منډيګک
افغان تاريخ

د نورمحمد تره کي د وژلو کيسه ټکي په ټکي…

0 3،113
ینور محمد تره کی
لنډه پېژندنه:
 تره کی د خلق دیموکراتیک ګوند له موسسو غړو یو و چي په ۱۳۵۷ل کال د ثور اوومې کودتا وروسته یې واک تر لاسه کړ. تره کی د غزني ولایت د مقر اولسوالۍ د کمکۍ ناوې په سره کلي  څه ناڅه لوستې شپني او بزگره کورنۍ کي زېږېدلی دى، د پلار نوم یې  نظر محمد تره کی دی. نوموړی درې وروڼه لري چي د يوه ورور نوم يې سلطان محمد تره کی دی، ویل کیږي، چې دا ورور یې تر نورمحمد تره کي مشر و. د بل ورور نوم يې جان محمد تره کی او تر ده کشر دی دغه ورور یې د ۲۰۱۳ع کال کي د ور پېښي ناروغۍ  له امله لندن ښار يوه روغتون کي ومړ.د دریم ورور یې غلام محمد تره کی دی چي تر نور محمد تره کې کشر وو. نور محمد تره کي يوه مېرمن لاره، خو کوم اولاد یې نه وو.
 تره کی د خلق دیموکراتیک ګوند د تاسیس په لومړنۍ غونډه کي [۱۹۶۵ع] چي د کابل په څلورمه کارته کي د ده په کور کي وسوه، د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل سو. د ۱۳۵۸ کال په وږي میاشت کي نوموړی د ناپییلو هېوادونو په غونډه کي د ګډون لپاره هاوانا ته ولاړ او کله چي هيواد ته ستنېده، مسکو کي یې له شوروي مشر بریژنیف او نورو چارواکو سره ولیدل.ویل کېږي شوروي چارواکو تره کي ته په هغه لیدنه کي د حکومت ضد فعالیتونو ډېرېدو او د حفیظ الله امین له سخت دریځۍ شکایت کړی او له ده یې غوښتي چي له امین سره فاصله پیدا کړي. داسې هم ویل کيږي چي امین له دغه موضوع خبر او هېواد ته د تره کي له ستنېدو یې لږ وروسته لومړی هغه خلع سلا کړ او وروسته یې د خپلو پلویانو په لاس اولسمشرۍ ماڼۍ کي وواژه.تره کی د خلق ګوند له تاسیس مخکي تر کلونو پوري په سیاسي فعالیتونو بوخت و او ویل کېږي چي د ویښ زلمیانو خوځښت غړی هم وو. نوموړي یو شمېر ادبي اثار هم لیکلي چي ځیني ناولونه یې څو ځله چاپ سوي دي، ناولونه ئې دلته ولولئ.

یوه مقاله چي د نورمحمد تره کي لخوا په ۱۹۷۰ع کلونو کي په ژوندون مجله کي لیکل سوې وه.
تره کی ۱۹۷۹ع کال کي هاوانا ته په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه ولاړ، چي د بېرته ستنېدلو پر مهال ئې په روسیه کي له برژنيف او د هغه هیواد له نورو لوړو پوړو چارواکو سره وکتل او داسي فکر کیږي، چي شوروي چارواکو هغه مهال د حفیظ الله امین د مقاومت او سخت چلند په اړه ورته خبر ورکړی وو او له هغه نه د لري اوسېدلو ئې هم ورته ویلي وه.
حفیظ الله امین له دې خبر سوی وو، چي د نوموړي د جدیت او نوي تصمیم په اړه روسانو نورمحمد تره کي ته یادونه کړې ده، نو هماغه وو چي له شوروي څخه له راستنېدو وروسته ئې له تره کي سره اختلافونه جدي سوه.
