منډيګک
افغان تاريخ

مانسا؛ د نړۍ تر ټولو شتمن واکمن…

0 738

نړيوال تاريخ راته وايي چي په نړۍ کي څو پېړۍ پخوا داسي کس پاچاهي کړې ده چي د تاریخ ترټولو شتمن کس ګڼل کېږي، له همدې امله اوس د شتمنو کسانو لقب بېل ګېټس، وارین بفېټ،‌ جېف بیزوس، سټیو جوبز،‌ کارلوس سلېم او یا نورو د زمانې شتمنو ته نه ورکول کېږي.
بې بې سي په دې ورستيو کي د يوې وېبپاڼي له خولې وليکل چي څوارلسمه پېړۍ کي د افريقا مانسا موسی په لوېدیځ [مالي] هيواد امپراتور او مسلمان پاچا [مانسا موسی] په ټولو پېړیو کي تر ټولو ډېر شتمن سړی ګڼل سوی دئ.

ماسا په خپل دربار کي

ويل کېږي چي مانسا موسی دومره سره زر لرل چي ښايي د نړۍ نيمه برخه جوړه کړي. مانسا په ‍۱۲۸۰ع کال کي اوسني مالي کي زیږېدلی، اصل‍ی نوم ئې موسی کیتا و،‌ په ۱۳۱۲ع کال ئې د [مالینکي] مملکت واګي ترلاسه کړې او بیا مانسا موسی [پاچا موسی] سو.
دده تر واک لاندي موریتانیا،‌ سنیګال،‌ ګمبیا،‌ ګیني،‌ بورکینا فاسو، مالي، نیجر، چاډ او نایجریا راتلل چي ډېرې طبعي زېرمي ئې وې،‌ چي ډېر زر او وروسته ئې مالګه وه.
تاريخونه ليکي چي کله په ۱۳۲۴ع موسی د حج په موخه حجار ته سفر وکړ،‌ په دې ۴ زره میله اوږده سفر کي له هغه سره اوښان، اسان او لسګونه زره پوځيان او غلامان هم مل وه‌ چي ټول اوښان او اسان په سرو زرو او ورېښمو بار وو.، دې سفر کي ۶۰زره انسانان او ۱۲زره حيوانات برخه لرله.

حج ته تلل، سفر کي ۶۰زره انسانان او ۱۲زره حيوانات برخه لرله.

وای کله چي په مصر کي تېرېده،‌ دومره ډېرې د سرو زرو ډالۍ ئې ووېشلې چي د سرو ارزښت بیخي راولوېد او بیا په مصر کي تر ۱۲ کلونو پوري اقتصادي وضعیت ایله خپل پخواني حالت ته ستون سو.‌
په اوسني مالي کي ټمبکټو ښار موسی ته ډېر اهمیت درلود؛ ځکه هلته ده خپله شتمني پر مدرسو،‌ پوهنتونونو، کتابتونونو او جوماتونو جوړولو ولګوله،‌ په تېره بیا د [جینجریب] مشهور جومات چي لاهم سته. هغه په دې پروژو کي له ګڼو مصري او اسپانیايي انجنیرانو ګټه واخیسته.‌
په ۱۳۳۷ع کال له ۲۵ کلني واکمنۍ وروسته مانسا موسی ومړ او زوی ئې لومړی ماګان،‌ چي د واکمنۍ پرمهال ئې دولت کمزوری سوی وو،‌ د چارو واګي واخیستې،‌ ځکه هغه وخت کورنۍ جګړې ډېري سوي وې چي ۶۰ کاله وروسته ئې واکمني بیخي ختمه سوه.‌
دده په اړه ابن خلدون،‌ ابن بطوطه او العمري ډېر نادري کړي دي.

ماسا په خپله شاهي جامه کي..
دماسا لخوا جوړه سوې مدرسه او مسجد په اوسني مالي کي ټمبکټو ښار موسی ته ډېر اهمیت درلود؛ ځکه هلته ده خپله شتمني پر مدرسو،‌ پوهنتونونو، کتابتونونو او جوماتونو جوړولو ولګوله،‌ په تېره بیا د ‘جینجریبر’ مشهور جومات چي لاهم سته.
مکې ته شتمن سفر ددې لامل سو چي په نړيواله نقشه کي د موسي سفر ثبت سو، نقشه له [اطلس کاتالان ۱۳۷۵ع]څخه
دماسا لخوا جوړه سوې مدرسه او مسجد
 حج ته د سفر او زرو وېشلو ننداره، په عکس شاته روان عام کليوال دي چي په دې کاروان پسي روان دي.

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!