منډيګک
افغان تاريخ

ببرک خان ځدران څوک وو؟

0 1،548

ببرک د مازک خان ځدراڼ زوی وو چي په ۱۸۶۲ع کال د خوست د دوه مانده اولسوالی خلويټي کلي کي وږېږېد خو وروسته د نادرشاه کوټ اولسوالي، المره کلي، ګېډه وره ته ولاړ.

ببرک خان ځدراڼ

کله چي ځوان سو؛ په سرحدونو کي د انګرېزانو پر ضد مقاومت پیل سو، ببرک هغه وخت د #اميرعبدالرحمن پام ځان ته واړاوه چي د پولي تر څنګ ئې پر انګرېزانو غلچکي بريدونه وکړل. هغه وخت #ډيورنډ تړون سوی وو او انګريزانو ته دا د افغانستان له خوا پر هند تيری ښکاره کېده، او امير ته ئې په دې اړه رسمي شکايت وکړ.
امير عبدالرحمن د پکتيا حاکم #شیرین_دل_خان ته فرمان واستوه، چي ببرک خان حاضر کړه. ببرک کابل ته ولاړ او له امير سره ئې وليدل. #سراج_التواريخ په دې هکله وايي:
“د ببرک د توبه ګار کېدو عریضه حضرت والا ته ورسېدله او د هغه پام ئې واړاوه اوعواطف او مهرباني ئې وپاروله. حضرت والا د هغه ورېره[په اصل کي د ببرک لور ده چي په ورستيو کي په ميرانشاه کي وفات سوه] په خپل نوم کړه او د سلطنت ورېښمن پوړ ته ورسېدله، ځکه چي هغه د خپلي ورېرې د واده کولو غوښتنه کړې وه. حضرت والا د کرمان یوه مشهوره بالاپوش او یوه زرینه پېښورۍ لونګۍ ببرک خان ته واستوله. سردار شیریندل خان ته ئې امر او لارښوونه وکړه چي د هغه د ورېرې ډولۍ د ملک رحمت شاه خان وزیري د لور د ډولۍ په څېر کابل ته راولېږه، هغه هم د امروالا حکم پر ځای او د ببرک خان ورېره ئې د کابل پر لوري روانه کړه”. [فيض محمد کاتب]
ببرک ته د امير له خوا د المرې په کلي کي مځکه او د ملکي غونډ مشري ورکړل سوه. له کابل څخه د امرالدين په مشرۍ يو هيت راغلی چي د انګريزانو د نقشې له مخه سرحدي حدود په نخښه کړي، د سرحد له معلومولو وروسته ببرک د سرحد په اوږدو کي دولس تاڼې جوړي کړې، چي په هره تاڼه کي ئې ۱۰۰ کسان کښېنول. اوس هم دغه سيمه (۱۲ تاڼې) دده په نوم ياديږي.
ببرک په ۱۸۹۸ع کال د خوست د امنيت مشر وټاکل سو، په ۱۹۱۲ع کال کي ببرک لا په همدې چوکۍ کار کاوه، چي د کابل پر ضد د منګلو او احمدزو په پاڅون کي ببرک د حکومت ملاتړ وکړ.

غازي ببرک خان کلا:
(که کلا ورغول شي داسې به ښکاري)
ويل کیږي چې شاوخوا ۱۳۰ کاله وړاندې غازي ببرک خان ځدراڼ ته د وخت حاکم امیر عبدالرحمن خان د یوې سترې برجورې کلا د جوړولو امر ورکړ.
دا کلا د دقیقو انجینري اصولو او اندازو مطابق جوړه شوي وه کلا په څلورو کونجونو کې څلور دوه منزله دنګ برجونه (ټاپي) لري او یو برج په منځ کې هم لري. د خارجي دیوالونو پنډوالی یې په بیخ کې ۲،۵ مترو ته رسیږي او له یو منزل وروسته بیا په منظم شکل کمیږي
او د داخلي دیوالونو ضخامت یې تر یو متر پورې رسیږي.
د کلا څلورو دیوالونو ته دوه پوړیزه کوټې اچول شوي وې چ اوس یې یواځې نښې پاتې دي او نور یې هرڅه له منځه تللي دي.
دا د پخڅو یا اغږل شویو خټو څخه جوړه شویده چې خټه یې د یوه ازمایښت له پوره کولو وروسته انتخاب شویده.Fazal Akbar”