د شوري سفير [يوزانوف]چي اصلا ً ئې دواړي غاړي پاللې، د منځګړېتوب د پاره د تره کي په کور کي وخت وټاکه، او په سبا ارګ ماڼۍ کي د تره کي په کور کي ليدنه تر سره سوه، تره کي د امين څخه شکايتونه لرل خو د سفير د خوا دا ستونزه وړې وبلل سوې او سفير چي له امين سره ئې هم ليدلي وه د دواړو تر منځ د روغي د پاره وخت وټاکه.
امين د ارګ ساده امنيتي سيسټم ته بدلون ورکړ او ډګروال جانداد چي څه موده د ګارډ عمومي قومندان ټاکل سوي وو او هم امين ته وفادار وو د ارګ ټولي پوستې تصفيه کړې.
د تره کي د کار د ودانۍ په لومړي پوړ کي د امين د ملګري [سرياور سيد داود تړون] دفتر هم وو چي د کودتا مهم لوبغاړی وو، ددې ودانۍ پر مخامخ د [کوټۍ باغچه] وه چي تره کي هلته ژوند کاوه، دې شکمنو ورځو کي د تره کي دوه ياوران [تورن عبدالقاسم او توزن ببرک ] شپه اورځ څار کاوه او د تره کي ډاکټر [جګړن ډاکټر عظيم] به هم شپه او ورځ همدلته وو.
د [کوټۍ باغچه]
دا چي نن د روسي سفير په منځګړيتوب د امين او تره کي د ستونزه د هوارېدو په نيت ناسته ده نو بايد امين د تره کي کور [ارګ] ته بې وسلې راسي.
امين د تره کي د سرياور تړون په وسيله د څو صاحب منصبانو په بدرګه د ارګ دوهم نمبر قصر ته ننوت او د تره کي هستوګنځی ته له توپنچو سره ملګري ننوتل(مخکي په ټليفوني مفاهمه کي د سفير په مخ کي ويل سوي وه چي دوی بايد بې وسلې راسي) ځکه حالت دومره نازک دئ چي هره وړه سرغړونه د لوی ټکر امکانات برابروي.
همداسي وسول، د تړون درو کسانو ته د دوهم پوړ په زينو کي ډاکټر عظيم مخامخ ودرېد چي بايد بې وسلو راسئ، امين لا دباندي دئ، تړون بې له دې چي ږغ وکړي ډاکټر ئې پر اوږه وويشت او پر راوتونکي کس باندي ئې ګولۍ وه اورولې…
د تره کي د ياور [؟]لخوا پر تړون هم ټک وسو او تړون همدلته ومړ. نورو چي ټکان واورېدل د امين په ګډون په موټر کي سپاره ولاړل.
تره کي او سفير پوزانوف چي له کوټې راووتل يوه غمجنه صحنه ئې وليدل، پوزانوف د احوال پوښتنه وکړه او ووت…
څو ساعته وروسته د تړون جسد له دې ځای څخه يوړل سو او هغه وداني چي ستري هينداري او د انځورګرۍ جالبي تابلوګاني ئې لرلې او څو ورڅي د مخه پکښي د وزيرانو شوراوي کېدې يوه طوفاني تونل ته ورته ښکارېده چي اوس نو يوازي د تره کي کورنۍ او څو ياوران پکښي اوسېدل.
تره کی چي مايوسه وو کوټې ته راغلی او هڅه ئې وکړه د وسله وال فوځ د لويانو سره په اړيکه کي سي خو د ټليفون مزي پرې سوي وه او په لومړي ځل ئې زړه ته تېره سوه چي شاکرد ئې دا کار کړی دئ. مازيګر تره کي بڼ ته ووت خو خپلوانو به ئې ټوکي کولې چي د قدرت نيول خو نو دا کيسې لري او يا هم داسي چي دا ښې ډوډياني او موټران خو ځواب غواړي.
تره کي د وخت څخه په ګټه اخيستلو؛ دده د کور د لومړۍ پوستې يو ځوان صاحب منصب راوباله او ورته وويل چي قومندان صاحب جانداد ته ووايه چي ماته د سياسي بيرو ځيني غړي او امين صاحب راوغواړه.[ادعا کيږي چي تره کي پلان لاره استعفا وړاندي کړي] خو تر سبا سهار پوري هيڅوک رانه غلل.
