ايوب اڅکزی دغه ويناوي زما سره سته:
🔷❞زه هغه سړی چي انتقام اخستلای نه سي، کمزوری بولم او چي قطعاً ئې پلوی نه وي، هغه نامرد بولم او چي توان لري او نه اخلي؛ هغه مرد بولم❝.
🔷❞ضرور نه ده چي هر لامذهبه دي کمونست وي، ليکن هر #کمونست به حتماً لا مذهبه وي❝.
🔷❞خپله سوانح پخپله لیکل ډېر مشکل کار دی، که یې بده خوا لیکې زړه یې نه خوښوي او که یې ښه خوا لیکې خلک یې نه خوښوي❝
🔷❞وایي کوم کار چې په خپله کولای سې و بل ته یې مه پرېږده او زه بيا وایم: کوم کار چې بل کولای سي، هغه ګرد سره کومه مه❝
څوک که په ژوند کې غلطي نه سي کولای، هغه هیڅ نه سي کولای❝
🔷❞د خدای خدمت په دا طریقه کول چې شیطان خوابدی نه سي، دویم نوم دی د پالیسۍ
چېرې چې سیاست شروع سي، هلته دوستي ختمه سي❝
🔷❞انسان چې کوچینی وي هغه کوي چې مور و پلار یې کوي. چې لوی سي هغه کوي چې اولاد یې غواړي. نه پوهېږم هغه وخت به کله وي چې انسان هغه وکي چې دی یې غواړي❝
🔷❞هر سړی درې کرکټره لري: یو هغه چې دی یې تظاهر کوي. بل هغه چې دی یې حقیقتا لري او دریم هغه چې د ده په خیال دی دی❝
🔷❞د انسان طلايي وخت صرف هغه وخت وي چې طلا هېره کړي❝
🔷❞درواغ ويل لږ عقل او ډېره حافظه غواړي، نو ځکه احمق درواغ ويلي نه سي، ولي چي نه هغه لري او نه دغه❝
🔷❞د هر قوم په تاريخ کي داسي وخت کي راغلي او يا راځي چي د قلم او ژبي تر فيصلو ئې د توري فيصلي هم مفيدي دي❝
خان په کابل کي وفات او همهلته ښخ او خلګو په هنر پسي هېر کړ.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!