په ۱۹۱۹ع کي چي اميرامان الله خان واک تر لاسه کړ، ببرک خان د #سید_موسی_شاه_مندوزي سره کابل ته ورغلی او هغه ته ئې ځان پتمن اعلان کړ. امان الله هم د ببرک خان صلاحيتونو ته د قدر په سترګه کتل او د هند سره د پولي د چارو په اړه مشورې ئې ځني اخيستې. وايي چي د ببرک خان په مشوره امير، #محمد_نادر_خان له بند څخه خوشي کړ او د لويي پکتيا د محاذ قوماندان ئې وټاکه(ددې خبري سرچينه مي نه کړه پيدا-پښتون زوی) وروسته امان الله خان د جنوبي محاذ مسؤوليت نادرخان ته وسپاره، نادرخان هم له خپلو قواوو سره د می پر ۱۷مه (۱۹۱۹ع) د ببرک سيمي، المره ته را ورسېدی، نو ببرک ئې تود هر کلی وکړ او ددغه لوی لښکر په مېلمه پالنه او مرسته کي ئې څو زره کابلي نقره ایي روپۍ ولګولې. ببرک لومړۍ حمله پر ټل وکړه، لومړۍګولۍ چي انګريزي عسکر ئې تيښتي ته اړ کړل د هغه توپ ګولۍ وه چي د ببرک له خوا وويشتل سوه او د ټل د بالاحصار په جبه خانه کي ولګېده او بيا ئې اور واخيست.

د غازي ببرک خان کلا:

د غازي ببرک خان کلا:ويل کیږي چې شاوخوا ۱۳۰ کاله وړاندې غازي ببرک خان ځدراڼ ته د وخت حاکم امیر عبدالرحمن خان د یوې سترې برجورې کلا د جوړولو امر ورکړ.دا کلا د دقیقو انجینري اصولو او اندازو مطابق جوړه شوي وه کلا په څلورو کونجونو کې څلور دوه منزله دنګ برجونه (ټاپي) لري او یو برج په منځ کې هم لري. د خارجي دیوالونو پنډوالی یې په بیخ کې ۲،۵ مترو ته رسیږي او له یو منزل وروسته بیا په منظم شکل کمیږياو د داخلي دیوالونو ضخامت یې تر یو متر پورې رسیږي.د کلا څلورو دیوالونو ته دوه پوړیزه کوټې اچول شوي وې چ اوس یې یواځې نښې پاتې دي او نور یې هرڅه له منځه تللي دي.دا د پخڅو یا اغږل شویو خټو څخه جوړه شویده چې خټه یې د یوه ازمایښت له پوره کولو وروسته انتخاب شویده.Fazal Akbarد ببرک خان پېژندولو لپاره لومړی کامنټ…◀️د نورو تاريخي ويډيوګانو د پاره زموږ يوټيوب پاڼه خوښه او شريکه کړئ:https://bit.ly/33Ba4Fl? ويډيو ترتيب: ملي ټلوېزيونــــــــــــــــــــــــــــــکه مو ويډيو خوښه سوې وي، منډيګک پاڼه خوښه او دغه ویډيو له ملګرو سره شريک کړئ✅ويډيو له خپلو ملګرو سره شريکه کړئ.

Geplaatst door Mundigak Historical videos op Woensdag 13 november 2019

عزیز الدین وکیلي پخپل کتاب [نګاهي مختصر به استرداد استقلال] کي ليکي:

” یکنفر سپاهی از غند کوتوالی ساکن قريه وزیر آباد کابل که توکل نام داشت و در ساليان اخير زندگی در مطبعه دولتی کابل مصروف خدمت بود ګفت: از چشم دید خود حکایت میکنم که وقت ضربات توپ های امتحانی، ببرک خان ځدراڼ خيلی خوش شده به زبان پشتو به سپهسالار گفت «هو کيږي کيږي»( بلی میشود میشود) و از لياقت توپها و توپچي های کابل اظهار مسرت و موفقیت می نمود”.