په سهار بېله غونډه ونيول سوه او د تره کي په غيابت کي دی د مشرتابه څخه ګوښه او امين دده پر ځای کښېنست[جالبه داده چي هيچا د موضوع اړوند څه ولي ونه پوښتل]، په مازيګر چي ده سپورټ کاوه خبر سو چي نن بې له ده غونډه سوې ده، تره کي وويل: “ما د دوی لپاره خپله کورنۍ هېره کړه مګر دوی زه غونډي ته ور ونه غوښتلم”. په همدې ورځ ماښام د تره کي د استوګن ځای د نلونو اوبه هم پرې سوې او هلته اخته خدمتګارانو به اوبه په سطلونو کي له بله ځايه راوړلې. ماخستن ناوخته د ګارډ قومندان وړه پرزه خط راوړ چي پکښي ليکل سوي وه:
تره کی صاحب!
ياوران؛ تورن ببرک او تورن قاسم دي د ګوندي سازمان غونډي ته چی په فوق العاده ډول جوړه شوې ده، حاضر شی”.
ياورانو خط تره کي ته ورووړ او هم ئې ورته وويل: “صاحب دوی غواړي تاسو موږ څخه بيل کړي“، تره کي وخندل او ورته وويل:
ما څه کوی، که کومه غونډه وي ورسئ، کېدای سي ددې حادثې په مورد بحث وي، ماته به هم احوال راوړی خو ټينګار وسو چي تر سهاره صبر وکړئ څو وضعيت مالوم سي”.
په سهار څو صاحب منصبان او عسکر راغلل او په بله پرزه خط کي ئې په شدت د ياورانو د کښته کېدو غوښتنه کړې وه، تره کی چي پوه سو بله لار نسته امر وکړ: ” دوی بايد ورسي چي دغه کړکېچ ختم سي، ولو که په هر څو قيمت هم وي”.
دوی پوهېدل چي مرګ ته روان دي، خپلي رسمي درېشۍ ئې واغوستلې؛ د تره کي لاسونه ئې مچ کړه او د کورنۍ له غړو سره ئې مخه ښه وکړه.
له کښته کېدو سره چي له دزوازې وروتل، وه پوښتل: ” دا دئ موږ راکښته سو، ووياست څه مو په کار دي؟” خو يو مزي صاحب منصب پر عسکرو ږغ وکړ چي “ويې نيسئ!”، عسکرو سمدستي په راوړې رسۍ لاسونه وروتړل او له ځان سره ئې بوتلل.
حفیظ الله امین
حفیظ الله امین ۱۳۰۰ل کال د پغمان قاضي خېلو کلي کي وزېږېد. کابل تهو لاړ او هلته یې د لوړو زده کړو له تر لاسه کولو وروسته د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. امین وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته ولاړ او هلته یې د ښوونې او روزني په برخه کي تر فوق السانس درجې زده کړي وکړې، بېرته کابل ته ستون سو او په یوه امریکايي موسسه کي یې دنده وموندله او د یوه عام غړي په حیث د خلق دیموکراتیک ګوند غړی سو. د ګوند مشر نورمحمد تره کي په وړاندیز نوموړی ۱۳۴۵ل کال کي د ګوند مرکزي کمیټې غړی سو او درې کاله وروسته د پغمان استازي په توګه ملي شورا ته بریالی سو. په ۱۳۵۲ل کال امین ته د خلق ګوند له لوري نوموړي ته په پوځ کي د نفوذ دنده وسپارل سوه او په دې توګه د ګوند د نظامي برخي مسوولیت وروسپارل سو.
د ۱۳۵۸ کال په وږي میاشت کي د تره کي له وژل کېدو وروسته امین واک ته ورسېد، خو له څو میاشتو حکومت وروسته د همدې کال د مرغومي میاشتي پر شپږمه نېټه حفیظ الله امین او د سیاسي دفتر ټول ملګري یې په تاج بیګ ماڼۍ کي د یوې مېلمستیا پر مهال د روسي اشپز لخوا مسموم سول.
