منډيګک
افغان تاريخ

د شاه امان الله خان د جنازې غمجن داستان

0 1،079
شاه د ژوند په ورستيو کي

نن د افغانستان د پخواني امير شاه امان الله خان د مړيني ۶۱تلین دئ، هغه وخت چي شاه امان الله خان د ژوند په ورستيو کي ناروغ سو خپلو پخوانيو وزيرانو او خپلوانو ته ئې د وصيت په ډول وويل:

“هر کله چي زه وفات سوم، زما جنازه به ګران هیواد افغانستان ته انتقال کړئ او په کابل کي ئې د کلای قاضي (یو روحاني افغان شخصیت وو او په خپله امان الله خان ورته ډېر درنښت لاره او د تخت پر وخت به تل د هغه لیدو ته ورتلله، هغه ورځ چي غازي د خپلي استعفاء نه پس کندهار ته تله، ورستۍ ځای ئې همدا قلعه قاضي وليد، او روان سو) ښخ کړئ، ځيني بيا وايي ده زرنګار پارک يا عموم کي کابل ياد کړئ”

وروسته له ۳۱ کالو؛ د بې وزلۍ ژوند له تيرولو د۱۹۶۰ع کال د اپريل دمياشتي پر ۲۵مه[۱۳۳۹ل، غوايي۵ مه]د سويس په هيواد کي دسترگي د سرطان دناروغۍ له امله ومړ.
د امان الله خان د وصيت پربنسټ جنازه ئې بايد دهغه د نيکه [اميرعبدالرحمن خان] د قبر تر څنگ دکابل په بڼ ماڼۍ[بوستان سرای] کي خاوروته سپارل سوې وای، خو کله چي دغه موضوع د امان الله خان دخوريي [جنرال سردار عبدالولي] له خوا شاه ولي خان او ظاهر شاه ته وويل سوه، هغوي تر دريو ورځو [ملکې ثريا] ته هيڅ ځواب ور نه کړ. د ملکې ثريا د وينا له مخه په دې ترڅ کي درې هيوادونه دې ته چمتو سول چي د ارواښاد جنازه په ځانگړي درناوي په خپله خاوره کي خاورو ته وسپاري. لومړني هيواد ترکيه وو چي د امان الله او د هغه هيواد مشر [مصطفي کمال اتاترک] د ملگريتوب په درناوي ئې غوښتل د پاچا جنازه په پرتمينو مراسمو ترکيې ته يوسي او د کمال اتاترک د مقبرې تر څنگ ئې خاوروته وسپاري.
دوهم هيواد سعودي عربستان او دريم ځاي د پښتونستان وگړي ول چي د ارواښاد امان الله د جنازې د راوړلو لپاره ئې چمتوالي ښوولي وو. په دغه وخت کي د افغانستان سر وزير سردار محمد داؤد مسکو ته په سفر تللي وو او کله چي ددغو مسلمانو هيوادونو په ځانگړې توګه د پښتونستان د وگړو خبره ئې ورته وکړه هغه لارښوونه وکړه چي د امان الله خان جنازه دي د هغه دپلار تر څنگ خاورو ته وسپارل سي. د امان الله خان وروڼو، خويندو او په ځانګړي ډ‌ول ملکې ثریا او د باچاه زوی [رحمت الله خان] غوښتل د پلار تابوت د کابل اوسېدونکو لپاره د ښار دننه وګرځول سي، خو دغه غوښتنه ونه منل سوه او لارښوونه وسوه چي جنازه دي د کندهار په هوايي ډگر کي له يوې لنډي تم کېدني وروسته نيغ په نيغه جلال آباد ته ولېږدول سي او پرته له ځنډه دي خاوروته وسپارل سي. د پښتنو د توکمونو مشرانو د ارواښاد جنازه په درناوي د ننگرهار له هوايي ډگره پورته کړه د جلال آباد له ښاره ئې تېره کړه او بيا ئې د امير شهيد په بڼ کي د امير حبيب الله د مقبرې ترڅنگ پر مځکه کښېښووله، تابيا ونيول سوه چي د هغه ناسکه وروڼو دي د هغه جنازه تر قبره ولېږدوي، خو قبايلو په ځانګړي ډول [شينوارو، سنگوخيلو] ټول خلګ ټېل وهل او تابوت ئې قبر ته شېوه کړ[ټالي سټيوارټ]
کله چي جنازه خاورو ته سپارل کېدله؛ خان عبدالغفارخان غوښتل ووايي:”شاه امان الله ما ته د [فخر افغان] درناوي نوم[لقب] راکړ او غواړم ددغه اولسپال او پر اولس مين پاچا په اړه خبري وکړم…” هغه ته د نورو خبرو کولو اجازه ور نه کړل سوه!

د کندهار په طلوع افغان ورځپاڼه کي ددې پېښي خبر

ددې تر څنګ جنازه کي د بادشاه زوی [احمد شاه] مارشال شاه ولی خان، علی محمدخان او پښتنو ځايي مشرانو ګډون لاره.
د فاتحې مراسم دکابل دپل خشتي په جومات کي ونيول سول او د شاه وروڼه او مشر زوي [رحمت الله جان] د وير پر ټغر کښېناستل. درېمه ورځ د دولت له خوا د شاه د زوی[رحمت الله] څخه وغوښتل سوه چي له هيواده ووزي، خو هغه غوښتنه وکړه چي يوازي يوه ورځ نور دي ورته اجازه ورکړل سي چي د دارالامان ماڼۍ او دپغمان بڼ له نږدې وويني، خو د سلطنتي ادارې دغه غوښتنه وه نه ومنل.

افغان تاریخپوه ډاکتر اعظم سیستاني وايي امان الله خان دومره پر خلکو ګران و چي “پر هغه ورځ چي یې د مړینې خبر خپور سو، هغه ورځپاڼه چي په دوو روپیو وه قیمت یې څلوېښتو ته ورسېد. که څه هم ډېر معلومات پکښي نه ول، یوازي همدومره پکښي لیکلي‌ سوي ول چي کله او چيري امان الله خان وفات سو او عکس یې ورسره خپور سوی و. نوم یې ورځپاڼه متبرک سند ګرځولې وه.”

هندیه کیسه کوي “کله چې شاه امان الله خان وفات شو سفیرانو د افغانستان دولت ته احوال ورکړ. هغوی هم نه پوهېدل چې څه وکړي. پاکستان د دې لپاره چې افغانان ځوروي… نو کله چې پاکستان مې مور ته احوال واستاوه چې که د شاه امان الله خان مړی پاکستان ته راوړئ، موږ به ډېر څه ورته جوړ کړو، نو مور مې دا وړاندیز ونه مانه. تر دې چې یې پاکستان ته یوسي مور مې خوشحاله وه چې د مراکشي پوځیانو په هدیره کې یې خښ کړي.‌ کله چې د پاکستان خبره وشوه، نه پوهېږم چې د افغانستان دولت خجالت واېست که څنګه، ویې ویل چې رایې وړئ خو جلال آباد ته. هغه مهال د آریانا الوتکې تر روم راتللې، نو بیا یې د آریانا په الوتکه کې یووړ چې ورور مې، کاکا مې او خوریي مې، دې درېو سړيو د کندهار له لارې زما د پلار مړی ولېږداوه. خو له ډاره یې جنازه کابل ته یونه وړه، مستقاً یې جلال اباد ته یووړ.”
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!