د انګريزانو له ليکنو ښکاري چي د ببرک ځواک ورته لوی خطر وو، يو ځای ليکي:
“د هغه نه هم لوی لښکر چي د خوست قبايل پکښي ول او د برطانوي هند (وازيرو) د ببرک په مشرۍ د (اشکالۍ نالې) جنوب لوري غرونه نيولي وو. د افغان پوځ اصل ځواک د خپلو زياتو توپونو سره د کورمي سيند لوېديځ، په خپيانګه او يوسف خيلو کي وو چي د نادر شاه مرکزي کمپ پکښي جوړ وو. په دې توګه ټل د دريو خواو نه محاصره سو او يواځنۍ لاره چي څوک پر تللای سول، ډاير(جنرال) پر ورغلی، د افغان پوځ شمېره ۳۰۰۰ او شا و خوا ۹۰۰۰ قبايل ورسره مل ول، ډاير ته ژر جوته سوه چي د نادر شاه عادي پوځ او توپونه د ټل جنوب کي د ببرک د سړو ملاتړ نسي کولای ځکه چي په منځ کي ئې د ټل سيند دئ، د دې لپاره هغه لومړی په ببرک د حملې نيت وکړ، خو د خپل نيت د پټولو لپاره هغه د ټل په کلي د قبايلو په سنګرو د ۸۹ بيټرۍ او د فرانټير چاوڼۍ د توپخانې ډزي پېل کړې”. کله چي پر انګريزپوځ فشار ډېر سو نو پېښور ته ئې د نور کومک حال ولېږه.
محمد ولی ځلمي په خپل کتاب (زموږ غازیان) کي ليکي:

“ببرک خان د خپلواکۍ د اخیستلو په معرکه کي د متون، ټل او واڼه په برخه کي د خپلو دوو ننګياليو زامنو شیرک خان او زمرک خان او د ځدراڼو، وزیرو، تڼیو د لسو زرو غازیانو په ملګرتیا د ټل پر اوسپنيزه کلا باندي د افغانستان د آزادۍ بیرغ جګ کړ. ببرک خان ځدران له دغي مېړاني وروسته، د امان الله خان له خوا تقدیر سو او ده ته ئې د لمر اعلی نښان او نایب سالاري ورکړه”.