له هغه وروسته شوروي ځواکونو په یوه برید کي چي ۴۵ دقیقې یې دوام وکړ، امین د کورنۍ له ځینو غړو سره یو ځای وواژه.
دې ورځ پوزانوف روسي مشرتابه د کودتا په کېدولو خبر کړ، خو دولت که څه هم خبر سو په دې اړه ئې رسمي هيڅ ونه ويل، خو راډيو ټلوېزيون کي د تره کي ويناوي او نوم د پخوا په شان دروند يادېده او دده د روغتيا په اړه شعارونو ټوله خلګ په تېره د تره کي پلويان حيران کړي وه .
د روسانو دوه مخي، د دولت سقوط، د وسلوال پوځ کړکېچنه وضعه او د مجاهدينو واک ته رسېدل د باخبرو خلګو د تبصرو عنوانونه وه. تره کي خپلي ناکامۍ منلې وه او فکر ئې کاوه دا کړکېچ به د قادر-کارمل د کودتا غوندي حل سي، او دی به له سياسي صحنې ليري سي او يا ښايي کوم بهرني هيواد ته ولېږل سي چي پاته عمر هم هلته تېر کړي.
د تره کي سره چي اوس ئې زړه ته تېره سوه چي يو مخ بندي دئ يوازي د خپلي کورنۍ ښځي او څلور تنه ملګري وه چي ده به ورځ د کتابو پر ليکلو/لوستلو تېروله[ادعا کېږي چي دا د تره کي وروستی او نوی اثر وو چي وروسته د امين د پلويانو د خوا له منځه يوړل سو].
د ۱۹۷۹ع کال د سپټامبر په ۱۵نېټه ماښام کابل راډيو اعلان وکړ:
“د تره کي د صحت خرابېدو له امله استعفا غوښتنه ومنل شوه او نوموړی د دولتي او ګوندي دندو څخه ګوښه او د ملګرو په وړانديز د ثور انقلاب قومندان د انقلابي شوار رئيس د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو”.
خو د ورځي په اوږدو کي په کوڅه او بازار کي د تره کي د روغتيا پوښتني وار په وار ډېرېدې او پر دولتي کړيو شکونه نور هم ډېر سوه. دا چي دولت ته د تره کي فيزکي شتون لوی سرخوږوی وو دا بيا بله ماجرا وه.
د همدې ورځي په ماښام[؟]د ګارډ يو صاحب منصب د تره کي استوګن ځای ته راغلی او تره کي ته ئې وويل:
” که ستاسو د کورنۍ تور سري غواړي چي په امن کي وي نو موږ پرېکړه کړې ده چي دوی د کورنۍ نورو غړو ته چي په بل کور کي دي ولېږو…زه يو ساعت وروسته راځم دوی دي تياري وي”.
تره کی پوه سو او خپلي مېرمني، ورېرو/ورېرې ګانو او اکا زوی څخه ئې وغوښتل؛ سره يو ځای سي. ساعت وروسته يو سرپټی موټر چي په مرميو سوری-سوری وو؛ له ماشومانو، ښځو او نارينوو ډګ او په يوه کړکېچنه وضعه ئې د کابل پلچرخي زندان ته ورسول. اټکل ۲۷بنديان د درېيمي پوستي له تېرېدو وروسته د لمړي بلاک په دوهم پوړ کي چي د لمړ وړانګي نه لري زندانيان سوه.
په دې ډول د تره کي وژل رانږدې او اسان سوه، د تره کي سره اوس يوازي استوګنځی کي دوه پخونکي چي له پخوا څخه به ده د دوی د لاس ښوروا خوښوول اوسېدل، اوس به ئې هم کله-کله د هغوی د لاس ښوروا په ډېر خوند خوړل.
څو ورځي وروسته تره کي د نه خوړلو اعتصاب وکړ تر څو دولت يا څارنوالي او يا پوليس نه وي راغلي اعتصاب ته به دوام ورکړي.
