شېرخان خروټي

يوه پېړۍ وړاندي يو عام لوستی سړی د غزني د قره_باغ څخه هند ته ولاړ، هلته يې پخپلو پېسو تجارت پيل كړ. ورپسې مرکزي اسيا او روس ته ولاړ او هلته يې ځيني نادر ديني او تاريخي کتابونه په سمرقند کي د فارسي ژباړي لپاره محررينو ته وسپارل چي ده په کار ګومارلي وه.
امير امان الله خان چي کله خبر سو، نوموړی يې کابل ته راوغوښت، ده ته يې د دغو كتابونو د چاپ لپاره د معارف لومړۍ درجه جايزه او [ناشر(خپرونکی)] لقب وركړ[ځيني بيا وايي چي اصلاً ناشر د خروټي ټبر يوه پښه ده؟!].
شېرمحمد خان ناشر
په سقاوي اړ و دوړ کي ډېره اسماعيل ته ولاړ، خو د نادرشاه په دوره كي تجارت پرېښود، لومړی د اورګون اولسوال او په ۱۹۳۸ع کي د بدخشان او قطغن نايب الحكومه و ټاكل سو. ده په هغه سيمه كي د ښاري پلان له مخي سړکونه جوړ کړل او د ټیليفون مزي يې وغځول.
کله چي لندنی٭ شمال ته د خپلو پلانونو سره ولاړ نو شېر خان يې ملاتړ وکړ او ګڼ خلګ يې په کار وګومارل[ځيني خلک وایي چي ده د خپلي وظيفې څخه په ګټه اخيستلو، بېګار او د جبر څخه کار اخيست، خو په دې کي شک نسته چي د شمالي سيمو ټول ښارونه په نوي ډول، د ده په واک کي پلان او جوړ سول].
ده په لږه موده کي د خپل شرکت مخ نورو پانګوالو ته هم پرانيست. د کارګرانو لپاره کورونه، روغتون او ښوونځي هم پېل کړل او لوی شمېر خلک د آمو سيند سره نږدې مېشت سول. هغه نوي مځکوال چي د افغانستان شمال ته ورغلل، مجبور وه چي د سيندونو شا و خوا خټينه مځکه وچه او بيا اباده کړي.
په ۱۹۳۰ع کال کي يې [قزل کلا] کي د يو بندر لپاره مځکه هواره کړه چي اوس يې [شېرخان بندر]بولي، هلته يې د ګمرک دفترونه او کار کوونکو لپاره کورونه او ښوونځي جوړ کړ، د کندوز د نساجي د سپين زرشرکت هم دده د برکته وو چي پنځو زرو خلکو کار پکښي کاوه. همدارنګه شېرخان د کندز، فرخار، بغلان، خواجه غار او اشکمش ښارونو بنسټګر ګڼل کېږي.
ددې کورنۍ وروستی کسانو کي زه افغان سندرغاړی فرهاد  دريا پېژنم، که تاسي يې څوک پېژنی راته وليکئ.
د شېرخان په اړه ويل کېږي چي لاندي کتابونه ئې خپاره کړي دي:۱ -هزارو یک حدیث نبوي تحت الترجمه فارسی مع شرح ۲۶ جزء سوم خلفاي امویه ۵۱ بلغاریان

۲- حیات فخرکاینات رسول اکرم(ص) جلد اول ۲۷ جزء چهارم خلفاي عباسیه ۵۲ یونانیان

۳- حیات فخرکاینات رسول اکرم(ص) جلد دوم ۲۸ خیوه وبخارا ۵۳ مصریان

۴-حیات فخرکاینات رسول اکرم(ص) جلد سوم ۲۹ ایتالیان ۵۴ ګرجیان

۵- رشحات نبوي ۳۰ انګلیسیان ۵۵ مجاریان اوستریا

۶- مدنیت اسلام ۳۱ المانیان ۵۶ سویسیان اتپوکره

۷- عصر سعادت ۳۲ فرانسویان ۵۷ اسقاندنیاویان

۸- اصحاب کرام جزء اول ۳۳ چینیان ۵۸ چه موراوانان

۹- اصحاب کرام جزء دوم ۳۴ کوه یاراییان ۵۹ حبشیان

۱۰- مختصر تاریخ اسلام ۳۵ ژاپونیان ۶۰ هوللدندیان

۱۱- نشر اسلام ۳۶ افغانستان ۶۱ سیامیان

۱۲- عقیده اسلامیه ۳۷ جزء تاریخ ملل ۶۲ رومانیان

۱۳- اذکار الصلواة ۳۸ تربیه زنبور عسل ۶۳ ساموییدان

۱۴- مراسلات ۳۹ حفظ الصحت متأهلین ۶۴ امریکایان جنوبي

۱۵- تاریخ اسلام جزء اول ۴۰ یهودان ۶۵ سیګیان جوګیان

۱۶- تاریخ اسلام جزء دوم ۴۱ اسپانیان ۶۶ هندوستان

۱۷- حقیقت اسلام ۴۲ تاتاران ۶۷ خورواتیان

۱۸- مختصر تاریخ عمومي ۴۳ عربها ۶۸ صربیان

۱۹- هدایت المسلمین ۴۴ امریکایان شمالي ۶۹ قره طاغیان

۲۰- تاریخ ترکستان ۴۵ ترکان عثماني ۷۰ مالدیان

۲۱- مختصر تاریخ روسیه ۴۶ لهستان ۷۱ روسینان

۲۲- تاریخ اسلام مفصل ۴۷ ایرانیان ۷۲ هندیان امریکایی

۲۳- جزء اول عصر سعادت ۴۸ زنګیان ۷۳ اوسترالیان

۲۴- جزء دوم خلفاي راشدین ۴۹ فینیان ۷۴ فرغزان

ددې کتابونو اکثره برخي د وخت پېښو له ځان سره ورک کړل.

٭عبدالعزيز لندنی يو کشميري تجار وو چي د مجيد زابلي له اړخه يې افغانستان کي ځيني تخنيکي برخي جوړي کړلې.
سرچينه: ځيني شفاهي يادښتونه او د صفيې حليم وېبپاڼه

نظريات (0)
نظر اضافه کول