[جنګ په ټل کي] کتاب چي يو انګرېز ډګرمن ليکلی دئ او پرمخ ئې د ببرک لوی عکس راغلی دئ. شاو خوا ټول کتاب کي د ببرک خان د شهامت او ملي مبارزې ډېري کيسې راټولي کړي دي.
کله چي د ١٩١٩ع کال د مۍ په ٢٨ نېټه افغان توپچي قواوو او د ببرک لښکر د ټل په چاوڼۍ ورننوتل، انګرېزانو اميرامان الله خان ته ليک ولېږه چي دا جنګ دي سمدلاسه بند سي او هم ئې په بمبۍ کي د افغانستان لپاره د وسلو بار يوه بېړۍ هلته ايساره کړه.
امان الله خان د جنګ د بندولو فرمان صادر کړ، چي د ببرک په لښکر کي ئې نا ارامي پيدا کړه، وروسته ئې د عالمانو په غوښتنه دوى د جنګ له ډګر څخه بيرته ولېږل. ببرک د سپين وام، ټل، هنګو او نور ګټلي سنګرونه پرېښوول او له غازيانو سره بيرته خوست ته ولاړئ. محمد نادر خان ده ته د مېړاني لوړ نښان (لمر) ورکړ، خو هغه وخت په افغانستان کي د امير امان الله خان پر ضد بغاوت پيل سو، ببرک په خوست کي د وزير محمد ګل خان مومند ځواک له محاصرې خلاص کړ او باغي ټبرونو ته ئې د حکومت د اطاعت امر وکړ
په ۱۹۲۵ع کال کي د امان الله خان په ننګه يو جنګ کي د ببرک خان يو ملګرى غزني خان د ټوپک په ګولۍ ولګيدی نو ده ته ئې نارې کړې، هغه خپل ملګری راپورته کړ چي په دې وخت کي بله ګولۍ دده پر سينه ولګېده او همدلته ومړ، دی د ۶۳ کالو په عمر په خپل کلي [المره] کي خاورو ته وسپارل سو.
د یادولو وړ ده چي ۱۹۹۷ع کال کي په لندن کي یو نندارتون د هغو زړو اسنادو چي ۱۰۰ کاله ئې پوره سوي ترتيب سوی وو، په دغه نندارتون کي چي عامو خلکو ئې ننداره کوله هغه اسناد چي یو وخت اشد محرم وو او اوس ئې ۱۰۰ کاله تېر سوي دي او افشا کېدل ئې د بريتانيا حکومت ته کوم زیان نه رسوي، وړاندي کېدل، یو افغان نظامي جنرال چي له دغه نندارتون څخه ئې لیدنه کتنه کړې، وايي: «عجيبه خو دا وه چي په دې نندارتون کي د ببرک خان ځدراڼ یو لوی تور او سپين عکس چي په چوکات کي بند وو ايښوول سوی وو».
داسي ویل کيږي چي د ده ځيني عکسونه د انګلستان د موزيم په آرشيف او ګالري کي اوس هم شتون لري، همدارنګه د نوموړي نوم دکابل د همزنګ دعلم او جهل په مناره کي د ملکي غونډ د مشر په توګه ثبت دئ.
څرنګه چي هغه تل یبلي پښې ګرځيد، وای يو ورځ د امير امان الله خان دربار ته ورغی، امان الله خان ځني وپوښتل چي ته د لويي پکتیا پېژندل سوی مشر ئي، ولي لوڅي پښې ګرځې؟ ده ورته وويل: «چي زه د قام مشر یم او چي خلک مي پښې لوڅي ګرځي، زه ځان ته حق نه ورکوم چي څپلۍ ولرم!»
کله چي هغه له امير څخه د اعزازي جنرال خطاب ترلاسه کړی وو، نو د کابل خلګو به [پښې لوڅی جنرال] باله، د ببرک خان يو زوی [سيد اکبر] د امان الله خان په حکومت کي برطانوي هند ته ورکډه او په ايبټ اباد کي مېشت سو. وروسته ئې د پاکستان د لومړي وزير اعظم لياقت علي خان وواژه [دا کيسه په بله ليکنه کي].


د سيداکبر [ببرک خان زوی] توپنچه چي د پاکستان لومړی وزير ورباندي ووژل سو، نوموړې توپنچه اوس د پآکستان په نظامي ميوزيم کي پرته ده.
کله چي ببرک خان، د امیرعبدالرحمن خان دربار ته ورغلی وو نو هغه وخت يو انګريز عکاس هم د امير په دربار کي وو او ښايي د ببرک خان کړه وړه ورته حيرانوونکي وو، نو د امير ميرمني د عکس غوښتنه وکړه، چي ږیره دي خلاصه کړي[ یعني وربوز دي ښکاره کړه] وای ببرک خان ته پر خپل حال خندا ورتله نو د هغي د کنټرول لپاره ئې خپله د لاس ګوته په نوک ټينګه نوکاري کړه.د خپلواکۍ په دې جګړه کي د افغانانو په زرګونه دغسي نوم ورکي کسان سته چي يادونه ئې هيڅوخت نه کېږي، زه کوښښ کوم چي د مشهوره کسانو پر ځای ددې تورياليو يادونه وکړم، که ستاسي په سيمه کي دغسي نومورکي اتلان وي راته وليکئ!
زموږ د نيکونو دا وياړ دي ټولو هيوادوالو ته ښادمن وي.
سرچينې:

د صفيې حليم، نجيب الله ببرکزي او غازي ببرک خان ځدراڼ له کتابه ټولونه

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!