تره کی اوه ورځي اعتصاب وکړ خو هيچا هيڅ ډول عکس المل ونه ښود. د سپټمبر پر ۲۸[د کودتا ۱۵ورځي وروسته] امين د ګارډ قومندان جانداد او لوی درستيز جنرال يعقوب راوغوښتل او وويل:
“د ګوند رهبرۍ پرېکړه کړې ده چي د ثورانقلاب د لابرياليتوب لپاره بايد تره کي صاحب ووژل سي… هغوی دا ستر مسؤليت وباله خو امين به ويل په نړۍ کي د مترقي قواوو غوښتونکي داسي حکم کوي چي تره کی صاحب په شهادت ورسېږي، او مسؤليت ئې د شوروي ملګرو پر غاړه دئ او دوی له دې کار سره موافقت لري… تره کي صاحب اوس يو عادي متقاعد مامور دئ او ښايي د اعتصاب له امله پخپله ومري خو ژوند ئې موږ ته خنډ دئ”.
وپوښتل سوه چي بايد څرنګه ووژل سي، يوه وويل بايد په توپنچه ويشتل سي، وروسته دي وويل سي چي په خپل مرګ مړ سو، بل کس وويل: یو وخت به هرو مرو په دې اړه څېړنه کېږي او که په څېړنه کي دده بدن په ګولیو سوری ولیدل سی بیا؟
ټول چپ سوه، په دې وخت کي جنرال یعقوب يوه کيسه وکړه چي:
“په ۱۹۷۰ع کال کي د حبشې د ژغورني د غورځنګ لخوا انقلاب وسو او واک ئې ونيو، امپراتور ئې ونيو او يو کال ئې تر امنيتي څار لاندي روغتون کي تېر کړ، خو صحت ئې د خرابی پر ځای سمېده او دولت حيران وو څه وکړي چي مړ سي.
یوه ورځ د منګيستو شخصي ډاکټر د رهبري شورا د پرېکړي سره روغتون ته راغلی او د دوو نورو ډاکټرانو په مرسته ئې د امپراتور پر خوله بالښت کښېښود او هغه هم لس دقيقې کي ساه ورکړه او ومړ.
د رهبري هيأت غړی روغتون ته راغلل او د شورا پرېکړه ئې په خپلو سترګو وليده، وروسته د امپراتور مړی د يوې دولتي ماڼۍ تشناب کونج کي ښخ سو”.
زما نظر دا دئ چي موږ هم لس دولس دقيقې دې سختۍ ته ځان ټينګ کړو، دا کار به هم ده او هم موږ ته ښه وي؟
ټول چوپ ناست ول او په داسي حال کي چي ډېرو ډېري پوښتني لرلې خو ټولو د لوړو څوکيو د هيلي په درلودلو سرونه وښوورول.
صاحب منصبانو ته کابل ښار کي د دوو/درو قبرونو دندنه وسپارل سوه چي په هغو کي يو د تره کي د کورنۍ هديره [قول آبچکان وو]. د احتياط د پاره توپنچه، د زهرو پيچکاري او نوري لاري هم په نظر کي ونيول سوې.

 

د تره کي د مرګ کیسه د جموري ریاست د مخابراتو ریس عبدالودود په ډاګه کړه، چي همدا اعترافات ئې د کابل په انیس کی خپره سوه، چي د ده په خبره د سیاسي ارکان له ریس [روزي] او د ګارډ د اطلاعاتو له ریس [محمد اقبال] سره ئې یوځای وژلی وو، ياده مرکه دلته
د اکتوبر اتمي ماښام وو چی د ارګ کوټۍ باغچې ته درې صاحب منصبان ننوتل او يو امبولانس ئې دروازه کی ودراوه، د تره کي کوټې ته په ننوتو دوی تره کی پر چپرکټ ناست وليد چي په فکرونو کي ډوب وو. سرته ئې د اوبو ډک جيک او ګلاس پروت او پر بله خوا ئې څو زاړه اخباره پراته وه، صاحب منصبان په احترام ودرېدل او يو بريتور صاحب منصب ور وړاندي سو چي:

“موږ د مرکزي کمېټې او امين په امر دلته راغلي يوه، هيله ده تاسو پر کټ پرېوزی!”.
