ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
۲۱کاله پخوا د نېپال د پلازمېني کټمانډو څخه نوي ډيلي ته روانه هندۍ مسافر وړونکې الوتکه د یوولسو کارکوونکو په ګډون دوه سوه ديارلس تنه مسافر د پنځو وسله والو پاکستاني تښتونکو لخوا وتښتول سوه.
الوتکه لومړی د هند د امرتسر ښار پر هوايي ډګر د تېلو بدلولو د پاره کښېنول سوه، خو چارواکو نه غوښتل تېل ورواچوي، ځکه دوی کوښښ کاوه چي پېښه دلې پر همدې هوايي ډګر ختمه کړي، د ډېرو په اند د دغه الوتکي د ژغور عمليات باید په امرتسر هوايي ډګر کي د هندي اِسنېپرانو لخوا ترسره سوي وای، چي دا کار يې ونه کړ. بېله دا چي الوتکي ته تېل واچول سي، د پاکستان د لاهور پر لوري وخوځېدله، دوی غوښتل الوتکه د لاهور پر هوايي ډګر کښېنوي، خو پاکستانیانو اجازه نه ورکوله، دوی د هوايي ډګر ټول څراغونه ګل کړل. د ډېرو کوښښو وروسته وتوانېدل چي د لاهور پر مځکه الوتکه ودروي او هلته تېل وراچوي. پيلوټ غوښتل له الوتکي څخه ژوبل او ناروغ مريضان کښته کړي، خو پاکستانیانو نه ورسره منل.
وروسته الوتکه د کابل پر خوا د دوبۍ پر المنهاج هوايي ډګر کوزيږي ، تر خوړو او اوبو څښلو او تېل اچولو، د یوې مېرمني، د یوه وژل سوي او ۳۳ ښځو او کوچنيانو د خوشي کولو وروسته تښتوونکو الوتکه والوزوله او د کندهار پر هوايي ډګر کښېنوله، چي ويل کېږي دا لار عربو استخباراتو ورته ښوولې وه.
يو طالب چي مور ئې هندۍ وه، الوتکي ته ور پورته سو خو تښوونکي په هندي نه پوهېدل او پاکستانۍ اردو ئې ويل.
د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزير(مولوي وکيل احمد متوکل) د امريکا ږغ سره په مرکه کي ویلي وه:
« موږ هڅه کول چي د تېلو د وراچولو ورسته هندۍ الوتکه ستنه کړو خو تښتوونکو له دې ځايه تلل نه غوښتل او د خبرو د لاري يې خبرداری راکړ چي که زور ورسره وسو، ټول مسافر او ځانونه به ووژني، د الوتکي تر کښېنستلو وړاندي هندي حکومت راڅخه غوښتي وو چي د مسافرانو او پيلوټانو د ستومانۍ په خاطر باید الوتکي ته د کښېنستلو اجازه ورکوله سي، پر دې غوښتنه مو د ملګرو ملتو سره تماس ونیوو او الوتکي ته مو د تم کېدو اجازه ورکړه، تښتوونکي غوښتنه کوي چي هندي حکومت دي د (انصارالمجاهدين) ګوند پاکستاني نژاد مشر غړی مولانا مسعود اظهر په ګډون څلور زندانيان خوشي کړي، بیا الوتکه پرېږدي، په دې اړه مو د ملګرو ملتو څخه د منځګړيتوب غوښتنه کړې ده»
د عبدالحی مطمئن له خولې چي پاکستاني چارواکو رسماً وغوښتل چي الوتکي ته ځای مه ورکوئ، تاسي او موږ دواړو ته ستونزه ده، خو ملاعمر دا خبره رد کړه او ويل ئې که د الوتکې تښتوونکي مسلمانان وه، مرسته ئې کوو او که هندوان وه د افغانستان په ګټه ئې ورته سپارم.
تښتونکو د درې کشمېري مبارزين مولانا مسعود اظهر، مشتاق اظهر زرګر او سيد احمد عمر او شلو ميليونو ډالرو او يوه جسد غوښتنه کوله چي طالبانو دوی ته تر پيسو تېرېدل او کسانو په خوشي کولو کي ډاډ ورکړ، خو ټښتونکو د خلګو د وژلو او ځان الوزولو ويل چي هند بايد ژر دا کيسه خلاصه کړي، طالبانو په دې برخه کي له ملګرو ملتونو او سره صليب څخه د همکارۍ غوښتني کولې چي په دې لړ کي د ډسمبرپه اوويشتمه د الوتکې د تخنیکي څارونکو[ښايي استخباراتي] په ګډون له هنده پنځوس کسیز پلاوی د ملګرو ملتونو په ځانګړې الوتکه کې کندهار ته راورسېد او د هوايي ډګر په مېلمستون کي ځای پر ځای سول. له يوې اوونۍ پرله پسې خبرو وروسته د هند د بهرنيو چارو وزير جسونت سنګ د ملګرو ملتونو په ځانګړې الوتکه کې درې تنه اسيران [مولانا مسعود اظهر، مشتاق عمر او سید_عمرشیخ له ځانه سره راوړل او متوکل له اوږدو خبرو وروسته د الوتکي تښتونکي له الوتکي رابهر او د سره صليب په ځانګړي موټر کي د کندهار قول اردو ته بوتلل سول.
متوکل له خپل سیال جسونت سنګ څخه د همکارۍ مننه وکړه چي په ځواب کي ئې سنګ هند ته د ورتللو رسمي بلنه هم ورکړه او متوکل هغه د الوتکي تر زينو بدرګه کړ.
د مطمن د خولې چي له دې وروسته کندهار کي پاکستاني کونسلګرۍ د طالب مشرانو پرتيمنه ډودۍ وکړه چي د ډوډۍ په ميان کي کونسل د هوايي ډګر د ښه امنیت ستايني تر څنګ وويل”هندو هيڅکله د مسلمان دوست نسي کېدای. هند په تاريخ کي پر
مسلمانانو بې کچي ظلمونه کړي او…” دې وخت کي طالب مشر ملا اختر محمد عثماني خبره ور پرې کړه او وې ويل: موږ پوهیږو چي تاسو هم له میدان سره په نږدې کنډوالو کي خپل ګیله ګيان سيوري ته کړي ول”[اشاره ئې د کونسلګرۍ هغو
دوو موټرانو ته وه چي د دغي ماجرا په ورځو کي به ئې له هوايي ډګره د باندي په ړنګو خونو کې پټ درولي وه. او له هغه ځايه ئې د هوايي ډګر څارنه په دوربين کوله] ګيله ګيان سيوري ته کول د جنوب په اصطلاح کي ځانګړی مفهوم لري، ګیله ګی کم عمره خوسکيو ته وايي.
د اظهر په خوشي کېدو د هغه کورنۍ طالبانو ته په ۲۸لکه کالداري مطبعه رانيو، هغوۍ کندهار اطلاعاتو کلتور رياست ته ورکړه چي ښايي تر اوسه د کار وړ وي.
ويډيو دلته:
سرچينې: د افغانستان پېښليک، د تېمور شاه يوسفزي ليکنه او ملا عمر، طالبان او افغانستان