تره کی چي اوس ئې د سر او ږيري وېښتان غټ او يو مخ سپين سوی وه، د اوسپنيز کټ څخه ولاړ سو او د جېب څخه ئې د ګوند غړيتوب کارډ او د لاس ساعت خلاص کړه او هيله ئې وکړه تر څو دا شيان ئې مېرمني ته ورسېږي، او بيرته پر کټ پرېوت. صاحب منصبان که څه هم ټول وارخطا وه خو امر ته ئې سترګي نيولي وې، برېتور صاحب منصب چي رتبه ئې تر نورو لوړه وه نورو ته اشاره وکړه. نورو د حبشې د تجربې پر بنسټ پر تره کي ور ورحمله کړه، يوه کس ئې لاسونه ونيول، بل ئې پر پښو کښېنست او دريم ئې څنګ ته پروت بالښت پر خوله ورکښېښود، د دوی ټولو سترګي پټي وې او شل کي دقيقې وروسته چي دوی د تره کي له جسد څخه پورته سوه، د تره کي ساه ختلې وه.
د تره کي جسم ئې د کټ په سپين ټوکر کي وپېچی او د باندي منتظر امبولانس ته ئې په نامالوم لوری يووړ. په سبا ماښام د تره کي کورنۍ په پل چرخي کي خبره سوه او د کړکيو څخه اوازونه تر ډېره پورته کېده.
د تره کي له مرګ وروسته د عني شاهدانو له خولې حفيظ الله امين د ژوند په ډېرو اړخونو کي خواشيني او ګوښه ښکارېده او د هر چا د مسمومېدو د ډاره به ئې خپله ډوډۍ له خوراکه د مخه په څو کسانو څکل.
خاورو ته د تره کی سپارلو په اړه ما کره مالومات تر لاسه نه کړل خو ویل کیږی چي هغه د کابل په قول آبچکان کي په پټه توګه خاورو ته سپارل سوی دئ او څو شپې وروسته ئې د دولت د کسانو له خوا قبر ته اور اچول سوی او د هغه جسد ئې په ایرو بدل کړی.
قول آبچکان هديره

نورمحمد تره کی د سياست څخه ور هاخوا، نوي روايات او خبري

د تره کي د مرګ کیسه د جموري ریاست د مخابراتو ریس عبدالودود په ډاګه کړه، چي همدا اعترافات ئې د کابل په انیس کی خپره سوه چي د ده په خبره د سیاسي ارکان له ریس [روزي] او د ګارډ د اطلاعاتو له ریس [محمد اقبال] سره ئې یوځای وژلی وو.
۱۳۵۸ل کال د تلي میاشتي پر ۱۸مه کابل راډیو د نور محمد تره کي مرګ داسي اعلان کړ:
“د انقلابي شورا ریس نورمحمد تره کي د هغي اوږدې ناروغۍ له کبله چي ورسره لاس او ګرېوان وو، پرون سهار سترګي پټي کړې او جنازه ئې تېره ورځ په پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپال شوه”
د کابل ټايمز ورځپاڼي راپور چي د تره کي د مرګ خبر پکښي ويل سوی دئ.
سرچينې:
نورمحمد تره کی ولي ووژل شو، يار محمد تره کی: ۱۹۹۵ع کال، داودخان د کي جي بي په منګلو کي او زما شخصي ياددښتونه.
يادونه: څرنګه چي لا د تره کي مرګ د ادعاو پر بنسټ ويل کېږي تمه ده په دې اړه يو وخت کوم مشر مستند ليکوال اصلي کيسه وکړي.
هغه مواد چي ښايي ستاسي په پورته ليکنه کي خوښ سي: 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!